• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون: پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۰

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون په یوه راپور کې اندېښنه ښوولې، چې په پاکستان کې مېشت هغه خبریالان چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یاد هېواد ته کډه شوي؛ اوس د بېرته اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

یاد فدراسیون ته یو شمېر افغان خبریالانو ویلي، د پاکستان د هغې پرېکړې پر بنسټ چې د روان کال (د مارچ میاشتې له ۳۱مې) وروسته بې‌اسناده افغانان له یاد هېواده باسي؛ په دغه هېواد کې یې ځیني مېشت افغان خبریالان هم د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کړي او که داسې وشي، نو ژوند به یې له جدي ګواښونو سره مخ شي.

افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو دمخه د رسنیو یو غوړېدلی چاپېریال لاره، چې نږدې «۱۶۰ ټلوېزیونونو، ۳۱۱ راډیوګانو، ۹۰ ورځپاڼو او نږدې ۳۶ خبري اژانسونو» په کابل او بېلابېلو ولایتونو کې فعالیتونه لرل.

یاد فدراسیون وايي،‌ د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د خپلواکو رسنیو چاپېریال سخت اغېزمن شو او خبریالان له ناورین سره مخ شول.

د خبریالانو د نړۍوال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته نږدې ۳۵سلنه افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي اړ شوي خپل هېواد پرېږدي چې له ډلې یې ډېری پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکیې او د اروپا په ګډون امریکا ته کډوال شول.

په راپور کې د افغانستان د یوه خصوصي ټلوېزیون د خبرونو پخواني ویاند سید ادریس سادات له خولې لیکل شوي، چې له افغانستانه وتل ورته یو حقوقي، اقتصادي او احساسي ناورین و. هغه زیاته کړې:« په پاکستان کې پر قانوني اسنادو اوسېدل ستونزمن دي. د ویزې تمدیدول ان تر میاشتو پورې وخت نیسي».

سادات له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې له جلاوطنه افغان خبریالانو سره د حقایقو د راسپړلو په برخه کې همکاري وکړي؛ څو په خپلواکه توګه خبریالۍ ته دوام ورکړي او د طالبانو د رژیم پټ اړخونه خلکو ته په ډاګه کړي.

په راپور کې راغلي، چې په پاکستان کې مېشت خبریالان د ویزو د تمدید او قانوني ثبت تر څنګ د کار او زده‌کړو له قانوني خنډونو سره هم مخ دي.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون راپور ښيي، چې په ۲۰۲۲کال کې ۸۷ سلنه افغان ښځینه خبریالانې له جنسي تبعیض سره مخ شوې او ۶۰ سلنه یې مجبورې شوې چې خپلې دندې پرېږدي.

د افغان خبریالانو خپلواکې ټولنې (AIJU) راپور ورکړی، په ۲۰۲۳ کې ۸۵ خبریالان د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوي چې ځیني یې د طالبانو له‌خوا «رسنیزو ناستو» ته وربلل شوي؛ خو دا ناستې عملاً د وېرې خورولو لپاره وې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۳.۷ مېلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي؛ خو یوازې ۱.۳ مېلیونه یې ثبت شوي کډوال دي. شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان اوس په پاکستان کې مېشت دي، چې اکثره یې د ویزو تمدید او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نلري او له ګڼو ستونزو سره هم مخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ایران د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور یو افغان وګړی اعدام کړ

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې ایران یو افغان وګړی د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور اعدام کړی دی. دغه سازمان د جمعې په ورځ ویلي، چې دغه کس شپږ ورځې وړاندې د شېراز په مرکزي زندان «عادل اباد» کې په اعدام محکوم شو.

د ایران د بشري حقونو سازمان د اعدام شوي کس د هویت په اړه وایي، ۲۸ کلن ذکي ذاکري د افغانستان د ننګرهار ولایت اوسېدونکی و؛ چې دوه کاله وړاندې د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و.

یاد سازمان زیاته کړې، د اعدام شوي افغان وکړي کورنۍ چې په مشهد کې اوسېږي نده توانېدلې چې د وروستي ځل لپاره د ذکي ذاکري سره وګوري.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې دفتر یې په ناروې کې دی، ټینګار کړی چې ایران یوازې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ تنه افغانان اعدام کړي دي.
دغه سازمان ویلي، چې افغانان په ایران کې د اعدام شویو بهرنیانو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په ایران کې د افغانانو د اعدام لړۍ تر بل هر وخته چټکه شوې ده.
راپور زیاتوي، چې ایراني چارواکي د افغان وګړو په دار ځړولو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان زندانیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان؛ څو د دوی قضیې مخ ته یوسي.
سازمان ټینګار کړی، چې د اعدام شویو رېښتینې شمېرې ښايي له ثبت شویو هغو لوړې وي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د سوداګریز ناورین د بېړني حل غوښتنه وکړه

۲۵ کب ۱۴۰۳ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۴۵ GMT+۰

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې له اسلام‌اباده غوښتي چې له طالبانو او منځنۍ اسیا هېوادونو سره دې د سوداګرۍ ناورین د حل لپاره بېړنی اقدام وکړي.

