• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ له پوتين سره خبرې ګټورې بولي او هیله لري چې د اوکراين د سرتيرو ژوند وژغورل شي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولادیمیر پوتین سره خبرې ګټورې بولي او له روسي سیال غواړي، چې د اوکراین سرتيرو ته زیان ونه رسېږي. ټرمپ مسکو ته د خپل استازي تر تلو یوه ورځ وروسته نن ویلي، چې دا مهال د روسيې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو ښه چانس شته.

ډونالد ټرمپ وايي، په دې خبرو کې یې له پوتین غوښتنه کړې، چې په «بشپړي ډول د محاصره شويو» اوکرايني سرتيرو ژوند ته پام وکړي او زیان ورته ونه رسوي.

ډونالډ ټرمپ خپله خواله رسنۍ ټراوت کې دا نه دي ویلي چې له پوتین سره دا خبرې یې کله او چېرته درلودې.

د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې روسیې ته د نوموړي د استازي تر تګ یوه ورځ وروسته دي.

رويټرز خبري اژانس هم د یوې سرچینې له قوله وايي چې امریکايي استازي سټیو ویټکاف پرون له ولاړیمیر پوتین سره اوږدې خبرې درلودې.

د ډونالډ ټرمپ دا غوښتنه په داسې مهال ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړمه ورځ پوځي جامې یې اغوستې وې، د لویدیزې روسیې په کورسک سیمه کې یې د اوکرایني ځواکونو د ژر تر ژره ماتولو امر وکړ.

دا پیغام د اوکراین پر سر له واشنګټن سره د خبرو پیلېدو په درشل کې امریکا ته ښيي چې مسکو لا هم پوځي ابتکار په لاس کې لري.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د روسیې پرمختګونو او د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، دا اندېښنې راپارولې چې د لویدیځ له ملاتړه پرته کیف ښايي جګړه وبایلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د سوېلي وزیرستان په یوه جومات کې د چاودنې له امله د یو سیاسي مشر په ګډون څو کسه ټپیان شوي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د سوېلي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې په مولانا عبدالعزیز جومات کې نن د جمعې لمونځ پر مهال چاودنه شوې چې پکې د جمیعت علمای اسلام د یوه غړي په ګډون یو شمېر کسان ټپیان شوي.

د پولیسو مشر اصف بهادر رسنیو ته ویلي، چې چاودیدونکي توکي له مخکې په جومات کې اېښودل شوي ړو او د لمانځه پر مهال چاودنه ورکول شوې.

پولیسو ویلي، په دغه پېښه کې د جمیعت علما اسلام ګوند د ولسوالۍ استازی مولانا عبدالله ندیم په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.

پولسو ویلي، چې د پیښي قربانیان یې روغتون لیږدولي او د چاودنې په سیمه کې یې پلټنې پیل

دوه اونۍ وړاندې د پښتونخوا د نوښار د اکوړي په حقانیه مدرسه کې د جمعې له لمانځه وروسته په ځانمرګي برید کې د مولانا حامدالحق په ګډون یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

الجزیره: امریکا او اسراییل غواړي فلسطینیان له غزې څخه ختیځې افریقا ته بې‌ځایه کړي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۴۹ GMT+۰

الجزیرې د امریکایي او اسراییلي چارواکو له حوالې راپور ورکړی، چې متحده ایالاتو او اسراییل د ختیځې افریقا له درېیو حکومتونو سره د غزې څخه سوډان، سومالیا او سومالیلینډ ته د فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کېدو په اړه خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي، د سوډان چارواکو ادعا کړې چې د متحده ایالاتو وړاندیزونه یې رد کړي دي؛ خو د سومالیا او سومالیلینډ چارواکو بیا ویلي، چې دوی له دغې موضوع بې خبره دي.
دغه امریکایي او اسراییلي چارواکو الجزیرې ته ویلي، چې د سومالیا او سومالیلینډ سره یې خبرې کړې دي.

