
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره وایي، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ او نومبر میاشتو ترمنځ یې په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو له امله د ۴۸۳ ملکي کسانو تلفات ثبت کړي، چې له دې ډلې ۸۳ سلنه مرګ ژوبله یې د ماشومانو ده.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې نږدې هره میاشت شاوخوا ۵۵ کسان چې ډیری یې ماشومان دي، د چاودیدونکو توکو له امله مړه او ټپیان کیږي.
اوچا وايي، د افغانستان یو پر دریمه برخه د چاودیدونکو موادو له امله اغیزمنه ده.
اوچا وايي، افغانستان د چاودیدونکو توکو د ککړتیا له پلوه د نړۍ په کچه یو له ککړو هېوادونو دی. دغې ادارې د چاودیدونکو توکو د خطرونو له منځه وړلو لپاره د بیړني ملاتړ غوښتنه کړي.
اوچا ویلي، که څه هم د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ او د مرکزي بیړني غبرکون صندق له لارې په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو د خطرونو د له منځه وړلو هڅه کوي، خو لا هم دغه اداره بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.
دغهې ادارې څو وروځې وړاندې په خپل یوه راپور کې ویلي و، چې په نړۍ کې له سوډان وروسته افغانستان دوهم هېواد دی چې له نیمايي ډیر وکړي ۲۲،۹ ملیونه بشري مرستو ته اړتیا لري.

له اسلام اباده سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې پولیس د شپې ناوخته په ۲:۳۰ بجو ګلبرګ ګرین ښارګوټي ته ورغلي او شاوخوا ۳۰ تنه افغانان یې له خپلو کورونو نیولي دي.
د سرچینو په وینا، پولیسو ځیني هغه کډوال هم له ځانه سره وړي چې قانوني ویزې یې لرلې.
سرچینو زیاته کړې، پولیسو دوه موټره له کډوالو ډک کړل او له ځان سره یې یوړل.
د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې پاکستان په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیولو او بېرته ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.
سرچینه وړاندې وایي، د پاکستان پولیس وخت ناوخت د افغان کډوالو کورونو ته ورځي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ افغانان له ځان سه بیايي چې ځیني یې بیا د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته د روان کال د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت ورکړی و، چې لوېديځو هېوادونو ته د تګ لپاره د ویزو په تمه دي.
خو تېره شپه پولیس د همدې کډوالو کورونه ته ورغلي، چې د لوېدیځو هېوادونو ویزو ته په تمه دي.
له بل پلوه په پاکستان کې افغان کډوال اسامه وایي، چې د ویزو د تمدید په برخه کې له خورا ستونزو سره مخ دي.
د هغه په وینا، ویزې یې په خپل وخت نه تمدېدېږي او د ویزو موده یې یوې میاشتې ته راکمه شوې چې له امله یې په ویزو ګڼه ګوڼه ډېره شوې او د ویزو په تمدېد کې ځنډ د دوی د نیولو لامل کېږي.
له بل پلوه تازه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خبر ورکړی، چې د راولپنډۍ په حاجي کمپ کې شاوخوا ۱۴۰ کډوال بند پاتې دي.
د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په تېرې یوې اونۍ کې شاوخوا ۸۲۰ افغان کډوال په راولپنډۍ ښار کې نیول شوي دي.
په تورخم کې سرچینو د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ یو وار بیا د تورخم د ستونزې حل لپاره مذاکرات وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم ستونزه لا هم نه ده حل شوې او د تورخم دروازه نن د ۲۱مې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.
له جرګې سرچینې وایي، چې نن جمعه د افغانستان رسمي رخصتي ده؛ نو خبرې اترې سبا لپاره پاتې شوې.
د تورخم دروازې د ستونزې حل لپاره د جوړې شوې جرګې پاکستاني اړخ مشر سید جواد حسین کاظمي تېره ورځ د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي و، چې د جرګې لپاره یې ۵۰ کسیزه ډله جوړه شوې ده.
نوموړي ویلي و، چې د افغان جرګې اندېښنې لرې کړل شوې دي او هغه کسان چې په جرګه کې یې ګډون ته اړتیا نه وه؛ له دغه نوملړه اېستل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د دغه ستونزې د حل لپاره (د مارچ په ۹مه) د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه جرګه جوړه شوې وه او جرګې اوربند وړاندیز کړی و.
د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو له امله د خلکو لالهاندي
د دغې لارې تړل پاتې کېدو زرګونه مساپر ناروغان او سوداګر له سختو ستونزو سره مخ کړي دي او د نښتو له امله دواړو غاړو ته ګڼ شمېر کورنۍ بېځایه شوې هم دي.
له بل پلوه په تورخم کې د بشري مرستو په ګډون سلګونه بار وړونکې لارۍ هم بندې پاتې دي.
د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری وایي، چې بې ځایه شوو خلکو د لنډي کوتل جامع جومات ته پناه وړې او خپله د لنډي کوتل څخه تر تورخمه پورې لاره د بار وړونکو موټرو څخه ډکه ده او موټرچلوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د عمران په نوم یو موټرچلوونکي د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، چې هغه له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې مچني پوستې ته نږدې له خپل موټر سره بند پاتې دی.
