• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او ایران ترمنځ د مساپر وړونکي اوګارډي خدمات پیلیږي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال جبارعلي ذاکري اعلان کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ د مساپرو اورګاډی به «په نږدې راتلونکي کې» فعال شي.

هغه همداراز د د خواف-هرات اورګاډي له لارې د اروپا د ترانزیت مالونو او له ګاونډیو هیوادونو سره د رېل پټلۍ له لارې د ترانزیت د زیاتوالي خبر ورکړی.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال د ایران د رېل ترانزیت د وروستیو پرمختګونو او د خواف-هرات د اورګاډي د اهمیت په اړه وویل چې د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ اتصال او ترانزیټ ورځ تر بلې ډېرېږي.

د ایران د اورګاډي ادارې مشر ویلي، د خواف-هرات د کرښې له لارې د بار انتقال ښه شوی او د افغانستان د رېل ترانزیت د پراخولو لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي.

اوس هره اونۍ له یوه تر درې اورګاډي د ترکیې، هند او نورو سیمو بار د بندرعباس له لارې افغانستان ته لېږدوي.

ایراني چارواکو ویلي، د خواف-هرات اورګاډي کرښه نه یوازې د بار، بلکې د مساپرو لپاره هم فعاله کېږي.

نوموړی وايي، چې د روزنک - هرات د رېل پټلۍ کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به د هرات-ایران مساپرو اورګاډي فعالیت پيل کړي.

ذاکري زیاته کړه: « دا کرښه د بار لېږد لپاره خورا مهمه ده او ګاونډي هېوادونه د خپلو توکو د لېږد لپاره د ایران د رېل پټلۍ او د خواف-هرات کوریډور ته ترجیح ورکوي».

نوموړي همداراز ویلي، د بندرعباس - شمتیغ په مسیر کې د کانټینري بار لېږد روان دی او تمه ده چې د اروپا او سویل ختیزې اسیا هېوادونه به هم له دې لارې ګټه واخلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي پر ګډو اندېښنو غږېدلي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان او چین استازو په یوه لیدنه کې د ټي ټي پي، بلوڅ ازادۍ پوځ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او داعش خراسان ډلو په اړه خپلې اندیښنې سره شریکې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د چین له استازي یوشیاویونګ سره په لیدنه کې یې د سیاسي جغرافیايي بدلونونو، امنیتي اندیښنو او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

نوموړی وايي، په دې لیدنه کې یې د ټي ټي پي، بلوڅ ازادۍ پوځ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او داعش خراسان ډلو د ګواښونو په اړه خپلې اندیښنې سره شریکې کړې.

صادق خان ویلي، له چین سره به په ګډه د یادو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.

محمد صادق ویلي، چې د چین له استازي سره په ګډه یې د افغانستان په اړه د درې اړخیزو او څو اړخیزو غونډو جوړولو په اړه هم بحث او توافق وکړ.

که څه هم چین وړاندې ویلي، چې طالبانو په لیکلې بڼه ژمنه ورکړې چې د ختیځ ترکستان ډلې پر وړاندې به مبارزه کوي، خو داسې ښکارې چې چین له افغانستان نه د ایغوریانو له لوري خطر احساسوي.

پاکستان هم په وار وار ویلي، چې افغان طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول ادعاوي رد کړي او وايي، چې د پاکستان پوځ دداعش ملاتړ کوي.

جرمنی له اسلام اباده د افغانانو یوه بله چارټر الوتنه تنظیموي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د جرمني حکومت پتېیلې، چې په پاکستان کې له میشتو افغانانو، چې ددغه هېواد رسمي تاییدپاڼې لري، یوه ډله نور هم په یوه چارټر الوتنه کې برلین ته ولیږدوي.

د ډویچلنډ فونک د رپوټ له مخې، دغه کسان د هغو ۲۸۰۰ کسانو برخه دي، چې د جرمني تاییدلیکونه لري.

