• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هسپانیا له افغان سفیر څخه د «جنسي ځورونې په تور » ډېپلوماتیک خوندي‌توب واخیست

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۸:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ کب ۱۴۰۳ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۰

نړۍوالې رسنۍ وايي، چې د هسپانیا دولت د یوې پرېکنده پرېکړې له مخې په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر محمدرحیم پيرزاده د «جنسې‌ځورونې له جدي تورونو» وروسته له خپل ډېپلوماتیک خوندي‌توب څخه محروم کړی دی.

ټېلګراف ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۹مه) په یوه راپور کې پیرزاده د ډېپلوماتیک خوندي‌توب د اخیستلو لامل د هسپانیا قضايي بنسټونو ته له هغه څخه د یوې افغانې مېرمن د «جنسي‌ځورونې» شکایت بللی دی.

په راپور کې د دې ښځې مستعار نوم یې «انیس» یاد شوی او ادعا یې کړې، چې په هسپانیا کې د افغانستان سفیر د سفارت په یوې مېلمستیا کې د هغې څنګ ته ورغلی او د قوي نشه‌یي‌ توکو له کارونې وروسته یې پرې جنسي تېری کړی دی.

د تېلګراف د راپور پر بنسټ، د هسپانیا چارواکو له دې پېښې وروسته لازمې څېړنې ترسره کړي چې په پایله کې یې د افغانستان سفیر د خپل ډېپلوماټیک ماموریت له خوندي‌توب څخه محروم شوی دی.

ورته مهال، هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې رحیم پیرزاده نور په دغه هېواد کې د افغانستان د رسمي استازي په توګه نه پېژندل کېږي او همداراز له خپلو ټولو ډېپلوماټیکو حقونو څخه محروم شوی دی.

نوموړي وزارت د جنسي ځورونې له قربانیانو سره د خپلې خواخوږۍ د شریکولو ترڅنګ ټینګار کړی چې هېڅوک نه شي کولای له ډېپلوماټیک ماموریت څخه په ګټې‌اخیستنې «ناقانونه او ناانساني کړنې» ترسره کړي.

په هسپانیا کې افغان ډېپلوماټيکې استازولۍ تر اوسه د دغه هېواد دولت د پرېکړې په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته محمدرحیم پیرزاده په مادرید کې د افغانستان د سفارت چارسمبالۍ پر غاړه واخیستې او ورسره یې له دغې ډلې سره د همکارۍ خبر ورکړی و.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سوداګرو ته د طالبانو خبرداری: له جواز پرته موبایلونه مه واردوئ

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې له شرکتونو غوښتي، چې د موبایلونو (ګرځند ټیلیفونونو) له واردولو مخکې دې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې جواز تر لاسه کړي. طالبان وايي موخه یې هېواد ته د ټيټ کېفيته او جعلي مبایلونو د واردولو مخنیوی دی.

د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه خبرتيا کې له شرکتونو او سوداګرو غوښتي، چې د مبایلونو د واردولو په برخه کې خپل کارونه او فعالیتونه قانوني تر سره کړي.

سودګرو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له جواز پرته د موبایلونو له واردولو ډډه وکړي.

د طالبانو مخابراتو وزارت سوداګرو ته په ټينګار ويلي، چې د نړیوال ګرځنده تجهیزاتو پېژندنې ای مي (IMEI) له ثبت او داخلولو وروسته دې ګرځند ټیلیفونونه بازار ته وړاندې او وپلوري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګرځنده تجهیزاتو نړيواله شمېره ثبت کول او داخلول د ټلیفون د ورکېدو او غلا کېدو په وخت کې د استفادې وړ وي.

