• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏د طالبانو مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د تنخواوو د کمېدو په تړاو راپورونه رد کړل

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۰

‏ د طالبانو مالیې وزارت د دولتي کارکوونکو د تنخواوو د کمېدو په تړاو راپورونه رد کړل. دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، له تېرو څو ورځو راهيسې د کارکوونکو د تنخواوو کمېدو په تړاو کوم نوملړونه چې خپرېږي؛ هغه ناسم دي.

خو افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي سندونه ښيي، چې د طالبانو حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون د خپلو کارکوونکو تنخواوې کمې کړې دي.

د سندونو له مخې؛ د طالبانو د تنخواوو دغه کمښت د نوي کال له پیله عملي کېږي، چې پکې د د دغې ډلې د رییس الوزرا تنخوا پنځوس زره افغانۍ کمېدو سره له یو لک ۹۸ زرو څخه یو لک ۴۸ زرو افغانیو ته راټیټه شوې ده.

دغه نوملړ دا هم ښيي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیالانو تنخوا له یو لک او ۸۳ زرو افغانیو څخه یو لک او ۳۵ زرو افغانیو ته کمه شوې ده.

د دغه نوملړ پر بنسټ، د طالبانو د اداري کارکوونکو تنخواوې له شاوخوا ۵۰ زره افغانیو ۱۳ زره افغانیو ته راټیټې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې مالیې وزارت کې سرچینو هم افغانستان انټرنشنل ته دغه نوملړونه تایید کړي؛ خو د تنخواوو د کمښت لامل لا روښانه نه دی.

خو د طالبانو د مالیې وزارت په یادښت کې راغلي، چې دوی نه یوازې دا چې دغه نوملړونه او اوازې ردوي؛ بلکې خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د ادارو تنخوا به په دې اوونۍ کې اجرا شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې مېشتې ښځینه فعالانې له دغه هېواده د «شړل کېدو» وېره لري

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان او په ځانګړې توګه ښځینه فعالانې ګاونډیو هېوادونو ته کډوالې شوې؛ په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغانانو د جبري اېستنې لړۍ چټکه کړې، چې له امله یې دغه فعالانې له وېرې سره مخ دي.

زهرا موسوي، چې د ښځو د حقونو فعاله ده، د ښځو د حقونو لپاره د طالبانو پر وړاندې له ډېرو اعتراضونو او لاریونونو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستانه ګاونډي هېواد پاکستان ته وتښتېده.

د ډویچه ویلې رسنۍ د خبر له مخې، زهرا موسوي اوس‌مهال په پټه او وېره کې ژوند کوي چې ګواکې د پاکستان پولیسو له‌خوا یو وار بیا ونه نیول شي او بېرته خپل هېواد ته ستنه نه کړل شي.

موسوي زیاتوي:« د فبرورۍ په ۲۲مه پاکستاني پولیس په غیر رسمي جامو کې زما کور ته راغلل، له پلټنو وروسته یې زه او زما لور له ځان سره د بېرته ستنونکو کسانو لپاره جوړ شوي کمپ ته بوتلو. موږ هلته دوه ورځې او یوه شپه په خورا سختو شرایطو کې ساتل شوي وو، چې د بشري حقونو د فعالانو د فشار او ضمانت وروسته خوشې کړل شول.»

یوه بله افغان ښځينه فعاله جمیله احمدي وایي، ګڼې فعالانې لا له وړاندې افغانستان ته په زور شړل شوې دي چې اوس یې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

جمیله زیاتوي:« که چېرې زه اړه شم، چې بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنه شم؛ نو دا به زما لپاره په ښکاره ډول مرګ وي.»

د دغو ښځو لپاره د خپل ژوند ساتنه او د خپلو فعالیتونو دوام په یوه لویه ننګونه بدله شوې ده.

دوی له نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له ملاتړو سازمانونو غوښتنه کړې، چې دوی ته په پاکستان کې د پناه غوښتنې حق ورکړل شي او پر وړاندې یې د شړلو ګواښونه راکم شي.

پاکستاني پولیسو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې کور په کور د بې‌اسناده افغانانو د نیول کېدو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو په پلازمېنه کې ډېری هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنو پسې یاد هېواد ته تللي دي.

