• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوکراین او روسیې کړکېچ؛ اوکراین له روسیې سره په ۳۰ ورځني اوربند موافقه وکړه

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۱ GMT+۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو جده ته سفر کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو جده ته سفر کوي

د رویټرز د راپور له مخې، هېوادونو په یوې ګډه اعلامیه کې وویل چې اوکراین په سعودي عربستان کې له امریکایي چارواکو سره خبرو کې له روسیې سره په ۳۰ ورځیني اوربند رضایت ښودلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اوس به دا وړاندیز روسانو ته ورسوي، اوس نو توپ د مسکو په میدان کې دی.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلېنسکي چې په سعودي کې دی مګر په دغو خبرو کې یې ګډون نه درلود وویل:«اوربند یو مثبت وړاندیز دی، چې جګړه کې نه یوازې لومړۍ کړښه بلکې هوا او سمندر هم تر پوښښ لاندې نیسي.»

له اتو ساعتونو څخه د زیاتو خبرو اترو وروسته، دواړو خواوو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي چې اوکراین د متحده ایالاتو د سمدستي، لنډمهاله ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلو ته لېواله دی چې د دواړو خواوو د متقابلې موافقې له مخې غځول کیدی شي، چې د روسیې له‌خوا د منلو او پلي کولو تابع وي.

په بیان کې راغلي، چې «متحده ایالات روسیې ته به دا پیغام ورکوي چې د روسیې متقابل عمل د سولې د ترلاسه کولو کیلۍ ده.»

په بیان کې دا هم راغلي، چې امریکا پر اوکراین د استخباراتي معلوماتو شریکولو بندیز سمدستي لرې کوي او امنیتي مرستې بیا پیلوي.

د امریکا د څارګرې ادارې (سي آی اې) رییس جان راټکلیف د کب په ۱۵مه اعلان وکړ، چې واشنګټن له کییف سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي دي.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې امریکا اوکراین ته مهم استخباراتي معلومات برابر ول، چې د دغه هېواد پوځ ته د اهدافو په ټاکلو کې حیاتي ارزښت لري.

دواړو خواوو همدارنګه وویل چې واشنګټن او کییف موافقه وکړه چې د اوکراین د مهمو منرالي سرچینو د پراختیا لپاره یو جامع تړون ژر تر ژره پای ته ورسوي، هغه تړون چې تېره اونۍ د ټرمپ او زېلېنسکي ترمنځ سپینې ماڼۍ کې د کړکېچ مجلس له امله لاسلیک نه شو.

زېلېنسکي وویل چې دواړه هېوادونه به د منرالونو تړون بشپړولو لپاره کار وکړي. د زېلېنسکي یوه لوړ پوړي سلاکار ویلي چې د اوکراین لپاره د امنیت تضمینونو اختیارونه د امریکا له چارواکو سره بحث شوي دي. مګر دغه سلاکار د اختیارونو په اړه جزییات ورنه کړل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ له کاناډا څخه د فولادو او المونیمو پر وارداتو تعرفه ۵۰ سلنې ته لوړه کړه

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلې ادارې د سوداګرۍ وزیر ته امر کړی، چې له کاناډا څخه پر واردېدونکو فولادو او المونیمو ۲۵ سلنه نوره تعرفه هم وضع کړي، ترڅو د دې محصولاتو تعرفه ۵۰ سلنې ته ورسېږي.

ټرمپ دا پرېکړه د انټاریو ولایت له لوري نیویارک، مینیسوټا او میشیګان ته د صادرېدونکي برېښنا پر ۲۵ سلنه تعرفې د غبرګون پر وړاندې کړې ده.

د کاناډا انټاریو ولایت د دوشنبې په ورخ د ټرمپ د تعرفو سیاست ته په غبرګون کې د امریکا ایالتونو ته پر صادرېدونکي برېښنا د ۲۵ سلنه تعرفي د وضع کولو اعلان وکړ.