ددې الوتنې د ترسره کېدو د کره نیټې او د مساپرو د شمېر په تړاو جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د چارټر الوتنو ملاتړ کوي.

یاد وزارت ویلي، « نورې چارټر الوتنې اړینې دي څو هغه کسان چې د منلو ژمنې لري په یوه منظمه پروسه کې او له امنیتي معیارونو سره جرمني ته راوستل شي».

د جرمني په پارلمان کې د ښي اړخي اې ایف ډي ګوند غړي ایرک هولم ویلي، چې د الوتنو پروګرام باید زر ودرول شي او راتلونکی حکومت باید نور د ژمنې لیکونه لغو کړي.

د جرمني د فدرالي پولیسو اتحادیې مشر هایکو ټیګاتز دا وضعیت د نه منلو وړبللی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د تحمیل ازمویښت ماته خوړلې

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، «په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د تحمیل ازموینه ماته شوې ده». سرګي لاوروف له امریکایي بلاګ لیکونکو سره په یوه مرکه کې د افغانستان په اړه وویل: « د دې تمدن دودونه او نالیکلي قوانین بشپړ له پامه غورځېدلی وو».

لاوروف په دې مرکه کې چې د چارشنبې په ورځ، د کب پر ۲۲مه په مسکو کې شوې، زیاته کړې: « د امریکا مخکیني ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې له ولادیمیر پوتین سره په خپله لیدنه کې ومنله چې د ډیموکراسۍ د مطلقپالنې په اړه یې بیا غور پیل کړی».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې افغانستان ته په اشارې وویل:« موږ باید له هر ډول تحمیل څخه ډډه وکړو».

د لاوروف څرګندونې داسې مهال دي چې جو بایدن په روان کال کې ویلي و چې د بن لادن له وژنې وروسته باید امریکا له افغانستان نه وتلې وای ځکه هیڅوک «دا هېواد نه شي متحد کولای».

بایدن د روان کال په مرغومي کې هم په یوه وینا کې وویل: « چین او روسیې غوښتل چې امریکا په افغانستان کې ښکیله کړي».

پاکستان کې پر اورګاډي برید؛ بلوڅ ځانمرګو د اورګاډي د برمته کسانو د خلاصون عملیات پېچلي کړي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۱۰ GMT+۰

بلوڅ ځانمرګو بریدګرو د هغو مساپرو د خلاصون لپاره د پاکستاني پوځ عملیاتي چارې ټکنۍ کړې، چې وسله والود پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر یوه اورګاډي د برید پرمهال نیولي دي.

تېره ورځ شاوخوا ۵۰ وسله والو پر جعفر اکسپریس اورګاډي توغندي وتوغول او وروسته یې شاوخوا ۴۰۰ کسان، چې ویل کیږي د پاکستان د پوځ، استخباراتو او پولیسو سرتېري پکې دي، له ځان سره برمته کړل.

دغه اورګاډی د سې شنبې په ورځ له کویټې نه پېښور ته پر لار و، چې د بولان غاښي په دهدار سیمه کې تر برید لاندې راغی.

د پاکستان پوځ د پوځي تجهیراتو او چورلکو له لارې په لرې غرنيو سیمو کې د برمته کسانو د خلاصون عملیات پیل کړي، خو سرچینې وايي، د سپرلیو په منځ کې د بلوڅ ځانمرګو بریدګرو حضور د پوځ د خلاصون عملیات ټکني کړي دي.

د بلوچستان حکومت اعلان کړی، چې تر دې دمه ۱۵۵مساپر خلاص شوي، خو بلوڅ ازادۍ پوځ پرون اعلان وکړ، چې نور مساپر یې خوشي کړي او یوازې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو کارکوونکي یې له ځان سره یرغمل کړي دي.

محمد اشرف، چې په اورګاډي کې و، رویټرز ته وویل: « مساپر ژوبل شوي او ځینې یې مړه شوي دي».

