د ټرمپ دولت لهخوا د جان. اېف کېنډي د ترور اړوند اسنادو خپرېدل
د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له کړې ژمنې سره سم نوموړي تازه د متحدهایالاتو د پخواني ولسمشر جان اېف کېنډي د ترور په تړاو اسناد خپاره کړي دي.
د دغو اسنادو لومړۍ برخه د امریکا ملي ارشیف په وېبپاڼه کې په الکترونیکي بڼه خپره او ټاکل شوې، چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت تر کره ارزونې وروسته له ۸۰ زرو ډېر اسناد ولس ته وړاندې شي.
په دغو اسنادو کې د امریکا استخباراتي ادارې یا سيایاې له یوه مامور سره د ۱۹۶۴ کال د محرمې مرکې په ګډون ځيني نور محرم یادښتونه هم شامل دي.
په دې مرکه کې د وارن کمېسیون یو څېړونکی د سيایاې له یو مامور لي ویګرېن څخه د بهرنیو چارو وزارت او د دغې استخباراتي ادارې په شته اسنادو کې له شوروي مېرمنو سره د امریکایي نارینهوو د واده په تړاو پوښتنې مطرح کړې دي.
د شوروي اتحاد د احتمالي رول په تړاو اسناد
په ځینو خپاره شويو اسناد کې د کېنډي د ترور اصلي عامل لي هاروي اوسوالډ توطئو ته اشاره شوې ده.
د دې اسنادو پر بنسټ، یو شمېر کسان پر دې باور وو چې اوسوالډ په ۱۹۶۲ کال کې د دې لپاره له شوروي څخه ووت څو کېنډي ووژني.
ځيني نور اسناد بیا دا اړیکه بېارزښته ښيي.
له دغو راپورونو څخه یو، چې د ۱۹۹۱ کال په نوامبر کې چمتو شوی، د امریکایي پروفیسور اېبي سمېټ له قوله وايي، چې هغه د سلاوا نیکونوف په نوم د کېجيبي له یوه پخواني چارواکي سره په مسکو کې د اوسوالډ په هکله خبرې کړې وې.
نیکونوف د اوسوالډ په هکله د پنځو دوسیو له ارزونې وروسته دې پایلې ته رسېدلی، چې هغه هېڅکله له کېجېبي سره اړیکه نهلري.
د کیوبا پر وړاندې د امریکا پټ عملیات
همداراز په خپاره شویو اسنادو کې د سړې جګړې او په لاتینې امریکا کې د امریکا د رول په هکله د پنټاګون د ۱۹۶۳ کال اسناد هم شامل دي.
په دغو اسنادو کې راغلي، چې د کیوبا مشر فېډل کاسټرو له متحدهایالاتو سره د مخامخ جګړې غوښتونکی نه و، خو اټکل کېږي چې په لاتینې امریکا کې یې د چریکي غورځنګونو لپاره خپل ملاتړ پراخ کړی و.
د ۱۹۶۲ کال د جنورۍ یو محرم سند د «مونګوز عملیاتو» جزئیات څرګندوي.
په دې کې د سيایاې یوه پټه پروژه چې په ۱۹۶۱ کال کې د کېنډې لهخوا تصویب شوې، شامله ده. د دغو عملیاتو موخه په کیوبا کې د پټو اقداماتو او ورانکارۍ له لارې د کاسټرو رژیم نسکورېدل بلل شوې ده.
ایا دا اسناد د وژنې راز حل کوي؟
ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د دغو اسنادو د خپرېدو فرمان لاسلیک کړ، چې له امله یې اېفبيای په ډلاس کې د کېنډي د ترور په تړاو زرګونه نوي اسناد پیدا کړل.
د دغو اسنادو د بېړنۍ ارزونې په بهیر کې د امریکا د عدلیې وزارت د ملي امنیت وکیلانو له یوې ډلې څخه غوښتي، چې سملاسي د یادو اسنادو محتوا و ارزوي.
