د پاکستان حکومت: د افغانانو د اېستلو وروستۍ نېټه د مارچ ۳۱مه ده او بدلون په‌کې نه راځي

د پاکستان مرکزي حکومت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د اېستلو نېټه وروستۍ ده او د یادې نېټې د غځولو پلان نه‌لري. پاکستان افغان کډوالو ته د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی چې خپل هېواد ته ستانه شي.