
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په خپله وروستۍ سرمقاله کې په دغه هېواد کې د جګړو او ناامنیو بې ساري زیاتوالي ته په اشارې سره لیکلي دي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدل د پاکستان ضد وسلهوال زړور کړي دي.
د مقالې له مخې، دغه وضعیت په ښکاره ډول په کابل کې د رژیم له بدلون سره تړاو لري. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په پیل کې د طالبانو واکمنېدل ولمانځل او هیله یې څرګنده کړه چې دغه واکمني به له دغه هېواد سره د همکاریو یو نوی باب پرانیزي.
پاکستاني چارواکي په دې باور وو، چې د امریکا او بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به له طالبانو سره همکاري وکړي او خپلې ستراتیژیکې ګټې به خوندي کړي.
خو واک ته د طالبانو له رسېدو څو میاشتې وروسته څرګنده شوه، چې د پاکستان دغه تمه ناسمه وه او طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک «ټيټيپي» یا نورو ډلو پر ضد له اقدام کولو ډډه کړې او د پاکستان په وړاندې یې له دښمنۍ ډک چلند غوره کړی دی.
لیکوال لیکلي، چې نن سبا طالبان له پاکستان سره نه؛ بلکې له هندوستان سره ښې اړیکې لري. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هند تل طالبان د پاکستان د یوې پراکسي ډلې په توګه ګڼلي وو.
مقاله زیاتوي، اوسمهال پاکستان د هند پرتله له افغانستان څخه ډېر د ګواښ احساس لري او د اړیکو د ترینګلتیا یو اصلي لامل یې دا دی، چې پاکستان نور د دغو ډلو د خوشحالولو پالیسي نه څاري.
په مقاله کې راغلي، طالبانو له پاکستان څخه غوښتي چې د ټيټيپي سره خبرې وکړي او د دغې ستونزې لپاره یوه سیاسي حل لاره پېدا کړي؛ خو پاکستان په کلکه ویلي چې له ټيټيپي ډلې سره به خبرې ونه کړي.
د یادولو وړ ده، چې وسلهوالې ډلې تل له جګړې او تاوتریخوالي څخه د خپلو مخالفینو پر وړاندې د فشار په توګه کار اخلي؛ طالبانو هم په دوحه کې له امریکا سره د خبرو پر مهال له همدغې لارې کار اخیستی و.
ټيټيپي او بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ هم په دې وروستیو کې یې دغه ستراتیژي خپله کړې او په مرګوني بریدونو سره یې پر پاکستان فشارونه زیات کړي؛ ترڅو دغه هېواد تسلیمېدو ته اړ کړي.

د طالبانو د جبري اسلامي حجاب له کبله په ښاري سیمو کې افغان نجونو د دودیزې اسماني رنګه بورقې پر ځای عربي حجابونو ته مخه کړې او د بورقو پرتله پکې ځانونه ارامه احساسوي.
د ساوت چاینا مارنېنګ پوسټ د راپور له مخې، له هغه وخته چې طالبان بیا ځل واک ته رسېدلي د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې یې پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي؛ خو سره له دې که څه هم نجونې او ښځې اړې دي، چې خپل بدن او مخونه پټ کړي خو د طالبانو مذهبي پولیسو د بورقې اغوستل لازمي نه دي ګڼلي.
همدا لامل دی، چې ډېرې نجونې د داسې حجابونو انتخاب کوي چې په عربي هېوادونو کې عام دي.
بورقه یا عربي حجاب؟ د نجونو نوی انتخاب
د کابل او مزار شریف ګڼو نجونو د بورقې پر ځای اوږدې، پلنې عبایاګانې (عربي حجابونه) او ځینې وختونه نقابونه کاروي.
ځینې یې د طبي ماسکونو یا عربي نقابونو څخه کار اخلي، چې یوازې سترګې پکې ښکاري.
