تېره ورځ په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۳۷ کسان وژل شوي دي

الجزیرې په غزه کې د روغتیایي کارکوونکو په حوالې راپور ورکړی، چې تېره ورځ سې شنبه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۷ فلسطینیان وژل شوي دي. د الجزیرې د راپور له مخې، په وژل شویو کسانو کې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.