• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له اروپایي هېوادونو سره په اړیکو جوړولو کې له ناروې مرسته غوښتې

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۰ GMT+۰

په ابوظبۍ کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پر‌ البېرټ ایلساس او په ابوظبي کې د ناروي شاهي دولت مستشار وزیر مختار اندرس غولبراندسن سره کتلي دي.

په متحده عرب اماراتو کې د طالبانو سفارت د چارشنبې په ورځ، د کب پر ۲۲مه وویل، چې مولوي بدرالدین حقاني د ناروې له شارژدافیر څخه له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له اروپایي هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو د پیاوړتیا برخه کې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

یاد سفارت وايي، چې د طالبانو سفیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د ناروي شاهي دولت له سفیر نه مننه کړې او د افغانستان او سيمې هيوادونو پر بيلابيلو سياسي او اقتصادي موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

سفارت د پرالبیرت ایلساس له خولې وايي، هغه وویل چې « په افغانستان کي پام وړ پرمختګ شوی، سراسري امنیت ټینګ شوی او د افغانستان د لا باثباته کېدو او هوساینې پر لور مختگ ته هيله مندي وښوده».

د ناروې سفارت او رسمي چینلونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د تاریاکو بیه لس برابره لوړه شوې

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد دفتر په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د تاریاکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او ستر قاچاقبران ترې ګټه اخلي.

رپوټ چې نن خپور شوی، وايي، په افغانستان کې د تاریاکو بیې په ۲۰۲۴ کال کې خورا لوړې شوې او د یو کیلوګرام بیه یې ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلې وه.

دغه راپور په ډاګه کوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له لوري د نشه يي توکو پر کر د بندیز پرمهال د تاریاکو د یو کیلو ګرام بیه ۷۵ امریکايي ډالره وه او د ۲۰۲۲ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د تاریاکو بیه لس برابره لوړه شوې.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په راپور کې ویل شوي، له بندیز او د نشه یي توکو د تولید له کمښت وروسته د نشه يي توکو قاچاق هم کم شوی او له ۲۰۲۱ کال راپه دیخوا افغانستان کې د هیروینو او تریاکو اندازه کمه شوې ده.

د دغې ادارې په خبره که څه هم د نشه یي توکو د سوداګرۍ حجم ټیټ شوی خو د بیو په لوړیدو سره لا هم لوی قاچاقبران او جرمي ډلې ترې په لویه کچه ګټه پورته کوي.

د یاد راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال تر پایه په افغانستان کې د ۱۳۲۰۰ ټنه ذخیره شویو تریاکو په اړه اټکل شوی او دغه ذخیره شوي تریاک تر ۲۰۲۷ کال پورې د افغانستان د نشه يي توکو تقاضا پوره کولو لپاره کافي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌ يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر اجراییه رییسه غاده والي وایي:« د تریاکو د بیې لوړوالی او د شته زیرمو زیاتوالی دا معنا لري چې په افغانستان کې د نشه یې توکو قاچاق لا هم یو د ډیرو ګټورو غیر قانوني کاروبارونو څخه دی.»

نوموړې زیاته کړه:«دې ګټو نړیوالو سازماني جرمونو ته لاره هواره کړې، چې نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه بې ثباته کوي. موږ د قاچاق شبکو په نښه کولو، بزګرانو ته د دوامداره اقتصادي فرصتونو برابرولو او د افغانانو لپاره د اوږد مهاله ثبات رامنځته کولو په خاطر د نشه یې توکو ضد یوې همغږې شوې ستراتیژۍ ته اړتیا لرو.»

د ملګرو ملتونو د دغه دفتر د راپور له مخې، په افغانستان کې د نشه یې توکو د کر له بندیز څخه مخکې د زیرمه شویو تاریاکو ارزښت شاوخوا ۶،۴ تر ۵،۹ میلیارد ډالرو اټکل شوی و او دا په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د ناخالص تولید شاوخوا ۲۳ تر ۲۹ سلنه جوړوي.

د دوی په خبره د تریاکو دغو زېرمو ښايي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو په کمولو کې مرسته کړې وي.

ملګري ملتونه وايي، د تریاکو د زیرمو لویه برخه شاوخوا ۶۰ سلنه یې د لویو کاروباریانو او قاچاقبرانو په واک کې ده، د نشه یې توکو شاوخوا ۳۰ سلنه زیرمې بیا د بزګرانو په لاس کې وي چې د تریاکو د کر له بندیز وروسته اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

دوی وايي، هغه بزګران چې مخکې یې تریاک کرل اوس دوامداره اقتصادي بدیلونو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو ضد ادارې اندیښنه ښودلې او وایي، په افغانستان کې د تریاکو د دوامدار کمښت له امله ښايي پیرودونکي او پلورونکي داسې بدیل مخدره توکو ته مخه کړي چې له هیرویینو څخه لا هم زیانمنوونکي وي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د مساپر وړونکي اوګارډي خدمات پیلیږي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال جبارعلي ذاکري اعلان کړی چې د ایران او افغانستان ترمنځ د مساپرو اورګاډی به «په نږدې راتلونکي کې» فعال شي.

هغه همداراز د د خواف-هرات اورګاډي له لارې د اروپا د ترانزیت مالونو او له ګاونډیو هیوادونو سره د رېل پټلۍ له لارې د ترانزیت د زیاتوالي خبر ورکړی.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال د ایران د رېل ترانزیت د وروستیو پرمختګونو او د خواف-هرات د اورګاډي د اهمیت په اړه وویل چې د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ اتصال او ترانزیټ ورځ تر بلې ډېرېږي.

