د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د سوداګریز ناورین د بېړني حل غوښتنه وکړه

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې له اسلاماباده غوښتي چې له طالبانو او منځنۍ اسیا هېوادونو سره دې د سوداګرۍ ناورین د حل لپاره بېړنی اقدام وکړي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې له اسلاماباده غوښتي چې له طالبانو او منځنۍ اسیا هېوادونو سره دې د سوداګرۍ ناورین د حل لپاره بېړنی اقدام وکړي.
د دغه بنسټ رییس جنید مکدا د جمعې په ورځ (د کب ۲۴) د تورخم دروازې بندېدو له امله د پاکستان پر ټرانزیتي مالیاتو، اقتصاد او سیمهییزې سوداګرۍ د ناوړه اغېزو خبر ورکړی دی.
هغه د دغه وضعیت د دوام په پایله کې د پاکستان اقتصاد ته د احتمالي زیان په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «دا وضعیت به سوداګر اړ کړي چې د پاکستان لارو پر ځای د ایران بندرونه وکاروي او دا کار به زمونږ سوداګرۍ ته اوږدمهاله زیان ورسوي.»
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ټینګار کړی چې د دغه بنسټ له هڅو سربېره، وضعیت لا هم هماغسې پر خپل ځای پاتې دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې ستونزه لا هم نه ده حل شوې او دغه دروازې له ۲۰ ډېرې ورځې کېږي چې د دواړو خواوو پر مخ بنده ده.


د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز ویلي چې سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده. نوموړې زیاتوي چې د سراج الدین استعفا په ترهګرۍ د تمرکز لپاره ده.
د طالبانو دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خپلې دندې لاس پر سر شوی او د دې ډلې مشر ملا هبتالله اخونزاده ته یې خپله استعفا لېږلې ده.
کندهار کې ځینې باخبره سرچینې تاییدوي چې د سراج الدین حقاني استغفا قبوله شوې هم ده.
د سي ای ای پخوانۍ مامورې سارا اډمز د سراج الدین حقاني په اړه په اېکس لیکلي: «سراج الدین حقاني او ابراهیم صدر دواړو د امریکا په خاوره د راتلونکي برید لپاره د چمتووالي په برخه کې له القاعدې سره مرسته کړې ده. فکر مه کوئ چې دا پرمختګ دی. سراج الدین نړۍوال ارمانونه لري، یوازې ټولو هغو هېوادونو ته وګورئ چې هغه تېره میاشت ورته سفر کړی.»
سارا اډمز د نوموړي د استعفا اړوند لیکي: «سراج الدین حقاني د کورنیو چارو د وزیر په توګه استعفا ورکوي نور هېڅ نه. دا چارواکی لا دمخه د نړۍ د یو له خطرناکو ترهګرو څخه و. اصلي ستونزه څه ده؟ هغه اوس ازاد دی چې په بشپړ ډول په ترهګرۍ تمرکز وکړي. له "ډېپلوماټیک" موقف څخه له لاس اخیستلو وروسته،همدا یې وخت دی چې هغه د هدفي کسانو د لېست په سر کې شامل شي چیرې چې د هغه اصلي ځای دی.»
د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له نږدې دوو میاشتو غیابت وروسته نن د خوست ولایت یوه جومات کې را څرګند شو. متحده عربي اماراتو ته تر تلو وروسته نوموړی بیا نه لیدل کېده. ځینې سرچینو ویل چې بهر دی، خو طالبانو ویل، چې افغانستان ته ستون شوی او «استراحت کوي. »
خواله رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې نن نوموړی له جومات په وتلو کې له خلکو سره ستړي مشي کوي.
د ښاغلي حقاني پلویانو د دې صحنې د ویډیو خپرولو سره ویلي چې دا جومات د خوست په نادره شاه کوټ ولسوالۍ کې دی.
طالب چارواکو هم له رسنیو سره خبرو کې تایید کړې ده، چې سراج الدین حقاني نن خوست کې ښکاره شوی دی.