د دغه بنسټ رییس جنید مکدا د جمعې په ورځ (د کب ۲۴) د تورخم دروازې بندېدو له امله د پاکستان پر ټرانزیتي مالیاتو، اقتصاد او سیمه‌ییزې سوداګرۍ د ناوړه اغېزو خبر ورکړی دی.

هغه د دغه وضعیت د دوام په پایله کې د پاکستان اقتصاد ته د احتمالي زیان په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «دا وضعیت به سوداګر اړ کړي چې د پاکستان لارو پر ځای د ایران بندرونه وکاروي او دا کار به زمونږ سوداګرۍ ته اوږدمهاله زیان ورسوي.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ټینګار کړی چې د دغه بنسټ له هڅو سربېره، وضعیت لا هم هماغسې پر خپل ځای پاتې دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې ستونزه لا هم نه ده حل شوې او دغه دروازې له ۲۰ ډېرې ورځې کېږي چې د دواړو خواوو پر مخ بنده ده.

سارا اډمز: سراج الدین حقاني پر امریکا د راتلونکي برید لپاره القاعده سره مرسته کړې

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۲۰:۱۹ GMT+۰

د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي چې سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده. نوموړې زیاتوي چې د سراج الدین استعفا په ترهګرۍ د تمرکز لپاره ده.

د طالبانو دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خپلې دندې لاس پر سر شوی او د دې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخونزاده ته یې خپله استعفا لېږلې ده.

کندهار کې ځینې باخبره سرچینې تاییدوي چې د سراج الدین حقاني استغفا قبوله شوې هم ده.

د سي ای ای پخوانۍ مامورې سارا اډمز د سراج الدین حقاني په اړه په اېکس لیکلي: «سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده. فکر مه کوئ چې دا پرمختګ دی. سراج الدین نړۍوال ارمانونه لري، یوازې ټولو هغو هېوادونو ته وګورئ چې هغه تېره میاشت ورته سفر کړی.»

سارا اډمز د نوموړي د استعفا اړوند لیکي: «سراج الدین حقاني د کورنیو چارو د وزیر په توګه استعفا ورکوي نور هېڅ نه. دا چارواکی لا دمخه د نړۍ د یو له خطرناکو ترهګرو څخه و. اصلي ستونزه څه ده؟ هغه اوس ازاد دی چې په بشپړ ډول په ترهګرۍ تمرکز وکړي. له "ډېپلوماټیک" موقف څخه له لاس اخیستلو وروسته،همدا یې وخت دی چې هغه د هدفي کسانو د لېست په سر کې شامل شي چیرې چې د هغه اصلي ځای دی.»

د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له نږدې دوو میاشتو غیابت وروسته نن د خوست ولایت یوه جومات کې را څرګند شو. متحده عربي اماراتو ته تر تلو وروسته نوموړی بیا نه لیدل کېده. ځینې سرچینو ویل چې بهر دی، خو طالبانو ویل، چې افغانستان ته ستون شوی او «استراحت کوي. »

خواله رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې نن نوموړی له جومات په وتلو کې له خلکو سره ستړي مشي کوي.

د ښاغلي حقاني پلویانو د دې صحنې د ویډیو خپرولو سره ویلي چې دا جومات د خوست په نادره شاه کوټ ولسوالۍ کې دی.

طالب چارواکو هم له رسنیو سره خبرو کې تایید کړې ده، چې سراج الدین حقاني نن خوست کې ښکاره شوی دی.

ټي ټي پي د الخندق په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰

تحریک (ط) پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د ۲۰۲۵ کال لپاره د «الخندق» په نامه د پسرلني عملیاتو اعلان وکړ. دغې ډلې ګواښ کړی چې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر ضد به په خپلو بریدونو کې بدلون او زیاتوالی راولي.

د ټي ټي پي په اعلامیه کې چې له رسنیو سره شریکه شوی راغلي، چې دغو عملیاتو ته یې د الخندق نوم د پراخو مشورو نه وروسته ټاکلی دی. په اعلامیه کې راغلي چې په نوي کال کې به خپلو بریدونو کې زیاتوالی راولي.

ټي ټي پي په دغه اعلامیه کې د پاکستان له خلکو غوښتي چې د دوی ملاتړ وکړي.

تحریک طالبان پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښې د پښتونخوا ته څېرمه سیمو کې فعالیت لري او د کوچنیو وسله‌والو ډلو ټولګه ده.

پاکستان ادعا کوي، چې ټي ټي پي په افغانستان کې مرکزونه لري او له دغه هېواد څخه په پاکستان کې بریدونه پلان کوي، طالبان دا نه ردوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې نشته خو دا نه مني چې په پاکستان کې بریدونه په افغانستان کې پلان کیږي.

