• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ د لوړې مراسمو پنځه برخه وال میلیاردران ۲۰۹ میلیارده ډالره زیانمن شوي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۰

بلومبرګ رپوټ ورکړی چې د امریکا د ونډو بازار په شاخصونو کې د وروستیو بدلونونو له امله هغه پنځه میلیاردران چې د دونالد ټرمپ د لوړې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، ټولټال ۲۰۹میلیارده ډالره زیانمن شوي.

په دغو مراسمو کې مخکښو میلیاردرانو لکه ایلان ماسک، جیف بزوس او مارک زاکربرګ ګډون درلود.

د بلومبرګ معلومات ښیي چې ایلان ماسک د ۱۴۸ میلیارده ډالرو زیان لیدلی، چې دا د ټولو زیانونو ترټولو ستره برخه ده.

جیف بزوس هم ۲۹میلیارده ډالر له لاسه ورکړي او د امازون د ونډو ارزښت ۱۴سلنه کم شوی دی.

سرګي برین، چې د ګوګل له بنسټګرو دی، ۲۲میلیارده ډالر زیان کړی.

مارک زاکربرګ هم پنځه میلیارده ډالر له لاسه ورکړي دي. هغه چې د کال په پیل کې د میټا شرکت د ونډو د ۱۹سلنې زیاتوالي له امله ګټه کړې وه، اوس یې ټول بیرته له لاسه ورکړي. د فرانسوي میلیاردر برنار ارنو شتمني هم پنځه میلیارده ډالر کمه شوې ده.

د ټرمپ د ټاکنیزو منډو ترړو او د هغه د لوړې ترمنځ موده کې مالي بازارونو پام وړ وده کړې وه، خو اوس رپوټونه ښيي چې د ایلان ماسک ټسلا شرکت ونډې نیمايي را غورځېدلې دي.

د ټرمپ د دویمې دورې له پیل سره د بازار د دوامداره ودې هیلې پوره نه شوې.د هغه له ولسمشر کېدو راهیسې د اېس او پي ۵۰۰ شاخصونه۶.۴سلنه راټیټ شوي دي. په حکومتي ادارو کې د پراخو بدلونونواو د تعرفو په اړه د ټرمپ د متزلزلو دریځونو له امله د ونډو بازار زیانمن شوی او اصلي شاخص د دوشنبې په ورځ ۲.۷سلنه سقوط کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

بلوڅ ازادۍ پوځ د پاکستان په بلوچستان کې د اورګاډي ۱۸۲ مساپر برمته کړل

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۰

په پاکستان کې بلوڅ ازادۍ پوځ ډلې اعلان وکړ، چې د بلوچستان په دهدار بولان سیمه کې یې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي برید کې ۱۱پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي او ۱۸۲مساپر یې پرمته کړي دي. د اورګاډي چارواکو تایید کړه، چې په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو.

بلوچ لبریشن ارمي ویلي چې د اورګاډي ۱۸۲ مساپر پرمته نیول شوي او خبرداری یې ورکړی چې که پوځي عملیات پیل شي دوی به یرغمل شوي کسان ووژني.

ددې ډلې ویاند جنید بلوڅ رسنیو ته وویل، چې په نیول شویو کسانو کې د ای ایس ای، پولیسو او د پاکستان د پوځ سرتېري شامل دي، خو د اورګاډي نورې سپرلۍ یې خوشې کړې.

یادې ډلې ادعا کړې چې دا عملیات د دوی د ځانګړو واحدونو په ګډون د مجید بریګیډ او فتح ګروپ له خوا په ګډه ترسره شوي.

د اورګاډي چارواکو تایید کړې چې په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو او دوی نشي کولی له موټر چلوونکي سره اړیکه ونیسي، چې په ډزو کې ټپي شوی دی.

د جعفر ایکسپریس اورګاډی، چې له کوټې څخه پېښور ته روان و، وروسته له هغه تر برید لاندې راغی چې لسګونو وسله والو کسانو د تونل دننه په یوه غرنۍ سیمه کې پټګن ورته نیولی و.

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند وویل، د بلوچستان حکومت بېړني اقدامات کړي دي او ټولې ادارې د وضعیت د کنټرول لپاره چمتو دي.

په بلوچستان کې له څو لسیزو راهیسې بلوڅ بېلتون پالې ډلې په سیمه کې د پاکستان پوځ او د چین د ګټو پر ضد پرله پسې بریدونه کوي او د کانونو په بډایه زیرمو کې د ونډې او ازادۍ غوښتنه کوي.
یاد غورځنګ د بلوچستان لپاره خپلواکي غواړي.

جیو نیوز: د بنو په وروستي برید کې د وژل شویو بریدکوونکو له ډلې ۲ تنه یې افغان وګړي دي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې د ( کب په ۱۶مه) د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په وروستي برید کې د ۱۶ وژل شویو برید کوونکو له ډلې دوه تنه یې افغان وګړي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې دغه دواړه وسله‌وال د افغانستان د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکي دي چې یو یې د درویزو کلي اړوند دی.

