
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې هر کال له ۱۰۰زرو څخه تر ۱۸۰زرو پورې کسان د نري رنځ یا توبرکلوز په ناروغۍ اخته کېږي. دغه وزارت په تېر کال کې د دغې ناروغۍ د پنځوس زره ناروغانو د درملنې خبر هم ورکړی دی.
د طالبانو د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدلولي حقاني وايي، چې د توبرکلوز ناروغۍ درملنه یې په کاري لومړیتوبونو کې نیولې ده.
هغه له نړۍوالو مرستندویه ادارو او بنسټونو غوښتي، چې د توبرکلوز ناروغۍ په برخه کې ورسره لازمې مرستې وکړي.
د مارچ ۲۴مه په ټوله نړۍ کې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنېوي په نوم نمانځل کېږي.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان په همدې مناسبت په خبرپانه کې ډاډ څرګند کړی، چې په هېواد کې به د نري رنځ له ناروغانو د درملنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
خبرپاڼه زیاتوي: «موږ د خپلو متحدینو سره نږدې کار کوو؛ تر څو د دغې وژونکې ناروغۍ څخه اغېزمن شوي هر وګړي او کورنۍ ته ځانګړې رسېدنه وکړو».
په افغانستان کې د یاد سازمان مشر ډاکټر ایډوین سینېزه سلواډور له خلکو غوښتي، چې د دغه ناروغۍ د مخنېوي لپاره په ګډه کار وکړي او د درملنې پر لارو چارو یې غور وکړي.
د روغتیاپالانو په وینا؛ د نري رنځ ناروغي یو ډول مکروب دی چې د هوا له لارې، د پرنجي، ټوخي او توکاڼو له لارې خلک په دغه ناروغۍ اخته کېدای شي.
دغه ناروغي د انسانانو د بدن سږي اغېزمنوي؛ خو کرار، کرار د بدن نور غړي هم تر خپل اغېز لاندې راوستی شي.
روغتیاپالان په دې باور دي، که د دغه ناروغۍ په وخت درملنه ونشي؛ نو په پنخوس سلنه ناروغانو کې د مړینې لامل کېږي.
د دغه ناروغۍ نښې اوږدمهاله ټوخی او بلغم ګڼل کېږي، چې ځیني وخت بلغمو سره وینې هم ګډې وي.
د اټکل له مخې، د نړۍ نږدې درېیمه برخه په دې ناروغۍ اخته ده او په هرې ثانیې کې یو روغ کس پر دغه ناروغۍ اخته کېږي.

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو پرانستي لیک استولی او له هغه یې غوښتي، چې ژر تر ژره د افغانانو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.
په دغه لیک کې راغلي، چې د کډوالو لپاره د ویزې د نوي کولو لړۍ هم ساده کړي.
په دغه دوه مخیز پرانیستي لیک کې چې په خواله رسنیو کې هم خپور شوی، په پاکستان کې د متحده ایالاتو د بیا مېشتېدنې په تمه افغان کډوالو له هغه وغوښتل چې په سملاسي توګه د هغو افغانانو بېرته ستنول وځنډوي چې متحده ایالاتو ته د تګ لپاره د ویزې غوښتنلیکونه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغانانو ته د وتلو لپاره (د مارچ ۳۱مه نېټه ) ټاکلې او هغه کسان چې بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ کارتونه لري، کولای شي چې (د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې) په دغه هېواد کې پاتې شي.
په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په داسې مهال د دغه هېواد لومړي وزیر ته پرانستی لیک استولی، چې نن پاکستانۍ رسنیو خبر خپور کړی چې د سند حکومت د بېاسناده او اېسيسي کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لپاره چمتووالی نیولی دی.
د دغو کډوالو اېستنه به د راروانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي.
د پخواني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د یوه افسر حسن جبارخېل خپلوانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ناپېژانده وسلهوالو نوموړی د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې په ډزو وژلی دی.
ډګرمن حسن جبارخېل د پخواني پرځېدلي جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په چوکاټ کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.
د جمهوري نظام په وروستیو کې یې د کابل-جلال اباد لویې لارې د امنیتي کنډک د درستیزوال په توګه دنده لرله.

د هغه خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه پخوانی افسر د تېرې شنبې په شپه د کابل ښار د کلوله پشته سیمې اړوند ناپېژانده کسانو لومړی له خپل کور څخه اېستی او بیا پر نامعلوم لوري له ځانه سره وړی و.
