• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالله شاکر: مفتي شاکر لومړي وزیر، اعلی وزیر او د پوځ مشر وژلی دوی باید ځواب ووایي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د مفتي شاکر زوی عبدالله شاکر وایي، تر هغه وخته د خپل پلار جنازه نه کوي چې لومړی وزیر، د صوبې وزیر اعلی او د پولیسو قوماندان یې د پلار د مرګ په اړه ځواب نه وي ورکړی. هغه وایي، پولیسو ته یې د مفتي شاکر د ژوند د ګواښ په اړه ویلي و، خو پولیسو ورته هېڅ امنیتي تدابیر ونه نیول.

عبدالله شاکر د پاکستان لومړی وزیر د خپل پلار د مرګ لامل وباله او ویې ویل: «لومړی وزیر تا ته وایم، وزیر اعلی تاته وایم او د پوځ مشره تاته وایم، دا خبره په ګپ کې تېره نه کړې زما پلار تاسو شهید کړی، که تاسو ورته لیسنس ورکړی وای، تاسو ورته سیکیوریټي ورکړی وای نن به دا حال نه و.»

عبدالله شاکر وایي: «تر هغه پورې د خپل د پلار د کفن او دفن هېڅ فکر نه لري تر هغې چې پولیس یې په اړه ځواب ورنه کړي.»

عبدالله زیاتوي، چې پولیسو یې لیسنس ځنډولی و او د هغه لاسونه یې ورتړلي و.

هغه زیاتوي: «د پېښور د لینس ادارې زما لیسنس نه تایید کولو، زه تا په څلورو لاسونو ورته تړلی وم چې پرېږده دا سړی شهید شي.»

عبدالله شاکر همداراز وایي، دوی د مفتي شاکر د امنیت په نه تامیینولو غوښتل چې دی ومري. عبدالله شاکر د مفتي شاکر پر مینه والو غږ کړی، چی د لاریون لپاره دې ځانونه راورسوي.

هغه وایي: «دا کار د ډوزو نه د ډزو دی نن ما خپل پلار له لاسه ورکړ سبا ستاسو حال دی. سپي د سپو غوښې نه خوري ملایانو تاسو د ملایانو غوښې خورئ.»

عبدالله شاکر زیاته کړه: «زه په وینو سور شوم، په یاد ساتی دا خپله ککرې هم درباندې خورم تر څو چې زما د والد غم مو نه وي کړی.»

د پښتونخوا مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر مازیګر لمونځ لپاره جومات ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه او په روغتون کې د درملني پرمهال مړ شو.

مفتي منیر شاکر دې وروستیو کې ویلي و، چې پاکستاني امنیتي ادارو ورته ویلي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او د خپل ځان د ساتلو لپاره تدابیر ونیسي.

نوموړي د پاکستان پر امنیتي ادارو هم نیوکې کړې وې، چې د ده د امنیت په برخه مرسته نه کوي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د مفتي منیر شاکر وژل کېدو ته غبرګونونه؛ «د پښتون قام په خلاف جنګ اعلان شوی دی»

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۱۹ GMT+۰

د پښتونخوا د مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په اړه د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکو او په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو سخت غبرګونونه ښودلي او وايي، د پښتون قام په خلاف «جنګ اعلان شوی دی.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې غړي حنیف پښتین د مفتي منیر شاکر د ژول کېدو په غبرګون په اېکسپاڼه لیکلي: «د مفتي منیر شهادت نه لومړی شهادت دی او نه به هم وروستی شي.»

نوموړی وايي، د پښتو قام په خلاف جنګ اعلان شوی او ځوانان، قومي مشران او دیني عالمان پکې وژل کیږي. ښاغلی پښتین همدارنګه زیاتوي، چې راتلونکي میاشتې به نورې هم خونړۍ وي.

همدارنګه د افغانستان د مخکنی جمهوري نظام د خوست او پکتیا والي حلیم فدايي بیا وايي، دا چې مفتي شاکر د پاکستان په ادارو سختي نیوکې کولي، د رواجي ملایانو سرسخت مخالف و او له دین یې روایتي تعبیر چلنجاوه، ښايي په روغتون کې په قصدي توګه وژل شوی وي.

