• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بېنېټ: د روم له اساسنامې څخه د طالبانو وتل د هبت‌الله په اړه د هاګ محکمې څېړنه نه‌اغېزمنوي

۲۳ کب ۱۴۰۳ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورورکونکي ريچارډ بېنېټ له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې ویلي چې د روم له اساسنامې څخه د طالبانو د وتلو پرېکړه به د دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو په تړاو د هاګ نړۍوالې محکمې پر څېړنې اغېز ونه‌لري.

بېنېټ زیاته کړې چې د هاګ محکمې څارنوال د طالب چارواکو په هکله د بشريت پر وړاندې د جرمونو د یوې دوسیې پر څېړنې لګیا دی او د افغانستان له هغه تړون څخه د یادې ډلې وتل چې پخواني دولت منلی و، د دې څېړنې بهیر نه شي‌ درولای.

نوموړي په خپلې مرکې کې وویل: «د هغه څه پر بنسټ چې د نړۍوالې جزايي محکمې لوی څارنوال اعلان کړی، ډېر ژر به د یو شمېر طالب چارواکو د نیولو امر صادر شي.»

هغه زیاته کړه: «دا لا روښانه نه ده چې د هاګ څارنوال به څوک په نښه کړي یا په دغه نوملړ کې څوک شامل دي. موږ باید انتظار وکړو او وګورو چې څه پېښېږي.»

ریچارډ بېنېټ د طالبانو د استدلال د ردولو ترڅنګ ویلي چې افغانستان په دغې اساسنامې کې د یوه غړي هېواد په توګه شامل شوی، نه د یو ځانګړي حکومت په توګه.

هغه ټینګار کړی چې طالبان اوس د افغانستان د خاورې کنټرول په لاس کې لري او مکلف دي څو د دغه هېواد نړۍوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپوروروکونکي د طالبانو ترمنځ خپل‌منځي اختلافاتو ته په اشارې ویلي، چې دا ډله یو موټی نه ده او په وینا یې، په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله خپل نظرونه لري، خو د دغې ډلې ځينې نور چارواکي په ځانګړې توګه د نجونو زده‌کړو په تړاو ښايي نور نظرونه ولري.

همداراز، هغه د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون په تړاو ویلي چې دغه قانون نه یوازې ښځینه، بلکې نارینه هم اغېزمنوي او زیاتوي چې دغه قانون د نارينه‌وو پر جامو او ږېرې د څارنې ترڅنګ پر رسنيو او خبريالانو يې هم پراخې اغېزې کړي دي.

بېنېټ خبرداری ورکړی چې طالب چارواکي په تدریجي او سېسټماټیک ډول د شریعت یو ځانګړی تفسیر تحمیلوي او زیاته یې کړه: «دا ډله یو ځانګړی پلان لري او د کلونو په اوږدو کې یې په تدریجي ډول پلي کوي.»

هغه منلې چې د طالبانو په زندانونو کې له ښځو سره د جنسي تېري په تړاو یې د افغانستان انټرنشنل راپور لیدلی او د دغو جرمونو په مستندولو کې یې د رسنیو د مهم رول ترڅنګ د بشري حقونو د وضعیت د دوامداره څارنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د یادونې ده چې د نړۍوالې جزایي محکمې لوی څارنوال کریم خان د تېرې سلواغې میاشتې په څلورمه اعلان کړی و چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله او د دغې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه یې دغې محکمې ته وړاندې کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د مقاومت جبهه د پاکستاني ولس په غم کې ځان شریک او طالبان د سیمې د ناامنۍ مسوول بولي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر جعفر اېکسپرېس رېل‌ګاډي د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو د وړمې ورځې برید او د مسافرو برمته‌کېدل غندلي دي.

د نوموړې جبهې د بهرنیو اړیکو رییس علي میثم نظري د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۲مه)د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې طالبان د سیمې د روانې ناامنۍ مسوول بللي دي.

هغه لیکلي دي: «موږ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر جعفر اېکسپرېس مسافروړونکي رېل‌ګاډي ترهګریز برید په کلکه غندو او له پاکستاني ولس او د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي شریکوو.»

