• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سي ای اې پخوانی مرستیال: د ټرمپ اداره دې د افغان مشروع اپوزیسیون جوړولو کې مرسته وکړي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د سي ای اې پخواني مرستیال ډېو پیټس په یوه یادښت کې د ټرمپ له ادارې غوښتي، چې د افغانستان د کړکیچ په حل کې د یوه مشروع سیاسي اپوزیسیون د جوړولو ملاتړ وکړي.

نوموړي ویلي، چې د دغسې اپوزیسیون ملاتړ د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره د افغانستان د ګټو په اړه د یو متحد غږ په توګه کار کولای شي.

دغه یادښت چې د سایپر بریف په خبري سایټ کې خپور شوی، پیټس پکې ټینګار کړی چې متحده امریکا باید د طالبانو په وړاندې د مشروع سیاسي اپوزیسیون د راڅرګندیدو هرکلی او هڅونه وکړي.

د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې دغه پخواني چارواکي په خپل یادښت کې ویلي، چې د اپوزیسیون جوړیدو ملاتړ به د افغان ګټو په اړه د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره د یوه متحد غږ په توګه کار وکړي.

د ډیو پیټس په خبره، دغه اپوزیسیون باید په هغو ټولو نړیوالو مذاکراتو کې برخه ولري کوم چې د افغانستان د راتلونکې په اړه له طالبانو سره کیږي او د یو ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په بهیر کې د افغانانو په استازیتوب، ګډون ولري.

هغه زیاته کړه چې طالبان د افغانانو له یووالي او د یو داسې قوي او تجربه لرونکي سیاسي اپوزیسیون له رسمیت پيژندلو څخه چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي ویره لري

په دغه یاداښت کې راغلي، چې د امریکا نوې پرېکړې به د افغانستان پر راتلونکې او همدارنګه له نامعلوم راتلونکي سره مخ هغو سلګونه زرو افغانانو اغیزه ولري چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خواره واره دي. نوموړی وايي، «همدارنګه دا پرېکړې به د افغانستان ثبات، د سیمي امنیت، د ترهګرۍ دوامداره ګواښ، د بشري مرستو او بشري حقونو روان بحران او په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو پر حقونو اغیزه وکړي.»

پیټس خبرداری ورکړی چې د افغانستان مسالو ته د امریکا نه پاملرنې له امله به په دغه هېواد کې د روسیې، چین او ایران نفوذ زیات شي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د امریکا پریکړې به په سیمه کې د یوه باوري ملګري په توګه د امریکا د باور بیا را ژوندي کولو پیل وي.

پیټس غوښتنه کړې، چې د امریکا دې د په یوه رسمي اعلان سره دا په ډاګه کړي، چې افغانستان د امریکا لپاره مهم دی. نوموړی په دې باور دی، چې په دغه ډول اعلان سره به دا څرګنده شي، چې له افغانستان نه د امریکا له وتلو وروسته لا هم افغانان د امریکا په لومړیتوب کې دی.

په یاداښت کې ټینګار شوی، چې امریکا دې طالبان په رسمیت نه پيژنی او مالي مرستې دې ورسره نه کوي.

100%

د امریکا د استخباراتو دغه پخواني چارواکي له طالبانو سره د ترهګرۍ، د بشري مرستو د حساب ورکولو او د امریکایي وګړو په اړه مذاکراتو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې په یادو مسایلو کې له طالبانو سره تعامل باید د لوړې کچې مذاکرتو ته د امتیاز ورکولو لامل نه شي.

ډیو پیټس په خپل یادښت کې ټینګار کړی او وايي، چې د امریکا نوې اداره باید د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو سره د دغه هېواد د کړکیچ د حل لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړي.

همدارنګه نوموړي په نړیواله ټولنه غږ کړی، چې د نورو هیوادونو له خوا د طالبانو د رسمیت پیژندلو د مخنیوي لپاره دې په ګډه کار وکړي.

نوموړی داسې انګیري، چې ښايي طالبان د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېنږدي او ښايي د لاسختو اقداتو په ګواښولو سره فشار زیات کړي.

نوموړي د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کړي، چې د دغو اقداماتو په وړاندې د طالبانو قوي مقاومت ته چمتوالی ولري.

پیټس وايي، چې طالبانو وړاندې هم د امتیاز ترلاسه کولو او مذاکراتو د مخنیوي په موخه له دې مقاومتونو څخه استفاده کړي خو همغږې نړیواله تګلاره کولی شي د طالبانو د دغې تګلارې مخنیوی وکړي.