همدارنګه د تېر جمهوري نظام د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل مفتي شاکر ژبور او ز ور دیني عالم بللی:«د ژبور او با جرئته دیني عالم مفتي منير شاکر شهادت او هغه هم د خدای ج په کور يعنې جومات کې دردوونکی او خواشینونکی دی.»

د مفتی منیر شاکر د وژل کېدو د خبر له خپریدو وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم سخت غبرګونونه ښودلي دي.

د ذاکیم خان وزیر په نوم یوه ځوان پر اېکس پاڼه لیکلي، د مفتي منیر شاکر وژنه د ټولې پښتونخوا لپاره یوه لویه ضایعه ده.

د ټولنیزو رسنیو ډیری کارنو ښاغلی شاکر د حق اواز بللی او وايي، چې لومړنی ملا و چې د جومات پر منبر به یې د پښتنو د حق غږ پورته کاوه.

مفتي منیر شاکر مازیګر لمونځ لپاره جومات ته روان و چې چاودنه پرې وشوه او په روغتون کې د درملني پرمهال مړ شو.

مفتي منیر شاکر دې وروستیو کې ویلي و، چې پاکستاني امنیتي ادارو ورته ویلي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او د خپل ځان د ساتلو لپاره تدابیر ونیسي.

نوموړي د پاکستان پر امنیتي ادارو هم نیوکې کړې وې چې د ده د امنیت په برخه مرسته نه کوي.

تر اوسه پورې کومې وسلې ډلې د برید په غاړه نه دی اخیستی.

مفتي منیر شاکر په روغتون کې مړ شو

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۰

د پېښور جرنیلي روغتون ویاند ومنله چې د پښتونخوا وتلی دیني عالم مفتي منیر شاکر د ټپونو له امله مړ شو. پر مفتي منیر شاکر ځايي وخت مازیګر مهال جومات ته د تلو په لار کې چاودنه شوې وه. له نوموړي سره پنځه کسان روغتون ته ټپي حالت کې وړل شوي وو.

د جرنیلي روغتون ویاند محمد عاصم رسنیو ته استولي پیغام کې د نوموړي مړه کېدل تایید کړي دي.

نوموړی وايي، له دریو نورو ټپیانو سره سخت زحمي حالت کې ور وړل شوی و.

مفتي منیر شاکر مازیګر لمونځ لپاره جومات ته روان و چې چاودنه پرې وشوه.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوګانو کې کسان وایي، چې نوموړی پښو ته ټپي شوی و.

مفتي منیر شاکر دې وروستیو کې ویلي و، چې پاکستاني امنیتي ادارو ورته ویلي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او د خپل ځان د ساتلو لپاره تدابیر ونیسي.

نوموړي د پاکستان پر امنیتي ادارو هم نیوکې کړې وې چې د ده د امنیت په برخه مرسته نه کوي.

تر اوسه پورې کومې وسلې ډلې د برید په غاړه نه دی اخیستی.

مفتي منیر شاکر د خیبر په باړه کې یو وخت د لښکر اسلام قومندان و، خو پر ۲۰۰۹ تر عملیاتو وروسته له هغه ځای ووت.

مفتي منیر شاکر د پېښور په اورمړو کې د یوې مدرسې مشري کوله.

نوموړی له څو کلونو راهیسې هم پر ملایانو او حکومت د نیوکو له امله مشهور دی او په پښتنو ځوانانو کې ډېر منیوال لري.

مفتي منیر شاکر د پښتنو د حقونو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی هم و.

نوموړی په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د بندیز هم مخالف و.

د پاکستان د پوځ عملياتو کې ۹ وسله وال او ۲ سرتېري ووژل شول

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۰

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د پښتونخوا په مومند او دیره اسماعیل خان ولسواليو کې يې د عملياتو پر مهال ۹ وسله وال وژلي. د پوځ د خبرپاڼې له مخي، په دغو عملياتو کې د پوځ دوه سرتيري هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ زیاتوي، چې د استخباراتي معلوماتو له مخي يې په مومند کې ۷ وسله وال وژلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې همدې عملياتو کې د محمد ذاهد او افتاب علي شاه په نومونو د پوځ دوه سرتيري هم وژل شوي دي.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دېره اسماعيل خان ولسوالۍ کې يې هم دوه وسله وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې په دغو عملیاتو کې یې له وسله‌ والو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم نیولې دي.

