• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې جګپوړې سرچینې: پوتین به په اوکراین کې د اوربند په تړاو د امریکا وړاندیز ونه مني

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۰

رویټرز د روسي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ولادیمیر پوتین به په اوکراین کې د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ونه مني او زیاته یې کړه چې د اوربند په هر ډول تړون کې باید د جګړې په ډګر کې د روسیې پرمختګونه په پام کې ونیول شي او د مسکو اندیښنو ته رسیدګي وشي.

یوې لوړ پوړې روسي سرچینې رویټرز ته ویلي، چې مسکو باید هر ډول شرایط څنډې ته کړي او یو ډول تضمین ترلاسه کړي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته وویل:«د پوتین لپاره دا ستونزمنه ده چې په اوسني شکل کې له دې سره موافقه وکړي. پوتین یو قوي دریځ لري ځکه روسیه د پرمختګ په حال کې ده.»

د راپورونو له مخې، اوس روسیه د اوکراین څه کم پنځمه برخه کنټرولوي او اوکراین د اګست په میاشت کې د لوېدیزې روسیې یوه برخه د معاملې کولو لپاره ونیوله خو هلته یې کنټرول کمزوری شوی دی.

دې روسۍ سرچینې وویل، چې د اوربند تر څنګ له تضمین پرته د مسکو دریځ په چټکۍ سره کمزوری کیدی شي او روسیه د لویدیز له خوا د جګړې په پای ته رسولو کې د پاتې راتلو له امله ملامته کیدی شي.

یوې بلې لوړ پوړې روسي سرچینې ویلي، چې د اوربند وړاندیز د مسکو له نظره د لومې په څیر ښکاري ځکه چې پوتین به له ځینو مشخصو تضمینونو یا ژمنو پرته د جګړې درول ستونزمن وګڼي. خو کرملین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، پوتین په وار وار دغه ډول لنډمهاله اوربندونه رد کړي دي.

نوموړي په ​تېر ډیسمبر میاشت کې وویل:«موږ اوربند ته اړتیا نه لرو، موږ اوږدمهاله سولې ته اړتیا لرو چې د روسیې فدراسیون او د هغې د وګړو لپاره د تضمینونو له لارې خوندي شي. دا یوه ستونزمنه پوښتنه ده چې دا تضمینونه څنګه تضمین کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې په اړه د امریکا پخوانۍ پالیسي بدله کړې، له مسکو سره یې دوه اړخیزې خبرې اترې پیل کړې او له اوکراین سره یې پوځي مرستې او استخباراتي معلومات شریکول وځنډول او ویې ویل، چې کیېف د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید شرایط ومني.

د اوکراین له لوري د اوربند وړاندیز ترمنلو وروسته امریکا تېره ورځ موافقه وکړه چې له کیېف سره به خپلې پوځي مرستې او د استخباراتي معلوماتو شریکول بیا پیل کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا پوهنې وزارت د خپلو کارکوونکو شمېر کموي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د امریکا د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې دوی به د خپلو کارکوونکو نږدې نیمایي له دندو ګوښه کړي. دغه وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د خپل کاري ځواک کچه به شاوخوا ۲۱۸۳ کارکوونکو ته راټیټه کړي.

د امریکا د پوهنې وزارت دمګړۍ ۴۴۰۰ کارکوونکي لري.

تر دې وړاندې ټرمپ د دغه وزارت د منحلېدو وړاندیز کړی و او ویلي یې و، چې د دغه وزارت واکونه به ایالتونو ته ورکړي.

د امریکا د پوهنې وزیرې لېنډا مک ماهون په یوه بیان کې ویلي:« د کاري ځواک کمول د پوهنې وزارت د موثریت، حساب ورکولو او ډاډ ترلاسه کولو ژمنتیا منعکسوي.»

د راپورنو له مخې، اغلې مک ماهون دغه ګام د ټرمپ د فرمان له مخې اخیستی دی.

نوموړې دا د امریکا د پوهنې په برخه کې یو مهم ګام ګڼلی.

هغې د سې شنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د کارکوونکو ګوښه کول د څانګې د لغوه کولو په لور یو ګام دی.

پاکستان کې امنیتي سرچینې: امنیتي ځواکونو ۸۰ برمته شوي کسان بېرته خوشې کړل

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۵۹ GMT+۰

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وایي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې ۸۰ برمته شوي کسان د وسله‌والو له منګولو خوشې کړي دي. د امنیتي سرچینو په وینا، په دغه خوشې شویو کسانو کې ۴۳ نارینه، ۲۶ ښځې او ۱۱ ماشومان شامل دي.

