• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۷۵ زره کسان په توبرکلوز اخته کېږي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۰تازه شوی: ۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې وايي، هر کال له هر ۱۰۰ زرو کسانو ۱۸۰ تنه په توبرکلوز یا نري رنځ اخته کېږي. د هغه په وینا چې دا شمېر د افغانستان د نفوس له مخې شاوخوا ۷۵ زره کسانو ته رسېږي.

نوموړي نن «د کپ ۴مه» د توبرکلوز یا « نري رنځ» تاروغۍ په اړه د پوهاوي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني وویل چې دغه وزارت په تېر یوه کال کې ۵۱ زره او ۳۱۹ د توبرکلوز ناروغانو درملنه کړې ده.

هغه وویل:« د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې په هېواد کې برکلوز له منځه یوسي.»

د طالبانو دغه چارواکي د توبرکلوز د کنټرول د دې وزارت له لومړیتوبونو بللی او کورنیو او نړیوالو شریکانو، همدراز له همکارو بنسټونو یې غوښتي، چې له دغه وزارت سره خپلې همکارۍ زیاتې او دا چارې د بشپړې همغږۍ له مخې ترسره کړي.

تېر کال طالبانو ویلي و چې په ټول افغانستان کې د نري رنځ کچه د تېر پرتله پنځه سلنه کمه شوې ده.

دغه وزارت زیاته کړې وه، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دا مهال ۸۷۳ روغتیایي مرکزونه فعال دي چې د دوی په وینا خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

نرۍ رنځ، ملاریا، سینه بغل، ګوزڼ، شری او اسهال د هغو ساري ناروغیو په نوملړ کې دي چې افغانستان کې یې شمېر خورا لوړ دی او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترې خلک کړېږي.

په وروستیو کلونو کې افغانستان د روغتیا په برخه کې له ستر ګواښونو سره مخامخ دی.

د اقتصادي کړکېچونو زیاتوالی، په کافي توګه روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی او د نړۍوالو مرستو کموالی هغه لاملونه دي چې د ساري ناروغیو د خپریدو ګواښونه یې زیات کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: د خیبر پښتونخوا حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پرېکړه منلې ده

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د علي امین ګنډاپور په مشرۍ د خیبر پښتونخوا حکومت هم د مرکزي حکومت هغې پرېکړې ته غاړه اېښې، چې افغان کډوال باید (د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱مې) مخکې خپل هېواد ته ستانه شي.

تر دې وړاندې علي امین ګنډاپور د مرکزي حکومت د دغې پرېکړې مخالفت کړی و او زیاته کړې یې وه، چې د قانوني اسنادو درلودونکو افغان کډوالو ته دې په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سند حکومت هم د اې سي سي کارت لرونکو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره خپل چمتواولی ښودلی دی.

د رسنیو په وینا، د دغو کډوالو اېستنه به د راروانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.

بل خوا بیا په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو پرانستي لیک استولی او له هغه یې غوښتي، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو جبري اېستنه ودروي او د کډوالو لپاره د ویزې د نوي کولو پروسه ساده کړي.

څه موده وړاندې د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه د ټولو افغان کډوالو د وتلو لپاره یې (د مارچ ۳۱مه) نېټه ټاکلې ده او له اې سي سي کارت لرونکو افغانانو یې غوښتي و چې (د مارچ تر ۳۱مې نېټې) له دغه هېواده ووځي.

خو له بل پلوه، هغه کسان چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره ثبت دي کولای شي (د جون تر ۳۰مې نېټې) پورې په پاکستان کې پاتې شي.

امریکايي څېړونکی: امریکا له کابل مېشتو طالبانو سره د همکاریو پراخېدو هڅې کوي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۴۸ GMT+۰

د وېلسن څېړنیز مرکز د سوېلي اسیا څانګې مشر مایکل کوګلمن ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د حقاني شبکې د درېیو مشرانو پر سر د جایزو لغوه کول د طالبانو په وړاندې د امریکا د دریځ بدلون څرګندوي.

هغه زیاته کړې واشنګټن غواړي له کابل مېشتو طالبانو سره کار وکړي او د کندهار طالبانو ته پاملرنه نه کوي.

د کوګلمن په وینا، امریکا د طالبانو له مشر هبت‌الله اخندزاده څخه سترګې اړولې دي او غواړي د کندهار مېشتې ډلې پر ځای په کابل کې له طالبانو سره اړیکې پراخې کړي.

د نوموړي په وینا؛ اوس‌مهال په افغانستان کې د امریکا موخې د زنداني شویو امریکایي وګړو د خوشې کېدو، د امریکايي وسلو بېرته ترلاسه کولو پورې محدودې دي.