د انتاریو حکومت په خپل بیان کې ویلي: «دا اضافي لګښت به د میشیګان، مینیسوټا او نیویارک په ۱.۵ میلیونه کورونو او کاروبارونو اغېز وکړي او تر هغې چې دا تعرفه نافذ وي، کاناډا ته به هره ورځ ۴۰۰ زره ډالره ګټه رسوي.»

ټرمپ زیاته کړه، چې د کاناډا تعرفې د امریکا پر کرنیزو محصولاتو نا‌عادلانه دي او لیکلي یې دي: «کاناډا باید سمدستي د امریکا ضد کرنیزې تعرفې، چې د مختلفو لبنیاتو پر محصولاتو ۲۵۰ څخه تر ۳۹۰ سلنه پورې دي، لغوه کړي. دا تعرفې له ډېر وخت راهیسې نا‌عادلانه ګڼل کېږي. ژر به د برېښنا په برخه کې په اغېزمنه شوې سیمه کې ملي اضطراري حالت اعلان کړم.»

ټرمپ خبرداری ورکړ، چې که کاناډا دا «ناعادلانه» تعرفې لرې نه کړي، نو د غویي میاشتې له ۱۲مې نېټې وروسته به د کاناډا د موټرو پر وارداتو تعرفې خورا لوړې کړي، یو داسې اقدام چې د ده په وینا، د کاناډا د موټرو صنعت «په بشپړ ډول بندولی شي.»

د انټاریو لومړي وزیر ډګ فورډ د ټرمپ خبرو ته په ځواب کې وویل، تر هغه چې د ټرمپ تعرفې په بشپړ ډول لغوه نه شي، دی به له خپل دریځه شاته نه شي.

فورډ، لږ وروسته له هغه چې ټرمپ خپلې نوې تعرفې اعلان کړې، پر اېکس ولیکل: «ولسمشر ټرمپ د امریکا تر ټولو نږدې دوست او متحد پر وړاندې بې دلیله سوداګریزه او تعرفو جګړه پیل کړې. تر هغه چې د تعرفو ګواښ د تل لپاره له منځه لاړ نه شي، موږ به شاتګ ونه کړو.»

تېره ورځ د کاناډا ټاکلي لومړی وزیر مارک کارني د لېبرال ګونډ ټاکنو کې تر خپلې بریا وروسته وویل، چې ټرمپ غواړي پر کاناډا ولکه وکړي، خو دغه هڅې یې باید له ماتې سره مخ شي.

د نوموړي په خبره: «امریکا، زموږ سرچینې، زموږ اوبه، زموږ خاوره او زموږ هېواد غواړي او که بریالئ شي، نو زموږ د ژوند ډول به له منځه یوسي.»

هغه د ټورنټو ښار په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له حکومت سره د جنجالونو له امله ټورنټو تورې ورځې په مخ کې لري.»

نوموړي پر ډونالډ ټرمپ له دې امله نیوکه وکړه، چې پر کاناډا یې تعرفې لګولي او دا چې غواړي د امریکا ۵۱ ایالت یې کړي.

تر دې مخکې، د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا له خوا د امریکا د لبنیاتو او لرګیو پر محصولاتو د لوړې تعرفې د لګېدو له امله تونده نیوکه کړې او ویلي یې و، چې دولت به یې سر له اوسه پر کاناډایي محصولاتو غچ‌اخیستونکې تعرفې ولګوي.

د ټرمپ د لوړې مراسمو پنځه برخه وال میلیاردران ۲۰۹ میلیارده ډالره زیانمن شوي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۰

بلومبرګ رپوټ ورکړی چې د امریکا د ونډو بازار په شاخصونو کې د وروستیو بدلونونو له امله هغه پنځه میلیاردران چې د دونالد ټرمپ د لوړې په مراسمو کې یې ګډون کړی و، ټولټال ۲۰۹میلیارده ډالره زیانمن شوي.

