• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابل کې د پاکستان سفارت له سقوط وروسته افغانانو ته ۹۰۰ زره ویزې صادرې کړې

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د ثبت او ملي احصایې یا نادرا سرچینې وايي، په افغانستان کې د پاکستان سفارت هر کال له ۳۰۰ زرو ډېرې طبي، سیاحتي او نورې ویزې صادروي، چې په دې بهیر کې پراخ فساد او غیرقانوني فعالیتونه کیږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان ډېسک د افغان ویزو تر ټولو ډېر عاید ترلاسه کوي.

سرچینې وايي، ګڼ ویزه غوښتونکي په «جعلي طبي» اسنادو د نادرا د پورټال له لارې د ویزې غوښتنلیکونه وړاندې کوي او د سفارت چارواکي د قانون پلي کوونکو ادارو ځواب ته له ۳۰ ورځو انتظار وروسته ویزې ورکوي خو که ویزه زر تر زره ترلاسه کول وي، نو په سفارت کې دننه پاکستاني او افغان کمیشنکاران له۲۰۰ ډالرو څخه تر ۹۰۰ ډالرو رشوت اخلي، چې ویزې له۲۴ څخه تر ۷۲ ساعتونو کې صادرې شي.

د کمیشنکارانو او ویزه اخستونکو د معلوماتو له مخې، د پاکستان د ویزې په بدل کې په تېرو دریو کلونو کې تر ۱۵۰۰ او دوه زره ډالرو پورې هم له خلکو پیسې اخستل شوې دي.

د پاکستان اوصاف ورځپاڼه وايي، د طبي ویزې غوښتونکو ته یوازې د ۲۴ ټاکل شویو پاکستاني روغتونونو یا کلینکونو له خوا طبي پرچې ورکول کېږي، خو د دې لېست اعتبار پخپله تر پوښتنې لاندې دی.

یاده ورځپاڼه ادعا کوي، چې «افغان وګړي له درې څخه تر شپږو میاشتو طبي ویزې اخلي او بیا په پاکستان کې ورکېږي».

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اونادرا سرچینې تاییدوي چې په تېرو دریو کلونو کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ۹۰۰ زره ویزې صادرې شوي، خو یوازې ۱۵ زره کسانو د ویزې د غځولو لپاره د کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې ده، په داسې حال کې چې پاتې نور د پاکستان په ښارونو کې په غیرقانوني ډول ژوند کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه مکتوب کې، چې د یاد وزارت د یوې برخې د مسوول اغا هاشیر له خوا صادر شوی، د دغه هېواد د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) او نورو ادارو ته لارښوونه شوې چې په هوايي ډګرونو کې طبي ویزې د طبي افسرانو له‌خوا تصدیق شي، خو ورځپاڼه وايي، تر اوسه د تېرو دریو کلونو ویزې نه‌دي ارزول شوې.

د پاکستان د ثبت او ملي احصایې سرچینو یادې ورځپاڼې ته ویلي چې د غیرقانوني افغان وګړو بېرته ستنول ځکه ستونزمن دي چې بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو ته له دې کاروباره مالي ګټه رسېږي. ورځپاڼه وايي، د سافټویر نیمګړتیاوو او د ادارو ترمنځ د معلوماتو د شریکولو نشتوالي دا بهیر نور هم پیچلی کړی دی.

د سرچینې په باور، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ویزې د تمدید موده له درې میاشتو څخه یوې میاشتې ته راکمه کړې، خو په کابل کې د پاکستان سفارت لاهم له درې څخه تر شپږو میاشتو ویزې ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د ویزو ورکولو لپاره ځانګړې شوې برخه «افغان ډیسک» د وزارت تر ټولو ګټوره څانګه ګڼل کېږي او دلته کارکوونکي د سیاسي نفوذ له مخې ګومارل کېږي.

ورځپاڼه وايي، چې که د دې څانګې حساب کتاب وشي، ښايي دا جوته شي چې میلیونونه ویزې د جعلي اسنادو پر بنسټ صادري شوې او اوس دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نه‌موندل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

قرغیزستان په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته ۸۳ اسونه صادر کړي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۰

د قرغیزستان د کرنې وزارت وايي، چې دغه هېواد په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته ۸۳ اسان صادر کړي دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې قرغیزستان د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ میاشتې نه تر دسمبر پورې ۹۶۰۰ اسونه دریمو هېوادونو ته صادر کړي دي.

تر ټولو ډېر اسونه ازبکستان ته صادر شوي، چې شمېر یې ۹نیم زره ته رسېږي. همداراز، ترکیې او لاتویا ته دوه دوه اسونه صادر شوي، په داسې حال کې چې پاتې ۸۳اسونه افغانستان ته استول شوي دي.

