• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو سږ کال د کوچنیو کانونو د کېندنې ۲۵ پروژې منظورې کړې

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي چې د دې معاونیت له لوري په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۲۵ کوچنیو کانونو د کیندنې پروژې منظورې شوې دي. یاده اداره وايي، په بېلابیلو ولایتونو کې د مرمرو ،نفرایتو، ګچ او سرپنتین د ډبرو کانونو د کیندنې پروژې تایید شوې دي.

د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن سې شنبه د کب ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دوی په ټول توان هڅه کوي د خپل ولس اقتصادي ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او د هېواد اقتصاد د بهرنیو مرستو پر ځای یوازې پر خپلو داخلي سرچینو متکي کړي.

د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ۲۵ کوچنیو کانونو د کیندنې د پروژو یو لېست ترتیب کړی دی.

په دغو پروژو کې د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د زلیچه سیمی د تراورتین ډبرو پروژه ، د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ د جرتاخومک سیمې د مرمر ډبرو پروژه، د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د دوو بلاکونو پروژې شاملې دي.

د طالبانو اقتصادي معاونیت همدراز زیاتوي چې په دې پروژو کې د میدان وردګ ولایت د قول خویش ساحې د تراورتین ډبرو پروژه، د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سر سرخک د سرب او جستو پروژه، د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ د کندلان سیمې د مرمر ډبرو د دویم بلاک پروژه، د سمنګان ولایت مرکز کی د تخت رستم سیمې چونې ډبرو د درېیم بلاک پروژه، د سمنګان ولایت مرکز کې د سنګ شکن او تاش کوتل سيمې د چونې ډبرو د اول بلاک پروژه شاملې دي.

طالبان وايي چې په دې پروژو کې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د يارګي او خوره ناو سیمې د نفرایټ ډبرو پروژه او د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د ولګي سیمې د نفرايټ ډبرو د څلورم بلاک پروژه هم ده.

همداراز د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د لده باغ سیمې د مرمر ډبرو پروژه، د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د ادرو تنګي د نفرایت ډبرو پروژه، د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ د کنجکي سیمې د سرپنتین ډبرو پروژه، د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د پیرن سیمې د ګچ ډبرو پروژه، د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د كوديخيلو دویمه محدوده د مرمر ډبرو پروژه هم شامله ده.

طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې چې دا پروژې به څه ډول عملي کېږي او په کومو شرایطو د کانونو د کیندنې پروژې ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو هرات او کندهار کې ښځې په جوماتونو کې له لمانځه منع کړې

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۰
•
خبرخونه

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو په هرات او کندهار ولایتونو کې ښځې په جوماتونو کې له لمانځه منع کړې دي. سرچینې وايي، چې تېره شپه د کندهار له یو شمېر جوماتونو څخه طالبانو د تراویح پر مهال ښځې ایستلې او د لمانځه اجازه يې نه ورکوله.

له هرات څخه یو شمېر مېرمنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبې په ورځ وویل، چې طالبان د روژې له پيله په پرله پسې توګه ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې په جوماتونو کې لمونځ وکړي.

دغه مېرمنې وايي، له تېرو څو ورځو څخه د طالبانو د امربالمعروف محتسبان د جوماتونو په دروازو کې ولاړ وي او ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې تراویح وکړي.

په هرات کې په خاص ډول روژه کې ښځو د جمعې او ماسخوتن لمونځونه په جوماتونو کې په جمع کول، خو اوس پرې طالبانو د یوه نامعلوم دلیل له مخې بندیز لګولی.

په ورته وخت کې تېره شپه د ماسخوتن د لمانځه پر مهال د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو د کندهار ښار په دویمه حوزه حاجي عبدالله مېنه کې ښځې له جوماتونو ايستلې دي.

طالبانو ښځو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې جوماتونو ته د لمونځ کولو لپاره نه ورځي او خپل لمونځونه دې په کورونو کې ادا کوي.

په هرات او کندهار کې ډېرو کورنيو د طالبانو دغه کړنه غندلې او دا یې د خلکو په زړونو کې د نفرت پيدا کېدو په معنا یاده کړې.

په دواړو ولایتونو کې د طالبانو امربالمعروف ریاست مسوولین له رسنيو سره خبرې نه کوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې ډلې په خاص ډول د امربالمعروف ادارې پر ښځو پراخ بنديزونه لګولي دي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت چلند په کور دننه او دباندې له سختو انتقادونو سره مخ شوی او په وار وار له دې ډلې د پالیسیو د تغییر غوښتنه شوې خو طالبان وايي، چې ښځو ته یې د « شریعت په رڼا کې» حقونه ور کړي دي.

