• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

طالبانو فاروق اعظم ته ویلي چې له مولوي هبت الله بښنه وغواړي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دې ډلې د اوبو او برېښنا وزارت له جګپوړي سلاکار فاروق اعظم نه غوښتي، چې د نجونو د زده کړو په تړاو پر خپلو وروستیو څرګندونو پښېماني وښيي او د طالبانو له مشر څخه بښنه وغواړي، خو فاروق اعظم د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

د طالبانو سرچینو د شنبې په ورځ، د وږي پر۲۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ادارې د فاروق اعظم د خوشې کولو لپاره نوموړي ته یو لړ شرایط وړاندې کړي، چې یو پکې ددې ډلې له مشر ملا هبت الله نه رسمي بښنه غوښتل دي.

له فاروق اعظم سره د کابل په نظارت خونه کې د طالبانو یوه پلاوي لیدلي او ورته ویلي یې دي، چې د نجونو د زده کړو په تړاو د نوموړي وروستۍ څرګندونې د طالبانو له واک نه«بغاوت» او د ملا هبت الله پر وړاندې «سپکاوی» دی.

سرچینو وویل، « طالبانو فاروق اعظم ته ویلي، تاسې په رسمي اداره کې سلاکار یاست او د ملاهبت الله اطاعت پر تاسې واجب دی او تاسې د هغه سپکاوی کړی او باید بښنه وغواړئ».

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو فاروق اعظم ته ویلي، « په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ولیکئ، چې زه د نجونو د زده کړو په اړه پر خپلو څرګندونو پښېمانه یم او په دې برخه کې له ملاهبت الله بښنه غواړم».

د طالبانو د سرچینو په وینا، فاروق اعظم د طالبانو پلاوي ته ویلي، چې د ده عمر اوس له ۸۰ لوړ دی، د نجونو د تعلیم په خبره ټینګ ولاړ دی او زندان تېرولو ته چمتو دی، خو هیڅکله به نه پښېماني وښيي او نه به له ملا هبت الله نه بښنه وغواړي.

سرچینو د فاروق اعظم له قوله وویل:« زه چې افغانستان ته راغلی یم، زما هدف ولس ته کار کول و او په دې مرحله کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره هرې قربانۍ ته تیار یم».

د طالبانو سرچینې وايي، فاروق اعظم نه یوازې دا چې د نجونو د تعلیم د ملاتړ په تړاو د فیسبوکي پوسټ له امله نیول شوی بلکې په کونړ کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پرمهال یې په څو ناستو کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله پر کړنو نیوکې کړې وې او د نجونو د تعلیم د بندیدو کار یې ناسم بللی و.

سرچینو وویل:« په کونړ کې فاروق اعظم پر ملاهبت الله توندې نیوکې کړې وې او بیا وروسته د طالبانو استخباراتو د هغه څرګندونې ثبت کړې وې او بیا یې هغه کندهار ته لېږلې وې».

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د وږي پر۲۴مه خپل زوی ته په لیک کې لیکلي و، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی دی.

فاروق اعظم په لیک کې هم دا هم ویلي و، « دا هغه څه دي، چې زه [یې په اړه] تر دغه سخت چلند ته تیار یم».

هغه دغه راز په دغه لیک کې ویلي و، چې ددین، وطن او «امارت» د استحکام لپاره متعهد دی.

د وږي پر۲۴مه د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلی و، چې فاروق اعظم د طالبانو د مشر په امر نیول شوی دی.

فاروق اعظم د کونړ زلزلې پرمهال ویلي و، ښځینه روغتیاپالانې دې هغو طالبانو ته د درس کېدو په موخه کونړ ته لاړې شي چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي.

د فاروق اعظم له نیول کېدو وروسته د هغه دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې ده.

هغه وخت هم د طالبانو سرچینو ویل، چې فاروق اعظم په دې وروستیو کې لیکنې او په شخصي مجلسونو کې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې نو له همدې امله نیول شوی دی.

ډاکټر فاروق اعظم په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې د افغانستان د سوله ییز بدلون غورځنګ مشري کړې او له دې وړاندې د افغانستان د ملي اسلامي جبهې مرستیال مشر و.له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې د پوهنې او وروسته د کډوالو چارو وزیر و. هغه د افغانستان د مطالعاتو فورم مشري کړې او په ۲۰۲۲ کال کې یې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار په توګه چارې پیل کړې.

