• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس عراقچي: افغان کډوال به په تدریج او باعزته ډول ستانه کړای شي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د ايران د بهرنيو چارو وزير له طالبانو سره د يوې ګډې طرحې د جوړولو خبر ورکړی چې د افغان کډوالوپر ستنولو متمرکزه ده. عباس عراقچي وايي، د دې طرحې له مخې به د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير تدريجي او په باعزته ډول ترسره شي.

سيد عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ ایرنا اژانس ته په مرکه کې وویل، چې له طالبانو سره یې په لیدنو کې د غيرقانوني افغان کډوالو د وتلو پر اړتيا مفصل بحث کړی او دواړو خواوو ټينګار وکړ چې ايران ته په غير قانوني ډول داخل شوي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

عراقچي زياته کړه: « تر ټولو مهمه مساله د کډوالو د بېرته ستنېدو په بهير کې د دغه بهير مديريت دی. موږ له افغان حکومت سره په مشوره کې يو، څو دا بهير په اصولي او منظم ډول ترسره شي».

عراقچي وايي، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د افغان کډوالو د تدريجي او باعزته بېرته ستنېدو لپاره يوه ګډه طرح چمتو او عملي شي.

نوموړي وويل: « دا ډېره مهمه ده چې افغان لوری د دې کډوالو د منلو او جذب وړتيا ولري. اوس مهال افغان چارواکي د دغه بهير د تطبيق لپاره پلان جوړوي او د همدې له مخې به دا کسان په تدريجي ډول له هېواده ووځي».

د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، افغانستان بايد دا توان ولري چې دغه کسان په سمه توګه جذب کړي او د دوی د منلو زمينه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړې، « موږ نه غواړو چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د دواړو هېوادونو لپاره يوه ټولنيزه ستونزه جوړه شي. زموږ لپاره مهم اصل دا دی چې دا بهير د يوې منطقي او معقولې سيمه‌ييزې تګلارې پر بنسټ ترسره شي».

د ایران بهرنيو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز ریيس نادر يار احمدي په وينا، دا مهال شاوخوا ۶ ميليونه بهرني وګړي، چې زياتره يې افغانان دي، په قانوني او غيرقانوني ډول په ايران کې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي، سبا د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي. د افغانستان بانک نږدې میاشت مخکې هم د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره ۲۰ میلیونه ډالره وپلورل.

د افغانستان بانک نن سې شنبې د وري په څلورمه په اېسکپاڼه کې په شرايطو برابرو له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو غوښتي، چې په دغه بولۍ کې دې ګډون وکړي.

بانک ویلي، چې د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي دي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه تصفيه کړي.

په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ واکمنېدو پسې افغانستان ته د میلیون ډالري کڅوړو بندېدو پسې د څو ورځو لپاره د افغانۍ ارزښت وغورځېد، خو طالبانو یې په مقابل کې د تدابیرو نیولو او ډالرو لیلامولو سره ارزښت بېرته پرځای کړ.

افغانستان انټرنشنل ته د کپ ۶مه یو شمېر صرافانو ته ویلي وو، چې طالبانو د افغانۍ د ثبات ساتلو پر موخه پر دوی یو شمېر بندیزونه هم لګولي او د « شهزاده سرای په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې په ازاده توګه بولۍ» یا د ډالرو پیر و پلور نه شي کولای.

د کابل شهزاده سرای څخه یې صراف زیاته کړې وه، چې د طالبانو استخبارات دوکان په دوکان ګرځي او د اسعارو اړوند نرخونه هم د صرافانو پر ځای د دغه ډلې له لوري په زوره ټاکل کېږي.

که څه هم طالبان په ښکاره توګه ځان له اقتصادي پلوه پیاوړی ښيې، خو باورونه دا دي چې دا ادعاوې ناسمې دي او دوی د بودېجې له کسر سره مخ دي، چې همدې امله د دولتي کارمنانو د معاشونو په ورکړه کې هم ځنډ او خنډ رامنځته شوی دی.

