• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځانګړی: د ایراني پولیسو په ډزو وژل شوی افغان کډوال ۱۷ کلن و

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۰

یو افغان کډوال روح الله، چې په سیستان او بلوچستان کې د ایرن د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو، ۱۷ کلن و. د روح الله خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغه ځوان مړی د پنجشنبې په ورځ د کب ۲۳مه په جوزجان کې خاورو ته وسپارل شو.

د روح الله خپلوان وايي، دغه ځوان په سر کې د دوو مرمیو د لګېدو له امله مړ شوی دی.

د ایران پولیسو د چهارشنبه په ورځ د کب په ۲۲مه د سیستان او بلوچستان په یوه کلي کې د افغان کډوالو پر یوه موټر ډزې وکړې.

د دې ډزو په پایله کې ۱۷ کلن روح الله وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه د بامپور د شمس اباد کلي ته څېرمه د یوه پيژو ۴۰۵ موټر تر تعقیب وروسته رامنځته شوه، چې افغان کډوال یې لېږدول.

روح الله د سختو ټپونو له کبله روغتون ته له رسېدو مخکې مړ او درې نور کډوال د درملني لپاره روغتون ته یووړل شول.

د روح الله د جسد دردونکي انځورونه د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، چې سر یې په یوه پټۍ تړل شوی دی.

تر اوسه ایراني چارواکو او طالبانو په رسمي ډول د دې ډزو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

خو د روح الله کورنۍ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د دې پېښې له عاملینو څخه د تاوان او د زوی لپاره د عدالت غوښتنه وکړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سراج الدین حقاني له نږدې دوه میاشتني غیابت وروسته د خوست په یوه جومات کې را څرګند شو

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چاروز وزیر سراج الدین حقاني له نږدې دوو میاشتو غیابت وروسته نن د خوست ولایت یوه جومات کې را څرګند شو. متحده عربي اماراتو ته تر تلو وروسته نوموړی بیا نه لیدل کېده. ځینې سرچینو ویل چې بهر دی، خو طالبانو ویل، چې افغانستان ستون شوی او «استراحت کوي. »

خواله رسنیو کې ویډیو ښيي چې نن نوموړی له جومات په وتلو کې له خلکو سره ستړي مش کوي.

د ښاغلي حقاني پلویانو د دې صحنې د ویډیو خپرولو سره ویلي چې دا جومات د خوست په تادره شاه کوټ ولسوالۍ کې دی.

طالب چارواکو هم له رسنیو سره خبرو کې تایید کړې ده، چې سراج الدین حقاني نن خوست کې ښکاره شوی دی.

طالبانو د سلواغې په ۲یمه اعلان وکړ چې د دغه ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.

دغه طالب چارواکو د یاد سفر پرمهال په ابوظبی کې د متحده عربي اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید ال نیهان سره خبرې کړې وي.

له دغه سفر وروسته د سراج الدین حقاني د ستنېدو او هلته د پاتېدو په هکله ضدونقیض رپوټونه و.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې سراج الدین حقاني د ملا هبت الله له کړنو او خپلسرو پرېکړو د اعتراض په موخه له افغانستان نه بهر دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د هغه ولکه او کندهار ته انتقال د نوموړي د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.

څه موده مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې نوموړی په دې وروستیو کې له هبت‌الله سره د اختلافاتو له وجې له هېواده وتلی او دا مهال په عربي اماراتو کې دی.

خو له دې ټولو سره-سره د طالبانو ویاند ذبیح‌لله مجاهد څه موده مخکې ادعا وکړه چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له بهرني سفر څخه هېواد ته راستون شوی او دمګړۍ اسراحت کوي.

د سراج الدین حقاني تر څرګندېدو ورځ مخکې طالبانو په کندهار کې امنیتي غونډه هم درلوده، چې د ښاغلي حقاني په ځای پکې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ګډون درلود.

باورونه دا دي چې که سراج الدین حقاني وزارت ته بېرته ونه ګرځي، د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ښايي خپل نږدې کس او د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو مرستیال ملا ابراهيم صدر د نوموړي ځایناستی وټاکي.

اوچا: افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۵ کسان د چاودیدونکو توکو له امله مړه او ټپیان کیږي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وایي، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او نومبر میاشتو ترمنځ یې په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو له امله د ۴۸۳ ملکي کسانو تلفات ثبت کړي، چې له دې ډلې ۸۳ سلنه مرګ ژوبله یې د ماشومانو ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې نږدې هره میاشت شاوخوا ۵۵ کسان چې ډیری یې ماشومان دي، د چاودیدونکو توکو له امله مړه او ټپیان کیږي.

اوچا وايي، د افغانستان یو پر دریمه برخه د چاودیدونکو موادو له امله اغیزمنه ده.

اوچا وايي، افغانستان د چاودیدونکو توکو د ککړتیا له پلوه د نړۍ په کچه یو له ککړو هېوادونو دی. دغې ادارې د چاودیدونکو توکو د خطرونو له منځه وړلو لپاره د بیړني ملاتړ غوښتنه کړي.