اعظم په کندهار کې زیږېدلی او له کابل پوهنتون نه یې د اقتصاد لیسانس، د بیروت له امریکایي پوهنتون نه یې د کرنې اقتصاد ماسټري او له لندن پوهنتون نه یې د اوبي سرچینو په برخه کې دکتورا اخېستې ده.

نوموړی د جمهوري نظام منتقد و او د طالبانو نږدې خواخوږی ګڼل کیږي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۳

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۴

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

•
•
•

نور کیسې

ایران د روان کال له پیل راهیسې ۳۰ زره افغان زده کوونکي افغانستان ته ستانه کړي دي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۳۸ GMT+۱
ایران د روان کال له پیل راهیسې ۳۰ زره افغان زده کوونکي افغانستان ته ستانه کړي دي
100%

د ایران دولتي اژانس ایرنا د ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د روان کال له پيل راهیسې شاوخوا ۳۰ زره افغان زده کوونکي، چې په خراسان رضوي او مشهد کې مېشت وو، له خپلو کورنیو سره یو ځای افغانستان ته اېستل شوي دي.

د ایرنا د دغه راپور له مخکې چې د شنبې په ورځ یې خپور کړی لا هم ۳۵ زره افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

ایرنا د خراسان رضوي ولایت د امنيتي چارو مرستیال امیرالله شمقدري په حواله لیکلي، چې مخکې په دې ولایت کې تر ۷۵ زره ډېر افغانان په زده کړه بوخت وو، چې نیم شمېر یې قانوني اسناد نه درلودل او اوس خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

شمقدري زیاته کړه چې دا شمېر خورا زیات دی او اټکل کېدای شي د دغو زده‌کوونکو تر شړلو وروسته شاوخوا زر ټولګي تش شوي وي.

د هغه په وینا، د شړل شوو زده‌کوونکو ۹۵ سلنه په مشهد کې مېشت وو، خو ۳۵ زره نور افغان زده‌کوونکي چې قانوني اسناد لري، اوس هم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

سرچینې: پاکستاني پولیسو د پښتونخوا په اټک کې د افغان کډوالو د نیولو چټک عملیات پیل کړل

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۴۱ GMT+۱
سرچینې: پاکستاني پولیسو د پښتونخوا په اټک کې د افغان کډوالو د نیولو چټک عملیات پیل کړل
100%

د خېبرپښتونخوا ایالت اټک ښار نه یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي چې پاکستاني پولیسو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې کور په کور د دوی نیولو پسې ګرځي او هره ورځ یوازې لسګونه افغانان له همدې سیمې نه افغانستان ته ډیپورټ کوي.

یوه کډوال شنبه (وږي ۲۹مه) وویل چې همدا اوس یې هم د کور مخ ته پولیس ولاړ دي او دروازه ور ډبوي. دې کس د نوم نه ښودلو په شرط زیاته کړه: «زه وېرېږم چې ښايي دروازې راپسې را ماته کړي، ځکه د یو شمېر کورونو دروازې یې په لغتو لغتو غورځولي دي». دا کډوال چې د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې مخینه لري اندېښمن دي، که افغانستان ډیپورټ شي، نو ښايي طالبان یې ونیسي.

د نوموړي په خبره،‌ درې کاله مخکې پاکستان ته راغلی او تکل یې دا دی چې په یو لوېدیځ هېواد کې مېشت شي؛ خو د ټکنیو چارو له امله یې قضیه نامالوم حالت کې پرته ده. هغه نیوکه کوي چې یو شمېر هېوادونو په لوی لاس پناه غوښتونکي افغانان پاکستان کې ناسم وضعیت ته پرېښي.

د اسلام‌اباد په ګلبرګ ګرین ښارګوټي کې یو مېشت افغان خبریال هم له ورته کړاو سره مخ دی. هغه وایي، په تېرو څلور میاشتو کې یې څو څو ځله د پاکستانۍ ویزې د تمدید لپاره غوښتنلیک سپارلی او درې ځله رد شوی دی. دغه خبریال زیاتوي چې د یاد هېواد کورنیو چارو وزارت د افغانانو د ویزې تمدید بهیر بند کړی او له همدې امله اوس دوی په ناقانونه توګه ژوند کوي.

