سرچینې: ټاکل شوې، چې د شنبې په ورځ یو وار بیا د تورخم د ستونزې حل لپاره مذاکرات وشي

په تورخم کې سرچینو د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ یو وار بیا د تورخم د ستونزې حل لپاره مذاکرات وشي.

په تورخم کې سرچینو د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ یو وار بیا د تورخم د ستونزې حل لپاره مذاکرات وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم ستونزه لا هم نه ده حل شوې او د تورخم دروازه نن د ۲۱مې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.
له جرګې سرچینې وایي، چې نن جمعه د افغانستان رسمي رخصتي ده؛ نو خبرې اترې سبا لپاره پاتې شوې.
د تورخم دروازې د ستونزې حل لپاره د جوړې شوې جرګې پاکستاني اړخ مشر سید جواد حسین کاظمي تېره ورځ د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي و، چې د جرګې لپاره یې ۵۰ کسیزه ډله جوړه شوې ده.
نوموړي ویلي و، چې د افغان جرګې اندېښنې لرې کړل شوې دي او هغه کسان چې په جرګه کې یې ګډون ته اړتیا نه وه؛ له دغه نوملړه اېستل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د دغه ستونزې د حل لپاره (د مارچ په ۹مه) د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه جرګه جوړه شوې وه او جرګې اوربند وړاندیز کړی و.
د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو له امله د خلکو لالهاندي
د دغې لارې تړل پاتې کېدو زرګونه مساپر ناروغان او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ کړي دي او د نښتو له امله دواړو غاړو ته ګڼ شمېر کورنۍ بېځایه شوې هم دي.
له بل پلوه په تورخم کې د بشري مرستو په ګډون سلګونه بار وړونکې لارۍ هم بندې پاتې دي.
د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری وایي، چې بې ځایه شوو خلکو د لنډي کوتل جامع جومات ته پناه وړې او خپله د لنډي کوتل څخه تر تورخمه پورې لاره د بار وړونکو موټرو څخه ډکه ده او موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د عمران په نوم یو موټرچلوونکي د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې هغه له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې مچني پوستې ته نږدې له خپل موټر سره بند پاتې دی.
نوموړي ویلي، ځايي رضاکارانو د دوی لپاره روژه ماتی برابروي.
د هغه په وینا، هلته بازار نشته او نه هم دوی سره دومره پیسې شته چې خوراکي توکي پرې وپېري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال د پاکستان هغه تورونه «بې بنسټه» وبلل، چې ګوندې په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي برید کې هند هم لاس لري.
جېسوال ویلي، ډیلي د اسلام اباد دغه تورونه ردوي او دوی پوهېږي چې د ترهګرۍ اصلي ریښې چېرته دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستاني چارواکو ته په ځواب کې وویل:« د دې پر ځای چې نورو ته ګوته ونیسئ، د خپلو ستونزو او ناکامۍ تورونه پرې ولګوئ؛ باید خپل ځان ته وګورئ».
دغه غبرګون وروسته له هغه مخې ته راځي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې هند د بلوچستان په وروستي خونړي برید کې لاس لري.
نوموړي ادعا وکړه، چې دغه برید د بهر مېشتو وسلهوالو ډلو د مشرانو لهخوا طرحه شوی و او په هند کې مېشتې ډلې په مستقیم ډول پکې ښکېلې وې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي و، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو او څارل شوو اړیکو له مخې د بلوڅ بېلتون پاله بریدګرو له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د برید پر مهال اړیکې ټینګولې.
د تېرې سې شنبې په ورځ لسګونه بلوڅ بېلتون پاله وسلهوالو د جعفر اېکسپرېس رېل ګاډی چې له ۴۰۰ زیات مساپر یې لېږدول په چاودېدونکو توکو والوځاوه او لسګونه سپرلۍ یې یرغمل کړې. دغه پېښه د کوټې ښار څخه ۱۴۷ کیلومتره لرې سوېل ختیځ کې، د سیبي سیمې ته نږدې په یوې غرنیزه سیمه کې شوې ده.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ: «د امنیتي ځواکونو نښه وېشتونکو ځانمرګي بریدګر له منځه یوړل».
د پوځ په وینا، د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۳۳ بلوڅ وسلهوال وژل شوي او یرغمل شویو کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
پوځ زیاته کړه، چې د عملیاتو تر پیل مخکې ۲۱ یرغمل شوي مساپر د بریدګرو لهخوا وژل شوي وو.
