د طالبانو ویاند وایي، یوناما دې دوی ته په م.م کې د افغانستان د څوکۍ په سپارلو تمرکز وکړي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له یوناما غوښتي، چې په خپل دغه غځول شوي ماموریت کې دې دوی ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په سپارلو تمرکز وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له یوناما غوښتي، چې په خپل دغه غځول شوي ماموریت کې دې دوی ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په سپارلو تمرکز وکړي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ دوشنبه د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) ماموریت د ۲۰۲۶ کال (د مارچ میاشتې تر ۱۷مې نېټې) پورې د یوه کال لپاره وغځاوه.
ښاغلي مجاهد په دې تړاو پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یوناما باید د تېر په څېر خلکو ته بېځایه اندېښنې وانچوي، له یو یا دوو مسلو څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان پرضد پروپاګند ونه کړي او د مغرضو کړیو لپاره د لاس اله نشي.
نوموړي له یوناما غوښتي، چې دغه استازولي باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا کې مرسته وکړي.
هغه دارنکه ویلي:« یوناما دې په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو په سم انعکاس او د افغانستان د خلکو د نړۍوالو حقونو د ترلاسه کولو، د بې ځایه تحریمونو لرې کولو، د پيسو د غصب د پای ته رسولو او نورو مهمو موخو لپاره کار وکړي.»
نوموړي څه موده وړاندې هم په یوه غږیز پیغام کې د یوناما پر فعالیتونو نیوکه کړې وه.
هغه ویلي و، چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او هغه ډول فعالیت یې نه دی ترسره کړی؛ لکه څنګه چې ترې تمه کېږي.

طالبان په داسې حال کې له خبریالانو او رسنیو د ملاتړ خبرې کوي، چې په افغانستان کې دغې ډلې له بیا واک ترلاسه کولو وروسته ډیری رسنۍ تړلې، لسګونه خبریالان یې بندیان او شکنجه کړی، او همداشان یې له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.
د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د خبریالانو نړېوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت مخ پر ښه کېدو دی، او وايي، دغه وزارت هېواد کې په ټولو برخو کې له خبریالانو ملاتړ کوي.
طالب ویاند خبیب غفران زیاته کړې، له خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره د ملي حمایوي صندوق پر میکانیزم کار روان دی، چې د پروسې په بشپړېدو سره به یې له هغو خبریالانو سره چې اقتصادي ستونزې لري مرسته وشي.
خو نړیوالو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې، خو طالبان په پراخه کچه د رسنیو سانسور او پر خبریالانو محدودیتونه وضع کوي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۳ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه سرغړونې ۲۴سلنه زیاتې شوې دي.
دغه مرکز وویل، په روان کال کې د طالبانو د سرغړونو ۱۷۲ پېښې ثبت شوې، چې د ۲۲رسنیو تړل او د ۵۰ خبریالانو نیول په کې شامل دي.
بلخوا بیا د بیان ازادۍ کور په نوم د افغان خبریالانو د ملاتړ یوه سازمان خبر ورکړی، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله په هېواد کې ۸۶سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.
یاد بنسټ وایي، چې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله په رسنیو کې په ازاده توګه د ښځینه خبریالانو د فعالیت او کار مخه ډب شوې ده.
د بیان ازادۍ کور باور لري، چې د افغانستان له نیمایي ډیرو ولایتونو کې اوسمهال هېڅ ښځینه خبریاله کار نه کوي.

د نجونو د زدهکړې نړۍوالې فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، د طالبانو لهخوا د «ظالمانه جنسیتي توپیر» له امله افغان مېرمنې له عامه ژوند څخه ګوښه شوې دي.
نوموړې په خپلې انسټاګرام پاڼې لیکلي: «که تاسو د یو څه مودې لپاره ما وڅارئ؛ نو تاسو به پوه شئ چې زه خپل ډېر وخت په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه په خبرو کولو او ملاتړ تېروم.»
د نوموړې په خبره، د طالبانو لهخوا ظالمانه جنسیتي توپیر ښځې له عامه ژوند څخه ګوښه کړې دي، هغوی یې ښوونځي ته له تګ، کار کولو او ان عامه پارکونو ته له تګه هم بې برخې کړې دي.
نوموړې د دغې لیکنې سره ځینې انځورونه او یوه ویډیو هم خپره کړې ده.
په دغه ویډیو کې ښکاري، چې ملاله په لندن ښار کې د کتابونو یو پلورنځي ته ننوځي او له هغه ځایه کتابونه اخلي.
په دغو کتابونو کې دوه هغه یې د افغان مېرمنو کیسې بیانوي.
هغې د دغو کتابونو له انځورونو سره په خپل یادښت کې د طالبانو لهخوا د ښځو د حقونو د ځپلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دغو کتابونو ځینې کیسې یې شریکې کړې دي.
هغې لیکلي، د دوی څخه یوه یې هم سوله محفوظ ده.
هغې له دغه انځور سره لیکلي، چې دا د یوې افغان پېغلې کېسه بیانوي، چې د طالبانو د بندیزونو سره، سره یې په پټه زدهکړې کړې دي.
هغې زیاته کړې: «زما په څېر سوله محفوظ هم ۱۱ کلنه وه، کله چې طالبانو هغو کورنیو ته ګواښونه پیل کړل چې خپلې نجونې یې ښوونځي ته لېږلې. هغې له ځان سره انګلیسي، فزیک او فلسفه زده کړه. نن ورځ هغه په ټفټس پوهنتون کې د کوانټم کمپیوټر زدهکړه کوي. دا ښکلی کتاب ولولئ؛ ترڅو وپوهېږئ، چې څنګه سوله محفوظ په افغانستان کې له بشپړې انزوا څخه هلته ورسېده.»
نوموړې په خپل یادښت کې دارنګه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې خالدې پوپل کیسه هم شریکه کړې.
ملالې لیکلي: «هیڅوک له خالدې ډېر نه شي درک کولای، چې په ورزشي برخو کې برخه اخیستل ښځو ته د باور او د ازادۍ احساس ورکوي؛ هغه هم په یوې داسې ټولنه کې چې د هغوی هر ډول حرکت د نورو لهخوا کنټرولېږي.
له هغه راهیسې، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ونیو، د ښځینه لوبغاړو ژوند له ګواښ سره مخ و. خالدې د خپلې لوبډلې د پخوانیو ملګرو په اېستلو کې مرسته وکړه او هغوی ته یې هغه مهال ډاډ ورکاوه، چې دوی کولی شي په جلاوطنۍ کې خپل خوبونه ژوندي وساتي.»
طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او ښځو باندې لوړې زدهکړې او کاري بندیزونه لګولي او د څه باندې درېیو کلونو په تېرېدو هم دغه بندیزونه دوام لري.

