• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوڅ ازادۍ پوځ وايي د اورګاډي ۵۰ نور یرغمل کسان یې وژلي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۵۰ GMT+۰

بلوڅ ازادۍ پوځ اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په غبرګون کې یې ۵۰ پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي دي. یادې ډلې ویلي، چې دا ګام یې د یرغمل شویو کسانو د تبادلې پر سر د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته اخستی.

بلوڅ د ازادۍ پوځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پاکستاني ځواکونو د درندو وسلو برید یې دفع کړی، خو درې جنګیالي یې له لاسه ورکړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې ټول جنګیالي یې وژلي او ۱۹۵ برمته کسان یې خوشي کړي دي.

بلوڅ ازادۍ پوځ وژل شوي کسان «دښمن ځواکونه» بللي او ادعا یې کړې ده، چې د بلوڅ ملي محکمې له خوا د جنګي جنایتونو، توکمیزې تصفیې او د بلوچستان د طبیعي زېرمو د استحصال په تورونو محکوم شوي وو.

یادې ډلې ویلي، چې د پاکستاني بې‌پیلوټه الوتکو د تېرې شپې برید په غبرګون کې یې ۱۰ نور یرغمل شوي کسان هم وژلي وو او په تېرو دوو ورځو کې یې د جګړې پر مهال ۴۰ پاکستاني سرتېري وژلي دي.

بي اېل اې خبرداری ورکړی، چې که پاکستانی پوځ بل برید پیل کړي، نو پاتې شاوخوا ۱۵۰ یرغمل شوي کسان به ټول اعدام کړي.

دې ډلې اسلام‌اباد ته ۲۰ ساعته ضرب‌الاجل ورکړی چې د بندیانو د تبادلې لپاره عملي ګامونه واخلي او که نه، له ټاکلي وخت وروسته به هر ساعت نور یرغمل کسان اعدام شي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د دې وروستیو پرمختګونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

بلوچستان، چې د پاکستان ستر، خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی، له اوږدې مودې راهیسې د بېلتونپالو د فعالیتونو شاهد دی. دا سیمه بډایه طبیعي زیرمې لري او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) له پرمختګ سره یې ستراتیژیک اهمیت زیات شوی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې یاغي ډلې له بهرني ملاتړه برخمنې دي، خو بلوڅ بېلتونپالو دا تورونه رد کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اتریش نوی حکومت د کډوالو د کورنیو یوځای کېدو بهیر سملاسي بندوي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۰

د اتریش نوي حکومت اعلان کړی چې د کډوالو د کورنیو د یوځای کېدو پروسه به سمدلاسه ودرول شي، ځکه ویانا نوي راتلونکي کسان نور په مناسب ډول نه شي جذبولای.

لومړي وزیر کریستیان سټاکر، چې په محافظه‌کار اتریشي خلکو ګوند پورې تړلی، ویلي: « د اتریش ظرفیتونه محدود دي او له همدې امله مو پرېکړه وکړه چې د لا زیات بار وړلو مخه ونیسو».

د دغه نوي اقدام له مخې، هغه مهاجرین چې د خوندیتوب یا محافظت اجازه لري او نه شي شړل کېدای، نور نشي کولی خپلې کورنۍ له خپلو اصلي هېوادونو څخه اتریش ته راولي.

د اسوشیټېډ اژانس د رپوټ له مخې، نوی درې ګونی ایتلافي حکومت، چې خلکو ګوند، کیڼ سوسیال ډیموکراتان او د نیوس لیبرال ګوندونه پکې شامل دي، د مهاجرت کنټرولول خپله مهمه دنده ګڼي او ژمنه یې کړې چې د پناه غوښتنې لپاره به سخت نوي قوانین عملي کړي.

د بار کمولو هڅه
د حکومت د معلوماتو له مخې، تېر کال ۷،۷۶۲ کسان د کورنیو د یوځای کېدو له لارې اتریش ته راغلل، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کې دا شمېر ۹،۲۵۴ و. زیاتره نوي راغلي کسان ماشومان وو.

