طالبانو په کونړ کې دوه ځوانان په ډزو وژلي دي

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ اړوند په شینګوړک سیمه کې طالبانو د کمکي اختر په دویمه ورځ دوه کونړي ځوانان په ډزو وژلي دي.

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ اړوند په شینګوړک سیمه کې طالبانو د کمکي اختر په دویمه ورځ دوه کونړي ځوانان په ډزو وژلي دي.
ځایي سرچینه د نوم د ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي: «دغه ځوانان د اختر مېلې لپاره شینکوړک ته تللي و، چې په خپلو کې سره وران شوي او جنګ یې کړی. په ورته وخت کې طالبانو پرې له موټر څخه د تمانچې ډزې وکړې او دوه کسان یې پکې ووژل.»
له دغو ځوانانو یو یې د کونړ ولایت د مرکز اړوند د کرهالې سیمې او بل یې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د نواباد سیمې اوسېدونکي وو.
سرچینه زیاتوي، چې طالبان د کونړ ولایت اړوند نه دي بلکې له کوم بل ولایته د سیلانیانو په توګه دغه ولایت ته تللي وو.
یوې بلې سرچینې هم د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې دغه طالب وسله وال له لوګر ولایت نه کونړ ته په چکر تللي وو.
تر اوسه ځایي طالب چارواکو د دغه پېښې په اړه معلومات خپاره کړي نه دي، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو لیکلي چې یاد کسان نیول شوي دي.


نن د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د کمکي اختر په لومړۍ ورځ د افغان کډوالو د نیولو لپاره پولیسو اقدامات ترسره کړي. د اسلام اباد پولیسو یو شمېر هغه افغانان نیولي، چې قانوني اسناد یې نه درلودل.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اېستلو پلان د اپرېل میاشتې تر ۱۰ مې پورې ځنډول شوی، خو له دې ځنډ سره - سره د اسلام اباد پولیسو په ای-۱۰ سیمه کې افغانان نیولي دي.
تر اوسه د نیول شویو افغانانو کره شمېر معلوم نه دی.
د اختر ورځې د نیول شویو کسانو په ډله کې د بشري حقونو فعال عزت الله بخشي هم نیول شوی، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل.
په افغانستان کې د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټ افغانستان انټرنشنل ته د عزت الله بخشي په اړه په استولي اعلامیه کې ویلي: «موږ د بشري حقونو د فعالانو، مدني ټولنو او ویښو وجدانونو یوه ډله، له پاکستان څخه د بشري حقونو د نامتو فعال او د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو د مشر عزت الله بخشي د نیولو او احتمالي جبري شړلو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوو.»
په ورته مهال د پنجاب په پنډۍ ښار کې هم د پولیسو مشر د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو امر کړی دی.
پاکستان د مارچ ۳۱مه افغان کډوالو ته ضرب الاجل ټاکلی وو، چې پاکستان پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي، خو د رسنیو د خبرونو له مخې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې دا نېټه د اپرېل ۱۰مې ته وغځوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده وروستۍ څرګندونې، چې فقر یې د الهي تقدیر یوه برخه بللې، د خلکو د غږ غلي کولو لپاره یوه هدفمنده استخباراتي پالیسي وبلله. نبیل دا خبرې د بېعدالتۍ د توجیه کولو او استبدادي نظام د پیاوړتیا هڅه ګڼي.
د طالبانو مشر، چې د کمکي اختر د لمانځه پر مهال یې په کندهار کې وینا وکړه، وویل چې فقر د الله له خوا ټاکل شوی او فقیران باید خپل برخلیک ومني او شکایت ونه کړي.
هغه وویل، « چون الله فقیران پیدا کړي، نو له ازل څخه معلومه وه چې دا کسان صبر کوي... څوک چې صبر کوي، وایي الله زما لپاره فیصله کړې چې فقیر واوسم او زه په دې پرېکړه راضي یم».
رحمتالله نبیل د دې خبرو په غبرګون کې وویل، چې طالبان او د دوی بهرني ملاتړي له دین څخه د وسیلې په توګه کار اخلي او د تبلیغاتي او مذهبي شبکو له لارې هڅه کوي فقر د الهي تقدیر په توګه وښيي، څو د خلکو وجدان بېحسه، د دوی غوښتنې بېاغېزې او عامه قهر شنډ کړي.
نبیل دا څرګندونې د اسلام له اساساتو سره په ټکر کې وبللې او ویې ویل، « طالبان د دین استازي نه دي، بلکې د هغو پیچلو او نامرئي استخباراتي جوړښتونو وسیله ده، چې د دین تحریف شوی تعبیر وړاندې کوي، څو خلک د ویرې، فقر او چوپتیا تر سیوري لاندې وساتي».
نبیل وايي، طالبان د اسلام یو ظالمانه او بېرحمه انځور وړاندې کوي، څو د خپلو جنایتونو او ناکامیو پړه پر «الله ور واچوي».
هغه وویل، « فقر، فساد او محرومیت د الله اراده نه، بلکې د هغو استخباراتي شبکو دقتشوی پلان دی، چې طالبان یې زموږ پر ملت تحمیل کړي.»
په داسې حال کې چې د طالبانو مشر خلک د فقر منلو ته هڅوي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې له هرو دریو کسانو یو کس په وږي نس ویده کېږي.