د افغان ایواک مشر شان وانډيور ډېپلوماټ ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې متحده ایالاتو ته د افغانانو د کډوالۍ پروسې ځنډول خیانت دی، نوموړی وایي چې امریکا پر ژمنو باور کمزوری کړی او دا مفکوره یې پیاوړې کړې چې امریکا کله چې له سیاسي پلوه ناامنه شي خپل متحدین پریږدي.
وانډيور وایي چې د متحده ایالاتو لهخوا د بیا ځای پر ځای کېدو پروسې ځنډول ددې لامل شوي چې زیات افغانان اوس بند پاتې دي او ځينې يې د طالبانو لهخوا نیول شوي.
نوموړی زیاتوي: «له افغانستان څخه بهر، د پالیسۍ دغه بدلون په ټوله نړۍ کې د امریکا متحدینو ته یو خطرناک سیګنال لیږي. په اوکرایین، افریقا او یا د هند- پاسیفیک کې، هغه خلک چې د امریکایي ځواکونو تر څنګ کار کوي دا هر څه له نږدې څاري. که متحده ایالات ونشي کولی د هغو کسانو د ساتنې لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړي چې زموږ لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، په راتلونکو شخړو کې د اتحاد جوړول به خورا ستونزمن وي.»
شان وانډیور له امریکایانو وغوښتل چې له افغان متحدینو سره زموږ د ژمنو پوره کولو لپاره لاس په کار شي. نوموړي په امریکایانو غږ وکړ: «د خپلو استازو سره اړیکه ونیسئ، د کانګرس غړو ته زنګ ووهئ یا ولیکئ او له دوی څخه وغواړئ چې په ادارې فشار راوړي ترڅو دوامداره ښه راغلاست بیرته پیل کړي او د کډوالو لړۍ بیا پیل کړي. د افغان متحدینو لپاره د دوه اړخیز ملاتړ اړتیا شته، مګر سیاسي اراده باید متحرکه شي.»
نوموړي په دغه مرکه کې د امریکا وګړو ته وویل: «د پوهاوي کچه لوړه کړئ، کیسې شریک کړئ، نظرونه ولیکئ، او په ټولنیزو رسنیو کې ښکیل شئ. ډېری امریکایان په دې نه پوهیږي، چې پالیسي څومره بدله شوې او څومره افغانان لا هم د مرستې په تمه دي.»
شان د ملاتړو سازمانونو په اړه وویل چې، دا سازمانونه چې د جګړې د وخت له متحدینو سره مرسته کوي اوس غواړي چې سیسټم په حرکت کې راشي ځکه بسپنه او رضاکارانه هڅې د پام وړ توپیر رامنځته کوي.
نوموړي په دغه مرکه کې زیاته کړه : «د امریکا اعتبار تر پوښتنې لاندې دی. دا یوازې د خلکو یوې ډلې پورې اړه نه لري، دا په دې اړه ده چې ایا متحده ایالات د هغه چا تر څنګ ولاړ دي چې زموږ لپاره یې هرڅه په خطر کې اچولي. جګړه پای ته نه ده رسیدلې او عامه فشار کولی شي د دې زیان رسوونکو پالیسیو په بېرته اخیستلو کې مرسته وکړي.»
له هغه وخته چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ دنده په غاړه اخیستې، د هغه ادارې د کډوالو داخلي او بهرنۍ مرستې منجمد کړې، د دوه اړخیزو ژمنو یوه برخه چې متحده ایالاتو ته د کډوالو پروسې ځنډولو تګلاره ده، چې د افغانانو لپاره یې سترې اندېښنې راولاړې کړي.
د افغان ایواک مشر شان وانډیور د معلوماتو له مخې تر اوسه دونیم لکه افغانان لا هم په تمه دي چې د امریکا د کډوالو پروګرام له لارې دغه هېواد ته لاړ شي، چې له دغه ډلې زیات شمېر یې له افغانستان څخه بهر په نورو هېوادنو کې دي.

ترکیه کې د ساکاریا جنايي محکمې، ۳۸ کلن افغان سړی د خپلې پخوانۍ مېرمنې د مېړه د وژلو په تور په ۱۲ کاله او ۶ میاشتې بند محکوم کړ. دغه افغان تېر کال سپټمبر میاشت کې د خپلې پخوانۍ مېرمنې ۲۹ کلن مېړه په چاقو وواژه.
ترکي رسنیو د جمعې په ورځ (د کب۲۴مه) راپور ورکړ، چې د ساکاریا د جنايي محکمې څارنوال، د دغه افغان سړي لپاره د قصدي قتل سزا غوښتنه کړې وه، خو د "ناعادلانه پارونې" د تخفیف له امله د بند موده یې۱۲ کاله او ۶ میاشتو ته راټیټه شوه.
یاد افغان سړي په محکمه کې پر ځان لګیدلي تورونه ونه منل او د برائت غوښتنه یې وکړه، خو محکمې یې غوښتنه رد کړه او هغه یې محکوم کړ.
نوموړي د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په دویمه، د خپلې پخوانۍ مېرمنې پر مېړه د چاقو برید وکړ، چې وروسته ونیول شو. ژوبل کس روغتون ته یووړل شو، خو څو ساعته وروسته ومړ.