هغوی ویلي، دا لاروښانه نه ده چې هڅو څومره پرمختګ کړی یا په کومه کچه خبرې اترې شوې دي.
دغه څرګندونې یوه میاشت وروسته له هغه کېږي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کولو او د غزې د "نیولو" وړاندیز کړی و.
له هغه وروسته د ټرمپ دغه وړاندیز د فلسطینیانو او د منځني ختیځ هېوادونو سختې نیوکې راوپارولې.

د فلسطینیانو د بیا مېشتېدو د منلو په بدل کې داسې انګېرل کېږي چې د ختیځې افریقا حکومتونو ته به بېلابېل مالي، ډیپلوماټیک او امنیتي وړاندیزونه وشي.

په دې هڅو کې ښکېل یو امریکایي چارواکي منلې، چې امریکا د سومالیا سره د یو لړ برخو په اړه پټې خبرې اترې کوي.

د هغه په وینا، ښایي چې امریکا د دغه وړاندیز د منلو په بدل کې سومالیا ته د رسمیت پېژندنې وړاندیز وکړي؛ کوم چې د سومالیا د نوي ولسمشر عبدالرحمان محمد عبدالله لپاره لومړیتوب دی.

په نایبروبي کې د شخړې برخې څېړونکي سامبو چېپکوریر ویلي، د دې پوهېدل ګران دي چې ولې سومالیا غواړي د فلسطینانو کوربه‌توب وکړي.

چیپکوریر وویل، تنظیمونه بدلیږي او له همدې امله شاید سومالیا سره پټه اجنډا وي.

د سوډان دوو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط منلې، چې د ټرمپ ادارې د فلسطینانو د منلو لپاره د دوی حکومت سره خبرې کړې دي.

دواړو چارواکو وویل، چې د سوډان حکومت دغه وړاندیز رد کړ.

یو چارواکي ویلي، چې دغه وړاندیز سمدلاسه رد شو او هیچا بیا دغه موضوع نه ده پرانیستې.

هند پاکستان ته: نړۍ اوس په دې پوهېږي، چې د ترهګرۍ مرکزونه چېرته دي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال د پاکستان هغه تورونه «بې بنسټه» وبلل، چې ګوندې په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي برید کې هند هم لاس لري. 

جېسوال ویلي،‌ ډیلي د اسلام اباد دغه تورونه ردوي او دوی پوهېږي چې د ترهګرۍ اصلي ریښې چېرته دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستاني چارواکو ته په ځواب کې وویل:« د دې پر ځای چې نورو ته ګوته ونیسئ، د خپلو ستونزو او ناکامۍ تورونه پرې ولګوئ؛ باید خپل ځان ته وګورئ».

دغه غبرګون وروسته له هغه مخې ته راځي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې هند د بلوچستان په وروستي خونړي برید کې لاس لري.

نوموړي ادعا وکړه، چې دغه برید د بهر مېشتو وسله‌والو ډلو د مشرانو له‌خوا طرحه شوی و او په هند کې مېشتې ډلې په مستقیم ډول پکې ښکېلې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي و، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو او څارل شوو اړیکو له مخې د بلوڅ بېلتون پاله بریدګرو له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د برید پر مهال اړیکې ټینګولې.

د تېرې سې شنبې په ورځ لسګونه بلوڅ بېلتون پاله وسله‌والو د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډی چې له ۴۰۰ زیات مساپر یې لېږدول په چاودېدونکو توکو والوځاوه او لسګونه سپرلۍ یې یرغمل کړې. دغه پېښه د کوټې ښار څخه ۱۴۷ کیلومتره لرې سوېل ختیځ کې، د سیبي سیمې ته نږدې په یوې غرنیزه سیمه کې شوې ده.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ: «د امنیتي ځواکونو نښه وېشتونکو ځانمرګي بریدګر له منځه یوړل».