د بلوچستان ازادۍ پوځ ګواښ کړی چې که بلوڅ سیاسي بندیان، فعالان او ورک شوي کسان چې د پوځ له خوا تښتول شوي بلل کیږي، په ۴۸ ساعتونو کې خوشې نه شي، نو هغوی به برمته کسان ووژني.

د دې ډلې یوه جنګیالي چې د اورګاډي پر چت ناست و، د بلوچستان له خلکو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان پر ضد ددوی د جګړې ملاتړ وکړي.

یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته په خبرو کې وویل چې په اورګاډي کې ۴۲۵ تنه سپاره وو.

سرچینه وايي، چې د اورګاډي تر برمتې وروسته بلوڅ جنګیالیو د مساپرو پېژندګلوي پیل کړه او د پوځیانو او امنیتي کارکوونکو پلټنه یې کوله.

بلوڅ جنګیالیو ویلي چې دوی د اورګاډي ګڼ برمته شوي مساپر خوشي کړي دي
100%
بلوڅ جنګیالیو ویلي چې دوی د اورګاډي ګڼ برمته شوي مساپر خوشي کړي دي

یاده پاکستانۍ امنیتي سرچینه وايي، په پوځي عملیاتو کې تراوسه د بلوچستان ازادۍ پوځ ۲۷ تنه غړي وژل شوي دي.

د رویټرز خبریال وايي، چې په کویټه کې یې د اورګاډي تمځي کې سل خالي تابونونه لیدلي، چې د وژل شویو او یا احتمالي نورو تلفاتو لپاره چمتو شوي.

د پاکستان د اورګاډو ادارې له پنجاب او سند ایالتونو څخه بلوچستان ته ټول عملیات ځنډولي دي.

د تېر کال په نومبر کې هم د کوټې د اورګاډي په تمځاي کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول، چې ۱۶ امنیتي پرسونل هم پکې شامل وو او ۶۱ نور ټپیان شول.

بریدګر په هغه پلیټفارم کې چاودیدونکي توکي وچول چیرې چې ګڼ شمیر پوځیان د جعفر اکسپریس په تمه وو.

د ماشومانو ژغورنې اداره: د مرستو د کمښت له امله به د ماشومانو د ملاتړ پروګرامونه ودرېږي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۵۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ژغورنې اداره وایي، چې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې به د مرستو د کمښت له امله په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ پروګرامونه ودروي.

دغې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې هغه ۱۸ روغتیایی مرکزونه تړل شوي چې دوی او کاري شریکانو یې ملاتړ کاوه.

یاده اداره زیاتوي ۱۴ نور روغتیایي مرکزونه چې د یوې میاشت لپاره بودجه لري فعاله دي؛ خو که د مرستو کمښت همداسې دوام ومومي، نو اړ دي چې پاتې روغتیایي مرکزونه هم وتړي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو ۳۲ روغتیايي مرکزونو یوازې د روان کال په جنورۍ میاشت کې له ۱۳۴ زره ډېرو خوارځواکو ماشومانو سره مرسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوسني وضعیت او د ټولنې د اړتیا وړ خدمتونو ته په کتو، د دې ادارې کارکوونکو، ډاکټرانو او نرسانو له څلورو تر پنځو میاشتو پورې له تنخوا پرته د کار کولو هوکړه کړې ده.

دغه سازمان زیاته کړې، د نړۍ حکومتونه د بهرنیو مرستو بودجه کموي چې له امله یې په افریقا، اسیا، لاتینې امریکا، اروپا او منځني ختیځ کې شاوخوا ۴۰ هېوادونه د امریکا د بهرنیو مرستو د ناڅاپه بندېدو له امله اغېزمن شوي دي.

دغې ادارې وویل، چې د مرستو کمښت د مېلیونونو ماشومانو لپاره د روغتیا، تغذیې او تعلیم په برخو کې پروګرامونه ګواښوي چې د دغې ادارې له‌خوا ملاتړ کېږي.

خبرپاڼه کاږي، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ۱۳۱ مېلیونه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د خوړو له سخت ناورین سره مخ دي.