دې خبریال وویل: «موږ څه وکړو، نه ویزې راکوي،‌ نه مو ژوند ته پرېږدي او هره ورځ راپسې پولیس د کورونو دروازې ټکوي». د ده په خبره، د پاکستان حکومت په لوی لاس افغان کډوال په ناقانونه توګه مېشتیدو ته مجبوره کړي، ځکه د قانوني مېشتیدنې ټول بدیلونه یې له‌منځه وړي دي.

پاکستان د روان کال په اپرېل میاشت کې لومړی د ACC کارټ‌لرونکو او بې اسناده افغانانو د اېستل کېدو بهیر پیل کړ او اوس یې د سپټمبر له لومړۍ نېټې د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوالو د اېستل کیدو لړۍ هم پیل کړې ده.

یوازې پاکستان او ایران د روان زېږدیز کال له پیل څخه تر ۲ مېلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي‌ چې په دې سره د طالبانو له لوري پیل شوی بشري ناورین لا پراخ شوی دی دی.

ډېپلوماټ مجله: ښايي طالبان د هویتي ناورین له امله «دوه ټوټې» شي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۱ GMT+۱
ډېپلوماټ مجله: ښايي طالبان د هویتي ناورین له امله «دوه ټوټې» شي
100%

سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ څلورکاله تېرېږي، خو دا ډله لا هم له هویتي ناورین سره مخ ده او له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې. نړۍوالې انزوا او هویتي ناورین د طالب مشرانو ترمنځ شخړو، داخلي ناندریو او پرله‌پسې کشالو ته لاره هواره کړې ده.

د جولای پر ۳مه، روسیه لومړنی هېواد شو چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل او هم‌مهاله د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دا چاره «زړور ګام» وباله. هغه له نورو هېوادونو هم غوښتنه وکړه چې د روسیې پر پل قدم کېږدي او دې ډلې ته د رسمیت پېژندو امتیاز ورکړي.

ډېپلوماټ مجلې په خپل راپور کې لیکلي، د دې پر ځای چې دا رسمیت پېژندنه د طالبانو واک لا پسې ټینګ کړي برعکس یې داخلي درزونه لا ډېر کړي دي.

مالي سرچینې د تاوتریخوالي‌ په لومو کې

ډېپلوماټ کاږي چې د طالبانو د واک له لومړۍ ورځې راهیسې افغانستان د اقتصادي سقوط په حال کې دی. بهرنیو مرستو چې د پخواني حکومت شاوخوا ۷۵ سلنه بودجه یې پوره کوله، مخه ډب شوې او د افغانستان بانک نږدې ۷ میلیارده ډالره شتمنۍ د بندیزونو له امله کنګل شوې. که د دې ډلې د رسمیت پېژندنۍ کړۍ پراخېږي، نو د مالي سرچینو برابرېدو په ګډون به د بانکي سېسټمونو پیاوړي کېدو، ګمرکي عوایدو لوړېدو،‌ سوداګریزو او امنیتي تړونونو له امتیازاتو هم برخمه شي.

د دې ترڅنګ نیوکې دي چې طالبان لا هم په قبیلوي جوړښتونو کې ښکېل دي، مشران او مذهبي څېرې یې ټوټه‌شوی واک مخې ته وړي. د درز اصلي لوبغاړي کندهار مېشتی ملا هبت‌الله او د هغه د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دی.

له قومي کشالو سره مخامخېدل

که څه هم طالبان زیاتره پښتانه دي، خو په منځ کې یې تاجک، اوزبیک او هزاره قوماندانان هم شته. په تېرو کلونو کې څو څو ځله د سرچینو پر وېش او د پښتون‌محوره مشرتابه پر جوړښت نارضایتي په ځلونو راپورته شوې ده. هر څومره چې مالي سرچینې ډېرېږي دا سیالي ورسره هم لا پراخېږي.

