د دوحې په کمپ کې افغان کډوال امریکا ته د لېږد له نهیلۍ او سختو رواني فشارونو سره مخ دي

د ډونالډ ټرمپ له خوا متحده ایالاتو ته د افغان کډوالو د لېږد د ځنډولو د پرېکړې په پایله کې، د دوحې په کمپ کې پر شرایطو برابر له درېیو زرو زیات کډوال په بشپړه نهیلۍ کې ژوند کوي.