تر دې وړاندې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو هم د ټېلګرام له لارې په یوه پیغام کې ادعا کړې وه، چې هغوی ۱۸۲ پاکستاني پوځي او امنیتي ځواکونه یرغمل کړي؛ خو ګڼ شمېر ملکيان یې بېرته خوشې کړي دي.
تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالات کې پر یوه رېل‌ګاډي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌والو (بي‌اې‌اېل) د یوه خونړي برید په ترڅ کې لږترلږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۵۰ نور کسان برمته شوي وو.
اې‌بي‌سي خبري اژانس د سې‌شنبې پر ورځ (د مارچ ۱۱مه) د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړ، چې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو د بلوچستان ایالت په یوې غرنۍ سیمه کې لومړی د پټلۍ یوه برخه په بمونو الوزولې او ورسره جوخت یې د رېل‌ګاډي کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې امنیتي ځواکونه د پاتې برمته شویو کسانو د خوندي خوشې کولو په لټه کې دي.
امنیتي سرچینې زیاتوي، چې وسله‌وال یې کلابند کړي دي او پر وړاندې به یې عملیات تر هغه دوام وکړي چې وروستی وسله‌وال له منځه نه وي تللی.
له بل پلوه د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور دغه پېښه په کلکه غندلې او په دې تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي ګنډاپور ویلي:« د بې ګناه مساپرو په نښه کول او د هغوی ژوند ګواښل، یوه بزدلانه او وحشيانه کړنه ده.»

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم دغه برید په کلکه غندلی و او ویلي یې و، چې مرکزي دولت به «هغو کسانو ته چې بې‌ګناه مساپر وژني» هېڅ ډول امتیاز ور نه‌کړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به د دغه برید د مخنیوي او د برمته شویو کسانو د ژغورنې لپاره هڅې وکړي.

اوکراین: د روسیې پر یوې نفتي زېرمې مو د بې‌پيلوټه الوتکې برید وکړ

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۰

د اوکراین د پوځ لوی درستیز وايي، چې هېواد یې د بې‌پيلوټه الوتکې د یوه قوي برید په ترڅ کې د روسیې د نفتي توکو یوه مهمه زېرمه په نښه کړې او زیاتوي، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

نوموړي ادعا کړې، د دغه برید په ترڅ کې یې د روسیې د نفتي توکو هغه زېرمه په نښه کړې چې د دغه هېواد په هوايي ډګرونو کې یې الوتکو ته د تېلو په لېږدولو کې مهم رول درلود.

ورته مهال، د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د اوکرایني پوځ د بې‌پيلوټه الوتکې برید منلی او وايي، چې دغه برید پر یاد ښار د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکې ترټولو لوی برید دی.

په داسې حال کې چې د اوکراین د وسله‌وال پوځ لوی درستیز ادعا کړې، چې ځواکونو یې تېره شپه د یوې بې‌پیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې د مسکو د نفتي توکو تاسیسات په نښه کړي، بل‌خوا د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې کییف په دغه برید کې ملکي ودانۍ په نښه کړي دي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له‌خوا د ملکي ودانیو په ګډون د دغه هېواد د نفتو پر زېرمو بریدونه «ترهګري» بللې او ژمنه یې کړې، چې کییف به د دغه برید ځواب ترلاسه کړي.

دا برید په سعودي عربستان کې د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو په تړاو له مذاکرتو څخه څو شېبې مخکې داسې مهال شوی، چې بل اړخ ته روسي ځواکونه په کورسک کې د زرګونه اوکرایني پوځیانو د محاصره‌کېدو هڅه کوي.

د امریکا متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو له مخې چې ګواکې غواړي د کییف او مسکو جګړه پای ته ورسوي، په دې وروستیو کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.

جان اېګلنډ: د اسراییل له‌خوا د برېښنا پرې‌کېدو له امله غزه د څښاک‌اوبو ناورین سره مخ ده

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۰

د ناروې د کډوالو شورا مشر خبرداری ورکوي، چې غزه د څښاک‌اوبو له سخت ناورین سره مخ ده او په وینا یې، اسراییل د اوبو رسونې له تاسیساتو سره نښلېدلې برېښنا پرې کړې ده.

د ناروې د کډوالۍ ادارې (اېن‌ار‌سي) مشر جان اېګلنډ د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ویلي، چې د اسراییل دغه اقدام د ۲۰ زره متر مکعب پاکو اوبو د رسونې مخه ډب کړې ده.