نوموړي ویلي، ځايي رضاکارانو د دوی لپاره روژه ماتی برابروي.
د هغه په وینا، هلته بازار نشته او نه هم دوی سره دومره پیسې شته چې خوراکي توکي پرې وپېري.
د سي بي سي خبري شبکې د راپور له مخې، د ټرمپ حکومت وروستیو ګواښونو هغه پخواني کاناډایي سرتېري غوسه کړي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کوله.
که څه هم کاناډايي او امریکايي ځواکونه څنګ په څنګ افغانستان کې جنګېدلي؛ خو اوس د دغه هېواد سرتېري د ټرمپ له ګواښونو او خپلو متحدینو په ځانګړي ډول کاناډا او اوکراین سره د هغه له چلند څخه سخت ناراضه دي.
په خواله رسنیو کې خپور شوی یو انځور چې د کندهار لوېدیځ «معصوم غر» عملیاتي اډه کې اخیستل شوی، کاناډايي سرتېري ښيي چې د «افرا پاڼې یادګار» مخې ته ولاړ دي.
په دې انځور کې امریکایي ځواکونو ته لیکل شوي:« موږ دلته راغلي وو؛ ځکه تاسو تر برید لاندې وئ. موږ هیڅکله د مننې تمه نه لرله، ۱۵۸تنو سرتېرو مو ستاسو لپاره ژوند بایلود»
ډېری پخواني کاناډایي پوځیان او د هغوی کورنۍ باور لري، چې د افغانستان جګړه د ۲۰۰۱ کال سېپټمبر ۱۱مې ترهګریزو بریدونو وروسته د امریکا د دفاع یوه برخه وه؛ خو اوس دوی د ټرمپ د اقتصادي فشار ګواښونه، د کاناډا سره د سوداګریزې جګړې ګواښ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره د ټرمپ او د هغه مرستیال جي ډي وېنس سپک چلند غندي.
دا غوسه د چهارشنبې په ورځ د (کب ۲۲مه) چې له افغانستانه د کاناډایي ځواکونو وتلو یوولسمې کلیزې سره برابره وه؛ خورا لوړې کچې ته ورسېده.
بروس مانکور چې په ۲۰۰۶ کال کې د «مدوسا عملیاتو» پر مهال سخت ټپي شوی و، وویل: «که بیا هم ۱۱سېپټمبر پېښ شي، زه نه پوهېږم چې ایا بیا به د امریکا مرسته وکړم که نه».
مانکور د یوې امریکایي جېټ الوتکې په غلط بمبار کې ټپي شوی و، په دغه برید کې بل کاناډايي عسکر مارک انتوني ګراهام وژل شوی و او ۳۶تنه نور ټپیان وو.
هغه وايي، تل یې هڅه کړې چې د دغه ترخې پېښې له خاطرو څخه ځان څنډې ته کړي؛ خو د ټرمپ وروستۍ پرېکړې هغه اړ اېستی، چې د امریکا په تړاو خپل دریځ او فکر بدل کړي.
راپور کې راغلي، په کندهار کې د جګړې پر مهال کاناډايي ځواکونه د امریکایانو تر قوماندې لاندې جنګېدل او وژل کېدل.
د کاناډا د دفاع وزارت ودانۍ کې بیا د هغو امریکايي سرتېرو لپاره یادګاري تختې لګېدلې، چې د کاناډايي عسکرو تر څنګ وژل شوي دي.
جنرال ډنیس تامپسون چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د کاناډايي پوځیانو د یوې جګړهییزې برخې مشري کوله وویل:«زه پوهېږم، چې کاناډايي سرتېري ځان تېر اېستل شوي احساسوي؛ خو باید پوه شو چې دا احساس په امریکا کې هم شته. موږ تل قوي متحدین وو».
هغه زیاته کړه، چې ډېری امریکايي عسکر او قومندانان چې ده ورسره کار کړی، اوس د ټرمپ له چلنده شرمېږي: «هغوی حیران دي، چې ولسمشر یې روسیه د امریکا دوست ګڼي».
تامپسون ټینګار وکړ، چې د امریکا پوځ د ټرمپ له هغه پرېکړې سره موافق نه دی چې غواړي کاناډا د متحده ایالتونو برخه وګرځوي.
د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د کاناډا ځانګړي ځواکونه د امریکايي عسکرو تر څنګ افغانستان ته ننوتل.
د دواړو پوځونو اړیکې دومره نږدې وې، چې په ۲۰۱۰ کال کې یو امریکايي ځانګړی ځواک توماس راتزلاف، د کاناډا د زړورتیا مډال ترلاسه کړ.
په افغانستان کې د جګړې پر مهال ۱۵۸ کاناډايي عسکر او ۷ ملکیان ووژل شول او شاوخوا ۲,۰۰۰ نور ټپیان شول.