راپورونه ښيي چې ځینې وختونه دغه شته درزونه پر تاوتریخوالي هم بدل شوي دي. د بېلګې په توګه د روان زېږدیز کال په فبرورۍ میاشت کې د بدخشان ولایت د سرو زرو پر کان شخړه کې د طالبانو دوه ډلې سره ښکېلې شوې او یو بل ته یې مرګ ژوبله هم واوښته.

بهرنی فشار او تازه مسوولیتونه

د رسمیت پېژندنې مساله یوازې د مالي سرچینو یا اقتصاد پیاوړتیا پورې هم محدوده نه ده، بلکې د کورني سیاست تر څنګ بهرنی تګلاره یې هم مهم اړخونه دي.

کورنی سیاست: د ښځو حقونه او ټولګډونی حکومت هغه غوښتنې دي چې طالبان ورته غاړه نه ږدي او دې برخه کې پر کابل واکمنه دا ډله هېڅ ډول تعامل ته غاړه نه ږدي. د نجونو زده کړې یې محدودې کړي او واک یې هم یوازې تر خپلې ډلې پورې انحصار کړی دی.

بهرنۍ تګلاره او چلند: د پولو مدیریت، د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی او د تړونونو رعایت هم د طالبانو پر وړاندې یوه بله مساله ده. دا ډله په دې برخه کې هم چندان ښه مخینه نه‌لري او ان وخت ناوخت یې له خپلو ګاونډیانو سره هم جګړې راغلې دي. یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو میاشتو کې یې له پاکستان سره ۶ نښتې کړي. له ایران سره یې د اوبو پر سر ناندرۍ د تاوتریخوالي تر کچې رسېدلي او د همدې روان کال په اګسټ میاشت کې یې د تاجکستان له پوله‌ساتو ځواکوننو سره هم جګړه وکړه.

تېره ورځ تر زرو ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۱
تېره ورځ تر زرو ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ وايي چې یوازې پرون (وږي ۲۸مه) له پاکستان او ایران نه یو زرو او ۱۶۸ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې پرون د ننګرهار تورخم له لارې ۶۳۰، د کندهار سپين بولدک له لارې ۲۰۸، د نيمروز ورېښمو پله له لارې ۶۷، د هلمند بهرامچې له لارې ۷۸ او هرات اسلام کلا له لارې ۱۸۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

سرچینو ویلي چې له پاکستان نه ستانه‌شویو افغانانو کې ۲ زره او ۹۳۶ یې (PoR) کارټونه درلودل.

۲۱۷ یې افغان تابعیت کارټ (ACC) لرونکي او ۲۱۷ هغه کډوال وو چې هېڅ ډول اسناد یې نه‌درلودل.

په خوست کې بنګله‌دېشي دیني عالمان له طالبانو سره د «اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا» وغږېدل

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱
په خوست کې بنګله‌دېشي دیني عالمان له طالبانو سره د «اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا» وغږېدل
100%

په خوست کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د بنګله‌دېش دیني عالمانو یوې ۱۴ کسیزې ډلې دغه ولایت ته د سفر پر مهال د یادې ډلې له ځايي چارواکو سره د «اسلامي ارزښتونو پر پیاوړتیا او د فرهنګي تجربو پر تبادلو بحثونه» کړي دي.

دغه ناسته پرون (جمعه، وږي ۲۸مه) شوې او طالبانو د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د اغېزمنو تجربو شریکول یې هم مهم ګڼلي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د بنګله‌دېشي او افغان دیني عالمانو ترمنځ همکارۍ او اړیکې کولای شي چې د اسلامي ټولنو په پرمختګ کې رول ولوبوي.

تر دې مخکې هم د پاکستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو دیني عالمان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته تللي او طالبانو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا خبرې کړې دي. له اسلام‌اباده بیا تللي دیني عالمان کابل ته په جرګه ورغلي وو چې پاکستان کې د زیاتیدونکې ترهګرۍ عاملان دې په افغانستان کې وځپي.

هاخوا بیا د یو سعودي عربستان په ګډون د یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان په کابل کې د طالبانو له لوري له د‌ ښخو پر کار او زده‌کړو د طالبانو بندیزونه غندلي دي. پر کابل د واکمنو دا چاره یې د اسلامي شریعت خلاف عمل بللې او ترې یې غوښتې چې د شریعت برعکس دغه ډول سختدریځۍ نه دې لاس واخلي.