طالبانو د عباس عراقچي د دې خبرې هرکلی وکړ، چې وايي «اوس پر افغانستان یوه ډله واکمنه ده»

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې خبرې هرکلی کوي چې وايي، اوس پر افغانستان یواځې یوه ډله واکمنه ده. عباس عراقچي ویلي، تر طالبانو مخکې «د افغانستان مختلفې سیمې د مختلفو ډلو واک کې وې، خو اوس دغه ټول هېواد د طالبانو په واک کې دی او امنیت هم ټینګ دی.»

حمدالله فطرت د عباس عراقچي د دې څرګندونو هرکلی کوي او زیاتوي: «د ایران اسلامي جهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د وروستیو مثبو څرګندونو چې د افغانستان په تړاو یې کړې، هرکلی کوو او دا د افغانستان له شته واقعیتونو سم درک دی او دا واقعیت دی چې اوس یواځې یوه سیاسي ډله ده چې د افغانستان پر ټوله جعرافیا بشپړ حاکمیت لري.»

خو له دې سره عباس عراقچي دا هم منلې چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګريزو ډلو فعاليتونه جدي او مهم دي.

ایران له افغانستان دغه هېواد ته د وسلوالو او کډوالو د ور اوښتو د مخینوي لپاره له تېر کال راهیسې دېوال پیل کړی او نور امنیتي تدابیر یې هم زیات کړي دي.

په دا مهال یې د طالبانو له حکومت سره اقتصادي راکړه ورکړه او ټرانزیټي سوداګري زیاته شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي افغان کډوال په تذکره خپل هېواد ته ستنېدلای شي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۰

پاکستان په دغه هېواد کې میشتو افغان کډوالو ته اجازه ورکړه، چې په تذکره افغانستان ته ستانه شي. په تېرو څو ورځو کې له څلور زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او د ۱۱ سوه پاکستانیان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په تورخم کې د پاکستان د کډوالو یا امیګریشن برخې د دوشنبې په ورځ، د کب پر څلورمه په سلګونو تنو هغو افغانانو ته پر کرښه د اوښتلو اجازه ورکړه، چې پاسپورټونه یې نه لرل.

په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل-پښتو خبریال وايي، چې دغه کسان له تېرو څو ورځو راهیسې د کرښې پورې غاړې ته منتظر وو او د خوراک، څښاک او شپې تېرولو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

په تورخم کې د پاکستان د امیګریشن د برخې د چارواکو په وینا، اوس په دې اداره کې د تذکرې نظام بېرته پیل شوی او افغانان اوس خپل هېواد ته په تذکره هم تللی شي.

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې تورخم دروازه یوازې د هغو خلکو پرمخ پرانېستل شوې، چې قانوني اسناد او پاسپورټونه لري.

وړمه ورځ د پاکستان د کارګرو صنفي اتحادیې رییس د پاکستان د څیړنو فدرالي ادارې نه غوښتي وو، چې په تذکره تلونکو افغانانو ته اجازه ور کړي، چې افغانستان ته لاړ شي.

په تېرو څو ورځو کې له څلور زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي او د ۱۱ سوه پاکستانیان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د ثبت او ملي احصایې یا نادرا سرچینې وايي، په افغانستان کې د پاکستان سفارت هر کال له ۳۰۰ زرو ډېرې طبي، سیاحتي او نورې ویزې صادروي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اونادرا سرچینو ددغه هېواد رسنیو ته ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې د بهرنیو چارو وزارت له خوا ۹۰۰ زره ویزې صادرې شوي، خو یوازې ۱۵ زره کسانو د ویزې د غځولو لپاره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې ده، په داسې حال کې چې پاتې نور کسان په ښارونو کې په غیرقانوني ډول ژوند کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه مکتوب کې، چې د یاد وزارت د یوې برخې د مسوول اغا هاشیر له خوا صادر شوی، د دغه هېواد د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) او نورو ادارو ته لارښوونه شوې چې په هوايي ډګرونو کې طبي ویزې د طبي افسرانو له‌خوا تصدیق شي.