تهمینه عادل چې ۲۳ کلنه ده او د طالبانو د بندیزونو له کبله یې د اقتصادي پوهنځي زدهکړې نیمګړې پاتې شوې دي د ححاب په تړاو وایي:« د نوي نسل نجونې د بورقې رنګ او ډیزاین نه شي زغملای. موږ د خواله رسنیو له لارې د نړۍ د ښځو فیشن څارو او زه شخصاً عبایا غوره ګڼم، ځکه پکې ارامه یم».
نورو ښځو هم ویلي، چې د بورقې پرتله عربي حجاب او ټېکری دوی ته د لباس د ډول، رنګ او کیفیت د انتخاب له پلوه یو څه ازادي ورکوي.
د بورقې دودیز ملاتړي
که څه هم ځینو مېرمنو د بورقې پر ځای عربي حجاب ته ارزښت ورکوي؛ خو لا هم ډېرې عمر خوړلې ښځې په دودیز ډول بورقې اغوندي.
څلوېښت کلنې نسیمې وویل: «مخ ښکاره کول ګناه ده!».
خو هغه دا هم مني، چې د ډېرې ګرمۍ پر مهال ځینې وختونه عربي حجاب او ټېکری انتخابوي؛ ترڅو خوله او پوزه یې لږه ازاده وي.
طالبانو د کابل تر نیولو وروسته ژمنه وکړه، چې دا ځل به نرم چلند کوي؛ خو د ملګرو ملتونو راپورونه وايي، چې طالبان اوس هم پر ښځو سخت محدودیتونه لګوي او د ښځو د وضعیت لپاره یې «جنسیتي اپارټایډ» اصطلاح کارولې ده.
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي: «فرق نه لري چې ښځې بورقه اغوندي که بل ډول حجاب، مهمه دا ده چې پټې وي».
هم مهاله په کابل ښار کې د بورقو پلورونکي وایي، چې د دې دودیز لباس بازار مخ په کمېدو دی.
د بورقو یو هټۍوال ګل محمد په وینا:« اوس ډېری بورقې له چین څخه راځي، د نخي پر ځای د نایلون جوړې دي، چې ژمي کې ډېرې سړې او دوبي کې دومره ګرمې وي لکه اور».

د نجونو د مقاومت بله بڼه
د کندهار اوسېدونکې ۲۳کلنه صبریې په خبره، د طالبانو له واکمنېدو سره یې د خپلې خوښې خلاف په لومړي ځل بورقه واغوستله.
هغې زیاته کړه:« تګ راته پکې سخت و، نه مې شو کولای چې پکې لاره سمه وګورم او ان ښي او کېڼ طرف ته کتل راته پکې سخت وو. عجبه تجربه وه راته».
د طالبانو د سختو محدودیتونو له کبله افغان نجونې هڅه کوي، چې لږ تر لږه د خپلو ازادیو او د طالبانو بندیزونو څخه د خلاصون لپاره کوچنۍ بدیلې لارې هم ولټوي. حتی په دغو بدیلو لارو کې د دودیزو بورقو پر ځای د عربي حجابونو کارول هم یوه بېلګه ده.
د راپورنو له مخې، په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د طالبانو امربالمعروف محستبان څو، څو ځله په بېلابېلو ښارونو کې د حجاب پلورونکو دوکانونو ته ورغلي او په ښکاره ټکو یې ورته ویلي، چې باید د تورو عربي حجابونو له پلورلو څخه ډډه وکړي.
په پکتیا کې د دغو محتسبانو د جوماتونو په لاډسپیکرونو کې اعلانونه کړي وو، چې د سترګو ښکارېدو له کبله ښځې نشي کولای چې تور عربي حجابونه واغوندي.
د تېر کال د «ډېسمبر میاشتې ۶مه» نېټه هم دغې ډلې په هلمند ولایت کې هټۍوالو ته خبرداری ورکړی و، چې تور حجابونه دې نه پلوري او یوازې د دودیزو بورقو د پلور حق لري.
د طالبانو په بند کې د یوې عمر خوړلې بریتانوۍ جوړې د کورنۍ غړو ټېلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې په محکمه کې له څلورو ساعتونو انتظار وروسته پيټر رینولډز او مېرمنې ته یې طالبانو ویلي چې د دوی محکمه ځنډول شوې ده.
