اوس د دې بازار تقریباً هر دوکان انلاین پلور لري او د دوی اکثره خرڅلاو د انټرنیټ له لارې کېږي. ځوان سوداګر وايي، چې دوی په میاشت کې له ۲ زرو څخه تر ۵ زرو ډالرو پورې ګټه کوي.
د دې بازار سوداګر داسې يوه نږدې او دوستانه فضا جوړوي چې فکر کوې د کورنې له غړو سره راکړه ورکړه ترسره کوي.
د نړۍوالو بازارونو سره تړاو
ډېری دوکاندارانو اوس خپل دوکانونه بند کړي او د بهرنيو سوداګرو لپاره کار کوي.
په پټو دوکانونو کې هنرمندان د قيمتي ډبرو پرې کول، ډيزاين او صیقل کول کوي، څو يې بيا اروپا، امريکا، کاناډا، استراليا او نورو نړۍوالو مارکيټونو ته واستوي.
که څه هم بهرني هېوادونه د پرېکولو او صیقل کولو پرمختللي تخنيکونه لري، خو هلته مزدوران د ساعت پر اساس اجوره اخلي، په داسې حال کې چې د پاکستان هنرمندان پر امر کار کوي او ډېر ژر کار سر ته رسوي.
تصويرونه، بازار ته يو نوی ښکلا ورکوي
د نمک منډۍ د قيمتي ډبرو روښانه سوداګرۍ او د دې ځای خړ واقعيتونه يو له بل سره تضاد لري. ځوانان د قيمتي ډبرو د عکسونو اخيستو لپاره د بازار دباندې، د لمر وړانګو ته ولاړ وي. د دوی لاسونو کې دا ځلیدونکې ډبرې، د شاخوا چټل چاپېریال، خلاصو ګندابونو او غورځول شوو ټايرونو تر څنګ، د دې بازار نه ليدل کېدونکې دوهمخۍ ښيي.
د نمک منډۍ د سوداګرۍ بدلون او ناسم مدیریت
په نمک منډۍ کې د قيمتي ډبرو بازار ورځ تر بلې بدلون مومي.
په دې وروستيو کې د بازار په اصلي سړک کې نوی پلور، سرکني پلورونکي پیدا شوي.
ځينې سوداګر اوس خپل دوکانونه نه لري، بلکې د سړک پر غاړه يا حتی پر ځمکه خپل خام قيمتي ډبرې پلوري.
دا پلورونکي اکثراً تازه کانونو څخه راغلي قيمتي ډبرې له ځان سره راوړي، چې د بازار له اوږدمهاله سوداګرو سره د رقابت سبب ګرځي.
د تجارت د اصولو ماتېدل
ځینې پخواني سوداګر شکايت کوي، چې د سړک د غاړې دا پلورونکي د بازار وقار ته زيان رسوي. دوی باور لري، چې د قيمتي ډبرو دا ارزښتناک تجارت بايد د دوديزو طريقو سره پر مخ لاړ شي، نه دا چې ډبرې د سړک پر غاړه کېښودل شي او د عامو خلکو لهخوا واخيستل شي.
دغه نوی بدلون د دوديز تجارت او عصري بازار موندنې ترمنځ شته شخړه په ډاګه کوي.
دوی له ځان سره نه یوازې خپلې کورنۍ راوستلې، بلکې د قيمتي ډبرو تجارت ته یې هم وده ورکړه.
تر نن ورځې پورې د نمک منډۍ د قيمتي ډبرو بازار تر ۸۰ سلنې پورې د افغان سوداګرو په لاس کې دی.
د غیر رسمي اقتصاد او قاچاق مرکز
که څه هم نمک منډۍ د افغانستان، پاکستان او د نړۍ د نورو هېوادونو ترمنځ د قيمتي ډبرو د سوداګرۍ رسمي مرکز ګڼل کېږي، خو د دې بازار تر شا یوه بله تیاره نړۍ هم شتون لري.
ګڼ شمېر سوداګر اعتراف کوي، چې دا بازار د قيمتي ډبرو د قاچاق، د پيسو د مينځلو او د سرحدي ناامنۍ سره تړاو لري.
سره له دې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پولې سختې کنټرولېږي، خو بیا هم د نمک منډۍ ډېرې قيمتي ډبرې له افغانستان څخه د ناقانونه لارو څخه پاکستان ته راوړل کېږي او بیا د نړۍ مختلفو مارکيټونو ته غیر رسمي صادرېږي.
داسې اټکل کېږي، چې هر کال د ۵ ميليارده ډالرو قيمتي ډبرې د قاچاق له لارې له پاکستان څخه بهر ته لېږدول کېږي، خو په رسمي ډول پاکستان يوازې ۸ ميليونه ډالر صادرات ثبتوي.
دا توپیر د دې بازار د غیر رسمي اقتصاد یو څرګند مثال دی.
پاکستان او د قيمتي ډبرو نړۍواله سوداګري
پاکستان د قيمتي ډبرو یو ستر تولیدوونکی هېواد دی.
دلته هر کال شاوخوا ۸۰۰زره قیراطه یاقوت، ۸۷ زره قیراطه زمرد او ۵ ميليونه قیراطه پيریډوټ تولیدېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د مفتي منیر شاکر د وژنې په تړاو ویلي: «د حق غږونه به پرې شي خو ټيټ به نه شي.»
نوموړي مفتي شاکر د ظلم او جبر خلاف قوي غږ یاد کړی.
د پښتونخوا د مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر د وژل کېدو په اړه د افغانستان یو شمېر پخوانیو چارواکو او په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو سخت غبرګونونه ښودلي او وايي، د پښتون قام په خلاف «جنګ اعلان شوی دی.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټې غړي حنیف پښتین د مفتي منیر شاکر د ژول کېدو په غبرګون په اېکسپاڼه لیکلي: «د مفتي منیر شهادت نه لومړی شهادت دی او نه به هم وروستی شي.»
نوموړی وايي، د پښتو قام په خلاف جنګ اعلان شوی او ځوانان، قومي مشران او دیني عالمان پکې وژل کیږي. ښاغلی پښتین همدارنګه زیاتوي، چې راتلونکي میاشتې به نورې هم خونړۍ وي.
همدارنګه د افغانستان د مخکنی جمهوري نظام د خوست او پکتیا والي حلیم فدايي بیا وايي، دا چې مفتي شاکر د پاکستان په ادارو سختي نیوکې کولي، د رواجي ملایانو سرسخت مخالف و او له دین یې روایتي تعبیر چلنجاوه، ښايي په روغتون کې په قصدي توګه وژل شوی وي.
همدارنګه د تېر جمهوري نظام د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل مفتي شاکر ژبور او ز ور دیني عالم بللی:«د ژبور او با جرئته دیني عالم مفتي منير شاکر شهادت او هغه هم د خدای ج په کور يعنې جومات کې دردوونکی او خواشینونکی دی.»