طالبانو په پنجشېر ولایت کې څه باندې ۱۵زره قیراطه زمرد پلورلي

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې د دغه ولایت له کانونو کېندل شوي ۱۵ زره او ۵۵۲ قیراطه زمرد یې د ۳۲۸ زره او ۹۵۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې د دغه ولایت له کانونو کېندل شوي ۱۵ زره او ۵۵۲ قیراطه زمرد یې د ۳۲۸ زره او ۹۵۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.
د دغه ریاست په وینا، په دغه داوطلبۍ کې دوو هندي پانګهوالو هم ګډون کړی و، چې په پنجشېر ولایت کې یې د طالیانو والي حافظ محمداغا حکیم سره د کانونو د پانګونې طرحه شریکه کړې ده.
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هم په ۱۱ پړاوونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو مېلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.
دا مهال په پنجشېر ولایت کې له ۴۵۰ کانونو څخه زمرد استخراجېږي.
تر دې وړاندې په لېندۍ میاشت کې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي وو، چې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته تر دا مهاله ۴۳ زره قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د دغه مسوولینو په وینا، دغه زمرد ټولټال د ۲ مېلیونه، ۷۸۸ زره او ۹۴۰ امریکایي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
تر ډېره بریده پر طالبانو نیوکې کېږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه راباسي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.
پر دغې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کانې زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي.

د امریکا عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د پناه غوښتونکو د منلو بهیر ښایي د میاشتو لپاره وځندېږي. دا په داسې حال کې ده، چې یو فدرالي قاضي د ولسمشر ټرمپ اجرایوي فرمان لا دمخه لغوه کړی و.
د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې، د امریکا عدلیې وزارت سیاټل محکمې ته د یوه غوښتنلیک په لېږلو سره ویلي چې د کډوالو د منلو په پروګرام کې د لویو خنډونو له امله کېدای شي دغه بهیر خپل عادي حالت ته د راستنېدو لپاره څو میاشتې وخت ونیسي.
یاد وزارت په دغه پروګرام کې د ځنډ لامل د دغه بهیر په جوړښت کې ستونزې او د بهرنیو چارو وزارت امنیتي څېړنې په ګوته کړې دي.
د بشري حقونو یوې ډلې واشنګټن پوسټ ته ویلي، نه یوازې دا چې د ټرمپ ادارې کړنو د محکمې حکم په پلي کېدو کې ځنډ رامنځته کړی؛ بلکې په حقیقت کې یې د پناه غوښتونکو د منلو پروګرام ګډوډ کړی دی.
د واشنګټن سټېټ د سیاټل فدرالي قاضي وایټ هېډ چې وړاندې یې د ولسمشر ټرمپ هغه اجرایوي فرمان چې له مخې یې په امریکا کې د پناه غوښتونکو بهیر ځنډولی و؛ د لغوه کولو امر کړی و.
هغه ویلي، چې د محکمې په راتلونکې غونډه کې به د حکومت لهخوا د دغه فرمان د احتمالي سرغړونو په اړه څېړنې وکړي.
په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، د نړۍوالو او کورنیو فشارونو سره، سره لا هم دا څرګنده نهده چې د ټرمپ اداره به د محکمې حکم عملي کړي او که د پناه غوښتونکو د منلو بهیر به وځنډوي.
بل خوا تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې د قوانینو کمیټې د افغان متحدینو لپاره ۲۰زره د کډوالۍ ځانګړې ویزې او د یاد پروګرام د دوه کلن تمدید مادې د دغه مجلس له پرېکړه لیک څخه اېستلې کړې دي.
زرګونه کډوال د هغو افغانانو په ګډون چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په امریکا کې د بیا مېشتېدو لپاره په تمه دي؛ لا هم په یو پېچلي وضعیت کې په درېیمو هېوادونو کې شپې سبا کوي.