له خوست څخه ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړې نږدې درې ساعته دوام وکړ او په خبره یې، چې اوس جګړه درېدلې ده.
د سرچینو په وینا، دغه جګړه د شپې په ۱۲ بجو د ځاځي میدان ولسوالۍ په پالڅو کلي کې پیل شوې وه.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغې جګړې د مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات په لاس کې نه شته.
د دغې جګړې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او نه هم په دې تړاو لا تراوسه پاکستاني لوري او طالبانو په رسمي توګه څه ویلي دي.
خو سرچینې وایي، چې د جګړې له وېرې د شپې ناوخته ګڼې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
تر دې وړاندې هم د خوست په ځاځي میدان او د ګربزو ولسوالۍ اړوند غلام خان بندر کې د طالبانو لهخوا د پوستو د جوړېدو پر سر د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځه جګړه شوې وه.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې وخت نا وخت د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښتې کېږي، چې کله یې لامل د کرښې په اوږدو کې د نویو تاسیساتو جوړول وي او کله یې هم لامل نه وي معلوم.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا ۲۶ ورځې وړاندې تورخم ته څېرمه په ډیورنډ کرښه د طالبانو لهخوا د یوې پوستې د جوړولو له امله د داوړو خواوو اړیکې ترېنګلې شوې دي او د تورخم دروازه لاهم د هرډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې وایي، طالبان په سیستماتیک ډول ښځې او نجونې له ټولنې باسي. هغه وايي، افغان مېرمنې باید د عامه ژوند او تصمیم نیولو په ټولو پړاونو کې بشپړ، مساوي او خوندي ګډون ولري.
دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې کریسټینا مارکوس لاسن د دوشنبې په ورځ، په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستنتدویه ماموریت یوناما د کاري مودې غځولو په غونډه کې امنیت شورا ته وکړې.
اغلې کریسټینا وویل، دا د ډنمارک لپاره خورا مهمه ده، چې بشري وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته انعکاس ورکړي او په دې تړاو د امنیت شورا پیغام لا روښانه دی.
هغې زیاته کړه، چې د امنیت شورا په یوه متحد غږ سره د افغانستان خلکو ته دا وښودله چې نړېوالې ټولنې دوی نه دي هېر کړي.
مارکوس لاسن خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د سختو سیاستونو دوام او له ټولنې څخه د ښځو په سیستماتیک ډول ایستلو په افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورین لاپسې زیات کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له طالبانو سره د ډنمارک اړیکې د افغانستان د حالت او نړیوالو سیاستونو په چوکاټ کې د پام وړ دي. خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډنمارک د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو او د افغانستان سره د خپلو اړیکو په اړه د احتیاط سیاست غوره کړی دی.
ډنمارک د بشري حقونو، د ښځو د حقوقو، او د افغانستان د خلکو د رفاه په اړه له اندېښنو سره سره، د افغانستان د خلکو لپاره بشري مرستې چمتو کوي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو سره همکارۍ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې د طالبانو ډله د داعش په له منځه وړلو کې اغېزمنه نه ده ثابته شوې. هغه ویلي، چې طالبان د ډيورنډ کرښې هاخوا د تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون پاله ډلې په بریدونو کې ښکېل دي.
نوموړي په بلوچستان کې په یوه مساپر وړونکي اورګاډي د بلوڅ بېلتون پالو برید ته په اشارې سره وویل، د برید پر مهال بریدګر په افغانستان کې «له هغه ځایه چې د برید پلان او لارښوونه کېده» له خپلو 'مسوولینو' سره په دوامداره توګه په اړیکه وو.
هغه زیاته کړه: «اسناد لرو، چې دغه برید زموږ د اصلي دښمن لهخوا د خپلو افغان نیابتي ډلو له لارې پیل او تمویل شوی و.»
نوموړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په پراخه حضور هم اندېښنه ښودلې.
هغه خبرداری ورکړی، ترهګرې ډلې د افغانستان، سیمې او نړۍوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
هغه یو وار بیا ویلي: «د افغانستان خاوره باید د کوم هېواد د ګواښلو یا برید کولو، د ترهګریزو فعالیتونو پلانولو او تمویلولو، ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره ونه کارول شي.»
نوموړي دارنګه په افغانستان د کې د یوناما ماموریت غځېدو ته مثبته رایه ورکړه.
خو دا هغه ادعاوې دي، چې طالبانو په وار، وار رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ مسله یاده کړې.
داعش ډلې د افغانستان په پلازمېنه کابل او کندوز ولایت د دوو وروستیو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی وو.