د دغې بریتانوۍ جوړې مشرې لور سارا اینټوېسټل تېره اونۍ د دوی د روغتیا په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي و، چې مور او پلار به یې د پنجشنبې په ورځ کابل کې محکمې ته حاضر کړل شي؛ خو اوس سارا وايي، مور او پلار یې د ساعتونو لپاره پر ځمکه ناست وو او بند خونې ته تر وړلو وړاندې له نورو بندیانو سره په زنځيرونو وتړل شول.
هغې زیاته کړه، چې د محکمې د پیل په ورستیو شېبو کې پیټر او باربي ته خبر ورکړل شوی چې قاضي به له دوی سره ونه ګوري؛ طالب ساتونکو دا هم ورته ویلي، چې د دوی په قضیه به د بل قاضي لهخوا بیا کتنه کېږي.
سارا وایي، تر اوسه یې پر مور او پلار هېڅ کوم تور نه دی پورې شوی او نه یې هم پر وړاندې داسې کوم ثبوت شته.
د هغې په وینا:« موږ د محکمې د ځنډ له امله ډېر خواشیني یو، ځکه چې دا ځنډ یو څه پېچلی دی او طالبانو په وار، وار ویلي چې دوی به له لنډو څېړنو وروسته خوشې کړي.»
سارا اندېښمنه ده، چې د طالبانو په زندان کې د ورځې یو وخت ډوډۍ خوړلو یې ۷۵کلنه مور په خوارځواکۍ اخته کړې او د هغې ۷۹کلن پلار هم سخت کمزوری شوی دی.
دغه بریتانوۍ جوړه څه موده وړاندې په بامیان ولایت کې خپل کور ته د ستنېدو پر مهال د طالبانو لهخوا ونیول شوه، چې د اګست په شپږمه طالبانو د دوی نیول منلي وو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغې جوړې د نیول کېدو لامل په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې له لازمو څېړنو وروسته به یاده جوړه ژر تر ژره خوشې شي.
پیټر او باربي په افغانستان کې له نږدې دوو لسیزو راهیسې د بیارغونې په نوم یوه موسسه چلوله، چې د سوداګرۍ په برخه کې یې ښوونیزو موسسو او نادولتي ډلو لپاره روزنیز پروګرامونه چمتو کول.
سره له دې چې سيمهييز هېوادونه او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان دننه د ترهګريزو ډلو د زياتېدونکو فعاليتونو په اړه اندېښنه لري؛ خو د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي، چې «اوسمهال په افغانستان کې تر یو چتر لاندې حاکميت او امنيت ټینګ شوی دی».
عراقچي ويلي: «پخوا به د افغانستان هر ګوټ د بل چا په لاس کې و؛ خو اوس داسې نه ده». هغه زياته کړې، اوس په افغانستان کې يوه ځواکمنه اداره حاکمه ده چې په تېرو درې نيمو کلونو کې يې خپل واک ثابت ساتلی دی.
د ترهګرۍ دوامداره اندېښنه
سره له دې چې عراقچي د امنيت ټينګښت ته اشاره کړې؛ خو هغه دا یې هم منلې چې په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګريزو ډلو فعاليتونه جدي او مهم دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير داسې مهال په افغانستان کې دامنیت د ټینګښت ادعا کړې، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا، سيمهييز هېوادونه او حتی خپله ايران څو ځله د افغانستان د ترهګريزو ډلو د زياتېدونکو فعاليتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د راپورونو له مخې، طالبانو القاعده ډلې ته اجازه ورکړې چې په افغانستان کې خپلې اډې جوړې کړي او د دې ډلې خوندي پټنځایونه او روزنيز کمپونه د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې شته.
همدارنګه داعش خراسان نوې لارې موندلي؛ څو خپل کسان جذب کړي او لېږد یې هم تنظیم کړي.