نظري وايي، په سیمه او ټوله نړۍ کې ترهګریزو فعالیتونو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېر شوي، ځکه چې دغې ډلې په افغانستان کې له ۲۱څخه ډېرو ترهګریزو سازمانونو ته پټن‌ځایونه ورکړي، څو په بېلابېلو هېوادونو کې بې‌ثباتۍ ته لمن ووهي.

هغه ټینګار کړی چې د دغه ناورین د ختمېدو یوازینۍ حل‌لاره د ازادۍ لپاره د افغانانو د مبارزې او د یوه «ډېموکراټیک او عادلانه افغانستان د جوړونې ملاتړ» دی.

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفه جبهه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له دې څو ساعته مخکې د پاکستان پوځ ویاند احمدشریف چوهدري ادعا کړې وه، چې د برمته‌شویو کسانو د نیول‌کېدو دغه پلان په افغانستان کې د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو له‌خوا جوړ او هدایت شوی دی.

نوموړي د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو د دغه برید په تړاو د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې ټول وسله‌وال په سیمه کې وژل شوي، خو زیاته یې کړه چې ځانګړي ځواکونه لا هم په سیمه کې لګیا دي تصفیه او د چاودېدونکو توکو څېړنه کوي.

سیګار: طالبانو د بهرنیو مرستو په وېش کې لاس‌وهنه کړې او ځینې یې پر خپلو کسانو وېشلي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په یوه نوي راپور کې ویلي، چې پر مرسته‌رسوونکو بنسټونو د نږدې څارنې د نشتوالي له امله طالب چارواکو د بهرنیو مرستو د وېش په بهیر کې لاس‌وهنه کړې او په ځینو مواردو کې یې دا مرستې پر خپلو کسانو وېشلې دي.

سیګار په خپل راپور کې د نړۍوالو بنسټونو هغه اندېښنې چې ګواکې طالبانو د ښځو لپاره د مرستو لاس‌رسی له خنډ سره مخ کړی، منلې دي.

د راپور پر بنسټ، طالب چارواکو په ځینو مواردو کې د ښځو پر وړاندې د مرستو د وېش مخه ډب کړې او له موسسو یې غوښتي، چې دغه مرستې د ښځو نارینه‌ خپلوانو ته وسپاري.

د سیګار دغه راپور د مرستو په وېش کې د طالبانو لاس‌وهنه منلې، خو د ناوړه ګټې‌اخیستنې کچه یا د مرستو په وېش کې یې د دغې ډلې د لاس‌وهنې سیمه مشخصه کړې نه‌ده.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې د راپور له مخې، د طالبانو لاس‌وهنه تر ډیره حده د دغې ډلې نږدې کسانو ته د مرستو وېش پورې محدوده ده.

همداراز د نوموړې ادارې په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له یوې ادارې څخه غوښتي څو د دغه وزارت د مرستو د څارنې ټیمونو د سفر لګښتونه ورکړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت هغې ادارې ته چې سیګار یې په خپل راپور کې نوم نه دی ښودلی، ویلي چې له یو شمیر افغان کډوالو سره په خپلو نویو سیمو کې د ژوند پیلېدو لپاره مرسته وکړي.

سیګار لیکلي، که څه هم هغه رسمي بنسټونه چې د امریکا د خیریه مرستو د وېش مسؤلیت لري، لکه د امریکا نړۍواله پراختیايي اداره د مرستو وېش د څارنې او د طالبانو د لاس‌رسي د مخنیوي لپاره میکانیزمونه او پروتوکولونه لرل؛ خو په ځینو مواردو کې د دغو ادارو عملي‌کېدل جدي نه دي نیول شوي او د ملګرو ملتونو په څېر له همکارو بنسټونو څخه د مرستو په برخه کې د دغې ډلې د لاس‌وهنې د څارنې او راپور غوښتنه نه‌ده شوې.