د هغه په خبره، ښايي امریکا له طالبانو سره د داعش ترهګرې ډلې د غړو د موندلو په برخه کې هم همکاري وکړي.

مایکل کوګلمن دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د (کب ۳مه)‌ پر اېکس پاڼه کړ‌ې دي.

نوموړي ویلي، د جایزو لغوه کول کېدای شي د امریکا د دغو موخو د پرمختګ لپاره هڅوونکی ګام وي.

دغه امریکایي څېړونکي زیاته کړې:« دا منطقي ده، ځکه کندهار له لویدیځ سره تعامل نه لري او د امریکا غوښتنې چې ټولنیزې او اېډیالوژیکې مسلې نه لري، د کابل د طالبانو د صلاحیت برخه جوړوي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني او د هغه د نږدې کسانو عزیز حقاني او یحیی حقاني نومونه د څارنې له نوملړه لرې کړي دي.

تر دې وړاندې امریکا د سراج الدین حقاني د نیولو په بدل کې ۱۰ مېلیونه ډالر، د عزیز حقاني او یحیی حقاني د نیولو په بدل کې ۵-۵ مېلیونه ډالره جایزې ټاکلې وې.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حقاني شبکې د مشرانو لپاره ټاکل شوې جایزې لغوه کړې دي؛ خو لا هم د سراج الدین حقاني نوم د امریکا د فډرالي څېړنو ادارې (FBI) په وېب‌ پاڼه کې لیدل کېږي.

حقاني شبکه چې په ۱۹۷۰مو کلونو کې د جلال‌الدین حقاني له‌خوا جوړه شوې وه، د امریکا له‌خوا د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې د خونړیو بریدونو مسووله بلل شوې ده.

امریکا د ۲۰۱۲ کال په سېپتمبر کې حقاني شبکه د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه ونوموله او د دغې شبکې د مشرانو سراج الدین، عبدالعزیز، خلیل‌الرحمان، یحیی حقاني او عبدالرووف ذاکر د نیولو لپاره یې د ۵ څخه تر ۱۰ مېلیونه ډالرو پورې جایزې اعلان کړې وې.

واشنګټن ویلي و، چې حقاني شبکه له القاعدې سره نږدې اړیکې لري او د ۲۰۱۱ کال کابل کې د امریکا پر سفارت د ۱۹ ساعته برید او همداراز د ۲۰۰۸ کال د سرینا هوټل برید په څېر بریدونو کې ښکېله ده.

کابل ته د یوه امریکایي پلاوي تر سفر وروسته د حقاني شبکې د مشرانو نومونه امریکا د «عدالت لپاره انعام» پروګرام له وېب‌ پانې څخه پاک شول.

دغه پلاوی د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډام بوایلر په مشرۍ کابل ته تللی و او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هم ورسره و.

دا د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، کابل ته د امریکایي چارواکو لومړی سفر و.

دغه پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي؛ خو دا لا نه ده معلومه چې د طالبانو له نورو مشرانو سره یې هم ناستې کړې که نه.

تر دې سفر وړاندې طالبانو په کابل کې د امریکا سفارت پر دېوالونو د متحده ایالاتو ضد لیکل شوي شعارونه هم پاک کړي وو.

د طالبانو د چارو ادارې مشر: موږ له هغو کسانو غچ نه اخلو، چې تېر شال کاله یې راسره جګړه کړې

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۸:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې مشر شیخ نور الحق انور په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، دوی هغو کسانو ته بښنه کړې چې په تېرو شلو کلونو کې یې ورسره جګړه کوله او له چا څخه یې غچ نه دی اخیستی.

هغه دغه څرګندونې د یو شمېر هزاره ټبرو او شیعه مذهبو د قدر شپې په نوم جوړو شویو مراسمو ته کړې دي.

د طالبانو د چارو ادارې مشر زیاته کړې، چې د دوی لپاره تېر شوی حالت ارزښت نه لري او راتلونکي ورته خورا مهم دی چې له همدې کبله یې له دوی سره جنګېدونکو کسانو ته بښنه کړې ده.

دغه څرګندنې داسې مهال کېږي، چې په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام سرتېري د طالبانو له لوري له مرګوني ګواښونو سره مخ دي،‌ دغې ډلې یو شمېر پخواني امنیتي منسوبین وژلي، سلګونه یې زنداني کړي او ځیني یې تر سخت استخبارتي څار لاندې راوستي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې هڅه کوي، چې د بېلابېلو قومونو او مذهبونو کسان په زوره دې ته وهڅوي؛ څو د دوی په ملاتړ غونډې جوړې کړي.