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې د داعش ډله یې سخته ځپلې او پر ضد یې جدي اقدامات کړي؛ خو د داعش خراسان څانګې په تېرو درېیو کلونو کې خپل خونړي بريدونه دوامداره ساتلي دي. دغه ترهګرۍ ډلې ان د طالبانو پر لوړپوړو چارواکو هم بريدونه کړي دي.
کابل ته د سفر توجيه
عراقچي د خبر انلاین خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، د ايران او طالبانو ترمنځ ځينې جدي موضوعات مطرح دي چې بايد حل شي.
هغه وويل، چې د ترهګرۍ مسله، د شيعه مذهبو امنيت، د ايران لپاره د فارسي ژبې سره حساسيت او د هلمند د اوبو حقابه هغه مسايل دي چې د ايران له ملي ګټو سره تړاو لري. عراقچي وويل: «هر يو له دې مسايلو جدي ستونزې دي او موږ بايد د خپلو ملي ګټو لپاره دا مسايل حل کړو».
د ايران د بهرنيو چارو وزير د سلواغې په مياشت کې د يو پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د عراقچي سفر د ځينو ايراني رسنيو له نیوکو سره هم مخ شوی.
عراقچي په خپله تازه مرکه کې د کابل سفر توجيه کړ او ټينګار يې وکړ، چې ايران د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني؛ خو زياته يې کړه:« له ايران پرته د نورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران هم کابل ته تللي دي، لکه د چين او قطر د بهرنيو چارو وزيران او د قطر لومړی وزير. همدارنګه، د مرکزي اسيا ځينو سياستوالو هم سفرونه کړي دي».
د فرایډی ټایمز په یوې خپرې شوې مقاله کې راغلي، چې د چین او طالبانو اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي؛ خو دغه همکاري ماتېدونکې او د بېباورۍ، جیوپولیټیکي ګواښونو او احتمالي بېثباتۍ سره مخ دي.
چین هڅه کوي، چې په افغانستان کې د بېثباتۍ مخه ونیسي؛ ځکه چې په دغه هېواد کې د کړکېچ زیاتوالی د چین لویدیځې پولې او د سېنکیانګ سیمې ته ګواښونه پېښولی شي.
بېجینګ د اویغور وسلهوالو له فعالیتونو څخه اندېښمن دی او نه غواړي، چې افغانستان د چین ضد عناصرو لپاره په امن پناه ځای بدل شي.
له همدې امله چین د افغانستان پولې ته نږدې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي، اضافي ځواکونه یې ځای پر ځای کړي او د سیمې له هېوادونو سره یې استخباراتي همکاري پراخه کړې ده.
مقاله زیاتوي، له امنیتي اندېښنو سربېره چین د افغانستان د طبیعي زېرمو لکه مس، لېتیم او نورو نایابه معدني موادو ته هم خپلې سترګې ور اړولې دي.
بېجینګ د «یو کمربند، یوه لار» نوښت د پراخولو په موخه هڅه کوي، چې افغانستان د دغې اقتصادي پروژې برخه وګرځوي؛ خو په افغانستان د طالبانو تر واک لاندې پراخ فساد، کمزورې حکومتولي او د ترهګریزو ډلو حصور د چینایي پانګهوالو د اندېښنې لامل شوي دي.
د پانګونې او نړۍوال مشروعیت پر هڅو بوخت طالبان
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغه ډله د نړۍوالې انزوا سره مخ دي؛ نو ځکه هڅه کوي بهرني پانګهوال جذب کړي او نړۍوال مشروعیت ترلاسه کړي.
چین د هغو محدودو قدرتونو له ډلې څخه دی، چې طالبانو سره یې تعامل ته چمتووالی ښودلی چې دا د طالبانو لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.
خو چین طالبانو ته په ډاګه کړې، چې د اقتصادي همکاریو دوام د امنیت د ټینګښت او د افراطي ډلو د کنټرول پر شرایطو ولاړ دی.
چین اندېښنه لري، که طالبان پانګهوالو ته امنیت برابر نه کړي؛ نو دا همکاري به له جدي ستونزو سره مخ شي.