د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګابارډ په خپلې اېکسپانې کې لیکلي دي: «ټرمپ د یوه لوی شفافیت نوې دوره پیل کړې ده.»
ورته مهال، یو شمېر کارپوهان بیا وايي چې دا اسناد به د دغې پېښې اصلي واقعیتونه بدل نه کړي.
د ورجینیا پوهنتون د سیاسي څېړنو مرکز مدیر لاري ساباتو چې د کېنډي د ترور په تړاو یې یو کتاب لیکلی، وايي: «هغه کسان چې د نویو واقعیتونو د موندنې په تمه دي، کابو ډېر به ناهیلي شي.»
هغه وايي، چې ښايي ځيني اسناد یوازې د پخوانیو نسخو مدارک وي چې پخوا خپاره شوي، خو اوس مهال یې ځیني برخې له سانسور څخه بهر شوې دي.
د سيایاې د لاس لرلو په تړاو د رابرټ. اېف کېنډي جونیر ادعا
یوه ترټولو جنجالي مسئله چې ښايي دا اسناد یې څرګنده کړي، د لي هاروي اوسوالډ د فعالیتونو په تړاو د د سيایاې د معلوماتو کچه ده.
د کېنډي له وژنې څخه شپږ اوونۍ مخکې مکسیکو ښار ته د اوسوالډ د سفر په تړاو ډېرې پوښتنې شته، چې نوموړي د دغه سفر په جریان کې د شوروي له سفارت څخه لیدنه کړې ده.
ټرمپ په دې تړاو وویل: «خلک له لسیزو راهیسې دې شیبې ته په تمه وو. دا اسناد به ډېر حیرانونکي وي.»
د رابرټ کېنډي زوی او د جان اېف کېنډي وراره رابرټ اېف کېنډي جونیر چې د ټرمپ په دولت کې د روغتیا وزیر دی، باور لري چې سيایاې اداره د هغه د تره په وژنه کې ښکېل ده، خو دا ادعا د نوموړې ادارې لهخوا رد شوې.
همداراز کېنډي جونیر باور لري، چې د هغه پلار رابرټ کېنډي د یوه بریدګر لهخوا نه بلکې، د څو وسلهوالو کسانو لهخوا وژل شوی چې دا ادعا له رسمي روایتونو سره په ټکر کې ده.
د نورو ترورونو د اسنادو د افشاکېدو په تړاو د ټرمپ ژمنه
ټرمپ دا ژمنه هم کړې، چې د مارټین لوتر کېنګ جونیر او سناتور رابرټ کېنډي (دواړه په ۱۹۶۸ کال کې وژل شوي) د ترور په هکله به اسناد خپاره کړي، خو زیاتوي چې د دې اسنادو خپرېدل به لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ولري.
د روسيي او اوکرایني بندیانو دا تبادله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ټیلیفوني خبرو وروسته نن د چار شنبې په ورځ ترسره شوه.
دواړو خواو تایید کړې، چې روسیې ۲۲ اوکرایني بندیان چې سخت ټپیان وو هم اوکراین ته سپارلي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر اېکسپاڼه لیکلي چې دا تبادله د خپل ډول ترټولو لویه تبادله وه: « ۲۲ اوکراینیان سخت ټپیان شوي جنګیالي وو او هغه کسان وو چې روسیې د جعلي جرمونو له امله نیولي وو.»
همدارنګه زیلینسکي ویلي:«دوی ټول به سمدلاسه اړینې طبي او رواني مرستې ترلاسه کړي.»
د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ۲۲ تنه بندیان چې بیړنۍ طبي پاملرنې ته یې اړتیا لرله د ښه نیت په توګه اوکراین ته سپارل شوي.
د یادې تبادلې په اړه د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې متحده عربي اماراتو د دې معاملې د اسانتیا لپاره د "بشردوستانه طبیعت" د منځګړیتوب هڅې کارولې دي.
