روبیو: اوکراین او امریکا یو مثبت ګام پورته کړی، هیله ده چې روسیه هم مثبت ځواب ورکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین له خوا د اوربند وړاندیز له منلو وروسته وویل، چې اوس «توپ د روسیې په میدان» کې دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین له خوا د اوربند وړاندیز له منلو وروسته وویل، چې اوس «توپ د روسیې په میدان» کې دی.
هغه په سعودي عربستان کې د خبرو اترو له پای ته رسېدو وروسته وویل: «اوکراین او امریکا یو مثبت ګام پورته کړی دی او هیله لرو چې روسیه هم په متقابله توګه ځواب ورکړي.»
څو ساعته مخکې هېوادونو په یوې ګډه اعلامیه کې وویل، چې اوکراین په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره خبرو کې له روسیې سره په ۳۰ ورځیني اوربند رضایت ښودلی دی.
مارکو روبیو ټینګار وکړ، چې امریکا دا وړاندیز روسیې ته وړاندې کوي او د مسکو د ښه نیت څرګندونې نښه به دا ويچې دا ومني.
هغه زیاته کړه: «موږ به هغوی ته ووایو چې دا وړاندیز پر مېز دی؛ اوکراین تیار دی چې جګړې ودروي او مذاکرات پیل کړي، اوس دا روسیې پورې اړه لري چې هو وایي یا نه... هیله لرم چې مثبت ځواب ورکړي او که داسې وشي، لوی پرمختګ به ترلاسه شي.»
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي چې په سعودي کې دی مګر په دغو خبرو کې یې ګډون نه درلود وویل:«اوربند یو مثبت وړاندیز دی، چې جګړه کې نه یوازې لومړۍ کړښه بلکې هوا او سمندر هم تر پوښښ لاندې نیسي.»
په بیان کې راغلي، چې «متحده ایالات روسیې ته به دا پیغام ورکوي چې د روسیې متقابل عمل د سولې د ترلاسه کولو کیلۍ ده.»
په بیان کې دا هم راغلي، چې امریکا پر اوکراین د استخباراتي معلوماتو شریکولو بندیز سمدستي لرې کوي او امنیتي مرستې بیا پیلوي.
د اوکراین له لوري د امریکا د ۳۰ ورځیني اوربند له وړاندیز سره له موافقې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي به یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته دعوت شي.
ډونالډ ټرمپ له دې مذاکراتو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «د اوکراین پر اوربند همدا څو شېبې وړاندې موافقه وشوه، هیله لرم چې روسیه هم ورسره موافقه وکړي.»
ټرمپ وویل، هیله لري چې په راتلونکو ورځو کې د درې کلنې جګړې لپاره یو بشپړ اوربند ته ورسېږي.
کله چې خبریالانو ترې وپوښتل چې زېلېنسکي یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته بلل شوی، ټرمپ په ځواب کې وویل: «البته، قطعاً.»