ازبکستان د قرغیزي غواوو او پسونو تر ټولو لوی پېرودونکی هېواد دی.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې قرغیزستان ازبکستان ته ۱۸۵ زره غواوې (غټ څاروي) او ۱۵۳ زره پسونه (واړه څاروي) صادر کړي دي.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: پر ښځو د طالبانو بندیزونه په اسلام کې شرعي اساس نه لري

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۰۵ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو وضعیت "جدي" وباله. هغه وويل، پر ښځو د طالبانو بنديزونه په اسلام کې هېڅ بنسټ نه لري او د افغانستان له کلتوري دودونو سره په ټکر کې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د افغانستان امنیتي وضعیت کړکېچن بللی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د فعالو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې ګواښ نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره هم د اندېښنې وړ دی.

هغه له طالبانو وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان نړیوال مسولیتونه مراعات کړي او له ترهګرۍ سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

سربیره پردې، د ایران استازي ټینګار وکړ چې افغانستان په نړۍ کې له یوه «ناوړه بشري ناورین» سره مخ دی. هغه له طالب چارواکو وغوښتل چې په بشري پروګرامونو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، څو مرستې له خنډ پرته خلکو ته ورسېږي.

دغه ایراني ډیپلوماټ امنیت شورا ته په خپله وینا کې د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د غیر مشروط خوشې کولو غوښتنه هم وکړه.

هغه دا هم وویل، چې قانوني افغان کډوال په ایران کې له "هیڅ بندیز" سره مخ نه دي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د ایران سفارت هره ورځ پنځه زره افغانانو ته ویزې ورکوي.

حمدالله فطرت: ملګري ملتونه دې خپلې پرېکړې په خپلواکه توګه وکړي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۵۲ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، که د ملګرو ملتونو پرېکړې د هغو هېوادونو چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل وو، تر اغېز لاندې وشي؛ نو دا طبیعي ده چې ستونزه د دوی له لوري ده او افغانستان خپل مسوولیت ادا کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون د ښاغلي فطرت په حواله لیکلي، چې ملګري ملتونه دې خپلې پرېکړې په خپلواکه توګه وکړي او د نورو تر اغېز دې نه راځي.

هغه زیاته کړې، طالبانو له نړۍوالې ټولنې سره د مثبت تعامل هڅه کړې؛ خو ځيني هېوادونه یې ترمنځ د تعامل پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د طالبانو مرستیال ویاند په داسې حال کې د نړۍوالې ټولنې سره د مثبت تعامل خبره کوي چې د افغانستان په اړه ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، طالبان د نړۍ له هېوادونو سره په خپل تعامل کې پر یو لړ نړۍوالو اصولو لکه د افغانستان پر ملي حاکمیت ټینګار کوي؛ خو د افغانستان دولت نورو ژمنو ته پاملرنه نه ‌کوي.

هغې زیاته کړې: «طالبان له نړۍ سره د تعامل غوښتونکي دي؛ خو دا طالب چاروکو پورې تړاو لري چې ایا دوی غواړي له نړۍوال نظام سره یوځای شي او ایا اړین ګامونه به پورته کړي او که نه.»

په یاده غونډه کې د پاکستان استازي منیراکرم په کرمان، مسکو او پېښور کې د داعش-خراسان خونړیو بریدونو ته په اشارې سره طالبان د دغې ډلې په کابو کېدو او مبارزه کې ناکام بللي دي.

د پاکستان استازی وايي، چې طالبان له داعش-خراسان سره د مبارزې ادعا کوي؛ خو د نورو ترهګرو ډلو لکه القاعده، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو غورځنګ پر وړاندې پاملرنه نه ‌لري.
هغه ویلي، پاکستان به د نورو هېوادونو په همکارۍ د دوحې بهیر په اډانه کې يوه ځانګړې ډله جوړه کړي؛ څو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په سمه توګه مخته لاړه شي.

بل خوا بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق د امنیت شورا غړو ته په خطاب کې وویل: «د طالبانو چلند د امنیت شورا د څو پرېکړه لیکونو په ګډون له نړۍوالو قوانینو سرغړونه کړې ده. موږ غواړو چې دا شورا [طالبانو] ته یو واحد پیغام واستوي.»
هغه له دې شورا وغوښتل، چې د لوړپوړو طالب چارواکو پر وړاندې چې د ښځو د حقونو په سرغړونو کې لاس لري؛ "ځانګړي اقدامات" وکړي.