په دغو مراسمو کې مخکښو میلیاردرانو لکه ایلان ماسک، جیف بزوس او مارک زاکربرګ ګډون درلود.

د بلومبرګ معلومات ښیي چې ایلان ماسک د ۱۴۸ میلیارده ډالرو زیان لیدلی، چې دا د ټولو زیانونو ترټولو ستره برخه ده.

جیف بزوس هم ۲۹میلیارده ډالر له لاسه ورکړي او د امازون د ونډو ارزښت ۱۴سلنه کم شوی دی.

سرګي برین، چې د ګوګل له بنسټګرو دی، ۲۲میلیارده ډالر زیان کړی.

مارک زاکربرګ هم پنځه میلیارده ډالر له لاسه ورکړي دي. هغه چې د کال په پیل کې د میټا شرکت د ونډو د ۱۹سلنې زیاتوالي له امله ګټه کړې وه، اوس یې ټول بیرته له لاسه ورکړي. د فرانسوي میلیاردر برنار ارنو شتمني هم پنځه میلیارده ډالر کمه شوې ده.

د ټرمپ د ټاکنیزو منډو ترړو او د هغه د لوړې ترمنځ موده کې مالي بازارونو پام وړ وده کړې وه، خو اوس رپوټونه ښيي چې د ایلان ماسک ټسلا شرکت ونډې نیمايي را غورځېدلې دي.

د ټرمپ د دویمې دورې له پیل سره د بازار د دوامداره ودې هیلې پوره نه شوې.د هغه له ولسمشر کېدو راهیسې د اېس او پي ۵۰۰ شاخصونه۶.۴سلنه راټیټ شوي دي. په حکومتي ادارو کې د پراخو بدلونونواو د تعرفو په اړه د ټرمپ د متزلزلو دریځونو له امله د ونډو بازار زیانمن شوی او اصلي شاخص د دوشنبې په ورځ ۲.۷سلنه سقوط کړی.

بلوڅ ازادۍ پوځ د پاکستان په بلوچستان کې د اورګاډي ۱۸۲ مساپر برمته کړل

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۰

په پاکستان کې بلوڅ ازادۍ پوځ ډلې اعلان وکړ، چې د بلوچستان په دهدار بولان سیمه کې یې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډي برید کې ۱۱پاکستاني امنیتي سرتېري وژلي او ۱۸۲مساپر یې پرمته کړي دي. د اورګاډي چارواکو تایید کړه، چې په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو.

بلوچ لبریشن ارمي ویلي چې د اورګاډي ۱۸۲ مساپر پرمته نیول شوي او خبرداری یې ورکړی چې که پوځي عملیات پیل شي دوی به یرغمل شوي کسان ووژني.

ددې ډلې ویاند جنید بلوڅ رسنیو ته وویل، چې په نیول شویو کسانو کې د ای ایس ای، پولیسو او د پاکستان د پوځ سرتېري شامل دي، خو د اورګاډي نورې سپرلۍ یې خوشې کړې.

یادې ډلې ادعا کړې چې دا عملیات د دوی د ځانګړو واحدونو په ګډون د مجید بریګیډ او فتح ګروپ له خوا په ګډه ترسره شوي.

د اورګاډي چارواکو تایید کړې چې په اورګاډي کې ۴۰۰ مساپر سپاره وو او دوی نشي کولی له موټر چلوونکي سره اړیکه ونیسي، چې په ډزو کې ټپي شوی دی.

د جعفر ایکسپریس اورګاډی، چې له کوټې څخه پېښور ته روان و، وروسته له هغه تر برید لاندې راغی چې لسګونو وسله والو کسانو د تونل دننه په یوه غرنۍ سیمه کې پټګن ورته نیولی و.

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند وویل، د بلوچستان حکومت بېړني اقدامات کړي دي او ټولې ادارې د وضعیت د کنټرول لپاره چمتو دي.