همدا لامل دی، چې د ټرمپ لهخوا د کاناډا د الحاق ګواښ که څه هم غیر واقعي ښکاري؛ خو کاناډايي پخواني سرتېري یې په ژوره توګه خواشیني کړي دي.
تامپسون وویل: «زه فکر نه کوم دا له پوځي پلوه امکان ولري؛ خو ټرمپ کولی شي زموږ اقتصاد ته زیان ورسوي. خو زه باور لرم، چې کاناډایان به ډېر درد وزغمي؛ خو د هغه غوښتنو ته به تسلیم نشي».
د یونان د کورنیو چارو مرستیال وزیرې اېنوس استماتکوس د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې ویلي، چې له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو لامل نه شي. د هغې په وینا، افغان ښځې هره ورځ د طالبانو لهخوا له محدودیتونو او جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ دي.
هغې د طالبانو لهخوا پر ښځو محدودیتونه جنسیتي ځپل کېدل وبلل او زیاته یې کړه، چې طالبان هڅه کوي د امر بالمعروف او نهې عن المنکر تر نامه لاندې ښځې له ټولنیز ژونده په بشپړه توګه وباسي.
استماتکوس د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو، روغتیایي خدمتونو ته د ښځینهو د لاسرسي محدودیت او په مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کارونو بندیز په کلکه وغانده.
نوموړې زیاته کړه، چې د طالبانو دغه کړنې د مرستندویه بنسټونو، د ملګرو ملتونو ادارو او د افغان ولس لپاره د روغتیايي او بشري خدمتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ د (کب ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د ښځو د موقف کمېسیون د ۶۹مې غونډې په څنډه کې چې «له افغانستانه تر نیویارکه، افغان ښځې د اقداماتو غوښتونکې دي» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې پکې یو شمېر ښځینه افغان فعالانو هم ګډون لاره.
استماتکوس وویل، یونان له هر هغه اقدامه ملاتړ کوي چې طالبان ځواب ویلو ته اړباسي او زیاته یې کړه چې د افغان ښځو زړور خوځښتونه نورو هېوادونو ته الهام بښي.
د هغې په خبره، افغان ښځو نړۍ ته وښوده چې د طالبانو پر ضد درېږي او مقاومت یې د هیلو یو څرک دی.
استماتکوس له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره د افغان ښځو او نجونو پر ضد خپل توپیري چلند پای ته ورسوي او له نړۍوالو اصولو سره سم په افغانستان کې د بشري حقونو ژمنې پلې کړي.
د طالبانو د کلیو او بیارغونې سرپرست محمد یونس اخندزاده وایي، د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې یې د چین تر پولې پورې خامه سړک بشپړ کړی دی. هغه ویلي، دا تر اوسه پورې ټرانزېټي سړک نه دی او په دې اړوند باید د دوی د ټولګټو وزارت لاس په کار شي.
هغه دغه څرګندونې د واخان کوریډور د دویم فاز سړک د جغل اچونې اړوند د یوه قراداد د لاسلیکولو په مراسو کې وکړې.
هغه وویل، چې د واخان خلک له اساسي ستونزو سره مخ دي او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته یې لاسرسی نه لاره چې له همدې امله د چین تر پولې پورې هلته د لومړني خامه سړک چارې رسېدلي دي.
هغه ویلي، دغه راز یې په تازه قرارداد کې «۷۱ کیلومېټره » د خامه سړک د جغل اچونې هوکړه کړې چې د راتونکي کال تر پایه پورې به بشپړې شي.
د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست وايي، د دوی له لوري دغه جوړ شوي سړکونه ټرانېزېټي سړکونه نه دي.
محمد یونس اخندزاده د طالبانو له ټولګټو وزارت څخه غوښتي، چې له چین سره د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره باید د یاد سړک د ټرانېزیټي کېدو لپاره لاس په کار شي.
طالبانو پخوا په خپلو ژمنو کې یادونه کړې وه، چې په واخان دهلېز کې اساسي سړک جوړوي؛ خو اوس څرګنده شوې، چې دغه سړک خامه دی او د سوداګریزې لارې د کارېدو وړ نه دی.
طالبانو د خپلو تبلیغاتو په لړ کې د دغه لارې بشپړېدل له چین سره د ټرانزیټ مهمه هڅه بلله؛خو اوس څرګنده شوه، چې دغه سړک د ټرانزېټي تګ راتګ جوګه نه دی او لا هم څرګنده نه ده چې څه وخت به په اساسي توګه ورغېږي.
نیوکې دا دي، چې طالبان د رغنیزو پروژو په برخه کې تر تبلیغاتو محدود دي او غواړي ډېرې وړې پروژې د پروپاګنډ له مخې لویې ښکاره کړي؛ خو په پای کې بیا په عملي توګه هېڅ نه لیدل کېږي.
د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت د سرپرست دغو تازه څرګندونو جوته کړه، چې طالبانو د واخان کوریډور د سړک د لومړي فاز د جغل اچونې د پیل پر مهال د اساسي سړک جوړونې تش تبلیغات کړي وو.