د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تبادله کې خوشې شوي روسي سرتیري له بیلاروس څخه د نورې درملنې لپاره روسیې ته انتقال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ کرملین ماڼۍ اعلان وکړ، چې له ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې ولادیمیرپوتین د امریکا د ولسمشر له وړاندیز سره موافقه کړې، چې د روسیې او اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو به د ۳۰ ورځو لپاره دوه اړخیز بریدونه ودروي او روسیې پوځ ته یې امر وکړ چې دا کار عملي کړي.
په دې ټیلیفوني خبرو کې پوتین د چار شنبې په ورځ له ۱۷۵ اوکرایني بندیانو سره د ۱۷۵ روسي بندیانو د تبادلې اعلان هم کړی و او نن یې عملي کړ.
زیلینسکي په هلسینکي کې د فنلنډ له ولسمشر الیګزانډر سټب سره په ګډه خبري ناسته کې وویل، « نن زه له ولسمشر ټرمپ سره تماس نیسم، موږ به له هغه سره د راتلونکو ګامونو تفصیلات وڅیړو».
زیلینسکي وویل چې د راتلونکو خبرو اترو یوه خورا ستونزمنه مساله به د ځمکنيو امتیازاتو مساله وي.
هغه زیاته کړه، « د روسیې په توګه د اوکراین د موقتي اشغال شويو سیمو پېژندل زموږ لپاره سره کرښه ده. موږ به پر دې هیڅ موافقه ونه کړو».
زیلینسکي وویل چې پوتین د انرژۍ د تاسیساتو پر ضد د بریدونو درولو هوکړه کړې وه، خو دا موافقه « له واقعیت سره خورا په تناقض کې» ده.
روسیې د بې پيلوټه الوتکو په تازه بریدونو کې د ملکي استوګنې سیمې او یو روغتون په نښه کړي دي.
د اې پي د رپوټ له مخې، سپینې ماڼۍ د ټرمپ او پوتین ترمنځ تیلیفوني خبرې د سولې د «خوځښت» لومړۍ ګام بللی، خو داسې ښکاري چې پوتین د سولې تړون لپاره له خپلو شرایطو نه دی تېر شوی.
د دواړو مشرانو له اوږدو خبرو وروسته په کیېف ښار کې د هوايي بریدونو الارم وکړنګېد.
د روسیې دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د دوی هوایي دفاع ۵۷ اوکراینۍ بې پيلوټه الوتکې د ازوف سمندر په اوږدو او څو نورو روسي سیمو لکه کورسک او بریانسک کې وویشتې.
د ترکیې چارواکو د استانبول شاوخوا سړکونه هم تړلي او په ښار کې یې د څلورو ورځو لپاره په لاریونونو بندیز لګولی، چې د تورنو کسانو له نیول کیدو وروسته د مظاهرو مخه ونیسي.
د NTV خصوصي ټلویزیون په یوه راپور کې ویلي، چې په نیول شویو کسانو کې د استانبول د ولسوالیو دوه ښاروالان هم شامل دي.
د ښاروال ګوند، د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند، د یکشنبې په ورځ د ګوند دننه ټاکنې ترسره کوي، چې تمه کیږي امام اوغلو به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګوند د نوماند په توګه ونومول شي.
امام اوغلو په یوه ویډیویي پیغام کې چې په ټولنیزو شبکو کې یې خپور کړی ویلي: «موږ له لوی ظلم سره مخ یو، خو زه غواړم تاسو پوه شئ چې زه لا مایوسه نه یم.»
هغه د ترکیې حکومت د خلکو د ارادې په غصبولو تورن کړ.
د هغه له نیول کېدو ورسته، یوه پوهنتون د هغه د زده کړو سند لغوه کړ، او هغه یې په اغیزمنه توګه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې کړ.
د یادولو وړ ده چې د ترکيې د ټاکنو د قانون له مخې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره لیسانس ته اړتیا ده.