بل خوا، افغانستان انټرنشنل وړاندې تر دې د پاکستان د امنیتي ادارو له قوله راپور ورکړی و چې د بریدګرو او د هغوی د مشرانو تر منځ ثبت شوې اړیکې ښيي چې له افغانستان، هند او اروپا سره د همغږۍ یوه کړۍ موجوده ده.

د سي بي سي خبري شبکې د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت وروستیو ګواښونو هغه پخواني کاناډایي سرتېري غوسه کړي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کوله.
که څه هم کاناډايي او امریکايي ځواکونه څنګ په څنګ افغانستان کې جنګېدلي؛ خو اوس د دغه هېواد سرتېري د ټرمپ له ګواښونو او خپلو متحدینو په ځانګړي ډول کاناډا او اوکراین سره د هغه له چلند څخه سخت ناراضه دي.
په خواله رسنیو کې خپور شوی یو انځور چې د کندهار لوېدیځ «معصوم غر» عملیاتي اډه کې اخیستل شوی، کاناډايي سرتېري ښيي چې د «افرا پاڼې یادګار» مخې ته ولاړ دي.
په دې انځور کې امریکایي ځواکونو ته لیکل شوي:« موږ دلته راغلي وو؛ ځکه تاسو تر برید لاندې وئ. موږ هیڅکله د مننې تمه نه لرله، ۱۵۸تنو سرتېرو مو ستاسو لپاره ژوند بایلود»
ډېری پخواني کاناډایي پوځیان او د هغوی کورنۍ باور لري، چې د افغانستان جګړه د ۲۰۰۱ کال سېپټمبر ۱۱مې ترهګریزو بریدونو وروسته د امریکا د دفاع یوه برخه وه؛ خو اوس دوی د ټرمپ د اقتصادي فشار ګواښونه، د کاناډا سره د سوداګریزې جګړې ګواښ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره د ټرمپ او د هغه مرستیال جي ډي وېنس سپک چلند غندي.
دا غوسه د چهارشنبې په ورځ د (کب ۲۲مه) چې له افغانستانه د کاناډایي ځواکونو وتلو یوولسمې کلیزې سره برابره وه؛ خورا لوړې کچې ته ورسېده.
بروس مانکور چې په ۲۰۰۶ کال کې د «مدوسا عملیاتو» پر مهال سخت ټپي شوی و، وویل: «که بیا هم ۱۱سېپټمبر پېښ شي، زه نه پوهېږم چې ایا بیا به د امریکا مرسته وکړم که نه».
مانکور د یوې امریکایي جېټ الوتکې په غلط بمبار کې ټپي شوی و، په دغه برید کې بل کاناډايي عسکر مارک انتوني ګراهام وژل شوی و او ۳۶تنه نور ټپیان وو.
هغه وايي، تل یې هڅه کړې چې د دغه ترخې پېښې له خاطرو څخه ځان څنډې ته کړي؛ خو د ټرمپ وروستۍ پرېکړې هغه اړ اېستی، چې د امریکا په تړاو خپل دریځ او فکر بدل کړي.
راپور کې راغلي، په کندهار کې د جګړې پر مهال کاناډايي ځواکونه د امریکایانو تر قوماندې لاندې جنګېدل او وژل کېدل.
د کاناډا د دفاع وزارت ودانۍ کې بیا د هغو امریکايي سرتېرو لپاره یادګاري تختې لګېدلې، چې د کاناډايي عسکرو تر څنګ وژل شوي دي.
جنرال ډنیس تامپسون چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د کاناډايي پوځیانو د یوې جګړهییزې برخې مشري کوله وویل:«زه پوهېږم، چې کاناډايي سرتېري ځان تېر اېستل شوي احساسوي؛ خو باید پوه شو چې دا احساس په امریکا کې هم شته. موږ تل قوي متحدین وو».
هغه زیاته کړه، چې ډېری امریکايي عسکر او قومندانان چې ده ورسره کار کړی، اوس د ټرمپ له چلنده شرمېږي: «هغوی حیران دي، چې ولسمشر یې روسیه د امریکا دوست ګڼي».
تامپسون ټینګار وکړ، چې د امریکا پوځ د ټرمپ له هغه پرېکړې سره موافق نه دی چې غواړي کاناډا د متحده ایالتونو برخه وګرځوي.
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د کاناډا ځانګړي ځواکونه د امریکايي عسکرو تر څنګ افغانستان ته ننوتل.
د دواړو پوځونو اړیکې دومره نږدې وې، چې په ۲۰۱۰ کال کې یو امریکايي ځانګړی ځواک توماس راتزلاف، د کاناډا د زړورتیا مډال ترلاسه کړ.