د سیمې جیوپولیټیکي ننګوونې
د طالبانو او چین ترمنځ د اړیکو بله مهمه ننګوونه د سیمې جیوپولیټیکي رقابتونه دي.
هند هڅه کوي، چې د بشري مرستو او پراختیايي پروژو له لارې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي؛ خو پاکستان چې پخوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه، اوس د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) له بریدونو څخه سخت ناراضه دی.
دغه وضعیت چین ته هم چېلنجونه راولاړ کړي، ځکه بېجنیګ له اسلام اباد سره ژورې سټراټېژیکې اړیکې لري او نه غواړي له دې اړخه تر فشار لاندې شي.
د نامعلوم اېتلاف راتلونکی
که څه هم د چین او طالبانو همکاري دوام لري؛ خو دغه اړیکې لا هم له ګواښ سره مخ دي.
د چین لپاره افغانستان نه یوازې د اقتصادي فرصتونو سرچینه ده؛ بلکې د افراطیت د نفوذ د مخنیوي یو مهم ټکی هم ګڼل کېږي.
د طالبانو لپاره، له چین سره اړیکې د نړۍوالې انزوا د ماتولو او بهرنیو پانګونو د جذبولو یوه مهمه وسیله ده.
خو دا همکاري به تر هغه دوام وکړي؛ څو طالبان وکولای شي امنیت تضمین کړي او سختدریځې ډلې کنټرول کړي.
که طالبان دا کار ترسره نه کړي، چین ښايي د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره و ارزوي چې دا به د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېزه وکړي او د لا بېثباتۍ لامل به شي.
د فرایډی ټایمز خپره کړې مقاله څرګندوي، چې د چین او طالبانو اړیکې د اعتماد پر بنسټ نه؛ بلکې د مصلحت او متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي.
که څه هم دغه همکاري ښايي لنډمهاله دوام وکړي؛ خو د اوږدمهاله ستونزو او امنیتي ګواښونو له امله هر وخت د دغه اېتلاف د کمزوري کېدو شونتیا شته.
که طالبان د چین امنیتي ګواښونو ته ژمن پاتې نشي؛ نو یاد هېواد به د خپل ملاتړ کچه را کمه کړي، چې دا چاره به د افغانستان پر راتلونکي او د سیمې پر جیوپولیټیکي وضعیت ژورې اغېزې ولري.
د نوي ښوونیز کال له پیل او له زدهکړو څخه د افغان نجونو د محرومیت پر دوام؛ د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر رابرټ ډېکسن ویلي، چې د طالبانو لهخوا د نجونو د زدهکړو پر وړاندې بندیز یوه لویه «تراژیدي» ده.
د هغه په وینا، د افغانستان د تلپاتې پرمختګ لپاره زدهکړې یو مهم عنصر دی.
رابرټ ډېکسن د یکشنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکي، چې بریتانیا د افغان نجونو د زدهکړو له حق څخه ملاتړ کوي او د طالبانو لهخوا یې پر محدودیتونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کوي.
هغه د افغانستان په پرمختګ او پر ځان بسياينې کې د لوستو مېرمنو مهم رول ته په اشارې سره ویلي، چې دوى د پوهې او مهارتونو په کارولو سره کولاى شي د يوه پياوړي، باثباته او پرمختللي هېواد په جوړولو کې د پام وړ ونډه واخلي.
بل خوا طالب ډله لاهم پر خپلو محدودو سیاستونو ټینګار کوي او د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې چې د وري میاشتې په لومړۍ ورځ ترسره شوي؛ د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په تړاو يې هېڅ یادونه نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې یونسکو اعلان کړی و، چې د طالبانو ښوونیزې تګلارې تر اوسه د ۲.۲ مېلیونه افغان نجونو لپاره د زدهکړو لاره تړلې ده.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، که دغه محدودیتونه دوام وکړي؛ نو تر ۲۰۳۰کاله پورې به په افغانستان کې له زدهکړو د بې برخو نجونو شمېر ۴مېلیونو ته ورسېږي.