په نورو هېوادونو کې استعمالوونکي دا نړيوال پېژند کاروي څو د ټیلیفون ډول ( برانډ، تولید او هېواد) او د هغه قانوني حالت وپېژنې

ضیاالحق امرخیل: خلک په خپلو لوڼو تعلیم غواړي نه دا چې په ډک بازار کې سوال ته کېني

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل په سړو سيمو کې د ښوونيز کال پيل ته په اشارې ويلي: «خلک په خپلو لوڼو تعلیم غواړي نه دز» نوموړی ویلي په دې برخه کې ۴ کاله ضایعه نه جبرانېدونکې ده.

ضیاالحق امرخيل د چارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې فقر، بې روزګاري او نهيلي خلک تر یو کچې زغملی شي، خو له زده کړو د نجونو محرومیت نه شي زغملی.

نوموړي ویلي، چې د نجونو پر مخ د زده کړو د خلاصېدو ۴ کلن انتظار د وخت ضیاع او جبرانول يې سخت دي.

امرخيل هیله ښودلې، چې «د ۱۴۰۴ ښوونيز کال کې دې د ملت غوښتنې ته دارزښت په سترګه وکتل شي او د نیم قشر محرومیت دې پای ته ورسیږي».

په سړو سيمو کې د دغه ښوونيز کال له پیل سره به دا څلورم تعلیمي کال شي، چې له شپږم څخه تر ۱۲ټولګي پورې ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي پاتې کیږي.

ډېرو افغان فعالانو، چارواکو، هېوادونو، بنسټونو او سازمانونو پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو دروازې خلاصي کړي.

ترکمنستان له طالبانو نه د ټاپ ۵۰۰ پروژې لارنقشه غوښتې ده

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۰

په کابل کې د ترکمنستان سفیر د طالبانو د اوبو او انرژۍ له وزیر څخه د ټاپ ۵۰۰ پروژې د لارنقشې شریکولو غوښتنه کړې. د دغې پروژې هوکړه لیک په ۲۰۱۵ کال کې شوی، خو تر اوسه یې په افغانستان کې عملي چارې نه دي پيل شوې.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې د د دوه اړخیزې همکارۍ او ټاپ پروژې د پلیتابه پر چټکیتا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت څخه د ټاپ پروژې د لارې نقشې شریکولو غوښتنه کړې.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د ټاپ پروژې د لارې نقشه وروستۍ شوې او ډیر ژر به یې له ترکمنستان سره شریکه کړي.

د ټاپ ۵۰۰ پروژه د افغانستان له لارې د ترکمنستان برېښنا پاکستان ته لیږدوي. د دغې پروژې هوکړه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو له لوري په ۲۰۱۵ کال کې په عشق اباد کې لاسلیک شوه.

د دغې پروژې د پانکونې هوکړه په ۱۳۹۷ کال کې د تېر نظام د برېښنا او انرژۍ وزارت له لوري د چارلک هولنډنګ ترکي کمپنۍ سره لاسلیک شوه.

ترکمنستان د دغې پروژې لپاره خپل بشپړ چمتووالی ښودلی خو د افغانستان په خاوره کې لا هم دغه پروژه نه ده بشپړه شوې.

تردې وړاندې هم ترکمن او طالب چارواکو د ټاپ پروژې د عملي چارو د پیلیدو په اړه ناستې کړې وې.

د افغان سفیرې مستند فلم په کوپنهاګن کې نندارې ته وړاندې کیږي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۰

د نتالي هالا فلم چې د کوپنهاګن په ډاکومنټري فلمونو فېسټیوال کې نندارې ته وړاندې کیږي په اتریش کې د افغانستان د سفیرې منیژې باختري د پروګرامونو او واک ته د طالبانو د رسیدو چارې پکې راخېستل شوې دي.

«کله چې طالبان واک ته رسېږي او ته فیمینیسټه یې د افغانستان د سفیرې په توګه څه کوې؟» دا پوښتنه د کوپنهاګن د نړیوال مستند فلم فېسټیوال په ویبپانه کې مطرح شوې او د نتالي هالا له لوري جوړی شوي نوي مستند فلم «وروستی سفیر» ته ځانګړې شوې ده.