د هغه کورنۍ تېره شپه د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د نوموړي جسد موندلی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې نوموړی پر ډزو وېشتل شوی او پر جسد یې د مرمیو سوري هم ښکاري. هغه په سینه وېشتل شوی دی.
د خپلوانو په خبره یې، د حسن جبارخېل کورنۍ له هېڅ چا سره کومه شخصي دوښمني نه لري او دوی نه پوهېږي چې هغه چا وژلی دی.
د دغه وژل شوي پولیس افسر پلار هم د جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت جیګپوړی چارواکی و. د هغه پلار جنرال اصف جبارخېل نومېږي چې اوس مهال په جرمني هېواد کې مېشت دی او د کابل نړۍ وال هوایي ډګر د قوماندان په توګه یې هم دنده ترسره کړې وه.
د پولیسو دغه وژل شوی افسر اصلا د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی و؛ خو له ډېرو کلونو راهیسې په کابل کې اوسېدو.
۳۴ کلن ډګرمن حسن جبارخېل واده کړی و او څلور ماشومان یې لرل، چې دوه یې لوڼې او دوه زامن دي.
مشره لور یې دیارلس کاله عمر لري او د زامنو عمرونه یې د اته او لس کلونو ترمنځ دي.
د نوموړي د کورنۍ ټول غړي له افغانستانه وتي وو؛ خو دی لا هم په افغانستان کې پاتې و.
د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې د پخوانیو امنیتي منسوبینو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ دی او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه یې د وژل کېدو او شکنجې خبرونه ترلاسه کېږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله که څه هم د پخواني جمهوري نظام امنیتي ځواکونو ته د عمومي بښنې اعلان کړ و؛ خو د طالبانو سیمهییزو قوماندانانو بیا د خپل مشر د دغه امر خلاف ځیني پخواني امنیتي کسان وژلي او سخت شکنجه کړي دي.
همدا راز د طالبانو استخباراتو ریاست له لوري پخواني امنیتي منسوبین زنداني کړي او حتی ځیني یې په زندانونو کې د طالبانو د سختو شکنجو له کبله مړه شوي هم دي.
په پکتیکا، هلمند، ننګرهار، خوست، بدخشان، پنجشېر او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغو ځواکونو مرموزې وژنې هم ترسره شوې دي.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام د سرتېري او امنیتي مسوولینو پر کړکېچن وضعیت جدي اندېښنې ښوولې دي.
لسګونه زره پخوانیو امنیتي ځواکونو د طالبانو د دغو ګواښونو له کبله هېواد پرېښی او ځیني یې ان په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند کوي.
یو شمېر نور بیا اړ شوي، چې له کږلېچونو په ډکو لارو اروپا او نورو هېوادونو ته ناقانونه تګ وکړي؛ څو د طالبانو تر واک لاندې د ورپېښو ستونزو څخه سرونه خوندي کړي.
د راپورنو له مخې، په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت کارکوونکي، د ځانګړو ځواکونو سرتېري او امنیتي منسوبین د طالبانو تر سخت څار لاندې دي.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو استخبارات په بېلابېلو پلمو د پخواني جمهوري نظام افسران ور غواړي او ځوروي یې او ان ځیني وخت یې کورونه هم تالاشي کوي.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په خپله وروستۍ سرمقاله کې په دغه هېواد کې د جګړو او ناامنیو بې ساري زیاتوالي ته په اشارې سره لیکلي دي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدل د پاکستان ضد وسلهوال زړور کړي دي.
د مقالې له مخې، دغه وضعیت په ښکاره ډول په کابل کې د رژیم له بدلون سره تړاو لري. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په پیل کې د طالبانو واکمنېدل ولمانځل او هیله یې څرګنده کړه چې دغه واکمني به له دغه هېواد سره د همکاریو یو نوی باب پرانیزي.
پاکستاني چارواکي په دې باور وو، چې د امریکا او بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به له طالبانو سره همکاري وکړي او خپلې ستراتیژیکې ګټې به خوندي کړي.
خو واک ته د طالبانو له رسېدو څو میاشتې وروسته څرګنده شوه، چې د پاکستان دغه تمه ناسمه وه او طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک «ټيټيپي» یا نورو ډلو پر ضد له اقدام کولو ډډه کړې او د پاکستان په وړاندې یې له دښمنۍ ډک چلند غوره کړی دی.
لیکوال لیکلي، چې نن سبا طالبان له پاکستان سره نه؛ بلکې له هندوستان سره ښې اړیکې لري. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هند تل طالبان د پاکستان د یوې پراکسي ډلې په توګه ګڼلي وو.