د تورخم دروازه پر ډیورنډ کرښه د طالبانو د یوې امنیتي پوستې جوړولو پر سر د شخړې له امله بنده شوې وه، چې دواړو خواوو ته یې شاوخوا یوه میاشت له توکو ډکې په زرګونو لارې ولاړې پاتې وې.

ازبکستان په پلازمېنه کابل کې د سوداګرۍ کور پرانیزي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۱:۱۹ GMT+۰

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې له مزار شریف وروسته، په کابل کې د سوداګرۍ کور یا مرکز پرانیزي، چې په دغه مرکز کې به د ازبکستان ودانیز توکي نندارې ته وړاندې شي.

دا سوداګریز کور به ۵۷۰ مربع متره نندارځایونه او ۵۰۰ مربع متره ګودام ولري، چې د محصولاتو د ساتلو لپاره به کارول کېږي.

ازبکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه سوداګریز مرکز پرانېستل به د ازبکستان تولیدوونکو ته دا زمینه برابره کړي چې په افغان بازار کې خپل دریځ پیاوړی کړي او افغان شرکتونه به لوړ کیفیته ودانیز توکي په مستقیم ډول، له منځګړو پرته ترلاسه کړای شي.

ازبکستان له دې مخکې په مزار شریف کې هم ورته یو مرکز پرانېستی، چې درمل او برېښنایي تجهیزات وړاندې کوي. دغه مرکز ۲۲۰مربع متره ساحه پوښي.

د ۲۰۲۵ کال په جنوري او فبروري میاشتو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۲۷۶.۲ ملیون ډالرو ته رسېدلی.

طالبان وايي په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۷۵ زره کسان په توبرکلوز اخته کېږي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې وايي، هر کال له هر ۱۰۰ زرو کسانو ۱۸۰ تنه په توبرکلوز یا نري رنځ اخته کېږي. د هغه په وینا چې دا شمېر د افغانستان د نفوس له مخې شاوخوا ۷۵ زره کسانو ته رسېږي.

نوموړي نن «د کپ ۴مه» د توبرکلوز یا « نري رنځ» تاروغۍ په اړه د پوهاوي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وویل چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې ۵۱ زره او ۳۱۹ د توبرکلوز ناروغانو درملنه کړې ده.

هغه وویل:« د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې په هېواد کې برکلوز له منځه یوسي.»

د طالبانو دغه چارواکي د توبرکلوز د کنټرول د دې وزارت له لومړیتوبونو بللی او کورنیو او نړیوالو شریکانو، همدراز له همکارو بنسټونو یې غوښتي، چې له دغه وزارت سره خپلې همکارۍ زیاتې او دا چارې د بشپړې همغږۍ له مخې ترسره کړي.

تېر کال طالبانو ویلي و چې په ټول افغانستان کې د نري رنځ کچه د تېر پرتله پنځه سلنه کمه شوې ده.

دغه وزارت زیاته کړې وه، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دا مهال ۸۷۳ روغتیایي مرکزونه فعال دي چې د دوی په وینا خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

نرۍ رنځ، ملاریا، سینه بغل، ګوزڼ، شری او اسهال د هغو ساري ناروغیو په نوملړ کې دي چې افغانستان کې یې شمېر خورا لوړ دی او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترې خلک کړېږي.

په وروستیو کلونو کې افغانستان د روغتیا په برخه کې له ستر ګواښونو سره مخامخ دی.

د اقتصادي کړکېچونو زیاتوالی، په کافي توګه روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی او د نړۍوالو مرستو کموالی هغه لاملونه دي چې د ساري ناروغیو د خپریدو ګواښونه یې زیات کړي دي.