یو افغان کډوال روح الله، چې په سیستان او بلوچستان کې د ایرن د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو، ۱۷ کلن و. د روح الله خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغه ځوان مړی د پنجشنبې په ورځ د کب ۲۳مه په جوزجان کې خاورو ته وسپارل شو.
د روح الله خپلوان وايي، دغه ځوان په سر کې د دوو مرمیو د لګېدو له امله مړ شوی دی.
د ایران پولیسو د چهارشنبه په ورځ د کب په ۲۲مه د سیستان او بلوچستان په یوه کلي کې د افغان کډوالو پر یوه موټر ډزې وکړې.
د دې ډزو په پایله کې ۱۷ کلن روح الله وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه د بامپور د شمس اباد کلي ته څېرمه د یوه پيژو ۴۰۵ موټر تر تعقیب وروسته رامنځته شوه، چې افغان کډوال یې لېږدول.
روح الله د سختو ټپونو له کبله روغتون ته له رسېدو مخکې مړ او درې نور کډوال د درملني لپاره روغتون ته یووړل شول.
د روح الله د جسد دردونکي انځورونه د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، چې سر یې په یوه پټۍ تړل شوی دی.
تر اوسه ایراني چارواکو او طالبانو په رسمي ډول د دې ډزو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
خو د روح الله کورنۍ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د دې پېښې له عاملینو څخه د تاوان او د زوی لپاره د عدالت غوښتنه وکړه.

د طالبانو کورنیو چاروز وزیر سراج الدین حقاني له نږدې دوو میاشتو غیابت وروسته نن د خوست ولایت یوه جومات کې را څرګند شو. متحده عربي اماراتو ته تر تلو وروسته نوموړی بیا نه لیدل کېده. ځینې سرچینو ویل چې بهر دی، خو طالبانو ویل، چې افغانستان ستون شوی او «استراحت کوي. »
خواله رسنیو کې ویډیو ښيي چې نن نوموړی له جومات په وتلو کې له خلکو سره ستړي مش کوي.
د ښاغلي حقاني پلویانو د دې صحنې د ویډیو خپرولو سره ویلي چې دا جومات د خوست په تادره شاه کوټ ولسوالۍ کې دی.
طالب چارواکو هم له رسنیو سره خبرو کې تایید کړې ده، چې سراج الدین حقاني نن خوست کې ښکاره شوی دی.
طالبانو د سلواغې په ۲یمه اعلان وکړ چې د دغه ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.
دغه طالب چارواکو د یاد سفر پرمهال په ابوظبی کې د متحده عربي اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید ال نیهان سره خبرې کړې وي.
له دغه سفر وروسته د سراج الدین حقاني د ستنېدو او هلته د پاتېدو په هکله ضدونقیض رپوټونه و.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې سراج الدین حقاني د ملا هبت الله له کړنو او خپلسرو پرېکړو د اعتراض په موخه له افغانستان نه بهر دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د هغه ولکه او کندهار ته انتقال د نوموړي د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.
څه موده مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې نوموړی په دې وروستیو کې له هبتالله سره د اختلافاتو له وجې له هېواده وتلی او دا مهال په عربي اماراتو کې دی.
خو له دې ټولو سره-سره د طالبانو ویاند ذبیحلله مجاهد څه موده مخکې ادعا وکړه چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني له بهرني سفر څخه هېواد ته راستون شوی او دمګړۍ اسراحت کوي.
د سراج الدین حقاني تر څرګندېدو ورځ مخکې طالبانو په کندهار کې امنیتي غونډه هم درلوده، چې د ښاغلي حقاني په ځای پکې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ګډون درلود.
باورونه دا دي چې که سراج الدین حقاني وزارت ته بېرته ونه ګرځي، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده ښايي خپل نږدې کس او د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو مرستیال ملا ابراهيم صدر د نوموړي ځایناستی وټاکي.