په دغه فلم کې په اتریش د افغانستان د ښځینه سفیرې د فعالیتونو او په ځانګړې توګه واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته چارې نندارې ته وړاندې کیږي.

دغه مستند د شنبې په ورځ په کوپنهاګن کې د نړۍ په کچه نندارې ته وړاندې کېږي، چې منیژه باختري پکې د یوې سفیرې، میرمنې او مور په توګه خپله کیسه بیانوي.

په دغه لنډ ۷۵ دقیقه یي فلم کې د یوې افغانې سفیرې انرژي، ستونزې او باورونه انځور شوي دي.

د بېلګې په توګه د فلم د لنډیز په یوه برخه کې سفیره وايي:« نه حکومت شته، نه ولسمشر شته، نو دسفارت ګټه څه ده؟»

د دغه مستند په ټریلر کې هغه برخه هم ښودل شوې ده، چې کله طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړي نو منیژه باختري ځان په عجیب حالت کې مومي ځکه د کاغذ پر مخ د یو داسې هېواد سفیره ده، چې پر کابل د واکمنو ملاتړ نه کوي او د هغوی حکومت هم په نړیواله سطح په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

د «وروستي سفیر» مستند په ټریلر کې راغلي، باختري په سختو شرایطو کې پرېکړه کوي چې د طالبانو پر وړاندې ودریږي او د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

همدارنګه د مستند فلم په لنډیز کې ښودل شوي، چې نوموړې د زده کړو د یوه پروګرام له لارې نجونو ته د پټو زده کړو فرصت برابروي، پر همدغه مهال دا په نړیوالو سټیجونو د سفیرې په توګه د طالبانو پر وړاندې سیاسي مبارزه هم کوي.

سوداګریزو ګاډو ته اجازه؛ تورخم دروازه د عامو خلکو پرمخ د جمعې په ورځ پرانېستل کیږي

۲۹ کب ۱۴۰۳ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د طالبانو حکومت او پاکستان د چارشنبې په ورځ د سوداګریزو ګاډو پرمخ د تورخم دروازه له څه کم یوې میاشتې بندښت وروسته بېرته پرانیسته. په تورخم کې د طالبانو کمیسار وايي، چې دغه لاره د د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرانېستل شوې او دوه ورځې وروسته به مساپرو ته هم د راتګ اجازه ورکړل شي.

دغه لاره ۲۵ ورځې وړاندې هغه مهال د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه، چې د طالبانو د پوستې جوړولو له چارو سره پاکستاني ځواکونو مخالفت وښود او د دواړو لوریو ترمنځ نښتې وشوې.

پر تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ او پلي تګ راتګ بند و.

نن چار شنبه طالبانو او پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې د تورخم لاره یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرانېستې او ډیر ژر به پلی تګ راتګ هم پیل شي.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت وویل، چې دغه لاره د جرګې او سوداګرو د هڅو په پایله کې د سوداګریزو ګاډو پر مخ پرانېستل شوه او دواړو لوریو ته ولاړو ګاډو تګ پیل کړی.

حکمت وايي، د جمعې په ورځ به پليو مساپرو ته هم د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

دغه طالب چارواکي د تورخم لارې د پرانېستلو پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د ډیورنډ کرښې پر جنجالي سیمو د تاسیساتو جوړولو په اړه به طالب او پاکستاني چارواکي په راتلونکې اپریل میاشت کې ناسته کوي.

پر همدغه مهال د پاکستان له لوري د قبایلي جرګې غړی شاه خالد شینواری وايي، په مذاکراتو کې شوې پرېکړې دې د دواړو لوریو چارواکي په ښه توګه عملي کړي. نوموړي وویل، چې دوی په سیمه کې جګړه او شخړې نه غواړي ځکه دواړو خواوو ته خلک خپلوۍ او ښې اړیکې لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر د معلوماتو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۶ میلیارد ډالرو څخه اوښتی و.

چارواکي وايي، له تورخم لارې هره ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي.