ملګري ملتونه: د کډوالو د اېستلو پرېکړه په پاکستان کې د مېشتو افغانانو لپاره هېښوونکې وه

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشرې د اې سي سي کارت لرونکو افغانانو لپاره له دغه هېواده د وتلو مودې ختمېدو په درشل کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې دغه پرېکړه د افغانانو لپاره هېښوونکې وه.