مقاله زیاتوي، اوسمهال پاکستان د هند پرتله له افغانستان څخه ډېر د ګواښ احساس لري او د اړیکو د ترینګلتیا یو اصلي لامل یې دا دی، چې پاکستان نور د دغو ډلو د خوشحالولو پالیسي نه څاري.
په مقاله کې راغلي، طالبانو له پاکستان څخه غوښتي چې د ټيټيپي سره خبرې وکړي او د دغې ستونزې لپاره یوه سیاسي حل لاره پېدا کړي؛ خو پاکستان په کلکه ویلي چې له ټيټيپي ډلې سره به خبرې ونه کړي.
د یادولو وړ ده، چې وسلهوالې ډلې تل له جګړې او تاوتریخوالي څخه د خپلو مخالفینو پر وړاندې د فشار په توګه کار اخلي؛ طالبانو هم په دوحه کې له امریکا سره د خبرو پر مهال له همدغې لارې کار اخیستی و.
ټيټيپي او بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ هم په دې وروستیو کې یې دغه ستراتیژي خپله کړې او په مرګوني بریدونو سره یې پر پاکستان فشارونه زیات کړي؛ ترڅو دغه هېواد تسلیمېدو ته اړ کړي.
د طالبانو د جبري اسلامي حجاب له کبله په ښاري سیمو کې افغان نجونو د دودیزې اسماني رنګه بورقې پر ځای عربي حجابونو ته مخه کړې او د بورقو پرتله پکې ځانونه ارامه احساسوي.
د ساوت چاینا مارنېنګ پوسټ د راپور له مخې، له هغه وخته چې طالبان بیا ځل واک ته رسېدلي د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې یې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي؛ خو سره له دې که څه هم نجونې او ښځې اړې دي، چې خپل بدن او مخونه پټ کړي خو د طالبانو مذهبي پولیسو د بورقې اغوستل لازمي نه دي ګڼلي.
همدا لامل دی، چې ډېرې نجونې د داسې حجابونو انتخاب کوي چې په عربي هېوادونو کې عام دي.
بورقه یا عربي حجاب؟ د نجونو نوی انتخاب
د کابل او مزار شریف ګڼو نجونو د بورقې پر ځای اوږدې، پلنې عبایاګانې (عربي حجابونه) او ځینې وختونه نقابونه کاروي.
ځینې یې د طبي ماسکونو یا عربي نقابونو څخه کار اخلي، چې یوازې سترګې پکې ښکاري.
تهمینه عادل چې ۲۳ کلنه ده او د طالبانو د بندیزونو له کبله یې د اقتصادي پوهنځي زدهکړې نیمګړې پاتې شوې دي د ححاب په تړاو وایي:« د نوي نسل نجونې د بورقې رنګ او ډیزاین نه شي زغملای. موږ د خواله رسنیو له لارې د نړۍ د ښځو فیشن څارو او زه شخصاً عبایا غوره ګڼم، ځکه پکې ارامه یم».
نورو ښځو هم ویلي، چې د بورقې پرتله عربي حجاب او ټېکری دوی ته د لباس د ډول، رنګ او کیفیت د انتخاب له پلوه یو څه ازادي ورکوي.
د بورقې دودیز ملاتړي
که څه هم ځینو مېرمنو د بورقې پر ځای عربي حجاب ته ارزښت ورکوي؛ خو لا هم ډېرې عمر خوړلې ښځې په دودیز ډول بورقې اغوندي.
څلوېښت کلنې نسیمې وویل: «مخ ښکاره کول ګناه ده!».
خو هغه دا هم مني، چې د ډېرې ګرمۍ پر مهال ځینې وختونه عربي حجاب او ټېکری انتخابوي؛ ترڅو خوله او پوزه یې لږه ازاده وي.
طالبانو د کابل تر نیولو وروسته ژمنه وکړه، چې دا ځل به نرم چلند کوي؛ خو د ملګرو ملتونو راپورونه وايي، چې طالبان اوس هم پر ښځو سخت محدودیتونه لګوي او د ښځو د وضعیت لپاره یې «جنسیتي اپارټایډ» اصطلاح کارولې ده.
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي: «فرق نه لري چې ښځې بورقه اغوندي که بل ډول حجاب، مهمه دا ده چې پټې وي».
هم مهاله په کابل ښار کې د بورقو پلورونکي وایي، چې د دې دودیز لباس بازار مخ په کمېدو دی.