په پاکستان او افغانستان کې د دولتي رخصتیو له امله دوه زره پاکستاني موټر چلوونکي او کلینران په افغانستان کې بند پاتې دي.
پر ډیورنډ کرښه د چمن د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي، چې له۷۳۵ کارګو ټرانسپورټي موټرو سره دوه زره پاکستاني موټر چلوونکي او کلینران په افغانستان کې بند پاتې دي.
د ګمرک چارواکو په وینا، د اختر لومړۍ ورځ پر ډیورنډ کرښه د «باب دوستي» په نامه دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او دا دروازه به د اپرېل پر لومړۍ بېرته پرانیستل شي.
بندو پاتې موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو چارواکي دې د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره اقدامات وکړي.
پاکستان د دوشنبې په ورځ اختر وکړ او سبا د اپرېل لومړۍ نېټه یې د اختر دویمه ده.
افغانستان له سعودي عربستان سره یوځای د یکشنبې په ورځ اختر وکړ او د اپرېل لومړۍ یې د اختر درېیمه ورځ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې متحده ایالات خوښ دي چې في هال، د طالبانو له بنده ازاده شوې امریکایۍ وګړې بېرته خپل کور ته ستنوي. روبیو وویل چې د ډونالد ټرمپ ژمنتیا د امریکایي ولس لپاره روښانه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، « موږ به تر هغه ارام و نه کړو، څو ټول امریکایان چې په افغانستان کې نیول شوي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یرغمل شوي دي، بېرته خپلو کورونو ته ستانه نه شي».
یوه امریکایۍ وګړې في هال، د شنبې په ورځ د کب پر نهمه د طالبانو له بنده په کابل کې خوشې شوه.
مېرمن هال، چې له ازادۍ وروسته یې یوه ویډیويي پیغام کې خبرې کولې، وویل چې د طالبانو په زندان کې ښځو ترې پوښتنې کولې، « ټرمپ به کله بېرته راشي؟».
نوموړې زیاته کړه چې د طالبانو په زندانونو کې ښځې ټرمپ ته د ژغورونکي (ناجي) په سترګه ګوري. هغې ټرمپ ته په خطاب کې وویل، « هغوی واقعاً تاسې ته د یوه ناجي په سترګه ګوري او ستاسې انتظار باسي چې راشئ او هغوی ازادې کړئ».
في هال شاوخوا دوه میاشتې مخکې په بامیان ولایت کې طالبانو نیولې وه. له هغې سره یوه زړه برېتانیايۍ جوړه او د هغوی افغان ژباړن هم و. طالبانو تر اوسه د دې دریو کسانو ازادولو ته غاړه نه ده ایښې.
دا څلورم امریکایی وګړی دی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له زندانه ازادېږي.
تر دې وړاندې رایان کوربت، ویلیام مککنتي او جورج ګلزمن هم د طالبانو له بنده خوشې شوي وو. رایان کوربت او ویلیام مککنتي د جو بایډن د ولسمشرۍ د وروستیو ورځو په جریان کې امریکا له یوه طالب زنداني سره تبادله کړي وو.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې د طالبانو په زندانونو کې څومره امریکایي وګړي بندي دي.
محمودشاه حبیبي، چې افغان الاصله امریکایي وګړی دی، د طالبانو لهخوا یو بل یرغمل دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دې وروستیو ورځو کې د محمودشاه حبیبي او نورو امریکایي یرغمل شویو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د روسیې لویې څارنوالۍ ددغه هېواد له سترې محکمې غوښتنه کړې چې پرطالبانو د بندیز لغو کولو موضوع وڅېړي. دا غوښتنه سترې محکمې ته وړاندې شوې او د انټرفاکس د رپوټ له مخې، محکمې دا عریضه د څېړنې لپاره منلې ده.
د روسیې ستره محکمه به د اپرېل پر۱۷مه د لویې څارنوالۍ دا غوښتنه تر بحث لاندې ونیسي. طالبان په ۲۰۰۳ کال کې د روسیې له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوي وو.
تېر کال د روسیې د دولت دوما یو قانون تصویب کړ چې د بندیزونو د لنډمهالي لرې کولو امکان برابروي.
د دغه سند له مخې، د هغو سازمانونو پر فعالیت بندیز، چې د ترهګرې ډلې په توګه ثبت شوي، د محکمې له پرېکړې سره سم موقتي ځنډېدلای شي. دا پرېکړه باید د روسیې د لوی څارنوال یا د هغه د مرستیال له خوا وړاندیز شي او باید شواهد وړاندې شي چې دا سازمان نور له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.
د۲۰۲۴ کال په مې کې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو رپوټ وړاندې کړ، چې له تور نوملړه د طالبانو د نوم لرې کولو اړتیا پکې توجیه شوې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وویل چې دا پرېکړه د عملي اړتیاوو له مخې شوې ده.
که څه هم روسیه لا هم طالبان په رسمیت نه پېژني، خو مسکو ورسره اړیکې ساتي، تجارت پراخوي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.
پوتین طالبان خپل « متحدین» بللي او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغوی «معقول خلک» یاد کړي دي.