د پخواني حکومت د پوهنې وزیر: د طالبانو دیني مدرسې افغانستان له سقوط سره مخ کولای شي

د پخواني جمهوري حکومت د پوهنې وزیر میرویس بلخي په افغانستان کې د دیني مدرسو د ډیرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. هغه خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دیني مدرسې افغانستان له بشپړ سقوط سره مخ کولای شي.