د ډونالډ ټرمپ له خوا متحده ایالاتو ته د افغان کډوالو د لېږد د ځنډولو د پرېکړې په پایله کې، د دوحې په کمپ کې پر شرایطو برابر له درېیو زرو زیات کډوال په بشپړه نهیلۍ کې ژوند کوي.
دغو کډوالو چې د لېږد قانوني پړاوونه بشپړ کړي او امریکا ته د تګ په تمه دي، اوس له نامعلوم برخلیک او سختو رواني فشارونو سره مخ دي.
د دوحې په کمپ کې مېشت یوه کډوال افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ژوند یې په مطلقه ناامیدۍ کې تېرېږي.
هغه وویل، چې تېره ورځ یوه ځوان د ذهني فشار او ناامیدۍ له امله په خپل استوګنځي کې د ځان وژنې هڅه وکړه او اوس په روغتون کې په سخت حالت کې بستر دی.
د هغه په وینا، دا د هغو کړاوونو یوه بېلګه ده چې کډوال یې په دې کمپ کې تېروي.
ټرمپ د پناه غوښتونکو په ځانګړي ډول د هغو افغانانو چې له امریکایي ځواکونو سره یې دندې ترسره کړي، د منلو بهیر درولی چې له امله یې په قطر، پاکستان او افغانستان کې د زرګونو کسانو ژوند له بې برخلیکۍ سره مخ شوی دی.
هغه پناه غوښتونکي چې د پي یو او پي دوه قضیې لري، تر ټولو ډېر نهیلي دي.
یو له دوی څخه وویل: «موږ میاشتې او ان کلونه په تمه و، خو د امریکا د حکومت نویو پالیسیو زموږ ژوند په کابوس بدل کړی دی.»
د کمپ سختو شرایطو، د امکاناتو کمښت، د رواني ملاتړ نشتوالی او نامعلوم راتلونکی فشارونه زیات کړي دي.
یو شمېر پناه غوښتونکي وایي، چې ځینې کسان د امید د نشتوالي له امله ځان ته د زیان رسولو په فکر کې دي.
سره له دې چې د امریکا د کانګرس ځینې غړي هڅه کوي، څو ټرمپ قانع کړي چې د کډوالو د لېږد بهیر بیا پیل کړي، خو د هغه حکومت لا هم له دې غوښتنې سره موافقه نه ده کړې.
یو شمېر استازو خبرداری ورکړی، چې د کډوالو د لېږد ځنډول له ۲۰۰ زرو څخه د زیاتو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
مایکل مکال او یو شمېر نورو غړو په یوه لیک کې اعلان وکړ، چې د کډوالو په اړه دا اقدام نه یوازې د امریکا نړۍوال اعتبار ته زیان رسوي، بلکې هغه افغان متحدینو ته خیانت دی چې د امریکايي ځواکونو تر څنګ یې اوږه په اوږه جګړه کړې ده.
دوی همداراز د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د غچ اخیستلو له ګواښ څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي ټرمپ به امریکا ته د افغانانو سفر په بشپړ ډول منع کړي.
پر شرایطو برابر ډېر کډوال له دوو یا درېیو کلونو راهیسې په پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو کې د لېږد لپاره په تمه دي.
د پاکستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې افغان کډوال د اېستلو له ګواښ سره هم مخ دي.
د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته چې امریکا او نورو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي، د وتلو ضربالاجل ټاکلی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د دغه وزارت محتسبانو د بازارونو او دوکانونو د څارنې پر مهال سلګونه کیلو ګرامه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي توکي راټول کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، محتسبانو د احتکار او د بیو د لوړوالي د مخنیوي لپاره پراخ او سرتاسري عملیات کړي دي او په هلمند، زابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، فراه او نورو ولایتونو کې یې د هټیو او مارکېټونو بررسي کړې ده.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر ویلي، چې محتسبان د روژې په میاشت کې ټول بازارونه تر څار لاندې لري، څو له بې عدالتۍ او ظلم څخه مخنیوي وشي.
هغه زیاته کړه: «د دې اقداماتو هدف د ښاروالۍ د نرخنامې پلي کول دي او دا څارنې د دې وزارت د مشرتابه په لارښوونه ترسره کېږي.»
د طالبانو دا اقدام د کارپوهانو له نیوکو سره مخ شوی دی.
د عامې روغتیا ارشد کارپوه خوشحال نبيزاده افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو محتسبان هغه دندې پر مخ وړي چې باید د ښاروالۍ، عامې روغتیا وزارت او د نورم او سټنډرډ ادارې لهخوا ترسره شي.
هغه زیاته کړه: «د نورم او سټنډرډ اداره پالیسۍ ټاکي، د عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو کیفیت ارزوي او ښاروالۍ د بېکیفیته موادو د راټولولو مسوولیت لري، خو اوس طالبان دا ټول صلاحیتونه خپلو محتسبانو ته سپارلي دي.»
نبيزاده ټینګار وکړ، چې یادې ادارې د خوراکي توکو د کیفیت د ارزولو او د تاریختېرو اجناسو د پلور د مخنیوي لپاره تخنیکي او مسلکي ټیمونه لري، خو د طالبانو نامسلکي محتسبان دا دندې د مسلکي پوهې او تجربې پرته ترسره کوي.
د هغه په وینا، د طالبانو محتسبان نه یوازې په بازارونو کې مداخله کوي، بلکې د ډاکټرانو لهخوا د ناروغانو د معاینه کولو په څرنګوالي کې هم لاسوهنه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ډاکټرانو ته اجازه نهشته چې ښځې له شرعي محرم پرته معاینه کړي.
د طالبانو محتسبان پراخ صلاحیتونه لري، چې یوازې د بازارونو او خوراکي توکو تر نظارت محدود نه دي.
د دوی واکونه د دولتي ادارو او مامورینو تر څارنې او حتی د خلکو د خصوصي ژوند تر مداخلې پورې غځېدلي دي.
نړۍوالې ادارې تل د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د صلاحیتونو او فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو استازي د افغانستان لپاره پرون د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانستان د بشري حقونو بحران لا پسې ژور کړی دی.

