د کډوالۍ نړۍوال سازمان: د تورخم تړل پاتې کېدو د افغانانو د ستنېدو بهیر ورو کړی

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې تړل پاتې کېدو د افغانانو د ستنېدو او اېستو پر بهیر اغېزه کړې ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې تړل پاتې کېدو د افغانانو د ستنېدو او اېستو پر بهیر اغېزه کړې ده.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، (د فبرورۍ د ۱۶مې او ۲۸مې نېټې ترمنځ) له پنځو لارو شاوخوا ۶،۱۹۱ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي چې له ډلې یې ۴۹ سلنه د تورخم له لارې ستانه شوي دي.
د دغه ستنو شویو کسانو له ډلې ۵۲ سلنه یې نارینه او ۴۸ سلنه یې ښځې وې.
د دغه سازمان په وینا، افغانستان ته د بېرته ستنو شویو یا اېستل شویو افغانانو شمېر د فبرورۍ د لومړیو ۱۵ ورځو پرتله ۴۷ سلنه کم شوی دی.
له بل پلوه پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو بې اسناده کډوالو او هغو کسانو ته چې اې سي سي کارتونه لري امر کړی چې (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) دې له دغه هېواده ووځي.
په ټولیز ډول د ۲۰۲۳ کال (د سپتمبر له ۱۵مې نېټې) راهیسې ۸۴۲،۴۲۹ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د شمېرو له مخې، یوازې د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې ۳۶،۴۳۸ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په وینا، د پولیسو لهخوا د افغانانو نیول کېدل هغه لوی لامل دی چې د ستنېدو لړۍ یې چټکه ساتلې.


ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې بېګاه شپه د پکتیاولایت د ګردیز ښار صرافۍ مارکېټ (خالد مارکیټ) ته ۱۵ تنه وسلهوال غله ورغلي او د یاد مارکېټ څوکیدار یې وژلی دی.
د سرچینو په وینا، دغه غله د طالبانو په جامه کې یاد مارکېټ ته ورغلي او د یاد مارکیټ د څوکیدارانو تر تړلو وروسته یې د صرافۍ هټۍ لوټلې دي.
سرچینې زیاتوي، چې وسلهوالو غلو د تګ پر مهال د دغه مارکیټ څوکیدار صفي الله زندۍ کړی او د هغه ورور یې ټپي کړی دی.
یوې بلې سرچینې بیا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د غلو دغه وسلهواله ډله د شپې پر ۸ بجو خالد صرافۍ مارکېټ ته د وسلهوالو طالبانو په نوم ننوتي؛ د هټۍګانو لوټلو او د صفي الله تر وژلو ورسته له سیمې تښتېدلي دي.
لا تر اوسه په دغه پېښه کې د صرافانو ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د پکتیا ځایي طالب چارواکو لا تر دې دمه د یادې پېښې په تړاو څه نهدي ویلي.
په دې ورستیو کې له ډېرو ولایتونو د وسلهوالو غلاوو خبرونه خپرېږي، چې په ځینو کې يې د طالبانو د غړو د لاس لرلو ادعا هم کېږي.

چینایي رسنۍ سینهوا راپور ورکړی، چې په ملګرو ملتونو کې د چين هېواد دایمي استازي فو کانګ امنیت شورا ته په خپله وینا کې پر طالبانو غږ کړی چې د ترهګرو ځالو د لمنځه وړلو لپاره دې د ټولو ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي.
هغه د طالبانو سره د اړيکو د ټينګښت پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل، چې چين له طالبانو سره د متقابل باور د ټينګولو او د خبرو اترو له لارې د يو بل د اندېښنو د حلولو په برخه کې د نړۍوالې ټولنې ملاتړ کوي.
فو کانګ په افغانستان کې روان بشري ناورین ته په اشارې سره ويلي، سترو مرستندويانو له افغانستان سره خپلې مرستې په ناڅاپي توګه درولې او يا يې کمې کړې دي، چې د دغه هېواد پر روغتيايي خدمتونو، ښوونې او روزنې، خوراکي او کرنيزو برخو يې جدي اغېزه کړې او د افغانانو ژوند يې لا ستونزمن کړى دى.
فو ویلي:« چین تل د خپل هېواد د سولې، ټیکاو، پرمختګ او هوساینې په برخه کې د عمل پر لور ولاړ دی. موږ چمتو یو، چې د امنیت شورا د یووالي او اجماع د پیاوړتیا لپاره له ټولو خواوو سره کار وکړو؛ څو د افغانستان د مسلې په حل کې پراخه ونډه واخلو.»
په افغانستان کې واک ته د طآلبانو له بیا رسېدو وروسته، چین له دغې ډلې سره د نړۍوالې سیالۍ او په سیمه کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره ښې اړیکې پاللې دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې د دغه ولایت له کانونو کېندل شوي ۱۵ زره او ۵۵۲ قیراطه زمرد یې د ۳۲۸ زره او ۹۵۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
د دغه ریاست په وینا، په دغه داوطلبۍ کې دوو هندي پانګهوالو هم ګډون کړی و، چې په پنجشېر ولایت کې یې د طالیانو والي حافظ محمداغا حکیم سره د کانونو د پانګونې طرحه شریکه کړې ده.
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هم په ۱۱ پړاوونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو مېلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.
دا مهال په پنجشېر ولایت کې له ۴۵۰ کانونو څخه زمرد استخراجېږي.
تر دې وړاندې په لېندۍ میاشت کې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي وو، چې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته تر دا مهاله ۴۳ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د دغه مسوولینو په وینا، دغه زمرد ټولټال د ۲ مېلیونه، ۷۸۸ زره او ۹۴۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
تر ډېره بریده پر طالبانو نیوکې کېږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه راباسي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.
پر دغې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کانې زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي.