راپور زیاتوي، چې د ۱۴ پاتې وژل شویو بریدګرو د هویت او کورنیو په اړه د معلوماتو راټولول لاهم روان دي.

(د کب په ۱۴مه) د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې لومړی دوه ځانمرګو بریدګرو د بنو پوځي چاوڼۍ کوهاټۍ دروازې ته څېرمه ځانونه والوزول او بیا وروسته نور وسله‌وال چاوڼۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې هم تر دې وړاندې ویلي و، چې د بنو په وروستي برید کې افغان وګړي ښکېل وو.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسناد ښیي چې برید په افغانستان کې پلان شوی و او مشري یې هم د افغانستان دننه د «ټي‌ټي‌پي» مشرانو کړې ده.

دغې ادارې ویلي و، د طالبانو له حکومته تمه لري چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او اجازه ورنه‌کړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

د دغې برید پړه د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر اړوند فرسان محمد ډلې په غاړه اخیستې وه.

د پاکستان د پوځ د رسنیو مرکز د خبرپاڼې د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې د پنځو سرتېرو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې د عاصم منیر له حوالې لیکل شوي و، چې د ټي‌ټي‌پي په ګډون ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د پاکستان په وړاندې فعالیتونه ترسره کوي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې «په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د بهرنیو وسلو کارول د دې ثبوت دی، چې افغانستان د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی».

فلسطین اروپایي ټولنې ته: په اسراییل فشار راوړئ چې د فلسطینیانو پروړاندې "تېری" پایته ورسوي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۰۸ GMT+۰

د فلسطین لومړي وزیر محمد مصطفی له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اروپايي ټولنې غوښتي، چې پر اسراییل فشار راوړي چې د غزې هغه پولې پرانیزي چې له تېرو نهو ورځو راهیسې تړل شوې دي.

مصطفی د لوګزامبورګ د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر زاویر بیتل سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، اسراییل باید د غزې پولې پرانیزي او «د بشري مرستو په برخه کې خنډونه لرې کړي.»
هغه زیاته کړې، چې اسراییل باید د لویدېځې غاړې د اشغال په ګډون د «فلسطین د خلکو پر وړاندې خپل تېری» هم پای ته ورسوي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارواکي هم خبرداری ورکړی، چې په غزې کې د اسراییل کلابندي د ۲ مېلیون څخه د زیاتو فلسطینیانو ژوند ګواښي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي موهند هادي ویلي، چې اسراییل باید غزې ته د مرستو رسولو په برخه کې شته خنډونه لرې کړي.

هادي په یوه بیان کې وویل:« د ژوند ژغورنې مرستو لېږد باید سمدلاسه له سره پیل شي. په دې برخه کې هر ډول ځنډ به هغه پرمختګونه له منځه یوسي، چې موږ د اوربند په لړ کې ترلاسه کړي دي.»

د هغه په وینا، اوربند باید دوام ومومي او دواړه خواوې باید د نړۍوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه پوره کړي، یرغمل شوي کسان باید خوشې کړي او بشري مرستو ته د ننوتو اجازه ورکړي.

په امریکایي پوهنتونونو کې د فلسطین له ملاتړو سره چلند؛ ټرمپ د نورو نیونو ژمنه وکړه

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۲۸ GMT+۰

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د کولمبیا پوهنتون د فلسطیني محصل محمود خلیل نیول چې د نیویارک په کولمبیا پوهنتون کې یې د فلسطین پر ملاتړ د لاریونونو تنظیمولو کې مهم رول لوبولی و، لومړی ګام دی او نور کسان به هم ونیسي.

ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت باندې په یوه پیغام کې یو شمېر لاریون کوونکي د امریکا پر ضد فعالیتونو تورن کړل او لیکلي یې دي: «دا به د ډېرو نیول شویو کسانو لومړی وي. "موږ پوهېږو چې د کولمبیا او د هېواد په نورو پوهنتونونو کې ډېر محصلین د امریکا ضد، یهودي ضد او د تروریزم ملاتړي فعالیتونو کې ښکېل دي او د ټرمپ اداره به دا ونه زغمي."

هغه زیاته کړه، چې ډېری دا خلک محصلین نه دي او ویې ویل چې دوی "اجرتي فسادیان" دي. موږ به دغه تروریستي کسان وپېژنو، نیسو یې، له هېواده به یې وشړو او هېڅکله به د بېرته ستنېدو اجازه ورنه کړو.»

د محمود خلیل نیول او د پوهنتون د اعتراضونو ځپل

د کولمبیا پوهنتون د محصلینو د اتحادیې د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت منسوبینو د شنبې په شپه د دغه پوهنتون د نړۍوال سیاست د پوهنځي محصل محمود خلیل د خپلې لیلیې په اپارتمان کې نیولی دی.

د دغې اتحادیې د اعلامیې له مخې خلیل د جګړې ضد مظاهرو کې د مهم رول له امله د کولمبیا په پوهنتون کې ځای پرځای شوی وو.