د پوځ په وینا، د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۳۳ بلوڅ وسله‌وال وژل شوي او یرغمل شویو کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

پوځ زیاته کړه، چې د عملیاتو تر پیل مخکې ۲۱ یرغمل شوي مساپر د بریدګرو له‌خوا وژل شوي وو.

بل خوا، افغانستان انټرنشنل وړاندې تر دې د پاکستان د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی و چې د بریدګرو او د هغوی د مشرانو تر منځ ثبت شوې اړیکې ښيي چې له افغانستان، هند او اروپا سره د همغږۍ یوه کړۍ موجوده ده.

د اورګاډي تر خونړۍ پېښې وروسته؛ وسله‌والو بولان کې د یوې ودانیزې پروژې ۷کسه مزدوران تښتولي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۵۱ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ اج نیوز خبر ورکړی، چې وسله‌والو تېره ورځ یو ځل بیا د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې په یوې بلې پېښه کې د منجهو بند د ودانیزې پروژې ۷تنه مزدوران تښتولي دي. دغه پېښه په بولان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي اېله دوه ورځې وروسته شوې ده.

د راپور له مخې، یاده پېښه د بولان سبۍ سیمې ته نږدې په شوران کې شوې ده او ټول تښتول شوي مزدوران ځايي اوسېدونکي دي.

وسله‌والو همدا راز د منجهو بند ځیني وسایط او ډمپر موټرې هم سوځولي دي.

په یوې بله پېښه کې بیا ناڅرګنده کسانو د کوټې کېچې بېګ د پولیسو حوزې ته لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې د پولیسو یوه موټر اور اخیستی؛ خو ځاني زیان یې نه دی اړولی دی. پولیسو ویلي، بریدګر پر موټرسایکل سپاره وو او له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

همدا راز د بلوچستان په خضدار سیمه کې هم وسله‌والو د یوې لویې لارې د ودانیزې پروژې پر کارکوونکو برید کړی او ټول ساختماني ماشینونه یې د پټرولو تر پاشلو وروسته ورته سوځولي دي.

بریدګرو تر اور اچولو دمخه د پروژې له کارکوونکو پوښتنې ګروېږنې هم کړې دي.

ځايي امنیتي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغو تازه پېښو په تړاو یې خپلې څېړنې پیل کړې دي.

که څه هم د دغو وروستیو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې نه دی منلی؛ خو په بلوچستان کې فعاله د بلوڅ بېلتون پاله ډله په دې وروستیو کې د پاکستان حکومتي ودانیزې پروژې په نښه کوي.

هغوی د کاني زېرمو تر څنګ په بلوچستان کې د پاکستان د هر ډول اقتصادي او رغنیزو پروژو مخه نېسي.

دغه وسله‌والې ډلې په بولان کې پر اورګارډي خپل وروستي برید کې د پوځ په ګډون د پاکستان د امنیتي ادارو لسګونه کارکوونکي برمته کړل؛ نږدې پنځوس تنه یې ووژل او لسګونه نور لا هم ورسره برمته دي.

بلوڅ بېلتون پالو د پاکستان حکومت ته وخت ورکړی و، چې د بندیانو د تبادلې په برخه کې دې ورسره مذاکرات وکړي او که داسې ونشي؛ نو ورسره برمته نور کسان به هم د بلوڅ بېلتون پاله ډلې د محکمې د پرېکړو له مخې اعدام کړي.

په بلوچستان کې وروستیو امنیتي پېښو جدي اندېښنې راپورته کړې او د پاکستان امنیتي ادارو ته د بې غورۍ ګوتې نیول شوې دي.

پاکستان بیا طالبانو ته ګوته نیولې، چې پر دوی شوي ترهګریز بریدونه د هغوی تر سیورې لاندې په افغانستان کې پلان شوي دي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د ترهګرۍ له جدي ګواښونو سره مخ دی.