د بورقو یو هټۍوال ګل محمد په وینا:« اوس ډېری بورقې له چین څخه راځي، د نخي پر ځای د نایلون جوړې دي، چې ژمي کې ډېرې سړې او دوبي کې دومره ګرمې وي لکه اور».

د نجونو د مقاومت بله بڼه
د کندهار اوسېدونکې ۲۳کلنه صبریې په خبره، د طالبانو له واکمنېدو سره یې د خپلې خوښې خلاف په لومړي ځل بورقه واغوستله.
هغې زیاته کړه:« تګ راته پکې سخت و، نه مې شو کولای چې پکې لاره سمه وګورم او ان ښي او کېڼ طرف ته کتل راته پکې سخت وو. عجبه تجربه وه راته».
د طالبانو د سختو محدودیتونو له کبله افغان نجونې هڅه کوي، چې لږ تر لږه د خپلو ازادیو او د طالبانو بندیزونو څخه د خلاصون لپاره کوچنۍ بدیلې لارې هم ولټوي. حتی په دغو بدیلو لارو کې د دودیزو بورقو پر ځای د عربي حجابونو کارول هم یوه بېلګه ده.
د راپورنو له مخې، په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د طالبانو امربالمعروف محستبان څو، څو ځله په بېلابېلو ښارونو کې د حجاب پلورونکو دوکانونو ته ورغلي او په ښکاره ټکو یې ورته ویلي، چې باید د تورو عربي حجابونو له پلورلو څخه ډډه وکړي.
په پکتیا کې د دغو محتسبانو د جوماتونو په لاډسپیکرونو کې اعلانونه کړي وو، چې د سترګو ښکارېدو له کبله ښځې نشي کولای چې تور عربي حجابونه واغوندي.
د تېر کال د «ډېسمبر میاشتې ۶مه» نېټه هم دغې ډلې په هلمند ولایت کې هټۍوالو ته خبرداری ورکړی و، چې تور حجابونه دې نه پلوري او یوازې د دودیزو بورقو د پلور حق لري.
د طالبانو په بند کې د یوې عمر خوړلې بریتانوۍ جوړې د کورنۍ غړو ټېلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې په محکمه کې له څلورو ساعتونو انتظار وروسته پيټر رینولډز او مېرمنې ته یې طالبانو ویلي چې د دوی محکمه ځنډول شوې ده.
د دغې بریتانوۍ جوړې مشرې لور سارا اینټوېسټل تېره اونۍ د دوی د روغتیا په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و، چې مور او پلار به یې د پنجشنبې په ورځ کابل کې محکمې ته حاضر کړل شي؛ خو اوس سارا وايي، مور او پلار یې د ساعتونو لپاره پر ځمکه ناست وو او بند خونې ته تر وړلو وړاندې له نورو بندیانو سره په زنځيرونو وتړل شول.
هغې زیاته کړه، چې د محکمې د پیل په ورستیو شېبو کې پیټر او باربي ته خبر ورکړل شوی چې قاضي به له دوی سره ونه ګوري؛ طالب ساتونکو دا هم ورته ویلي، چې د دوی په قضیه به د بل قاضي لهخوا بیا کتنه کېږي.
سارا وایي، تر اوسه یې پر مور او پلار هېڅ کوم تور نه دی پورې شوی او نه یې هم پر وړاندې داسې کوم ثبوت شته.
د هغې په وینا:« موږ د محکمې د ځنډ له امله ډېر خواشیني یو، ځکه چې دا ځنډ یو څه پېچلی دی او طالبانو په وار، وار ویلي چې دوی به له لنډو څېړنو وروسته خوشې کړي.»
سارا اندېښمنه ده، چې د طالبانو په زندان کې د ورځې یو وخت ډوډۍ خوړلو یې ۷۵کلنه مور په خوارځواکۍ اخته کړې او د هغې ۷۹کلن پلار هم سخت کمزوری شوی دی.
دغه بریتانوۍ جوړه څه موده وړاندې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د طالبانو لهخوا ونیول شوه، چې د اګست په شپږمه طالبانو د دوی نیول منلي وو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغې جوړې د نیول کېدو لامل په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې له لازمو څېړنو وروسته به یاده جوړه ژر تر ژره خوشې شي.
پیټر او باربي په افغانستان کې له نږدې دوو لسیزو راهیسې د بیارغونې په نوم یوه موسسه چلوله، چې د سوداګرۍ په برخه کې یې ښوونیزو موسسو او نادولتي ډلو لپاره روزنیز پروګرامونه چمتو کول.