پخواني افغان سفیر له ټرمپ غوښتي، چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل ملاتړ وکړي

په سریلانکا کې د افغانستان پخواني سفیر او د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمداشرف حیدري له نړۍوالې ټولنې او ډونالډ ټرمپ غوښتي، د هغو طالبانو په ګډون چې د افغانانو سره د روغې جوړې لېواله دي؛ د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل ملاتړ وکړي.