لومړي وزیر سټاکر وویل: « دا اقدام ځکه اړین دی چې د ښوونیز سیستم کیفیت، ادغام، او زموږ د ټول امنیت ساتل باید یقیني شي څو دا سیستمونه خپل فعالیت له لاسه ورنه کړي».

د کورنیو د یوځای کېدو د درولو پرېکړه اروپایي اتحادیې ته هم رسېدلې، خو حکومت دا نه ده څرګنده کړې چې دا بندیز به تر کومې مودې دوام وکړي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر ویلي: « له تېر دوبي راهیسې موږ د کورنیو د یوځای کېدو کچه په ښکاره توګه راټیټه کړې. اوس موږ قانوني بنسټ جوړوو، چې دا بندیز پایدار پاتې شي».

په ټوله اروپا کې پرکډوالۍ محدودیتونه
په ټولې اروپا کې حکومتونه هڅه کوي چې د مهاجرینو شمېر راکم کړي. دا بندیزونه له لس کاله مخکې حالت سره، چې جرمني او سویډن په پرانېستې غېږ له سوریې، افغانستان او عراق څخه له یو میلیون زیات مهاجر ومنل، ژور توپیر کوي.

د اروپایي اتحادیې کمیسیون وړاندیز کړی چې د «بیرته ستنولو مرکزونه» جوړ شي، څو د هغو کسانو د شړلو بهیر ګړندی کړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

تر اوسه پورې، یوازې ۲۰ سلنه هغه کسان چې د شړلو حکم لري، په حقیقت کې د اروپایي اتحادیې له خاورې ایستل شوي او دا نوی وړاندیز به د ۲۷ هېوادونو ترمنځ یو ګډ سیستم رامنځته کړي، چې د شړلو پروسه چټکه او اغېزناکه شي.

بي اېل اې: که پاکستان د بندیانو تبادلې ته غاړه کېنږدي برمته کسان «بلوڅ ملي محکمې» ته سپارو

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د بلوڅ ازادۍ پوځ ویاند ویلي، چې د ۲۴ ساعته په تېریدو سره لا هم د پاکستان حکومت د بندیانو د تبادلې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی. نوموړي ګواښ کړی چې که د ۴۸ ساعتونو په پوره کېدو سره لا هم پاکستان د بندیانو تبادله ونه کړي نو تر ۲۰۰ ډیر یرغمل شوي کسان به د “بلوڅ ملي محکمې” ته وسپاري.

جنید بلوڅ رسنیو ته ویلي، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یې د جعفر ایکسپریس او یرغمل شویو کسانو کنټرول بشپړ په واک کې دی.

نوموړيي ويلي، یرغمل شوي کسان چې شمېر یې له ۲۰۰ څخه ډیر دی، ټول پوځیان، استخباراتي افسران او سرتیري دي.

نوموړي ویلي، چې بشري حقونو او نړیوالو جګړه ییزو قوانینو ته په پام سره یې د پاکستان حکومت ته د یادو یرغمل کسانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی، خو د ۲۴ ساعتونو په تېریدو سره لا هم اسلام اباد د بندیانو د تبادلې په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

جنید خبرداری ورکړی او ویلي دي چې که په راتلونکو ۲۴ساعتونو کې د پاکستان حکومت د بندیانو د تبادلې لپاره عملي ګام وا نخلي یرغمل شوي کسان به « بلوڅ ملي محکمې» ته وسپاري.

همداراز جنید زیاتوي چې د پاکستان حکومت د بندیانو د تبادلې لپاره د ورکړل شوي ضرب الاجل تر پوره کېدو وروسته به په هر ساعت کې پنځه تنو یرغمل شویو کسانو ته د بلوڅ ملي محکمې د پرېکړي له مخې سزا ورکړل شي.