په بلوچستان کې له څو لسیزو راهیسې بلوڅ بېلتون پالې ډلې په سیمه کې د پاکستان پوځ او د چین د ګټو پر ضد پرله پسې بریدونه کوي او د کانونو په بډایه زیرمو کې د ونډې او ازادۍ غوښتنه کوي.
یاد غورځنګ د بلوچستان لپاره خپلواکي غواړي.

جیو نیوز: د بنو په وروستي برید کې د وژل شویو بریدکوونکو له ډلې ۲ تنه یې افغان وګړي دي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې د ( کب په ۱۶مه) د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په وروستي برید کې د ۱۶ وژل شویو برید کوونکو له ډلې دوه تنه یې افغان وګړي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې دغه دواړه وسله‌وال د افغانستان د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکي دي چې یو یې د درویزو کلي اړوند دی.

راپور زیاتوي، چې د ۱۴ پاتې وژل شویو بریدګرو د هویت او کورنیو په اړه د معلوماتو راټولول لاهم روان دي.

(د کب په ۱۴مه) د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې لومړی دوه ځانمرګو بریدګرو د بنو پوځي چاوڼۍ کوهاټۍ دروازې ته څېرمه ځانونه والوزول او بیا وروسته نور وسله‌وال چاوڼۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې هم تر دې وړاندې ویلي و، چې د بنو په وروستي برید کې افغان وګړي ښکېل وو.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، اسناد ښیي چې برید په افغانستان کې پلان شوی و او مشري یې هم د افغانستان دننه د «ټي‌ټي‌پي» مشرانو کړې ده.

دغې ادارې ویلي و، د طالبانو له حکومته تمه لري چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او اجازه ورنه‌کړي چې د دوی خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

د دغې برید پړه د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر اړوند فرسان محمد ډلې په غاړه اخیستې وه.

د پاکستان د پوځ د رسنیو مرکز د خبرپاڼې د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې د پنځو سرتېرو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپیان دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې د عاصم منیر له حوالې لیکل شوي و، چې د ټي‌ټي‌پي په ګډون ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د پاکستان په وړاندې فعالیتونه ترسره کوي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې «په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د بهرنیو وسلو کارول د دې ثبوت دی، چې افغانستان د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای دی».

فلسطین اروپایي ټولنې ته: په اسراییل فشار راوړئ چې د فلسطینیانو پروړاندې "تېری" پایته ورسوي

۲۱ کب ۱۴۰۳ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۰۸ GMT+۰

د فلسطین لومړي وزیر محمد مصطفی له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اروپايي ټولنې غوښتي، چې پر اسراییل فشار راوړي چې د غزې هغه پولې پرانیزي چې له تېرو نهو ورځو راهیسې تړل شوې دي.

مصطفی د لوګزامبورګ د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر زاویر بیتل سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، اسراییل باید د غزې پولې پرانیزي او «د بشري مرستو په برخه کې خنډونه لرې کړي.»
هغه زیاته کړې، چې اسراییل باید د لویدېځې غاړې د اشغال په ګډون د «فلسطین د خلکو پر وړاندې خپل تېری» هم پای ته ورسوي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو چارواکي هم خبرداری ورکړی، چې په غزې کې د اسراییل کلابندي د ۲ مېلیون څخه د زیاتو فلسطینیانو ژوند ګواښي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي موهند هادي ویلي، چې اسراییل باید غزې ته د مرستو رسولو په برخه کې شته خنډونه لرې کړي.

هادي په یوه بیان کې وویل:« د ژوند ژغورنې مرستو لېږد باید سمدلاسه له سره پیل شي. په دې برخه کې هر ډول ځنډ به هغه پرمختګونه له منځه یوسي، چې موږ د اوربند په لړ کې ترلاسه کړي دي.»

د هغه په وینا، اوربند باید دوام ومومي او دواړه خواوې باید د نړۍوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه پوره کړي، یرغمل شوي کسان باید خوشې کړي او بشري مرستو ته د ننوتو اجازه ورکړي.