خليل چې ګرین کارټ او په امريکا کې دايمي استوګنه لري، تر نيول کېدو وروسته په لوزيانا کې د کډوالو زندان ته ولېږدول شو.

خلیل له رویټرز سره په مرکه کې د شنبې په ورځ د ټرمپ د نیوکې په اړه وویل، اندیښنه لري چې هغه به د رسنیو سره د خبرو کولو لپاره د ادارې له خوا په نښه شي.

د کورنیو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت د اوونۍ په پای کې په ټولنیزو رسنیو پوسټونو کې وویل، چې خلیل د ټرمپ د ژمنې د هڅو د یوې برخې په توګه توقیف شوی و چې ویزې یا ګرین کارټونه یې لغوه کړي او یو شمېر نړۍوال محصلین چې د فلسطین په ملاتړ او د اسراییل ضد لاریونونو کې یې برخه اخیستې وه اخراج کړي.

د امریکا ولسمشر له دې مخکې اعلان کړی و، هغه کډوال چې د اسراییل ضد مظاهرو کې برخه اخلي له هېواده اېستل کېږي او وېزې به یې لغوه کېږي.

قانوني غبرګونونه او داخلي اعتراضونه

د خلیل وکیلانو د حکومت دغه اقدام غیر قانوني بللی او ویلي یې دي، چې دغه نیول د بې عدالتۍ او د بیان له ازادۍ څخه د معافیت له حقونو سرغړونه ده.

د محمود خلیل وکیل ایمی ګریر د نیویارک فډرالي محکمې ته په یوه عریضه کې د هغه د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا، د کولمبیا پوهنتون محصلینو اتحادیې او د نیویارک د مدني ازادیو اتحادیې دا عمل "د بیان پر ازادۍ او د لاریون کوونکو پر حقونو مستقیم برید" بللی دی.

د اتحادیې اجراییوي رییس ډونا لیبرمن په یوه بیان کې وویل: "دا عمل د زده کونکو د لاریونونو او د مهاجرت له قوانینو څخه په ښکاره ناوړه ګټه اخیستنه کې د سیاسي مخالفتونو د خاموشولو لپاره خطرناک زیاتوالی دی."

برېتانيا: هیله لرو چې د سعودي غونډه به له اوکراين سره د امريکا د مرستو ځنډېدل پای ته روسوي

۲۰ کب ۱۴۰۳ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۲۶ GMT+۰

د برېتانیا لومړي وزیر د متحده ایالاتو له ولسمشر سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې په سعودي عربستان کې د امریکايي او اوکرایني چارواکو ترمنځ خبرې اترې نتیجه ورکړي او له اوکراین سره د امریکا د مرستو او استخباراتي همکاریو د ځنډېدو لامل نه شي.

د برېتانیا د لومړي وزیر یوه ویاند ویلي، چې برېتانوي چارواکو په تېرو دوو ورځو کې له اوکرایني چارواکو سره په سعودي عربستان کې د سولې په اړه خبرې کړې دي او اوکراینیانو ټینګار کړی، چې دوی "تلپاتې سولې ته ژمن دي".

په همدې حال کې د برېتانيا لومړي وزير د اوکراين د معدني سرچينو د استخراج په اړه د اوکراين او امريکا ترمنځ د اقتصادي تړون هرکلى وکړ او هيله يې څرګنده کړه، چې په دې برخه کې به پرمختګ وشي.

د اګست په ۱۱مه په سپینه ماڼۍ کې د زېلېنسکي او ټرمپ تر منځ له کړکېچن او ناکامې ناستې وروسته، واشنګټن پر کییف فشارونه زیات کړل چې له امریکا څخه د امنیتي ضمانتونو په ترلاسه کولو ټینګار سره - سره له روسیې سره د خبرو اترو مېز ته کښېني او په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د امریکا د پوځي او امنیتي مرستو د ځنډولو تر فشار لاندې اعلان وکړ، چې له دغه هېواد سره اقتصادي تړونونو ته ژمن دی او د امریکا په مشرۍ په اوکراین کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره جدې ته رسېدلی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې له اوکراین سره د امریکا د مرستو ځنډول به لرې شي.

روبیو د منرالونو د معاملې په اړه وویل، چې ټرمپ "غواړي دا کار وکړي" مګر زیاته یې کړه، "ضرور نه ده چې دا باید سبا ترسره شي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو پلاوی به د اوکراین له لوري خبرو ته غوږ ونیسي، ترڅو د هغه امتیازاتو په اړه "عمومي پوهاوی" ترلاسه کړي، چې اوکراین ورته چمتو دی.

زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر وکړ، چې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.

نوموړی به د سې شنبې په ورځ له امریکايي چارواکو سره په غونډه کې ګډون ونه کړي.

د متحده ایالاتو او اوکراین د چارواکو ترمنځ خبرې به په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر سره د زېلېنسکي له لفظي شخړې وروسته لومړۍ رسمي ناسته وي او تمه کېږي، چې د معدني سرچینو په اړه دوه اړخیز تړون او د جګړې د پای ته رسولو څرنګوالي باندې تمرکز وکړي.