جعغر اکسپریس اورګاډی تېره ورځ له کوټې نه پېښور ته پر لار و، چې د بولان غاښي په دهدار سیمه کې د بلوڅ ازادۍ پوځ کسانو تر برید لاندی راغی.

د پاکستان حکومت تېره ورځ د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په موخه عملیات پیل کړل او وايي، چې تردې مهاله ۱۵۵ مساپر خلاص شوي دي.

د روسیې جګپوړې سرچینې: پوتین به په اوکراین کې د اوربند په تړاو د امریکا وړاندیز ونه مني

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰

رویټرز د روسي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ولادیمیر پوتین به په اوکراین کې د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ونه مني او زیاته یې کړه چې د اوربند په هر ډول تړون کې باید د جګړې په ډګر کې د روسیې پرمختګونه په پام کې ونیول شي او د مسکو اندیښنو ته رسیدګي وشي.

یوې لوړ پوړې روسي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې مسکو باید هر ډول شرایط څنډې ته کړي او یو ډول تضمین ترلاسه کړي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل:«د پوتین لپاره دا ستونزمنه ده چې په اوسني شکل کې له دې سره موافقه وکړي. پوتین یو قوي دریځ لري ځکه روسیه د پرمختګ په حال کې ده.»

د راپورونو له مخې، اوس روسیه د اوکراین څه کم پنځمه برخه کنټرولوي او اوکراین د اګست په میاشت کې د لوېدیزې روسیې یوه برخه د معاملې کولو لپاره ونیوله خو هلته یې کنټرول کمزوری شوی دی.

دې روسۍ سرچینې وویل، چې د اوربند تر څنګ له تضمین پرته د مسکو دریځ په چټکۍ سره کمزوری کیدی شي او روسیه د لویدیز له خوا د جګړې په پای ته رسولو کې د پاتې راتلو له امله ملامته کیدی شي.

یوې بلې لوړ پوړې روسي سرچینې ویلي، چې د اوربند وړاندیز د مسکو له نظره د لومې په څیر ښکاري ځکه چې پوتین به له ځینو مشخصو تضمینونو یا ژمنو پرته د جګړې درول ستونزمن وګڼي. خو کرملین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، پوتین په وار وار دغه ډول لنډمهاله اوربندونه رد کړي دي.

نوموړي په ​تېر ډیسمبر میاشت کې وویل:«موږ اوربند ته اړتیا نه لرو، موږ اوږدمهاله سولې ته اړتیا لرو چې د روسیې فدراسیون او د هغې د وګړو لپاره د تضمینونو له لارې خوندي شي. دا یوه ستونزمنه پوښتنه ده چې دا تضمینونه څنګه تضمین کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې په اړه د امریکا پخوانۍ پالیسي بدله کړې، له مسکو سره یې دوه اړخیزې خبرې اترې پیل کړې او له اوکراین سره یې پوځي مرستې او استخباراتي معلومات شریکول وځنډول او ویې ویل، چې کیېف د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید شرایط ومني.

د اوکراین له لوري د اوربند وړاندیز ترمنلو وروسته امریکا تېره ورځ موافقه وکړه چې له کیېف سره به خپلې پوځي مرستې او د استخباراتي معلوماتو شریکول بیا پیل کړي.

د تورخم دروازې د خلاصون په تړاو د سوداګرو او قومي مشرانو د جرګې دویم پړاو خبرې لغوه شوې

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۱۴ GMT+۰
•
خبرخونه

د تورخم دروازې د خلاصون لپاره ټاکل شوې وه، چې نن د کرښې دواړه غاړو ته د پرتو سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د جرګې دویم پړاو ناسته وشي؛ خو د پاکستان له لوري په جرګه کې د ګډونوالو د شمېر زیاتېدو له امله یاده ناسته د افغانستان له‌خوا د نن لپاره لغوه شوې ده.