جیو نیوز: د بنو په وروستي برید کې د وژل شویو بریدکوونکو له ډلې ۲ تنه یې افغان وګړي دي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې د ( کب په ۱۶مه) د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په وروستي برید کې د ۱۶ وژل شویو برید کوونکو له ډلې دوه تنه یې افغان وګړي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې دغه دواړه وسله‌وال د افغانستان د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکي دي چې یو یې د درویزو کلي اړوند دی.

راپور زیاتوي، چې د ۱۴ پاتې وژل شویو بریدګرو د هویت او کورنیو په اړه د معلوماتو راټولول لاهم روان دي.

(د کب په ۱۴مه) د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې لومړی دوه ځانمرګو بریدګرو د بنو پوځي چاوڼۍ کوهاټۍ دروازې ته څېرمه ځانونه والوزول او بیا وروسته نور وسله‌وال چاوڼۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې هم تر دې وړاندې ویلي و، چې د بنو په وروستي برید کې افغان وګړي ښکېل وو.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسناد ښیي چې برید په افغانستان کې پلان شوی و او مشري یې هم د افغانستان دننه د «ټي‌ټي‌پي» مشرانو کړې ده.

دغې ادارې ویلي و، د طالبانو له حکومته تمه لري چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او اجازه ورنه‌کړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

د دغې برید پړه د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر اړوند فرسان محمد ډلې په غاړه اخیستې وه.

د پاکستان د پوځ د رسنیو مرکز د خبرپاڼې د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې د پنځو سرتېرو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې د عاصم منیر له حوالې لیکل شوي و، چې د ټي‌ټي‌پي په ګډون ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د پاکستان په وړاندې فعالیتونه ترسره کوي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې «په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د بهرنیو وسلو کارول د دې ثبوت دی، چې افغانستان د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی».

جمهوري غوښتونکو د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو په بودجه کې د بدلون غوښتنه کړې

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۵۴ GMT+۰

د پولیټیکو د راپور له مخې؛ د امریکا په استازو جرګه کې جمهوري غوښتونکي پلان لري، د هغو افغان همکارانو لپاره د ویزو شمېره او بودجه راکمه کړي چې د امریکایي ځواکونو تر څنګ یې په افغانستان کې کار کړی دی.

د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غواړي، چې په دغه جرګه کې د غیر حاضرو غړو ملاتړ هم ترلاسه کړي؛ ترڅو د دغه بهیر د لګښتونو قانون بیاکتنه وکړي او د هغو افغان متحدینو لپاره چې د متحده ایالاتو د ځواکونو تر څنګ جنګېدلي دي؛ د ویزو په شمېر کې د پلان شوي زیاتوالي مخه ونیسي.

انډي اوګلس چې د امریکا په استازو جرګه کې یو له غیر حاضرو غړو څخه دی؛ د دوشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل، چې هغه په متحده ایالاتو کې د مېشتو افغانانو د ارزونې په اړه اندېښنه لري او غواړي، چې د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړو ویزو په شرایطو کې د بدلون لپاره کار وکړي.

اوګلس زیاتوي:« دا زما لپاره خورا مهمه ده، د دوشنبې په شپه چې کله زه د ښاغلي مایک جانسن له دفتره ووتم؛ نو یو بل جمهوري غوښتونکی کوري مېلز هم د افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو په اړه خپلې اندېښنه راسره شریکه کړه.»

له ۸ څخه تر ۱۰ قانون جوړوونکي جمهوري غوښتونکي استازي به تر هغې د دغې بودجې قانون ته رایه ورنکړي؛ ترڅو د افغانانو لپاره په ځانګړو ویزو کې بدلون رانشي.
سره له دې چې توماس میسي د دغو لګښتونو د قانون او دیموکراتانو مخالفت کوي وایي، چې مایک جانسن نشي کولای د دغې موضوع څخه تېښته وکړي.
په دغه قانون کې د بدلون راوړلو وروستۍ نېټه د جمعې په ورځ پوره کېږي؛ خو لاتر اوسه یو شمېر نورو جمهوري غوښتونکو د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو لګښت په اړه خپله پرېکړه نده کړې.
ویل کېږي، چې دغه بدلون به د افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو اندازه په یوه کال کې له ۷۰۵۰۰ څخه ۵۰۵۰۰ ته راټیټه کړي؛ په دغه بدلون کې یو شرط دا هم دی، چې د غوښتنلیک موده دې دوه کالو ته پورته شي.

خو د جمهوري غوښتونکو د رهبرۍ یو بل لوړپوړي غړي ویلي، چې د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو پروګرام به د روان کال تر پایه پورې په پخوانیو شرایطو دوام ومومي؛ تر څو اداره د یاد پروګرام بیاکتنه بشپړه کړي.