نوموړی وايي، چې ښايي طالبان هڅه وکړي چې هېوادونه په انفرادي ډول مذاکراتو ته راوبولي څو د هغوی ترمنځ واټن رامنځته کړي او امنتیاز ترلاسه کړي، خو نړیواله همغږي د طالبانو دغه لاره بندوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له اروپایي هېوادونو سره په اړیکو جوړولو کې له ناروې مرسته غوښتې

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۰ GMT+۰

په ابوظبۍ کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پر‌ البېرټ ایلساس او په ابوظبي کې د ناروي شاهي دولت مستشار وزیر مختار اندرس غولبراندسن سره کتلي دي.

په متحده عرب اماراتو کې د طالبانو سفارت د چارشنبې په ورځ، د کب پر ۲۲مه وویل، چې مولوي بدرالدین حقاني د ناروې له شارژدافیر څخه له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اروپایي هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د پیاوړتیا برخه کې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

یاد سفارت وايي، چې د طالبانو سفیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د ناروي شاهي دولت له سفیر نه مننه کړې او د افغانستان او سيمې هيوادونو پر بيلابيلو سياسي او اقتصادي موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

سفارت د پرالبیرت ایلساس له خولې وايي، هغه وویل چې « په افغانستان کي پام وړ پرمختګ شوی، سراسري امنیت ټینګ شوی او د افغانستان د لا باثباته کېدو او هوساینې پر لور مختگ ته هيله مندي وښوده».

د ناروې سفارت او رسمي چینلونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د تاریاکو بیه لس برابره لوړه شوې

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد دفتر په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د تاریاکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او ستر قاچاقبران ترې ګټه اخلي.

رپوټ چې نن خپور شوی، وايي، په افغانستان کې د تاریاکو بیې په ۲۰۲۴ کال کې خورا لوړې شوې او د یو کیلوګرام بیه یې ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلې وه.

دغه راپور په ډاګه کوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له لوري د نشه يي توکو پر کر د بندیز پرمهال د تاریاکو د یو کیلو ګرام بیه ۷۵ امریکايي ډالره وه او د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د تاریاکو بیه لس برابره لوړه شوې.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په راپور کې ویل شوي، له بندیز او د نشه یي توکو د تولید له کمښت وروسته د نشه يي توکو قاچاق هم کم شوی او له ۲۰۲۱ کال راپه دیخوا افغانستان کې د هیروینو او تریاکو اندازه کمه شوې ده.

د دغې ادارې په خبره که څه هم د نشه یي توکو د سوداګرۍ حجم ټیټ شوی خو د بیو په لوړیدو سره لا هم لوی قاچاقبران او جرمي ډلې ترې په لویه کچه ګټه پورته کوي.

د یاد راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال تر پایه په افغانستان کې د ۱۳۲۰۰ ټنه ذخیره شویو تریاکو په اړه اټکل شوی او دغه ذخیره شوي تریاک تر ۲۰۲۷ کال پورې د افغانستان د نشه يي توکو تقاضا پوره کولو لپاره کافي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌ يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر اجراییه رییسه غاده والي وایي:« د تریاکو د بیې لوړوالی او د شته زیرمو زیاتوالی دا معنا لري چې په افغانستان کې د نشه یې توکو قاچاق لا هم یو د ډیرو ګټورو غیر قانوني کاروبارونو څخه دی.»

نوموړې زیاته کړه:«دې ګټو نړیوالو سازماني جرمونو ته لاره هواره کړې، چې نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه بې ثباته کوي. موږ د قاچاق شبکو په نښه کولو، بزګرانو ته د دوامداره اقتصادي فرصتونو برابرولو او د افغانانو لپاره د اوږد مهاله ثبات رامنځته کولو په خاطر د نشه یې توکو ضد یوې همغږې شوې ستراتیژۍ ته اړتیا لرو.»

د ملګرو ملتونو د دغه دفتر د راپور له مخې، په افغانستان کې د نشه یې توکو د کر له بندیز څخه مخکې د زیرمه شویو تاریاکو ارزښت شاوخوا ۶،۴ تر ۵،۹ میلیارد ډالرو اټکل شوی و او دا په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د ناخالص تولید شاوخوا ۲۳ تر ۲۹ سلنه جوړوي.

د دوی په خبره د تریاکو دغو زېرمو ښايي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو په کمولو کې مرسته کړې وي.

ملګري ملتونه وايي، د تریاکو د زیرمو لویه برخه شاوخوا ۶۰ سلنه یې د لویو کاروباریانو او قاچاقبرانو په واک کې ده، د نشه یې توکو شاوخوا ۳۰ سلنه زیرمې بیا د بزګرانو په لاس کې وي چې د تریاکو د کر له بندیز وروسته اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

دوی وايي، هغه بزګران چې مخکې یې تریاک کرل اوس دوامداره اقتصادي بدیلونو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو ضد ادارې اندیښنه ښودلې او وایي، په افغانستان کې د تریاکو د دوامدار کمښت له امله ښايي پیرودونکي او پلورونکي داسې بدیل مخدره توکو ته مخه کړي چې له هیرویینو څخه لا هم زیانمنوونکي وي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د مساپر وړونکي اوګارډي خدمات پیلیږي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال جبارعلي ذاکري اعلان کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ د مساپرو اورګاډی به «په نږدې راتلونکي کې» فعال شي.