د دغې جرګې یو غړي حاجي ګل مراد عرب افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې وویل، له وړاندې ټاکل شوې وه چې په نننۍ ناسته کې به د پاکستان له لوري ۲۶ کسه په جرګه کې برخه واخلي؛ خو نن د دغې لوري له‌خوا له ۶۰ د ډېرو ګډونوالو نوملړ ورکړل شو، چې له امله یې د جرګې ناسته لغوه شوه.
حاجي ګل مراد زیاتوي، مقابل لوري ته یې ویلي چې دوی یوازې له سوداګرو او قومي مشرانو سره خبرو ته چمتو دي او د دولتي او یا هم د شخصي خلکو سره ناسته نه کوي.
بل خوا د پاکستان له‌خوا د یادې جرګې غړي سید جواد حسین کاظمي د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې د افغانستان له‌خوا د جرګې ناسته لغوه شوې ده او لامل یې همدا دې چې د ګډونوالو په نوملړ کې زیاتوالی راغلی.

هغه وایي، دوی به د خپلو مشرانو سره پر دې اړه خبرې وکړي او هڅه به وکړي چې یو ځل بیا د دویم پړاو خبرو ته لار هواره کړي.
د دغې جرګې ناسته په داسې حال کې لغوه کېږي، چې تېره ورځ د دواړو لوریو قومي مشرانو او سوداګرو هوکړه کړې وه، چې د هغې سیمې څېړنه به کوي چې طالبان په کې د پوستو جوړول غواړي او پاکستان یې د ملکیت دعوه کوي.
په لومړۍ ناسته کې پر دې هوکړه شوې وه، که د پاکستان د ملکیت په توګه لانجمنه سیمه تثبت شي؛ نو طالبان به رغنیزې چارې ودروي او یاده دروازه به د تګ راتګ پر مخ پرانستل شي.

خو تر دې مهاله د دواړو غاړو تر منځ کومه هوکړه نه ده شوې او دغه لار لا هم د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې د طالبانو له‌خوا د پوستو او تاسیساتو د جوړولو له امله یې دغه لار تړلې ده.

په ورته وخت کې چې دغه لاره تړل شوې وه، د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ هم په پرله پسې ډول نښته شوې، چې په پایله کې یې د درېیو طالبانو، یوه پاکستاني افسر او موټر چلوونکي په ګډون پنځه تنه وژل شوي او د درېیو پاکستاني پوځیانو په ګډون لس تنه نور بیا ټپیان دي.

پاکستاني رسنۍ: د بلوچستان د رېل ګاډي بریدګر افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې دي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۲ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډیو ادعا کړې ده، چې د بلوچستان د رېل ګاډي «بریدګر» په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې دي. د دغه رسنۍ په وینا، د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغې پېښې لږ تر لږه ۱۵۵ برمته شوي کسان ژغورلي او ۲۷ بریدګر یې بیا وژلي دي.

لاتراوسه د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو ډلې د پاکستان دولتي راډیو د دغې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

د دغه رسنۍ د مالوماتو له مخې، د ژغورنې عملیات لاهم دوام لري؛ خو په وینا یې بریدګر په ځانمرګو واسکټونو سمبال دي، چې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي له امله یې عملیات ورو روان دي.
د پاکستان دولتي راډیو نن د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دغو ژغورل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
راپور زیاته کړې، چې ۳۷ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالات کې پر یوه رېل‌ګاډي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌والو (بي‌اې‌اېل) د یوه خونړي برید په ترڅ کې لږترلږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۵۰ نور کسان برمته شوي وو.
اې‌بي‌سي خبري اژانس د سې‌شنبې پر ورځ (د مارچ ۱۱مه) د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړ، چې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو د بلوچستان ایالت په یوې غرنۍ سیمه کې لومړی د پټلۍ یوه برخه په بمونو الوزولې او ورسره جوخت یې د رېل‌ګاډي کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.

د ژغورل شویو کسانو په وینا، ګڼ برمته شوي کسان مړه شوي دي.

له بل پلوه په خواله رسنیو کې د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي تمځای کې د تشو تابوتونو عکسونه هم لاس په لاس کېږي.