د ایران د اورګاډي ادارې مشر ویلي، د خواف-هرات د کرښې له لارې د بار انتقال ښه شوی او د افغانستان د رېل ترانزیت د پراخولو لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي.

اوس هره اونۍ له یوه تر درې اورګاډي د ترکیې، هند او نورو سیمو بار د بندرعباس له لارې افغانستان ته لېږدوي.

ایراني چارواکو ویلي، د خواف-هرات اورګاډي کرښه نه یوازې د بار، بلکې د مساپرو لپاره هم فعاله کېږي.

نوموړی وايي، چې د روزنک - هرات د رېل پټلۍ کار روان دی او تر بشپړېدو وروسته به د هرات-ایران مساپرو اورګاډي فعالیت پيل کړي.

ذاکري زیاته کړه: « دا کرښه د بار لېږد لپاره خورا مهمه ده او ګاونډي هېوادونه د خپلو توکو د لېږد لپاره د ایران د رېل پټلۍ او د خواف-هرات کوریډور ته ترجیح ورکوي».

نوموړي همداراز ویلي، د بندرعباس - شمتیغ په مسیر کې د کانټینري بار لېږد روان دی او تمه ده چې د اروپا او سویل ختیزې اسیا هېوادونه به هم له دې لارې ګټه واخلي.

د افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي پر ګډو اندېښنو غږېدلي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د پاکستان او چین استازو په یوه لیدنه کې د ټي ټي پي، بلوڅ ازادۍ پوځ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او داعش خراسان ډلو په اړه خپلې اندیښنې سره شریکې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د چین له استازي یوشیاویونګ سره په لیدنه کې یې د سیاسي جغرافیايي بدلونونو، امنیتي اندیښنو او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

نوموړی وايي، په دې لیدنه کې یې د ټي ټي پي، بلوڅ ازادۍ پوځ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او داعش خراسان ډلو د ګواښونو په اړه خپلې اندیښنې سره شریکې کړې.

صادق خان ویلي، له چین سره به په ګډه د یادو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.

محمد صادق ویلي، چې د چین له استازي سره په ګډه یې د افغانستان په اړه د درې اړخیزو او څو اړخیزو غونډو جوړولو په اړه هم بحث او توافق وکړ.

که څه هم چین وړاندې ویلي، چې طالبانو په لیکلې بڼه ژمنه ورکړې چې د ختیځ ترکستان ډلې پر وړاندې به مبارزه کوي، خو داسې ښکارې چې چین له افغانستان نه د ایغوریانو له لوري خطر احساسوي.

پاکستان هم په وار وار ویلي، چې افغان طالبان د ټي ټي پي ملاتړ کوي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه ډول ادعاوي رد کړي او وايي، چې د پاکستان پوځ دداعش ملاتړ کوي.

جرمنی له اسلام اباده د افغانانو یوه بله چارټر الوتنه تنظیموي

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د جرمني حکومت پتېیلې، چې په پاکستان کې له میشتو افغانانو، چې ددغه هېواد رسمي تاییدپاڼې لري، یوه ډله نور هم په یوه چارټر الوتنه کې برلین ته ولیږدوي.

د ډویچلنډ فونک د رپوټ له مخې، دغه کسان د هغو ۲۸۰۰ کسانو برخه دي، چې د جرمني تاییدلیکونه لري.

ددې الوتنې د ترسره کېدو د کره نیټې او د مساپرو د شمېر په تړاو جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د چارټر الوتنو ملاتړ کوي.

یاد وزارت ویلي، « نورې چارټر الوتنې اړینې دي څو هغه کسان چې د منلو ژمنې لري په یوه منظمه پروسه کې او له امنیتي معیارونو سره جرمني ته راوستل شي».

د جرمني په پارلمان کې د ښي اړخي اې ایف ډي ګوند غړي ایرک هولم ویلي، چې د الوتنو پروګرام باید زر ودرول شي او راتلونکی حکومت باید نور د ژمنې لیکونه لغو کړي.

د جرمني د فدرالي پولیسو اتحادیې مشر هایکو ټیګاتز دا وضعیت د نه منلو وړبللی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د تحمیل ازمویښت ماته خوړلې

۲۲ کب ۱۴۰۳ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، «په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د تحمیل ازموینه ماته شوې ده». سرګي لاوروف له امریکایي بلاګ لیکونکو سره په یوه مرکه کې د افغانستان په اړه وویل: « د دې تمدن دودونه او نالیکلي قوانین بشپړ له پامه غورځېدلی وو».

لاوروف په دې مرکه کې چې د چارشنبې په ورځ، د کب پر ۲۲مه په مسکو کې شوې، زیاته کړې: « د امریکا مخکیني ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې له ولادیمیر پوتین سره په خپله لیدنه کې ومنله چې د ډیموکراسۍ د مطلقپالنې په اړه یې بیا غور پیل کړی».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې افغانستان ته په اشارې وویل:« موږ باید له هر ډول تحمیل څخه ډډه وکړو».

د لاوروف څرګندونې داسې مهال دي چې جو بایدن په روان کال کې ویلي و چې د بن لادن له وژنې وروسته باید امریکا له افغانستان نه وتلې وای ځکه هیڅوک «دا هېواد نه شي متحد کولای».

بایدن د روان کال په مرغومي کې هم په یوه وینا کې وویل: « چین او روسیې غوښتل چې امریکا په افغانستان کې ښکیله کړي».