خېبر پښتونخوا «ټي‌ټي‌پي» او بلوچستان ایالت د بلوڅ بېلتون پاله ډلې له لوري ورځ تر بلې نارامه کېږي.

په دغو دواړو ایالتونو کې د پاکستاني پوځیانو او وسله‌والو ترمنځ هره ورځ د جګړې خبرونه ترلاسه کېږي.

پاکستان کې زیاتېدونکې ترهګرۍ د دغه هېواد اقتصادي وضعیت او امنیت سخت اغېزمن کړی دی.

د ټرمپ او روټه لیدنه؛ امریکا غواړي ګرینلېنډ لاسته راوړي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو له سرمنشي مارک روټه سره په لیدنه کې یو وار بیا له متحده‌ایالاتو سره د ګرینلېنډ پر یوځای‌کېدو ټینګار کړی او ویلي دي چې دا اقدام د نړۍوال امنیت د پیاوړتیا لپاره اړین دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۱۳مه) له متحده‌ایالاتو سره د ګرینلېنډ د یوځای‌کېدو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «فکر کوم دا پېښه به رامنځته شي.»

ورته‌مهال مارک روټه د ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې زیاته کړې چې نه غواړي ناټو په دغه بحث کې ښکېل کړي.

پر امریکا د ټرمپ له واکمنېدو سره نوموړي له متحده‌ایالاتو سره د ګرینلېنډ یوځای‌کېدل خپله یوه مهمه موضوع ګرځولې ده.

ټرمپ د خپلې واکمنۍ د دویمې دورې له پیل څخه مخکې ویلي و چې نوموړی هیله‌من دی څو ګرینلېنډ د متحده‌ایالاتو یوه برخه شي، ان که ډنمارک ووايي چې دغه ټاپو د پلور لپاره نه ده.

ګرینلېنډ چې د ستراتیژیکي موقعیت له پلوه غني معدني سرچینې لري او د ډنمارک خاورې یوه برخه ده، د امریکا د اوسني ولسمشر پام یې ځانته اړولی دی.

امریکا له ډنمارک سره په ۱۹۵۱ زېږدیز کال کې د یوې هوکړې له مخې په ګرینلېنډ کې خپلې پوځي اډې جوړې کړې او هلته یې خپل ځواکونه دېره کړي دي.

ټرمپ په ګرینلېنډ کې د امریکايي ځواکونو اډو ته په اشارې ویلي چې ښايي د دغو اډو د پیاوړتیا لپاره دغې سیمې ته نور ځواکونه هم واستوي.

د امریکا ولسمشر نوې څرګندونې دا په ګوته کوي چې نوموړی د یادې ستراتیژیکې ټاپو د نیولو په هڅه کې ناټو ښکېلوي.

ټرمپ له مارک روټه سره په دې لیدنه کې ویلي دي: «موږ له ډنمارک او ګرینلېنډ سره خبرې کوو او موږ باید دا کار وکړو. موږ د نړۍوال امنیت لپاره دغې سیمې ته واقعاً اړتیا لرو. زه فکر کوم چې له همدې امله ناټو باید په یو ډول ښکیل شي.»

خو روټه ټرمپ ته په ځواب کې ویلي چې د ګرینلېنډ د راتلونکي موضوع به نورو ته پرېږدي او زیاتوي: «زه نه غواړم چې ناټو په دې بحث کې ښکېل کړم.»

دې سره جوخت د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې د ګرینلېنډ لومړي وزیر موټ اګوده ویلي: «د متحده‌ایالاتو ولسمشر یو وار بیا زموږ د خاورې د یوځای‌کېدو مفکوره مطرح کړې ده. دا خبره باید ودرول شي.»

په داسې حال کې چې اکثریت ګریلېنډیان له ډنمارک څخه د جلاکېدو ملاتړکوونکي دي، خو نظرپوښتنې ښيي چې هغوی له متحده‌ایالاتو سره د یوځای‌کېدو مخالفت کوي.