سیګار دغه راز زیاته کړې ده: «اوس د امریکا دولت لپاره دا ستونزمنه ده چې د متحده‌ایالاتو له‌خوا له تمویل شويو مرستو پروژو څخه د طالبانو د ناوړه ګټې‌اخیستنې کره معلومات ترلاسه کړي چې د دغه هېواد د مالیه‌ورکوونکو د پیسو د خوندي‌توب لپاره لازم دي.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار دا راپور وروسته له هغې خپروې، چې څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د بشرپاله چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د نړۍوالو بنسټونو په مرستو کې د لاس‌وهنې خبر ورکړی و.

متحده‌ایالات چې د افغانستان د بشرپاله او پراختیايي مرستو ترټولو لوی تمویلونکی بلل کېږي، په تېرو درېیو کلونو کې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دغه هېواد سره درې مېلیارده ډالر مرسته کړې ده

د یادونې ده چې پر امریکا د ډونالډ ټرمپ له واکمنېدو وروسته نوموړي د بهرنیو مرستو په اړه یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ او دغه فرمان له مخې د متحده‌ایالاتو له‌خوا د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د مرستو د رسونې بهیر ودرېده.

ازادۍ جبهې په کندوز کې د طالبانو د امربالمعروف پر مشر د برید خبر ورکړ

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۲۲:۰۲ GMT+۰

ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د کندوز ښار د څلورمې حوزې په شاوخوا سیمه کې یې د طالبانو د امربالمعروف د مشر ملا نجیب غفوري په استوګنځي برید کړی، چې په پایله کې یې د نوموړي دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ازادۍ جبهې د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې ویلي، چې دوی تر دې مخکې د روژې میاشتې د درناوي په پار پر طالبانو پوځي عملیات درولي و، خو زیاتوي چې د خلکو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند له امله بېرته لاس په‌کار شوي دي.

نوموړې جبهې د خپلو سیمه‌ییزو استخباراتي سرچینو په حواله ویلي، چې طالبان د روژې په میاشت کې هم په کابل، تخار، بدخشان، کندوز، پروان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو کې له خلکو په ځانګړې توګه ښځو او ځوانانو سره ناوړه چلند کوي.

د یادې جبهې په وینا، ننني عملیات یې د کندوز ښار د ملکيانو د ځورونې په ځواب کې د طالبانو د امر بالمعروف د مشر پر وړاندې ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ملا نجیب دوه ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې ویلي، چې په کندوز کې د طالبانو د امربالمعروف مشر په اړه تر اوسه پورې کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ازادۍ جبهې د خپل سیاسي او نظامي فعالیت د درېیمې کلیزې په مناسبت راپور کې ویلي و، چې تېر کال یې د طالبانو پر وړاندې ۸۷ بریدونه کړې دي.

دغې جبهې ادعا کړې وه، چې په دغو بریدونو کې یې د ۲۲۹ طالبانو په ګډون د هغوی ځیني مشران وژلي او ۱۶۶ نور ټپیان کړي دي.

بل‌خوا، د طالبانو د یادې مخالفې جبهې په دغو عملیاتو کې د دغې جبهې ۱۳ غړي هم وژل شوي دي.

مجاهد: زمونږ په رژیم کې هېڅوک د حق‌ تلف‌کېدو وېره نه‌لري

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۰

د کابل ښار د دشت‌برچي سیمې د زده‌کړو په یوه خصوصي مرکز کې د استاد له‌خوا د یوه زده‌کوونکي د وهلو-ټکولو ویډیو تر خپرېدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې، چې د دغې ډلې په رژیم کې هېڅوک د خپل حق د تلف‌کېدو وېره نه‌لري.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۲مه) په خپلې اېکس‌پاڼه کې لیکلي دي:«په هغه نظام کې چې د یو کورس د استاد له‌خوا د یوه‌ زده‌کوونکي د وهلو موضوع هم جدي نیول کېږي، استاد احضارېږي، تنبه کېږي او د زده‌کوونکي له کورنۍ څخه بخښنې غوښتلو ته اړ کېږي، نو هېڅوک دې د خپل حق د تلف‌کېدو وېره نه‌لري، د هرچا د حق پوښتنه به کېږي او د هر چا حق به ورکول کېږي.»

له دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر ویلي و، چې د کابل د دشت‌برچي سیمې د «کوثردانش» خصوصي مرکز د فزیک استاد مصطفی باتوري د یادې ډلې محتسبینو په حضور کې د خپل زده‌کوونکي د وهلو پر جرم اعتراف کړی او د هغه له کورنۍ څخه یې بخښنه غوښتې ده.

طالبان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه رسېدلې ویډیو کې لیدل کېږي، چې د کابل په دشت‌برچي سیمه کې د کوثردانش په نوم د یوه خصوصي مرکز ښوونکی د نورو زده‌کوونکو په حضور کې یو بل زده‌کوونکی په څپېړو او لغتو وهي.

دې موضوع په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو توند غبرګونونه راپارولي وو او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د هغه ښوونکي د نیولو غوښتنه کړې وه، چې خپل زده‌کوونکی یې وهلی او نامناسبې خبرې یې ورته کړې وې.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نه یوازې دا ویډیو له زده‌کوونکو او ماشومانو سره په هېواد کې د تاوتریخوالي د ثبوت یوه بېلګه په ګوته کوي، بلکې تر دې ورهاخوا د دغې ډلې په مدرسو کې هم تنکي ماشومان او زده‌کوونکي د ملایانو له خوا له سخت ناوړه وضعیت سره مخ دي.

هره میاشت یو افغان ماشوم د «شري ناروغۍ» له امله مري

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۳۷ GMT+۰

د بې‌پولي ډاکټرانو نړۍوال بنسټ (اېم‌اېس‌اېف) په خپل یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۵ زدېږیز کال پرمهال هره میاشت یو ماشوم د «شري یا سرخکان» ناروغۍ له امله مري.

نوموړي بنسټ د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۲مه) زیاته کړې، چې په افغانستان کې د روان زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې له پیله تر دې دمه د دغې ناروغۍ شاوخوا څلور زره مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیايي چارو د دغه نړۍوال بنسټ د معلوماتو له مخې، د شري ناروغۍ دا پېښې د هلمند، هرات او بلخ ولایتونو په روغتونونو کې ثبت شوې او څرګندوي، چې دا وضعیت د تېر ۲۰۲۴ کال په پرتله درې چنده ناوړه شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې د روان کال پرمهال په هرات کې ۶۶۴، هلمند کې یو زرو ۸۶۶ او بلخ کې ۱۴۹۹ د شري ناروغۍ پېښې ثبت شوي، خو په هلمند ولایت کې د دغې ناروغۍ وضعیت ناوړه ښودل شوی دی.

د بې‌پولي ډاکټرانو بنسټ ویلي، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اتو اونیو کې یې په درېیو روغتونونو کې پر شري ناروغۍ اخته څلور زره او ۷۹۹ شکمن ماشومان بستر کړي، چې له دې ډلې څخه ۲۵ سلنه پېښې د دغې ناروغۍ د شدت له امله په روغتون کې بستر کېدو ته اړتیا لرله، په داسې حال کې چې د ۷۵ سلنه ماشومانو له بستره بهر درملنه شوې ده.

د یاد سازمان د راپور پر بنسټ، د روان ۲۰۲۵ کال له پیله راپدېخوا، د شري ناروغۍ له امله د ماشومانو د مړینې کچه په بې‌ساري ډول ډېره شوې او په وینا یې، د دغه بنسټ روغتیايي کارکوونکي یې سخت اندېښمن کړي دي.

د ماشومانو د شري ناروغۍ په تړاو د بې‌پولي ډاکټرانو بنسټ داسې مهال خپل راپور خپروي، چې پرون په افغانستان کې د ماشومانو د خوندي‌توب سازمان د خپلې بودیجې د کمښت له امله د دغه بنسټ او نورو بنسټونو له‌خوا د ملاتړکوونکو ۱۸ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکړی و.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی و، چې د سملاسي مرستو د نه‌رسېدو په صورت کې به د روانې میاشتې راتلونکې اوونۍ ۱۴ نور روغتیايي مرکزونه هم وتړل شي.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په یوه بیان کې ویلي و چې د امریکا د بهرنیو مرستو د بندېدو په ترڅ کې به شاوخوا ۹ مېلیونه افغانان له روغتیايي خدمتونو څخه بې‌برخې شي.