طالبانو د بیان پر ازادۍ له سختو بندیزونو سره سره له خبریالانو ملاتړ اعلان کړ

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۰

طالبان په داسې حال کې له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ خبرې کوي، چې په افغانستان کې دغې ډلې له بیا واک ترلاسه کولو وروسته ډیری رسنۍ تړلې، لسګونه خبریالان یې بندیان او شکنجه کړی، او همداشان یې له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریالانو نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت مخ پر ښه کېدو دی، او وايي، دغه وزارت هېواد کې په ټولو برخو کې له خبریالانو ملاتړ کوي.

‏طالب ویاند خبیب غفران زیاته کړې، له خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره د ملي حمایوي صندوق پر میکانیزم کار روان دی، چې د پروسې په بشپړېدو سره به یې له هغو خبریالانو سره چې اقتصادي ستونزې لري مرسته وشي.

خو نړیوالو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې، خو طالبان په پراخه کچه د رسنیو سانسور او پر خبریالانو محدودیتونه وضع کوي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه سرغړونې ۲۴سلنه زیاتې شوې دي.

دغه مرکز وویل، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۲رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول په کې شامل دي.

بلخوا بیا د بیان ازادۍ کور په نوم د افغان خبریالانو د ملاتړ یوه سازمان خبر ورکړی، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله په هېواد کې ۸۶سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.

یاد بنسټ وایي، چې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله په رسنیو کې په ازاده توګه د ښځینه خبریالانو د فعالیت او کار مخه ډب شوې ده.

د بیان ازادۍ کور باور لري، چې د افغانستان له نیمایي ډیرو ولایتونو کې اوس‌مهال هېڅ ښځینه خبریاله کار نه کوي.

ملاله یوسفزۍ: طالبانو د «جنسیتي توپیر» له امله ښځې له عامه ژوند څخه ګوښه کړې دي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۴۲ GMT+۰

د نجونو د زده‌کړې نړۍوالې فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، د طالبانو له‌خوا د «ظالمانه جنسیتي توپیر» له امله افغان مېرمنې له عامه ژوند څخه ګوښه شوې دي.

نوموړې په خپلې انسټاګرام پاڼې لیکلي: «که تاسو د یو څه مودې لپاره ما وڅارئ؛ نو تاسو به پوه شئ چې زه خپل ډېر وخت په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه په خبرو کولو او ملاتړ تېروم.»
د نوموړې په خبره، د طالبانو له‌خوا ظالمانه جنسیتي توپیر ښځې له عامه ژوند څخه ګوښه کړې دي، هغوی یې ښوونځي ته له تګ، کار کولو او ان عامه پارکونو ته له تګه هم بې برخې کړې دي.
نوموړې د دغې لیکنې سره ځینې انځورونه او یوه ویډیو هم خپره کړې ده.
په دغه ویډیو کې ښکاري، چې ملاله په لندن ښار کې د کتابونو یو پلورنځي ته ننوځي او له هغه ځایه کتابونه اخلي.
په دغو کتابونو کې دوه هغه یې د افغان مېرمنو کیسې بیانوي.
هغې د دغو کتابونو له انځورونو سره په خپل یادښت کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د حقونو د ځپلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دغو کتابونو ځینې کیسې یې شریکې کړې دي.
هغې لیکلي، د دوی څخه یوه یې هم سوله محفوظ ده.

هغې له دغه انځور سره لیکلي، چې دا د یوې افغان پېغلې کېسه بیانوي، چې د طالبانو د بندیزونو سره، سره یې په پټه زده‌کړې کړې دي.
هغې زیاته کړې: «زما په څېر سوله محفوظ هم ۱۱ کلنه وه، کله چې طالبانو هغو کورنیو ته ګواښونه پیل کړل چې خپلې نجونې یې ښوونځي ته لېږلې. هغې له ځان سره انګلیسي، فزیک او فلسفه زده کړه. نن ورځ هغه په ​​ټفټس پوهنتون کې د کوانټم کمپیوټر زده‌کړه کوي. دا ښکلی کتاب ولولئ؛ ترڅو وپوهېږئ، چې څنګه سوله محفوظ په افغانستان کې له بشپړې انزوا څخه هلته ورسېده.»
نوموړې په خپل یادښت کې دارنګه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې خالدې پوپل کیسه هم شریکه کړې.
ملالې لیکلي: «هیڅوک له خالدې ډېر نه شي درک کولای، چې په ورزشي برخو کې برخه اخیستل ښځو ته د باور او د ازادۍ احساس ورکوي؛ هغه هم په یوې داسې ټولنه کې چې د هغوی هر ډول حرکت د نورو له‌خوا کنټرولېږي.