د نوموړي په وینا، د برېښنا د پرې‌کېدو له امله د اوبورسونې کارکوونکي اړ دي چې خلکو ته د اسانتیا د برابرېدو په موخه د سون توکو جنراټورونه وکاروي، خو په وینا یې دا جنراټورونه یوازې په ورځ کې اته ساعته د فعالیت وړتیا لري.

هغه ویلي، چې د اسراییل د دغه اقدام په پایله کې د اوبو تولید ۷۵ سلنه کم شوی او د غزې خلکو ته د څښاک‌پاکو اوبو لاس‌رسی په جدي ډول محدود شوی دی.

د ناروې د کډوالو شورا مشر د معلوماتو له مخې، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اوبو د تولید پر وړاندې دغه ناورین کولای شي د ککړو اوبو له کبله بېلابلې ناروغۍ رامنځته کړي.

همداراز، جان اېګلنډ ټینګار کړی چې اسراییل په تېرو ۱۰ ورځو کې غزې ته د سون توکو په ګډون د ټولو بشرپاله مرستو د ننوتلو مخه نیولې ده.

د یادې شورا مشر ټینګار کړی، چې د نړۍوال بشرپال قانون پر بنسټ اسراییل مکلف دی، څو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د فلسطینیانو لپاره د لومړنيو اړتیاوو لاس‌رسی تضمین کړي.

جان اېګلنډ په خپل بیان کې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې د برېښنا د بیارغونې لپاره سملاسي لاس پر کار شي او غزې ته د بشرپاله مرستو د ننوتلو اجازه ورکړي او په وینا یې، د دغه وضعیت دوام کولای شي د یوه لوی بشري ناورین لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جنورۍ پر ۱۹مه د اوربند له پیل راپدېخوا د ناروې د کډوالو شورا د غزې په ۷۳ سیمو کې له ۱۳۰ زرو څخه ډېرو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې وې، خو د نوموړې شورا مشر وايي چې له برېښنا او سون توکو پرته به د دغو خدماتو د رسونې دوام ناشونی وي.

روبیو: اوکراین او امریکا یو مثبت ګام پورته کړی، هیله ده چې روسیه هم مثبت ځواب ورکړي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین له خوا د اوربند وړاندیز له منلو وروسته وویل، چې اوس «توپ د روسیې په میدان» کې دی.

هغه په سعودي عربستان کې د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته وویل: «اوکراین او امریکا یو مثبت ګام پورته کړی دی او هیله لرو چې روسیه هم په متقابله توګه ځواب ورکړي.»

څو ساعته مخکې هېوادونو په یوې ګډه اعلامیه کې وویل، چې اوکراین په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره خبرو کې له روسیې سره په ۳۰ ورځیني اوربند رضایت ښودلی دی.

مارکو روبیو ټینګار وکړ، چې امریکا دا وړاندیز روسیې ته وړاندې کوي او د مسکو د ښه نیت څرګندونې نښه به دا وي‌چې دا ومني.

هغه زیاته کړه: «موږ به هغوی ته ووایو چې دا وړاندیز پر مېز دی؛ اوکراین تیار دی چې جګړې ودروي او مذاکرات پیل کړي، اوس دا روسیې پورې اړه لري چې هو وایي یا نه... هیله لرم چې مثبت ځواب ورکړي او که داسې وشي، لوی پرمختګ به ترلاسه شي.»

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي چې په سعودي کې دی مګر په دغو خبرو کې یې ګډون نه درلود وویل:«اوربند یو مثبت وړاندیز دی، چې جګړه کې نه یوازې لومړۍ کړښه بلکې هوا او سمندر هم تر پوښښ لاندې نیسي.»

په بیان کې راغلي، چې «متحده ایالات روسیې ته به دا پیغام ورکوي چې د روسیې متقابل عمل د سولې د ترلاسه کولو کیلۍ ده.»

په بیان کې دا هم راغلي، چې امریکا پر اوکراین د استخباراتي معلوماتو شریکولو بندیز سمدستي لرې کوي او امنیتي مرستې بیا پیلوي.

د اوکراین له لوري د امریکا د ۳۰ ورځیني اوربند له وړاندیز سره له موافقې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي به یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته دعوت شي.

ډونالډ ټرمپ له دې مذاکراتو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «د اوکراین پر اوربند همدا څو شېبې وړاندې موافقه وشوه، هیله لرم چې روسیه هم ورسره موافقه وکړي.»

ټرمپ وویل، هیله لري چې په راتلونکو ورځو کې د درې کلنې جګړې لپاره یو بشپړ اوربند ته ورسېږي.

کله چې خبریالانو ترې وپوښتل چې زېلېنسکي یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته بلل شوی، ټرمپ په ځواب کې وویل: «البته، قطعاً.»