اوچا ویلي، که څه هم د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ ‌او د مرکزي بیړني غبرکون صندق له لارې په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو د خطرونو د له منځه وړلو هڅه کوي، خو لا هم دغه اداره بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.

‍دغهې ادارې څو وروځې وړاندې په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې په نړۍ کې له سوډان وروسته افغانستان دوهم هېواد دی چې له نیمايي ډیر وکړي ۲۲،۹ ملیونه بشري مرستو ته اړتیا لري.

سرچینې: د اسلام اباد پولیسو د شپې ناوخته شاوخوا ۳۰ تنه افغانان له خپلو کورونو نیولي دي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۰

له اسلام اباده سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې پولیس د شپې ناوخته په ۲:۳۰ بجو ګلبرګ ګرین ښارګوټي ته ورغلي او شاوخوا ۳۰ تنه افغانان یې له خپلو کورونو نیولي دي.

د سرچینو په وینا، پولیسو ځیني هغه کډوال هم له ځانه سره وړي چې قانوني ویزې یې لرلې.
سرچینو زیاته کړې، پولیسو دوه موټره له کډوالو ډک کړل او له ځان سره یې یوړل.
د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیولو او بېرته ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

سرچینه وړاندې وایي، د پاکستان پولیس وخت ناوخت د افغان کډوالو کورونو ته ورځي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ افغانان له ځان سه بیايي چې ځیني یې بیا د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته د روان کال د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت ورکړی و، چې لوېديځو هېوادونو ته د تګ لپاره د ویزو په تمه دي.

خو تېره شپه پولیس د همدې کډوالو کورونه ته ورغلي، چې د لوېدیځو هېوادونو ویزو ته په تمه دي.

له بل پلوه په پاکستان کې افغان کډوال اسامه وایي، چې د ویزو د تمدید په برخه کې له خورا ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وینا، ویزې یې په خپل وخت نه تمدېدېږي او د ویزو موده یې یوې میاشتې ته راکمه شوې چې له امله یې په ویزو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او د ویزو په تمدېد کې ځنډ د دوی د نیولو لامل کېږي.

له بل پلوه تازه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په حاجي کمپ کې شاوخوا ۱۴۰ کډوال بند پاتې دي.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په تېرې یوې اونۍ کې شاوخوا ۸۲۰ افغان کډوال په راولپنډۍ ښار کې نیول شوي دي.

سرچینې: ټاکل شوې، چې د شنبې په ورځ یو وار بیا د تورخم د ستونزې حل لپاره مذاکرات وشي

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۴۸ GMT+۰

په تورخم کې سرچینو د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ یو وار بیا د تورخم د ستونزې حل لپاره مذاکرات وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم ستونزه لا هم نه ده حل شوې او د تورخم دروازه نن د ۲۱مې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.
له جرګې سرچینې وایي، چې نن جمعه د افغانستان رسمي رخصتي ده؛ نو خبرې اترې سبا لپاره پاتې شوې.
د تورخم دروازې د ستونزې حل لپاره د جوړې شوې جرګې پاکستاني اړخ مشر سید جواد حسین کاظمي تېره ورځ د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي و، چې د جرګې لپاره یې ۵۰ کسیزه ډله جوړه شوې ده.
نوموړي ویلي و، چې د افغان جرګې اندېښنې لرې کړل شوې دي او هغه کسان چې په جرګه کې یې ګډون ته اړتیا نه وه؛ له دغه نوملړه اېستل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د دغه ستونزې د حل لپاره (د مارچ په ۹مه) د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه جرګه جوړه شوې وه او جرګې اوربند وړاندیز کړی و.

د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو له امله د خلکو لالهاندي
د دغې لارې تړل پاتې کېدو زرګونه مساپر ناروغان او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ کړي دي او د نښتو له امله دواړو غاړو ته ګڼ شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې هم دي.

له بل پلوه په تورخم کې د بشري مرستو په ګډون سلګونه بار وړونکې لارۍ هم بندې پاتې دي.
د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری وایي، چې بې ځایه شوو خلکو د لنډي کوتل جامع جومات ته پناه وړې او خپله د لنډي کوتل څخه تر تورخمه پورې لاره د بار وړونکو موټرو څخه ډکه ده او موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د عمران په نوم یو موټرچلوونکي د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې هغه له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې مچني پوستې ته نږدې له خپل موټر سره بند پاتې دی.
نوموړي ویلي، ځايي رضاکارانو د دوی لپاره روژه ماتی برابروي.
د هغه په وینا، هلته بازار نشته او نه هم دوی سره دومره پیسې شته چې خوراکي توکي پرې وپېري.

کاناډايي پوځیان د ټرمپ ګواښونو ته: سرتېري مو د امریکا دفاع لپاره په افغانستان کې ووژل شول

۲۴ کب ۱۴۰۳ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۴۰ GMT+۰

د سي بي سي خبري شبکې د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت وروستیو ګواښونو هغه پخواني کاناډایي سرتېري غوسه کړي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کوله.