د امریکا عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د پناه غوښتونکو د منلو بهیر ښایي د میاشتو لپاره وځندېږي. دا په داسې حال کې ده، چې یو فدرالي قاضي د ولسمشر ټرمپ اجرایوي فرمان لا دمخه لغوه کړی و.
د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې، د امریکا عدلیې وزارت سیاټل محکمې ته د یوه غوښتنلیک په لېږلو سره ویلي چې د کډوالو د منلو په پروګرام کې د لویو خنډونو له امله کېدای شي دغه بهیر خپل عادي حالت ته د راستنېدو لپاره څو میاشتې وخت ونیسي.
یاد وزارت په دغه پروګرام کې د ځنډ لامل د دغه بهیر په جوړښت کې ستونزې او د بهرنیو چارو وزارت امنیتي څېړنې په ګوته کړې دي.
د بشري حقونو یوې ډلې واشنګټن پوسټ ته ویلي، نه یوازې دا چې د ټرمپ ادارې کړنو د محکمې حکم په پلي کېدو کې ځنډ رامنځته کړی؛ بلکې په حقیقت کې یې د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام ګډوډ کړی دی.
د واشنګټن سټېټ د سیاټل فدرالي قاضي وایټ هېډ چې وړاندې یې د ولسمشر ټرمپ هغه اجرایوي فرمان چې له مخې یې په امریکا کې د پناه غوښتونکو بهیر ځنډولی و؛ د لغوه کولو امر کړی و.
هغه ویلي، چې د محکمې په راتلونکې غونډه کې به د حکومت لهخوا د دغه فرمان د احتمالي سرغړونو په اړه څېړنې وکړي.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، د نړۍوالو او کورنیو فشارونو سره، سره لا هم دا څرګنده نهده چې د ټرمپ اداره به د محکمې حکم عملي کړي او که د پناه غوښتونکو د منلو بهیر به وځنډوي.
بل خوا تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د قوانینو کمیټې د افغان متحدینو لپاره ۲۰زره د کډوالۍ ځانګړې ویزې او د یاد پروګرام د دوه کلن تمدید مادې د دغه مجلس له پرېکړه لیک څخه اېستلې کړې دي.
زرګونه کډوال د هغو افغانانو په ګډون چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په امریکا کې د بیا مېشتېدو لپاره په تمه دي؛ لا هم په یو پېچلي وضعیت کې په درېیمو هېوادونو کې شپې سبا کوي.

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وایي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې ۸۰ برمته شوي کسان د وسلهوالو له منګولو خوشې کړي دي. د امنیتي سرچینو په وینا، په دغه خوشې شویو کسانو کې ۴۳ نارینه، ۲۶ ښځې او ۱۱ ماشومان شامل دي.
تر دې وړاندې بلوڅ بېلتونغوښتونکو هم د ټېلګرام له لارې په یوه پیغام کې ادعا کړې وه، چې هغوی ۱۸۲ پاکستاني پوځي او امنیتي ځواکونه یرغمل کړي؛ خو ګڼ شمېر ملکيان یې بېرته خوشې کړي دي.
تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالات کې پر یوه رېلګاډي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلهوالو (بياېاېل) د یوه خونړي برید په ترڅ کې لږترلږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۵۰ نور کسان برمته شوي وو.
اېبيسي خبري اژانس د سېشنبې پر ورځ (د مارچ ۱۱مه) د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړ، چې بلوڅ بېلتونغوښتونکو وسلهوالو د بلوچستان ایالت په یوې غرنۍ سیمه کې لومړی د پټلۍ یوه برخه په بمونو الوزولې او ورسره جوخت یې د رېلګاډي کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې امنیتي ځواکونه د پاتې برمته شویو کسانو د خوندي خوشې کولو په لټه کې دي.
امنیتي سرچینې زیاتوي، چې وسلهوال یې کلابند کړي دي او پر وړاندې به یې عملیات تر هغه دوام وکړي چې وروستی وسلهوال له منځه نه وي تللی.
له بل پلوه د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور دغه پېښه په کلکه غندلې او په دې تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي ګنډاپور ویلي:« د بې ګناه مساپرو په نښه کول او د هغوی ژوند ګواښل، یوه بزدلانه او وحشيانه کړنه ده.»
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم دغه برید په کلکه غندلی و او ویلي یې و، چې مرکزي دولت به «هغو کسانو ته چې بېګناه مساپر وژني» هېڅ ډول امتیاز ور نهکړي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به د دغه برید د مخنیوي او د برمته شویو کسانو د ژغورنې لپاره هڅې وکړي.