د میانمار د زلزلې د مړو شمېر له دوه زرو څخه واوښت

د فرانسې خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د میانمار د پوځي حکومت له قوله راپور ورکړ، چې د میانمار د زلزلې د قربانیانو شمېر دوه زره او ۵۶ تنو ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې، ښایي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي، ځکه چې د دې هېواد له ډېرو سیمو سره د اړیکو لارې بشپړې پرې شوې دي.