په خوست کې د ځايي قبیلې اربکیانو د طالبانو د انجنیرانو وسایل ور مات کړي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰
•
خبرخونه

په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت خپلو هغو جنګیالیو ته د ځمکو د وېش پروسه پیل کړې، چې د پخواني جمهوریت پر مهال وزیرستان او ټل ته کډوال شوي وو. دا چاره د یوې ځايي قبیلې له مخالفت سره مخ شوې او د طالبانو د انجنیرانو وسایل یې ور مات کړي دي.

د طالبانو د پلان له مخې، هر هغه طالب جنګیالی چې واده یې کړی وي، د یوې کورنۍ په توګه شمېرل کېږي او پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي. د دغو جنګیالیو هویت د شمالي وزیرستان په میرانشاه او ټل ولسوالۍ کې د طالبانو د پخوانیو مهاجرینو چارو مسوولین تثبیتوي.

په خوست ولایت کې یوه قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په ۲۰۲۰ کال کې د خیبر پښتونخوا په ټل ولسوالۍ کې د ټولو طالب جنګیالیو کورنۍ د نومرو د ترلاسه کولو لپاره ثبت شوې دي.

سربېره پر دې، هغه افغان کډوال چې د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال د جګړې یا نورو دلایلو له امله کډوال شوي، خو د طالبانو په لیکو کې ثبت شوي، هم د ځمکې او نومرې مستحق بلل شوي دي.

د داخیو قبیله مقاومت کوي

دا، چې خوست ښار ته څېرمه ازادې ځمکې د پخواني حکومت پر مهال وېشل شوې، اوس طالبان هڅه کوي د تڼیو ولسوالۍ د ګوخې په صحرا کې، چې د داخیو قبیلې ملکیت دی، یو نوی ښارګوټی جوړ کړي او یادې نومرې خپلو جنګیالیو ته ورکړي.

سرچینه وايي، تېره اونۍ چې د خوست ولایتي ادارې د انجینرانو یو ټيم د ښارګوټي د سروې لپاره سیمې ته واستاوه، د داخیو قبیلې وسله‌والو اربکیانو د هغوی کمرې او نور وسایل ور مات کړل.

د دې پېښې په غبرګون کې طالبانو سیمې ته زیات شمېر جنګیالي واستول، پر ځایي خلکو یې ډزې وکړې او د داخیو قبیلې مشران یې ونیول.

منځګړیتوب او تعقیب

د داخیو مشران وروسته د خوست طبي شورا رییس ډاکټر فقیر محمد زیار په منځګړیتوب خوشي شول، خو د سرچینې په باور، طالبان اوس هغه کسان په نښه کوي، چې خلک یې د دوی پر ضد پارولي وو او د انجینرانو وسایل یې مات کړي وو.

د ګوخې صحرا د خوست د نوي ملکي نړیوال هوایي ډګر په لویدیز کې موقعیت لري، چې دا ځای د اقتصادي او ستراتیژیک ارزښت له امله طالبانو ته مهم دی.

تڼي قبیله د پخواني جمهوریت پر مهال حکومت‌پلوه او د طالبانو ضد ګڼل کېده.

اوس داسې ښکاري، چې طالبان د یادې قبیلې له ځمکو د خپلو جنګیالیو د اسکان لپاره کار اخلي، چې دا مساله د سیمه‌ییزو شخړو لامل شوې ده.

د پاکستان شرط؛ د تورخم پرانیستلو بدل کې به طالبان پر ډیورنډ کرښه د پوستو جوړولو کار دروي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د تورخم د دروازې د خلاصون په اړه د جرګې ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پاکستان د پوځ غوښتنې یې په تورخم کې د طالبانو له کمیسار سره شریکې کړې دي. دوی وايي، طالب چارواکو ورته ویلي چې پر ډیورنډ کرښه د پوستو جوړولو د کار درولو صلاحیت نه لري او دا پرېکړه مرکز کوي.

د تورخم د دروازې د خلاصون لپاره د جوړې شوې جرګې ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د جرګې په لومړۍ ناسته کې د پاکستان اړخ جرګې ددغه هېواد د پوځ غوښتنې روښانه کړې دي.

د پاکستان له لوري ټاکل شوې جرګې ویلي چې پوځ غواړي طالبان دې په تورخم کې هېڅ ډول نوي تاسیسات نه جوړوي او له دې کار څخه دې نور ډډه وکړي.

د پاکستاني اړخ بله غوښتنه دا ده، چې پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو جوړلو روان کار ودریږي او د اختر تر ۱۵ پورې پر یوه اوربند هوکړه وشي نو بیا به د تورخم دروازه د مساپرو او بار وړونکو موټرو پر وړاندې پرانیستل شي.