خبرپاڼه کاږي: «سلطنت د سوریې او سیمې امنیت او ټیکاو د بې ثباته کولو لپاره د اسراییل دغه سرغړونې او هڅې غندي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې سعودي عربستان د اسراییل دغه کړنې د اړوندو نړۍوالو تړونونو او قوانینو خلاف ګڼي.
سعودي عربستان دارنګه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغو بریدونو پر وړاندې دې کلک دریځ غوره کړي او د امنیت شورا غړي هېوادونه دې په سوریه کې د اسراییل د روانو بریدونو او سرغړونو پر وړاندې ودرېږي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه باید د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او د دغو سرغړونو لپاره د حساب ورکونې نړۍواله تګلاره خپله کړي.
په خبرپاڼه کې دا رنګه د سوریې له حکومت او خلکو سره د پیوستون اعلان شوی دی.
تر دې وړاندې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په سوېل لویدیځ ښار درعا د اسراییل بریدونه وغندل.
دغه وزارت ویلي و، چې په دغه بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وزارت زیاته کړې: «په سوریې د اسراییل روان یرغل نه یوازې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده؛ بلکې د سیمهییز او نړۍوال امنیت لپاره مستقیم ګواښ هم دی.»
اسراییل هم منلې، چې په سوریه کې یې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
خو تازه داسې راپورونه خپرېږي، چې اسراییل د سوریې په حمص ښار هم بریدونه کړي دي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې شمېرې لا نه دي په ډاګه شوې.
د ناسا دا ستورمزلي د سېشنبې په ورځ (د مارچ ۱۸مه) د امریکا د فلوریډا ایالت په تالاهاسي سواحلو کې له خنډونو او ننګونو سره مل سفر وروسته ځکمې ته رارسېدلي دي.
ویلمور او ویلیامز د تېرکال د جون په پنځمه فضايي سټېشن ته د بوینګ کمپنۍ د سټارلاینر کېپسول په مرسته الوتنه کړې وه، خو په لاره کې یو شمېر ستونزو له امله هغوی اړ شول چې بېرته ځمکې ته راوګرځي.
دا دوه ستورمزلي د فضايي ماموریت لپاره د ازمایښتي پېلوټانو په توګه غوره شوي وو، خو په لار کې د تخنیکي ستونزو له امله شاوخوا نهه میاشتې په فضا کې اېسار پاتې او ځمکې ته د راکښتهکېدو لپاره د ناسا حللارې ته په تمه وو.
د ناسا له پرېکړې وروسته ټاکل شوې وه، چې دواړه ستورمزلي اېکسسپېس کېپسول په مرسته ځمکې ته راستانه شي، خو په دغه کېسپول کې هم تخنیکي ستونزو هغوی له یو لړ ستونزو سره مخ کړي وو.
په وروستیو کې د ناسمې هوا د وړاندوینې له امله ناسا پرېکړه کړې وه، چې خپل دوه ستورمزلي له پلان شوې مودې څخه لږ مخکې ځکمې ته راکښته کړي او د هغوی د راکښتهکېدو لپاره یې نېکهیګ او د روسیې ستورمزلي الکسانډر ګوربونوف ته د اېکسسپېس کېپسول په مرسته د فضايي سفر ماموریت وسپاره.
نېکهیګ او الکسانډر ګوربونوف وکړای شول، چې خپل ستورمزلي ملګري وژغوري او ځمکې ته یې په سلامتۍ سره راورسوي.
ځمکې ته د ویلمور او ویلیامز راستنېدل په وروستیو کلونو کې د ناسا یو ننګونکی او پېچلی فضايي ماموریت و، چې په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
ناسا او بوینګ اوس مهال د سټارلاینر کېپسول تخنیکي ستونزې څېړي، ترڅو په راتلونکو ماموریتونو کې د ورته پېښو مخنیوی وکړي.