ایران د ټرمپ لیک ترلاسه کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د متحده عربي اماراتو د مشر ډیپلوماټیک سلاکار انور قرقاش تهران ته په خپل سفر کې د ټرمپ لیک ایران ته وسپاره.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د متحده عربي اماراتو د مشر ډیپلوماټیک سلاکار انور قرقاش تهران ته په خپل سفر کې د ټرمپ لیک ایران ته وسپاره.
خو تر دې لږ وړاندې د ایران اسلامي جمهوري مشر علي خامنهيي ویلي و، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک یې نه دی ترلاسه کړی.
نوموړی ویلي و، چې له ایران سره د خبرو اترو لپاره د ټرمپ خبرې «د عامه ذهنیت غلطول» دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ (د کب په ۱۷مه) ویلي و، چې د ایران اسلامي جمهوري مشر ته یې لیک استولی دی.
ډونلډ ټرمپ له فاکس بېزنس سره په مرکه کې زیاته کړې وه، چې له تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې غوره بولي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپلې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د متحده عربي اماراتو د مشر ډيپلوماټیک سلاکار انور قرقاش تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته رسېدلی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سره یې لیدلي دي او د ټرمپ لیک یې ایران ته سپارلی دی.
خو په دغه خبرپاڼه کې د ټرمپ د لیک په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه لوریو په دغه لېدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمې او نړۍ کې د وروستیو بدلونونو په تړاو خبرې کړې دي.