د اېفبيای ځانګړي مامور سېټ پارکر محکمې ته ویلي، محمد شریفالله د کابل په هوايي ډګر کې د داعش د برید اصلي طراح نه و، خو زیاتوي چې هغه د۱۴۰۰کال په وږي میاشت پر امریکایي ځواکونو له ځانمرګي برید سره همکاري کړې وه.
پارکر د سېشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) زیاته کړې، چې شریفالله ته د داعش-خراسان د لوړپوړو کسانو لهخوا دنده ورکړل شوې وه څو له برید څخه مخکې د کابل هوايي ډګر دروازې ته تلونکې لاره وڅاري او په وینا یې، بریدګر د امریکایي ځواکونو او طالبانو له کشف پرته خپلې موخې ته ځان رسولی و.
د کابل په هوايي ډګر کې د شریفالله وکیل د هغه د نه لاسلرلو له استدلال سره سم د اېفبيای ځانګړې مامور سېټ پارکر هم په محکمه کې دا منلې، چې نوموړی په یاد هوايي ډګر د برید اصلي طراح نه و.
د شریفالله د تورونو د اورېدو په دویمه غونډه کې هغه ادعا کړې، چې د ځانمرګي برید پرمهال یې هلته حضور نهلرلو او د برید له اصلي جزیاتو څخه بېخبره دی.
پارکر ویلي، شریفالله د داعش-خراسان غړی و چې د ځانمرګو بریدونو په ترسرهکېدو کې یې تجربه لرله او په وینا یې، نوموړی د پاکستان کوټې ته نږدې اوسېده.
د امریکا د عدلیې وزارت تېره اوونۍ ویلي و، چې شریفالله د اېف بي ای له مامورانو سره په یوه مرکه کې اعتراف کړی، چې هغه د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې د کاناډا پر سفارت د برید لپاره یو ځانمرګی بریدګر کابل ته لېږدولی و.
شریفالله هم منلې، چې د داعش دوو بریدګرو ته یې روزنه ورکړې وه څو د مسکو په کروکس ښار کې د کنسرټ پر تالار برید وکړي.
په دغه برید کې شاوخوا ۱۳۰ کسان وژل شوي وو.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د خپلې وینا پر مهال ویلي و، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل نړۍوال هوایي ډګر د ځانمرګي برید مسوول نیولی دی.

په افغانستان کې د ماشومانو د خونديتوب بنسټ خبر ورکړی، چې د بودیجې د کمښت له امله د دغه بنسټ او نورو بنسټونو لهخوا ملاتړکوونکي ۱۸ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
دغه بنسټ د سېشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د سملاسي مرستو د نهرسېدو په صورت کې به راتلونکې اوونۍ ۱۴ نور روغتیايي مرکزونه هم وتړل شي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د بودیجې کمښت او د روغتیايي مرکزونو تړلکېدو افغان ماشومان له ګواښ سره مخ کړي دي.
په داسې حال کې چې د ماشومانو د خونديتوب بنسټ د ۳۲روغتیايي مرکزونو لهخوا تر ۱۳۴زرو ډېر افغان ماشومان تر پوښښ لاندې دي، دغه بنسټ وايي چې د بهرنیو مرستو وروستیو کمښتونو له امله اړ شوي، چې د خوارځواکو ماشومانو لپاره خپل پروګرامونه وځنډوي.
د افغانستان په شمال کې د ماشومانو د خونديتوب یو مرکز چې هره میاشت له دوه زرو څخه د ډېرو ناروغو ماشومانو درملنه کوي، په راتلونکو څو اونیو کې به د بودیجې د نشتوالي له امله بند او په دې سره به «سلګونه خوارځواکي ماشومان بېړنیو خدماتو ته له لاسرسي څخه بې برخې شي.»
ډاکټر حنیف چې په دغه مرکز کې کار کوي، وویل: «زموږ کلینیکونه د دې سیمې د خلکو لپاره یوازینی انتخاب دی. دلته ځايي ډاکټران یا نرسان نه شته.»
حنیف لږترلږه ۱۳۵ خوارځواکه ماشومانو لپاره د روغتیايي پاملرنې چمتووالي ته په اشارې زیاته کړې: «که کلینیک وتړل شي، نو د دوی کورنۍ به ونهشي کولای چې په عامه یا خصوصي کلینیکونو کې د درملنې لګښتونه پرې کړي.»
د یادونې ده، چې د ټرمپ دولت د وروستۍ پرېکړې لهمخې، د افریقا، اسیا، لاتینې امریکا، اروپا او منځني ختیځ شاوخوا ۴۰ هېوادونو کې اړمن خلک له مرستو څخه بېبرخې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د امریکا د بهرنیو مرستو د بندېدو په ترڅ کې به شاوخوا ۹ مېلیونه افغانان له روغتیايي خدمتونو څخه بېبرخې شي.