د جرګې یو ګډونوال وايي، « د پاکستان لوري په جرګه کې ځینې داسې کسان وو چې هغه د استخباراتو مامورین ول خو د افغانستان لوري جرګه کې بیا زیاتره سوداګر او قومي مشران ول خو دوی په جرګه کې هغه څه نشوای ویلای چې باید ویل شوي وای چې پاکستان څه حق لري چې د کرښې دې لور ته هم د تاسیساتو جوړولو مخه ونیسي».

دی زیاتوی چې د پاکستان پوځیانو ترتیب شوې جرګه یوازې د فشار لپاره جوړه کړې ده او غواړي د تورخم دروازې د پرانیستلو بهیر لاپسې جنجالي کړي.

ځینې افغان سوداګرو چې په دې جرګه کې ګډون کړی و، وویل چې طالبانو تر اوسه په مکتوبي او شفاهي ډول جرګې ته څه نه دي ویلي خو احتمال شته چې تر سبا سهاره پورې خپله پرېکړه وړاندې کړي.

افغان سوداګر وايي، د میلیونونو ډالرو په ارزښت له سوداګریز توکو بار موټر یې په تورخم کې بند پاتې دي او دا ځل چې د دوی د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر پای ته ورسېږي له هغه وروسته به بیا د پاکستان له لارې د سوداګریزو توکو راوړلو ته زړه ښه نه کړي.

یو سوداګر وویل، « موږ طالبانو ته وویل چې دا ځل له دوی سره لنډمهاله یوه لاره جوړه کړي څو تورخم دروازه پرانیستل شي. له دې وروسته نور افغان سوداګر خپل سوداګریز توکي د پاکستان له لارې نه راوړي او خپل مسیر ته تغییر ورکوو».

په همدې حال کې د افغانستان له لوري جرګې یوه غړی ګل مراد افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له پاکستاني جرګې سره دویمه ناسته یوه ورځ وځنډېده خو خبرې اترې به دوام ولري.

د پاکستاني جرګې مشر سید جواد حسین کاظمي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په مرکه کې وویل چې له افغان جرګې سره د خبرو دویم پړاو به د تورخم پرکرښه ترسره شي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې افغان جرګه به له ځان سره یو مثبت پیغام راوړي او دا شخړه به له سوله ییزو لارو حل شي.

ددې جرګې یوه بل غړي او د خیبر پښتونخوا سوداګر مجیب شینواري افغانستان انټرنشنل ته وویل:« که افغان ځواکونه متنازع ودانیز کارونه ودروي نو سوداګریزې لارې به بېرته فعالې شي او د اوربند تړون ته به هم غځونه ورکړل شي».

ددوشنبې په ورځ د پاکستان امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د یوې پوستې د جوړولو کار بیا پیل کړی او زیاتوي، چې دا اقدام د پروني اوربند د هوکړې خلاف ترسره کېږي.

دوه ورځې وړاندې په تورخم کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د کرښې دواړو خواوو ولسونو او سوداګرو استازو ترمنځ د جرګې لومړۍ غونډه پای ته ورسېده او د مارچ تر ۱۱مې پر اوربند هوکړه شوې ده.

دغې جرګې پرېکړه کړې، چې پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو د شخړې تر حل پورې به تورخم دروازه تړلې پاتې وي.

د ایران د نشه یي توکو ضد مرکز رییس: په افغانستان کې هیرویین او مېتامفتامین پټ تولیدیږي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۰

د ایران د ولسمشر استازي او د نشه يي توکو ضد مرکز رییس په ویانا کې د هالنډ له سفير سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې هیرویین او متامفتامین پټ تولیديږي. حسین ذوالفقاری وایي، چې دا یو جدي خطر دی او باید حل شي.

حسین ذوالفقاري د سې شنبې په ورځ په ویانا کې د ملګرو ملتونو د اروپا په مرکزې دفتر کې له نشه يي توکو سره د مبارزې کمیسون ۶۸مې کلنۍ غونډې په څنډه کې د هالند له سفير پيټر پوتمن سره لیدلي.

ذوالفقاري په دې لیدنه کې ویلي، تر څو چې په افغانستان کې امنیت او پرمختګ نه وي رامنځ ته شوی د نشه يي توکو او نورې ستونزي به حل نه شي.

هغه د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو او سوداګرو سره په جګړه کې د څه د پاسه څلور زره کسانو وژل کېدو او ۱۲ زره نورو ټپي کېدو ته په اشارې وویل، چې ایران له افغانستان او پاکستان سره دوه زره کيلومتره ګډه پوله لري،چې دوی یې په یو اړخیز ډول کنټرولوي.

د ایرنا د خبر له مخې نوموړي ویلي، چې اروپا او لويديز هېوادونه ټول مسایل سیاسي ګڼي، خو له نشه يي توکو سره په مبارزه کې ایران رښتینی کار کړی دی.

له نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اړوند کمیسیون ۶۸مه غونډه په ویانا کې جوړه شوه.

دغه کمیسیون له نشه یي توکو سره د اړوند ټولو مسالو د حل لپاره د پالیسي جوړونې مرکزي اداره ده، چې په نړۍ کې د نشه يي توکو د وضعیت ټول اړخونه څیړي، د نشه يي توکو د کنټرول نړیوال میکانیزم ته وده ورکوي او د کنټرول په برخه کې د نړیوالو بنسټونو رضایت کچه په ګوته کوي.

کابل کې د پاکستان سفارت له سقوط وروسته افغانانو ته ۹۰۰ زره ویزې صادرې کړې

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د ثبت او ملي احصایې یا نادرا سرچینې وايي، په افغانستان کې د پاکستان سفارت هر کال له ۳۰۰ زرو ډېرې طبي، سیاحتي او نورې ویزې صادروي، چې په دې بهیر کې پراخ فساد او غیرقانوني فعالیتونه کیږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان ډېسک د افغان ویزو تر ټولو ډېر عاید ترلاسه کوي.

سرچینې وايي، ګڼ ویزه غوښتونکي په «جعلي طبي» اسنادو د نادرا د پورټال له لارې د ویزې غوښتنلیکونه وړاندې کوي او د سفارت چارواکي د قانون پلي کوونکو ادارو ځواب ته له ۳۰ ورځو انتظار وروسته ویزې ورکوي خو که ویزه زر تر زره ترلاسه کول وي، نو په سفارت کې دننه پاکستاني او افغان کمیشنکاران له۲۰۰ ډالرو څخه تر ۹۰۰ ډالرو رشوت اخلي، چې ویزې له۲۴ څخه تر ۷۲ ساعتونو کې صادرې شي.

د کمیشنکارانو او ویزه اخستونکو د معلوماتو له مخې، د پاکستان د ویزې په بدل کې په تېرو دریو کلونو کې تر ۱۵۰۰ او دوه زره ډالرو پورې هم له خلکو پیسې اخستل شوې دي.

د پاکستان اوصاف ورځپاڼه وايي، د طبي ویزې غوښتونکو ته یوازې د ۲۴ ټاکل شویو پاکستاني روغتونونو یا کلینکونو له خوا طبي پرچې ورکول کېږي، خو د دې لېست اعتبار پخپله تر پوښتنې لاندې دی.

یاده ورځپاڼه ادعا کوي، چې «افغان وګړي له درې څخه تر شپږو میاشتو طبي ویزې اخلي او بیا په پاکستان کې ورکېږي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اونادرا سرچینې تاییدوي چې په تېرو دریو کلونو کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ۹۰۰ زره ویزې صادرې شوي، خو یوازې ۱۵ زره کسانو د ویزې د غځولو لپاره د کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې ده، په داسې حال کې چې پاتې نور د پاکستان په ښارونو کې په غیرقانوني ډول ژوند کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه مکتوب کې، چې د یاد وزارت د یوې برخې د مسوول اغا هاشیر له خوا صادر شوی، د دغه هېواد د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) او نورو ادارو ته لارښوونه شوې چې په هوايي ډګرونو کې طبي ویزې د طبي افسرانو له‌خوا تصدیق شي، خو ورځپاڼه وايي، تر اوسه د تېرو دریو کلونو ویزې نه‌دي ارزول شوې.

د پاکستان د ثبت او ملي احصایې سرچینو یادې ورځپاڼې ته ویلي چې د غیرقانوني افغان وګړو بېرته ستنول ځکه ستونزمن دي چې بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو ته له دې کاروباره مالي ګټه رسېږي. ورځپاڼه وايي، د سافټویر نیمګړتیاوو او د ادارو ترمنځ د معلوماتو د شریکولو نشتوالي دا بهیر نور هم پیچلی کړی دی.

د سرچینې په باور، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ویزې د تمدید موده له درې میاشتو څخه یوې میاشتې ته راکمه کړې، خو په کابل کې د پاکستان سفارت لاهم له درې څخه تر شپږو میاشتو ویزې ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د ویزو ورکولو لپاره ځانګړې شوې برخه «افغان ډیسک» د وزارت تر ټولو ګټوره څانګه ګڼل کېږي او دلته کارکوونکي د سیاسي نفوذ له مخې ګومارل کېږي.

ورځپاڼه وايي، چې که د دې څانګې حساب کتاب وشي، ښايي دا جوته شي چې میلیونونه ویزې د جعلي اسنادو پر بنسټ صادري شوې او اوس دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نه‌موندل کېږي.