په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۱۵۸ کاناډايي عسکر او ۷ ملکیان ووژل شول او شاوخوا ۲,۰۰۰ نور ټپیان شول.
همدا لامل دی، چې د ټرمپ لهخوا د کاناډا د الحاق ګواښ که څه هم غیر واقعي ښکاري؛ خو کاناډايي پخواني سرتېري یې په ژوره توګه خواشیني کړي دي.
تامپسون وویل: «زه فکر نه کوم دا له پوځي پلوه امکان ولري؛ خو ټرمپ کولی شي زموږ اقتصاد ته زیان ورسوي. خو زه باور لرم، چې کاناډایان به ډېر درد وزغمي؛ خو د هغه غوښتنو ته به تسلیم نشي».

د یونان د کورنیو چارو مرستیال وزیرې اېنوس استماتکوس د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو لامل نه شي. د هغې په وینا، افغان ښځې هره ورځ د طالبانو لهخوا له محدودیتونو او جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ دي.
هغې د طالبانو لهخوا پر ښځو محدودیتونه جنسیتي ځپل کېدل وبلل او زیاته یې کړه، چې طالبان هڅه کوي د امر بالمعروف او نهې عن المنکر تر نامه لاندې ښځې له ټولنیز ژونده په بشپړه توګه وباسي.
استماتکوس د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو، روغتیایي خدمتونو ته د ښځینهو د لاسرسي محدودیت او په مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کارونو بندیز په کلکه وغانده.
نوموړې زیاته کړه، چې د طالبانو دغه کړنې د مرستندویه بنسټونو، د ملګرو ملتونو ادارو او د افغان ولس لپاره د روغتیايي او بشري خدمتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ د (کب ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د ښځو د موقف کمېسیون د ۶۹مې غونډې په څنډه کې چې «له افغانستانه تر نیویارکه، افغان ښځې د اقداماتو غوښتونکې دي» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې پکې یو شمېر ښځینه افغان فعالانو هم ګډون لاره.
استماتکوس وویل، یونان له هر هغه اقدامه ملاتړ کوي چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي او زیاته یې کړه چې د افغان ښځو زړور خوځښتونه نورو هېوادونو ته الهام بښي.
د هغې په خبره، افغان ښځو نړۍ ته وښوده چې د طالبانو پر ضد درېږي او مقاومت یې د هیلو یو څرک دی.
استماتکوس له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان ښځو او نجونو پر ضد خپل توپیري چلند پای ته ورسوي او له نړۍوالو اصولو سره سم په افغانستان کې د بشري حقونو ژمنې پلې کړي.

د طالبانو د کلیو او بیارغونې سرپرست محمد یونس اخندزاده وایي، د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې یې د چین تر پولې پورې خامه سړک بشپړ کړی دی. هغه ویلي، دا تر اوسه پورې ټرانزېټي سړک نه دی او په دې اړوند باید د دوی د ټولګټو وزارت لاس په کار شي.
هغه دغه څرګندونې د واخان کوریډور د دویم فاز سړک د جغل اچونې اړوند د یوه قراداد د لاسلیکولو په مراسو کې وکړې.
هغه وویل، چې د واخان خلک له اساسي ستونزو سره مخ دي او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته یې لاسرسی نه لاره چې له همدې امله د چین تر پولې پورې هلته د لومړني خامه سړک چارې رسېدلي دي.
هغه ویلي، دغه راز یې په تازه قرارداد کې «۷۱ کیلومېټره » د خامه سړک د جغل اچونې هوکړه کړې چې د راتونکي کال تر پایه پورې به بشپړې شي.
د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست وايي، د دوی له لوري دغه جوړ شوي سړکونه ټرانېزېټي سړکونه نه دي.
محمد یونس اخندزاده د طالبانو له ټولګټو وزارت څخه غوښتي، چې له چین سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره باید د یاد سړک د ټرانېزیټي کېدو لپاره لاس په کار شي.
طالبانو پخوا په خپلو ژمنو کې یادونه کړې وه، چې په واخان دهلېز کې اساسي سړک جوړوي؛ خو اوس څرګنده شوې، چې دغه سړک خامه دی او د سوداګریزې لارې د کارېدو وړ نه دی.
طالبانو د خپلو تبلیغاتو په لړ کې د دغه لارې بشپړېدل له چین سره د ټرانزیټ مهمه هڅه بلله؛خو اوس څرګنده شوه، چې دغه سړک د ټرانزېټي تګ راتګ جوګه نه دی او لا هم څرګنده نه ده چې څه وخت به په اساسي توګه ورغېږي.