له هغه راهیسې، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ونیو، د ښځینه لوبغاړو ژوند له ګواښ سره مخ و. خالدې د خپلې لوبډلې د پخوانیو ملګرو په اېستلو کې مرسته وکړه او هغوی ته یې هغه مهال ډاډ ورکاوه، چې دوی کولی شي په جلاوطنۍ کې خپل خوبونه ژوندي وساتي.»

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او ښځو باندې لوړې زده‌کړې او کاري بندیزونه لګولي او د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو هم دغه بندیزونه دوام لري.

ځايي سرچینې: په خوست کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ شوې جګړه درېدلې ده

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۰

له خوست څخه ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړې نږدې درې ساعته دوام وکړ او په خبره یې، چې اوس جګړه درېدلې ده.

د سرچینو په وینا، دغه جګړه د شپې په ۱۲ بجو د ځاځي میدان ولسوالۍ په پالڅو کلي کې پیل شوې وه.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات په لاس کې نه شته.
د دغې جګړې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او نه هم په دې تړاو لا تراوسه پاکستاني لوري او طالبانو په رسمي توګه څه ویلي دي.
خو سرچینې وایي، چې د جګړې له وېرې د شپې ناوخته ګڼې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

تر دې وړاندې هم د خوست په ځاځي میدان او د ګربزو ولسوالۍ اړوند غلام خان بندر کې د طالبانو له‌خوا د پوستو د جوړېدو پر سر د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځه جګړه شوې وه.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې وخت نا وخت د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې کېږي، چې کله یې لامل د کرښې په اوږدو کې د نویو تاسیساتو جوړول وي او کله یې هم لامل نه وي معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا ۲۶ ورځې وړاندې تورخم ته څېرمه په ډیورنډ کرښه د طالبانو له‌خوا د یوې پوستې د جوړولو له امله د داوړو خواوو اړیکې ترېنګلې شوې دي او د تورخم دروازه لاهم د هرډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې: طالبان په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې له ټولنې باسي

۲۸ کب ۱۴۰۳ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې وایي، طالبان په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې له ټولنې باسي. هغه وايي، افغان مېرمنې باید د عامه ژوند او تصمیم نیولو په ټولو پړاونو کې بشپړ، مساوي او خوندي ګډون ولري.

دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې کریسټینا مارکوس لاسن د دوشنبې په ورځ، په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستنتدویه ماموریت یوناما د کاري مودې غځولو په غونډه کې امنیت شورا ته وکړې.

اغلې کریسټینا وویل، دا د ډنمارک لپاره خورا مهمه ده، چې بشري وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته انعکاس ورکړي او په دې تړاو د امنیت شورا پیغام لا روښانه دی.

هغې زیاته کړه، چې د امنیت شورا په یوه متحد غږ سره د افغانستان خلکو ته دا وښودله چې نړېوالې ټولنې دوی نه دي هېر کړي.

مارکوس لاسن خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د سختو سیاستونو دوام او له ټولنې څخه د ښځو په سیستماتیک ډول ایستلو په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین لاپسې زیات کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د ډنمارک اړیکې د افغانستان د حالت او نړیوالو سیاستونو په چوکاټ کې د پام وړ دي. خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډنمارک د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو او د افغانستان سره د خپلو اړیکو په اړه د احتیاط سیاست غوره کړی دی.

ډنمارک د بشري حقونو، د ښځو د حقوقو، او د افغانستان د خلکو د رفاه په اړه له اندېښنو سره سره، د افغانستان د خلکو لپاره بشري مرستې چمتو کوي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو سره همکارۍ کوي.