د پاکستان پوځ: په خیبر ولسوالۍ کې په یو لړ عملیاتو کې درې وسلهوال وژل شوي دي

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې یې درې وسلهوال وژلي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي، چې تېره ورځ د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې یې درې وسلهوال وژلي دي.
د پاکستان پوځ لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه عملیات یې په تور دره سیمه کې ترسره کړي دي او هغه وسلهوال یې پکې وژلي چې په سیمه کې د امنیت ضد پېښو کې ښکېل وو.
د خبرپاڼې له مخې، د وژل شویو وسلهوالو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په سیمه کې چاڼیز عملیات لاهم روان دي.
له بل پلوه تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د بنو _میرانشاه پر سړک یو پولیس د وسلهوالو لهخوا په ډزو ووژل شو.
پاکستاني رسنۍ خراسان ډایري د ځایي پولیسو په حواله لیکلي، چې له دغې ډلې دوه بریدګر له پېښې وروسته د پولیسو سره په نښته کې ووژل شول.
تر دې درې ورځې وړاندې هم په اورمړو کې پر دیني عالم منیر شاکر برید وشو، چې د سختو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.
له تېرو څو ورځو راهیسې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ناامنۍ زور اخیستی دی، چې له بېلابېلو سیمو د دغه ډول بریدونو راپورونه ترلاسه کېږي.

رویټرز خبري اژانس په فلسطین کې د روغتیایي چارواکو له حوالې خبر ورکړی، چې په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.
د شمالي غزې، غزې ښار، دېر البلا، خان یونس، د غزې تړانګې د مرکزي او سوېلي برخو په ګډون په ګڼو ځایونو کې د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې ډېری وژل شوي کسان ماشومان دي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې دغه بریدونه به د اړتیا له مخې دوام وکړي او له هوایي بریدونو هاخوا به وغځول شي؛ چې د دې شونتیا زیاتوي چې د اسراییل ځمکني ځواکونه به جګړه بیا له سره پیل کړي.
د فلسطین سرې میاشتې ټولنې بیا ویلي، چې د دوی ژغورونکو ډلې ۸۶ وژل شوي او ۱۳۴ ټپیان روغتون ته لېږدولي او پاتې نور بیا په شخصي موټرونو کې انتقال شوي دي.
د خان یونس په ناصر روغتون، د غزې په مرکزي تړانګه کې د الاقصی روغتون او د غزې ښار د الاهلي روغتون چارواکو وویل، چې په ټولیز ډول دوی ته شاوخوا ۸۵ مړي رسېدلي دي.
چارواکو دا هم ویلي، چې د غزې په سویلي برخه د رفح په سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي دي.
خو د غزې د روغتیا وزارت ویاند وویل، چې د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۰۰ ته لوړ شوی.
حماس وویل، اسراییل د اوربند تړون لغوه کړی چې له امله یې په غزه کې د ۵۹ یرغمل شویو کسانو برخلیک ناڅرګنده پاتې دی.
د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر حماس تورن کړی، چې د دوی د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو څخه یې انکار کړی او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف وړاندیزونه یې رد کړي دي.
په یوه بیان کې ویل شوي، چې اسراییل به له دې وروسته د حماس پر وړاندې د پوځي ځواک په پراخولو سره عمل وکړي.
له بل پلوه په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي، چې اسراییل د بریدونو ترسره کولو دمخه د متحده ایالاتو ادارې سره مشوره کړې وه.
د سپینې ماڼۍ ویاند برایان هیوز وویل:« حماس کولای شو، چې د اوربند د غځولو لپاره یرغمل خوشې کړي؛ خو پرځای یې انکار او جګړه غوره کړه.»
په غزه کې عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي، اسراییلي ټانکونو د غزې په سوېلي برخه کې د رفح په سیمو ډزې وکړې چې ډېری کورنۍ یې د کورونه پرېښودو ته اړ اېستې.
حماس د اوربند تړون د شرایطو سره سم، د جګړې د دایمي پای ته رسېدو او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره پر خبرو اترو ټینګار کاوه.
حماس ویلي:« موږ غوښتنه کوو، چې منځګړي دې نتنیاهو او اسراییلي اشغالګر په بشپړ ډول د تړون د سرغړونې مسوول وګڼي.»
خو له بل پلوه بیا د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې هغه پوځ ته لارښوونه کړې چې په غزه کې د حماس پر وړاندې پیاوړي ګامونه واخلي او دغه ډله یې د بندیانو د خوشې کولو څخه د انکار او د اوربند په اړه د اسراییل د وړاندیزونو سره د هوکړې په نه کولو تورنه کړې ده.