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه کې دا نه دي‌ ویل شوي، چې دغه وژل شوي وسله‌وال کومې ډلې پورې تړاو لري.

ديني عالم مفتي منیر شاکر په چاودنه کې ټپي شو

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۰

پښتونخوا کې مشهور دیني عالم مفتي منير شاکر باندې له خپل جومات سره نږدې چاودنه شوې او نوموړی او څو نور کسان پکې ټپي شوي دي. منیر شاکر تر دې مخکې بیا بیا د پاکستان پر حکومت نیوکه کوله، چې ژوند یې له خطر سره مخ دی، خو د امنیت لپاره وسله نه ور کوي.

پاکستاني پولیس د چاودنې تاییدولو سره وايي چې دا چاودنه د پېښور د اورمړ تاڼې د میره کچوړي سيمه کې په یو جومات کې شوې ده.

پولیس زیاتوي ، چې په دې چاودنه کې د مفتي منیر شاکر په کډون څلور کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د منير شاکر د روغتيايي وضعت په اړه څه نه دي ويل شوي.

مفتي منیر شاکر له دې وړاندې ویلي چې پاکستاني امنیتي ادارو ورته ویلي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او د خپل ځان د ساتلو لپاره تدابیر ونیسي.

نوموړي د پاکستان پر امنیتي ادارو هم نیوکې کړې وې چې د ده د امنیت په برخه مرسته نه کوي.

تر اوسه پورې کومې وسلې ډلې د برید په غاړه نه دی اخیستی.

مفتي منیر شاکر د خیبر په باړه کې یو وخت د لښکر اسلام قومندان و، خو پر ۲۰۰۹ تر عملیاتو وروسته له هغه ځای ووت.

مفتي منیر شاکر چې د یوې مدرسې مشري هم کوي، له څو کلونو راهیسې هم پر ملایانو او حکومت د نیوکو له امله مشهور دی او په پښتنو ځوانانو کې ډېر منیوال لري.

مفتي منیر شاکر د پښتنو د حقونو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی هم دی.

نوموړی په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د بندیز هم مخالف دی.

نثار باز: پاکستان پر طالبانو د فشار اچولو او د افغانستان یوازې کولو لپاره لارې بندې کړې

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۰

د پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ او د عوامي نشنل ګوند غړی وايي، پاکستان د پلان له مخې له افغانستان سره ۱۷ لارې بندې کړې، خو د دغو لارو بندښت پښتنو ته لوی زیان رسوي. نثار باز زیاتوي، پاکستان په دې کار سره غواړي افغانستان په سیمه کې یوازې کړي او پر طالبانو سیاسي فشار واچوي.

له نږدې ۲۲ ورځو راهیسې د طالبانو له خوا د پوستې جوړولو پر سر د تورخم لار بنده ده او د خلاصولو لپاره یې د دواړو لورو د قومي مشرانو او سوداګرو جرګه هم جوړه شوې ده.

ښاغلی باز له پښتون ډیجیټل پوډکاسټ سره خبرو کې وايي، چې په اصل کې له افغانستان سره له چترال تر چمن ۱۷ لارې بندې کړې دي.

هغه زیاتوي، د پاکستان د دې پلان په مقابل کې افغانستان د ایران د چابهار بندر ته مخه کړې ده: «افغانستان پلان لري چې خپله سوداګرې د چابهار بندر له لارې دوام ورکړي، خو په دې صورت کې به زیان د پاکستان عامو خلکو او سوداګرو ته ورسیږي.»

خو ښاغلی باز وايي، که دې جرګې خپلواکې لرلای د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټکرونه به پای ته رسیدلي وای او لاره به د سوداګرۍ پر مخ خلاصه شوې وای.« دا جرګه به هغه وخت بریالۍ شوې وای، چې ریاست ورته بشپړ واک او اختیار ورکړی وای. او پکار و، چې د صوبايي حکومت ترڅنګ مرکزي حکومت هم پکې دخیل وای. »

نوموړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو خلاصون اړین بولي او وایي، د لارو په بند پاتې کېدو سره به د کرښې دواړو غاړو خلک ډیر زیانمن شي.