طالبان وایي چې هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادنو په ضد وکاروي.

یاده دې وي چې په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د «عزم استحکام» پوځي عملیات پېل کړل، چې موخه یې د «ټي‌ټي‌پي» د مشرانو له منځه وړل وو؛ خو دا عملیات له دې کبله له نیوکو سره مخ شول، چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول.

د ټي ټي پي د پسرلنیو عملیاتو د اعلان په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت کوم غبرګونه نه دی ښکاره کړی خو د پاکستان پوځ باربار ویلي چې د وسله والو د لمنځه وړلو لپاره یې هڅۍ کړندۍ کړي او هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې پاکستان نا امنه کړي.

شان وانډیور: د افغانانو پرېښودو سره امریکا دا مفکوره پياوړې کړې چې خپل متحدین شاته پریږدي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د افغان ایواک مشر شان وانډيور ډېپلوماټ ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې متحده ایالاتو ته د افغانانو د کډوالۍ پروسې ځنډول خیانت دی، نوموړی وایي چې امریکا پر ژمنو باور کمزوری کړی او دا مفکوره یې پیاوړې کړې چې امریکا کله چې له سیاسي پلوه ناامنه شي خپل متحدین پریږدي.

وانډيور وایي چې د متحده ایالاتو له‌خوا د بیا ځای پر ځای کېدو پروسې ځنډول ددې لامل شوي چې زیات افغانان اوس بند پاتې دي او ځينې يې د طالبانو له‌خوا نیول شوي.

نوموړی زیاتوي: «له افغانستان څخه بهر، د پالیسۍ دغه بدلون په ټوله نړۍ کې د امریکا متحدینو ته یو خطرناک سیګنال لیږي. په اوکرایین، افریقا او یا د هند- پاسیفیک کې، هغه خلک چې د امریکایي ځواکونو تر څنګ کار کوي دا هر څه له نږدې څاري. که متحده ایالات ونشي کولی د هغو کسانو د ساتنې لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړي چې زموږ لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، په راتلونکو شخړو کې د اتحاد جوړول به خورا ستونزمن وي.»

شان وانډیور له امریکایانو وغوښتل چې له افغان متحدینو سره زموږ د ژمنو پوره کولو لپاره لاس په کار شي. نوموړي په امریکایانو غږ وکړ: «د خپلو استازو سره اړیکه ونیسئ، د کانګرس غړو ته زنګ ووهئ یا ولیکئ او له دوی څخه وغواړئ چې په ادارې فشار راوړي ترڅو دوامداره ښه راغلاست بیرته پیل کړي او د کډوالو لړۍ بیا پیل کړي. د افغان متحدینو لپاره د دوه اړخیز ملاتړ اړتیا شته، مګر سیاسي اراده باید متحرکه شي.»

نوموړي په دغه مرکه کې د امریکا وګړو ته وویل: «د پوهاوي کچه لوړه کړئ، کیسې شریک کړئ، نظرونه ولیکئ، او په ټولنیزو رسنیو کې ښکیل شئ. ډېری امریکایان په دې نه پوهیږي، چې پالیسي څومره بدله شوې او څومره افغانان لا هم د مرستې په تمه دي.»

شان د ملاتړو سازمانونو په اړه وویل چې، دا سازمانونه چې د جګړې د وخت له متحدینو سره مرسته کوي اوس غواړي چې سیسټم په حرکت کې راشي ځکه بسپنه او رضاکارانه هڅې د پام وړ توپیر رامنځته کوي.

نوموړي په دغه مرکه کې زیاته کړه : «د امریکا اعتبار تر پوښتنې لاندې دی. دا یوازې د خلکو یوې ډلې پورې اړه نه لري، دا په دې اړه ده چې ایا متحده ایالات د هغه چا تر څنګ ولاړ دي چې زموږ لپاره یې هرڅه په خطر کې اچولي. جګړه پای ته نه ده رسیدلې او عامه فشار کولی شي د دې زیان رسوونکو پالیسیو په بېرته اخیستلو کې مرسته وکړي.»

له هغه وخته چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دنده په غاړه اخیستې، د هغه ادارې د کډوالو داخلي او بهرنۍ مرستې منجمد کړې، د دوه اړخیزو ژمنو یوه برخه چې متحده ایالاتو ته د کډوالو پروسې ځنډولو تګلاره ده، چې د افغانانو لپاره یې سترې اندېښنې راولاړې کړي.

د افغان ایواک مشر شان وانډیور د معلوماتو له مخې تر اوسه دونیم لکه افغانان لا هم په تمه دي چې د امریکا د کډوالو پروګرام له لارې دغه هېواد ته لاړ شي، چې له دغه ډلې زیات شمېر یې له افغانستان څخه بهر په نورو هېوادنو کې دي.