له خوست څخه ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړې نږدې درې ساعته دوام وکړ او په خبره یې، چې اوس جګړه درېدلې ده.
د سرچینو په وینا، دغه جګړه د شپې په ۱۲ بجو د ځاځي میدان ولسوالۍ په پالڅو کلي کې پیل شوې وه.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات په لاس کې نه شته.
د دغې جګړې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او نه هم په دې تړاو لا تراوسه پاکستاني لوري او طالبانو په رسمي توګه څه ویلي دي.
خو سرچینې وایي، چې د جګړې له وېرې د شپې ناوخته ګڼې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
تر دې وړاندې هم د خوست په ځاځي میدان او د ګربزو ولسوالۍ اړوند غلام خان بندر کې د طالبانو لهخوا د پوستو د جوړېدو پر سر د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځه جګړه شوې وه.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې وخت نا وخت د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې کېږي، چې کله یې لامل د کرښې په اوږدو کې د نویو تاسیساتو جوړول وي او کله یې هم لامل نه وي معلوم.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا ۲۶ ورځې وړاندې تورخم ته څېرمه په ډیورنډ کرښه د طالبانو لهخوا د یوې پوستې د جوړولو له امله د داوړو خواوو اړیکې ترېنګلې شوې دي او د تورخم دروازه لاهم د هرډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د طالبانو ډله د داعش په له منځه وړلو کې اغېزمنه نه ده ثابته شوې. هغه ویلي، چې طالبان د ډيورنډ کرښې هاخوا د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون پاله ډلې په بریدونو کې ښکېل دي.
نوموړي په بلوچستان کې په یوه مساپر وړونکي اورګاډي د بلوڅ بېلتون پالو برید ته په اشارې سره وویل، د برید پر مهال بریدګر په افغانستان کې «له هغه ځایه چې د برید پلان او لارښوونه کېده» له خپلو 'مسوولینو' سره په دوامداره توګه په اړیکه وو.
هغه زیاته کړه: «اسناد لرو، چې دغه برید زموږ د اصلي دښمن لهخوا د خپلو افغان نیابتي ډلو له لارې پیل او تمویل شوی و.»
نوموړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په پراخه حضور هم اندېښنه ښودلې.
هغه خبرداری ورکړی، ترهګرې ډلې د افغانستان، سیمې او نړۍوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
هغه یو وار بیا ویلي: «د افغانستان خاوره باید د کوم هېواد د ګواښلو یا برید کولو، د ترهګریزو فعالیتونو پلانولو او تمویلولو، ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره ونه کارول شي.»
نوموړي دارنګه په افغانستان د کې د یوناما ماموریت غځېدو ته مثبته رایه ورکړه.
خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ مسله یاده کړې.
داعش ډلې د افغانستان په پلازمېنه کابل او کندوز ولایت د دوو وروستیو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی وو.

الجزیرې د روغتیایي سرچینو په حواله لیکلي، چې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته لوړ شو. د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې ګڼ شمېر ماشومان هم شامل دي.
د اسراییل په دغو بریدونو کې لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي او ښایي، چې د مرګ ژوبلې شمېره لا لوړه شي.
دغه بریدونه داسې مهال پیلېږي، چې حماس د اوربند د غځولو لپاره د امریکا وړاندیز رد کړ.
هاخوا بیا د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، اسراییل په غزه کې پوځي عملیات بیا له سره پیل کړي دي.
اسراییل او حماس د اوربند د تړون د دویم پړاو خبرو څخه انکار وکړ.
د خبرې اترې له لومړي پړاو وروسته پیل شوې وې، چې شپږ اونۍ یې دوام وکړ.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې هغه پوځ ته لارښوونه کړې، چې په غزه کې د حماس پر وړاندې پیاوړي ګامونه واخلي او دغه ډله یې د بندیانو د خوشې کولو څخه د انکار او د اوربند په اړه د اسراییل د وړاندیزونو سره د هوکړې په نه کولو تورنه کړې ده.
د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې وویل، اسرایل به له دې وروسته د حماس پر وړاندې له پراخه پوځي ځواک سره عمل وکړي.
له بلوه په اسراییل کې ځایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر اسراییل کاټز ویلي که حماس ټول هغه بندیان چې لا تر اوسه د فلسطین په خاوره کې ساتل کېږي خوشې نه کړي؛ نو د غزې پر مخ به «د دوزخ دروازې» پرانیستل شي.
نوموړي ویلي، اسراییل به پر حماس هغه ځواکونه وکاروي چې دوی «دوی یې لا پېژني نه».
د حماس یوه جګپوړي چارواکي تر دې وړاندې رویټرز ته ویلي و، چې د اسراییل بریدونه په دې معنا دي چې اسراییل په یو اړخیزه توګه په غزه کې اوربند پای ته رسوي.

د پاکستان د لومړي وزیر لوړپوړی سلاکار رانا ثناءالله وايي، چې د پاکستان د امنیتي وضعیت په هکله ځانګړې غونډه به پر دې تمرکز وکړي، چې څنکه وکولای شي د افغانستان خاوره د هند لهخوا ونهکارول شي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) له جیونیوز شبکې سره په مرکه کې ادعا کړې، چې طالبانو د پاکستان خلاف وسلهوالو ته پټنځایونه ورکړي او هند د هغوی تمویل کوي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، دا غونډه یوازې پر دې تمرکز نه کوي چې طالبان بېطرفۍ ته قانع کړي، بلکې که دا ډله د پاکستان غوښتنه ونهمني او په افغانستان کې د دغه هېواد د مخالفو وسلهوالو فعالیتونه ونهدروي، د وروستیو اقداماتو په اړه به هم خبرې وشي.
دا غونډه نن (سې شنبه) په خېبرپښتونخوا کې د وروستیو ناامنیو او په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپرېس رېلګاډي د بلوڅ بېلتونغوښتونکو له بریدونو وروسته د پاکستان په پارلمان کې د بندو دروازو ترشا ترسره کېږي.
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار په وینا، پوځ پر څو اړخیزې تګلارې کار کوي او له مسوولو چارواکو به غوښتنه وشي، چې د هند پر نیابتي ځواک د طالبانو د نهبدلېدو په هکله خپل وړاندیزونه شریک کړي.
ثناءالله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پټنځایونو ته په اشارې زیاته کړې، چې دا ترهګر له هند څخه مالي مرستې ترلاسه کوي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پټنځایونه به په راتلونکو څو میاشتو کې لهمنځه یوړل شي.
د یادونې ده، چې پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په پرلهپسې توګه طالبان د هند په مرسته پاکستان کې د ناامنیو پر لاسلرلو تورنوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي و، چې اسلاماباد به د طالبانو او هند پر خلاف د «ترهګرۍ ملاتړ» په تور یاد سازمان ته یو پرېکړهلیک وسپاري.