د دغه غونډې یو تن جوړونکی او د طالبانو د ښار جوړولو وزارت یو مرستیال مدار علي کریمي بامیاني وايي، شیعه مذهبي او هزاره ټبري د هر ډول وینې تویېدنې او تاوتریخوالي خلاف دي. هغه د ټولو قومونو تر منځ پر ملي یووالي ټینګار کړی دی.

په یاده ناسته کې په بامیان ولایت کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي ټینګار کړی چې باید قومي، مذهبي او ژبني توپیرونو څخه واټن واخیستل شي.

خو طالبان بیا د خپلو دغو څرګندونو برعکس د شیعه مذهبو تر څنګ پر سلفیانو، اسماعلیانو او د نورو مذهبونو پر پیروانو سخت محدودیتونه لګولي‌ دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت: هر کال شاوخوا ۱۸۰ زره تنه د «نري رنځ» په ناروغۍ اخته کېږي

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې هر کال له ۱۰۰زرو څخه تر ۱۸۰زرو پورې کسان د نري رنځ یا توبرکلوز په ناروغۍ اخته کېږي. دغه وزارت په تېر کال کې د دغې ناروغۍ د پنځوس زره ناروغانو د درملنې خبر هم ورکړی دی.

د طالبانو د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدلولي حقاني وايي، چې د توبرکلوز ناروغۍ درملنه یې په کاري لومړیتوبونو کې نیولې ده.

هغه له نړۍوالو مرستندویه ادارو او بنسټونو غوښتي، چې د توبرکلوز ناروغۍ په برخه کې ورسره لازمې مرستې وکړي.

د مارچ ۲۴مه په ټوله نړۍ کې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنېوي په نوم نمانځل کېږي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان په همدې مناسبت په خبرپانه کې ډاډ څرګند کړی، چې په هېواد کې به د نري رنځ له ناروغانو د درملنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي: «موږ د خپلو متحدینو سره نږدې کار کوو؛ تر څو د دغې وژونکې ناروغۍ څخه اغېزمن شوي هر وګړي او کورنۍ ته ځانګړې رسېدنه وکړو».

په افغانستان کې د یاد سازمان مشر ډاکټر ایډوین سینېزه سلواډور له خلکو غوښتي، چې د دغه ناروغۍ د مخنېوي لپاره په ګډه کار وکړي او د درملنې پر لارو چارو یې غور وکړي.

د روغتیاپالانو په وینا؛ د نري رنځ ناروغي یو ډول مکروب دی چې د هوا له لارې، د پرنجي، ټوخي او توکاڼو له لارې خلک په دغه ناروغۍ اخته کېدای شي.

دغه ناروغي د انسانانو د بدن سږي اغېزمنوي؛ خو کرار، کرار د بدن نور غړي‌ هم تر خپل اغېز لاندې راوستی شي.

روغتیاپالان په دې باور دي، که د دغه ناروغۍ په وخت درملنه ونشي؛ نو په پنخوس سلنه ناروغانو کې د مړینې لامل کېږي.

د دغه ناروغۍ نښې اوږدمهاله ټوخی او‌ بلغم ګڼل کېږي، چې ځیني وخت بلغمو سره وینې هم ګډې وي.

د اټکل له مخې، د نړۍ نږدې درېیمه برخه په دې ناروغۍ اخته ده او په هرې ثانیې کې یو روغ کس پر دغه ناروغۍ اخته کېږي.

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته پرانیستی لیک استولی

۴ وری ۱۴۰۴ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۵، ۰۶:۵۷ GMT+۰

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو پرانستي لیک استولی او له هغه یې غوښتي، چې ژر تر ژره د افغانانو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.

په دغه لیک کې راغلي، چې د کډوالو لپاره د ویزې د نوي کولو لړۍ هم ساده کړي.

په دغه دوه مخیز پرانیستي لیک کې چې په خواله رسنیو کې هم خپور شوی، په پاکستان کې د متحده ایالاتو د بیا مېشتېدنې په تمه افغان کډوالو له هغه وغوښتل چې په سملاسي توګه د هغو افغانانو بېرته ستنول وځنډوي چې متحده ایالاتو ته د تګ لپاره د ویزې غوښتنلیکونه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو ته د وتلو لپاره (د مارچ ۳۱مه نېټه ) ټاکلې او هغه کسان چې بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ کارتونه لري، کولای شي چې (د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې) په دغه هېواد کې پاتې شي.

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په داسې مهال د دغه هېواد لومړي وزیر ته پرانستی لیک استولی، چې نن پاکستانۍ رسنیو خبر خپور کړی چې د سند حکومت د بې‌اسناده او اې‌سي‌سي کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.

د دغو کډوالو اېستنه به د راروانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.