نیوکې دا دي، چې طالبان د رغنیزو پروژو په برخه کې تر تبلیغاتو محدود دي او غواړي ډېرې وړې پروژې د پروپاګنډ له مخې لویې ښکاره کړي؛ خو په پای کې بیا په عملي توګه هېڅ نه لیدل کېږي.
د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت د سرپرست دغو تازه څرګندونو جوته کړه، چې طالبانو د واخان کوریډور د سړک د لومړي فاز د جغل اچونې د پیل پر مهال د اساسي سړک جوړونې تش تبلیغات کړي وو.

پاکستانۍ رسنۍ اج نیوز خبر ورکړی، چې وسلهوالو تېره ورځ یو ځل بیا د بلوچستان ایالت په بولان ولسوالۍ کې په یوې بلې پېښه کې د منجهو بند د ودانیزې پروژې ۷تنه مزدوران تښتولي دي. دغه پېښه په بولان کې د جعفر اېکسپرېس پر رېل ګاډي اېله دوه ورځې وروسته شوې ده.
د راپور له مخې، یاده پېښه د بولان سبۍ سیمې ته نږدې په شوران کې شوې ده او ټول تښتول شوي مزدوران ځايي اوسېدونکي دي.
وسلهوالو همدا راز د منجهو بند ځیني وسایط او ډمپر موټرې هم سوځولي دي.
په یوې بله پېښه کې بیا ناڅرګنده کسانو د کوټې کېچې بېګ د پولیسو حوزې ته لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې د پولیسو یوه موټر اور اخیستی؛ خو ځاني زیان یې نه دی اړولی دی. پولیسو ویلي، بریدګر پر موټرسایکل سپاره وو او له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
همدا راز د بلوچستان په خضدار سیمه کې هم وسلهوالو د یوې لویې لارې د ودانیزې پروژې پر کارکوونکو برید کړی او ټول ساختماني ماشینونه یې د پټرولو تر پاشلو وروسته ورته سوځولي دي.
بریدګرو تر اور اچولو دمخه د پروژې له کارکوونکو پوښتنې ګروېږنې هم کړې دي.
ځايي امنیتي چارواکو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د دغو تازه پېښو په تړاو یې خپلې څېړنې پیل کړې دي.
که څه هم د دغو وروستیو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نه دی منلی؛ خو په بلوچستان کې فعاله د بلوڅ بېلتون پاله ډله په دې وروستیو کې د پاکستان حکومتي ودانیزې پروژې په نښه کوي.
هغوی د کاني زېرمو تر څنګ په بلوچستان کې د پاکستان د هر ډول اقتصادي او رغنیزو پروژو مخه نېسي.
دغه وسلهوالې ډلې په بولان کې پر اورګارډي خپل وروستي برید کې د پوځ په ګډون د پاکستان د امنیتي ادارو لسګونه کارکوونکي برمته کړل؛ نږدې پنځوس تنه یې ووژل او لسګونه نور لا هم ورسره برمته دي.
بلوڅ بېلتون پالو د پاکستان حکومت ته وخت ورکړی و، چې د بندیانو د تبادلې په برخه کې دې ورسره مذاکرات وکړي او که داسې ونشي؛ نو ورسره برمته نور کسان به هم د بلوڅ بېلتون پاله ډلې د محکمې د پرېکړو له مخې اعدام کړي.
په بلوچستان کې وروستیو امنیتي پېښو جدي اندېښنې راپورته کړې او د پاکستان امنیتي ادارو ته د بې غورۍ ګوتې نیول شوې دي.
پاکستان بیا طالبانو ته ګوته نیولې، چې پر دوی شوي ترهګریز بریدونه د هغوی تر سیورې لاندې په افغانستان کې پلان شوي دي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.
پاکستان په دې وروستیو کې د ترهګرۍ له جدي ګواښونو سره مخ دی.
خېبر پښتونخوا «ټيټيپي» او بلوچستان ایالت د بلوڅ بېلتون پاله ډلې له لوري ورځ تر بلې نارامه کېږي.
په دغو دواړو ایالتونو کې د پاکستاني پوځیانو او وسلهوالو ترمنځ هره ورځ د جګړې خبرونه ترلاسه کېږي.
پاکستان کې زیاتېدونکې ترهګرۍ د دغه هېواد اقتصادي وضعیت او امنیت سخت اغېزمن کړی دی.
