په متحده عرب اماراتو کې د طالبانو سفارت د چارشنبې په ورځ، د کب پر ۲۲مه وویل، چې مولوي بدرالدین حقاني د ناروې له شارژدافیر څخه له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اروپایي هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د پیاوړتیا برخه کې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
یاد سفارت وايي، چې د طالبانو سفیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د ناروي شاهي دولت له سفیر نه مننه کړې او د افغانستان او سيمې هيوادونو پر بيلابيلو سياسي او اقتصادي موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
سفارت د پرالبیرت ایلساس له خولې وايي، هغه وویل چې « په افغانستان کي پام وړ پرمختګ شوی، سراسري امنیت ټینګ شوی او د افغانستان د لا باثباته کېدو او هوساینې پر لور مختگ ته هيله مندي وښوده».
د ناروې سفارت او رسمي چینلونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په راپور کې ویل شوي، له بندیز او د نشه یي توکو د تولید له کمښت وروسته د نشه يي توکو قاچاق هم کم شوی او له ۲۰۲۱ کال راپه دیخوا افغانستان کې د هیروینو او تریاکو اندازه کمه شوې ده.
د دغې ادارې په خبره که څه هم د نشه یي توکو د سوداګرۍ حجم ټیټ شوی خو د بیو په لوړیدو سره لا هم لوی قاچاقبران او جرمي ډلې ترې په لویه کچه ګټه پورته کوي.