هغه همداراز د د خواف-هرات اورګاډي له لارې د اروپا د ترانزیت مالونو او له ګاونډیو هیوادونو سره د رېل پټلۍ له لارې د ترانزیت د زیاتوالي خبر ورکړی.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال د ایران د رېل ترانزیت د وروستیو پرمختګونو او د خواف-هرات د اورګاډي د اهمیت په اړه وویل چې د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ اتصال او ترانزیټ ورځ تر بلې ډېرېږي.

د ایران د اورګاډي ادارې مشر ویلي، د خواف-هرات د کرښې له لارې د بار انتقال ښه شوی او د افغانستان د رېل ترانزیت د پراخولو لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي.

اوس هره اونۍ له یوه تر درې اورګاډي د ترکیې، هند او نورو سیمو بار د بندرعباس له لارې افغانستان ته لېږدوي.

ایراني چارواکو ویلي، د خواف-هرات اورګاډي کرښه نه یوازې د بار، بلکې د مساپرو لپاره هم فعاله کېږي.

نوموړی وايي، چې د روزنک - هرات د رېل پټلۍ کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به د هرات-ایران مساپرو اورګاډي فعالیت پيل کړي.

ذاکري زیاته کړه: « دا کرښه د بار لېږد لپاره خورا مهمه ده او ګاونډي هېوادونه د خپلو توکو د لېږد لپاره د ایران د رېل پټلۍ او د خواف-هرات کوریډور ته ترجیح ورکوي».

نوموړي همداراز ویلي، د بندرعباس - شمتیغ په مسیر کې د کانټینري بار لېږد روان دی او تمه ده چې د اروپا او سویل ختیزې اسیا هېوادونه به هم له دې لارې ګټه واخلي.

د افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي پر ګډو اندېښنو غږېدلي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان او چین استازو په یوه لیدنه کې د ټي ټي پي، بلوڅ ازادۍ پوځ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او داعش خراسان ډلو په اړه خپلې اندیښنې سره شریکې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د چین له استازي یوشیاویونګ سره په لیدنه کې یې د سیاسي جغرافیايي بدلونونو، امنیتي اندیښنو او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

نوموړی وايي، په دې لیدنه کې یې د ټي ټي پي، بلوڅ ازادۍ پوځ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او داعش خراسان ډلو د ګواښونو په اړه خپلې اندیښنې سره شریکې کړې.

صادق خان ویلي، له چین سره به په ګډه د یادو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.

محمد صادق ویلي، چې د چین له استازي سره په ګډه یې د افغانستان په اړه د درې اړخیزو او څو اړخیزو غونډو جوړولو په اړه هم بحث او توافق وکړ.

که څه هم چین وړاندې ویلي، چې طالبانو په لیکلې بڼه ژمنه ورکړې چې د ختیځ ترکستان ډلې پر وړاندې به مبارزه کوي، خو داسې ښکارې چې چین له افغانستان نه د ایغوریانو له لوري خطر احساسوي.

پاکستان هم په وار وار ویلي، چې افغان طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول ادعاوي رد کړي او وايي، چې د پاکستان پوځ دداعش ملاتړ کوي.

جرمنی له اسلام اباده د افغانانو یوه بله چارټر الوتنه تنظیموي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د جرمني حکومت پتېیلې، چې په پاکستان کې له میشتو افغانانو، چې ددغه هېواد رسمي تاییدپاڼې لري، یوه ډله نور هم په یوه چارټر الوتنه کې برلین ته ولیږدوي.

د ډویچلنډ فونک د رپوټ له مخې، دغه کسان د هغو ۲۸۰۰ کسانو برخه دي، چې د جرمني تاییدلیکونه لري.

ددې الوتنې د ترسره کېدو د کره نیټې او د مساپرو د شمېر په تړاو جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د چارټر الوتنو ملاتړ کوي.

یاد وزارت ویلي، « نورې چارټر الوتنې اړینې دي څو هغه کسان چې د منلو ژمنې لري په یوه منظمه پروسه کې او له امنیتي معیارونو سره جرمني ته راوستل شي».

د جرمني په پارلمان کې د ښي اړخي اې ایف ډي ګوند غړي ایرک هولم ویلي، چې د الوتنو پروګرام باید زر ودرول شي او راتلونکی حکومت باید نور د ژمنې لیکونه لغو کړي.

د جرمني د فدرالي پولیسو اتحادیې مشر هایکو ټیګاتز دا وضعیت د نه منلو وړبللی.