که څه هم کاناډايي او امریکايي ځواکونه څنګ په څنګ افغانستان کې جنګېدلي؛ خو اوس د دغه هېواد سرتېري د ټرمپ له ګواښونو او خپلو متحدینو په ځانګړي ډول کاناډا او اوکراین سره د هغه له چلند څخه سخت ناراضه دي.

په خواله رسنیو کې خپور شوی یو انځور چې د کندهار لوېدیځ «معصوم غر» عملیاتي اډه کې اخیستل شوی، کاناډايي سرتېري ښيي چې د «افرا پاڼې یادګار» مخې ته ولاړ دي.

په دې انځور کې امریکایي ځواکونو ته لیکل شوي:« موږ دلته راغلي وو؛ ځکه تاسو تر برید لاندې وئ. موږ هیڅکله د مننې تمه نه لرله، ۱۵۸تنو سرتېرو مو ستاسو لپاره ژوند بایلود»

ډېری پخواني کاناډایي پوځیان او د هغوی کورنۍ باور لري، چې د افغانستان جګړه د ۲۰۰۱ کال سېپټمبر ۱۱مې ترهګریزو بریدونو وروسته د امریکا د دفاع یوه برخه وه؛ خو اوس دوی د ټرمپ د اقتصادي فشار ګواښونه، د کاناډا سره د سوداګریزې جګړې ګواښ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره د ټرمپ او د هغه مرستیال جي‌ ډي وېنس سپک چلند غندي.

دا غوسه د چهارشنبې په ورځ د (کب ۲۲مه) چې له افغانستانه د کاناډایي ځواکونو وتلو یوولسمې کلیزې سره برابره وه؛ خورا لوړې کچې ته ورسېده.

بروس مانکور چې په ۲۰۰۶ کال کې د «مدوسا عملیاتو» پر مهال سخت ټپي شوی و، وویل: «که بیا هم ۱۱سېپټمبر پېښ شي، زه نه پوهېږم چې ایا بیا به د امریکا مرسته وکړم که نه».

مانکور د یوې امریکایي‌ جېټ الوتکې په غلط بمبار کې ټپي شوی و، په دغه برید کې بل کاناډايي عسکر مارک انتوني ګراهام وژل شوی و او ۳۶تنه نور ټپیان وو.

هغه وايي، تل یې هڅه کړې چې د دغه ترخې پېښې له خاطرو څخه ځان څنډې ته کړي؛ خو د ټرمپ وروستۍ پرېکړې هغه اړ اېستی، چې د امریکا په تړاو خپل دریځ او فکر بدل کړي.

راپور کې راغلي، په کندهار کې د جګړې پر مهال کاناډايي ځواکونه د امریکایانو تر قوماندې لاندې جنګېدل او وژل کېدل.

د کاناډا د دفاع وزارت ودانۍ کې بیا د هغو امریکايي سرتېرو لپاره یادګاري تختې لګېدلې، چې د کاناډايي عسکرو تر څنګ وژل شوي دي.

جنرال ډنیس تامپسون چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د کاناډايي پوځیانو د یوې جګړه‌ییزې برخې مشري کوله وویل:«زه پوهېږم، چې کاناډايي سرتېري ځان تېر اېستل شوي احساسوي؛ خو باید پوه شو چې دا احساس په امریکا کې هم شته. موږ تل قوي متحدین وو».

هغه زیاته کړه، چې ډېری امریکايي عسکر او قومندانان چې ده ورسره کار کړی، اوس د ټرمپ له چلنده شرمېږي: «هغوی حیران دي، چې ولسمشر یې روسیه د امریکا دوست ګڼي».

تامپسون ټینګار وکړ، چې د امریکا پوځ د ټرمپ له هغه پرېکړې سره موافق نه دی چې غواړي کاناډا د متحده ایالتونو برخه وګرځوي.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د کاناډا ځانګړي ځواکونه د امریکايي عسکرو تر څنګ افغانستان ته ننوتل.

د دواړو پوځونو اړیکې دومره نږدې وې، چې په ۲۰۱۰ کال کې یو امریکايي ځانګړی ځواک توماس راتزلاف، د کاناډا د زړورتیا مډال ترلاسه کړ.

په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۱۵۸ کاناډايي عسکر او ۷ ملکیان ووژل شول او شاوخوا ۲,۰۰۰ نور ټپیان شول.

همدا لامل دی، چې د ټرمپ له‌خوا د کاناډا د الحاق ګواښ که څه هم غیر واقعي ښکاري؛ خو کاناډايي پخواني سرتېري یې په ژوره توګه خواشیني کړي دي.

تامپسون وویل: «زه فکر نه کوم دا له پوځي پلوه امکان ولري؛ خو ټرمپ کولی شي زموږ اقتصاد ته زیان ورسوي. خو زه باور لرم، چې کاناډایان به ډېر درد وزغمي؛ خو د هغه غوښتنو ته به تسلیم نشي».