د چمن دروازې تړل کېدو له امله دوه زره پاکستاني موټرچلوونکي افغانستان کې پاتې دي

په پاکستان او افغانستان کې د دولتي رخصتیو له امله دوه زره پاکستاني موټر چلوونکي او کلینران په افغانستان کې بند پاتې دي.

په پاکستان او افغانستان کې د دولتي رخصتیو له امله دوه زره پاکستاني موټر چلوونکي او کلینران په افغانستان کې بند پاتې دي.
پر ډیورنډ کرښه د چمن د سوداګرۍ او صنعت خونې ویلي، چې له۷۳۵ کارګو ټرانسپورټي موټرو سره دوه زره پاکستاني موټر چلوونکي او کلینران په افغانستان کې بند پاتې دي.
د ګمرک چارواکو په وینا، د اختر لومړۍ ورځ پر ډیورنډ کرښه د «باب دوستي» په نامه دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او دا دروازه به د اپرېل پر لومړۍ بېرته پرانیستل شي.
بندو پاتې موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو چارواکي دې د هغوی د بېرته ستنېدو لپاره اقدامات وکړي.
پاکستان د دوشنبې په ورځ اختر وکړ او سبا د اپرېل لومړۍ نېټه یې د اختر دویمه ده.
افغانستان له سعودي عربستان سره یوځای د یکشنبې په ورځ اختر وکړ او د اپرېل لومړۍ یې د اختر درېیمه ورځ ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې متحده ایالات خوښ دي چې في هال، د طالبانو له بنده ازاده شوې امریکایۍ وګړې بېرته خپل کور ته ستنوي. روبیو وویل چې د ډونالد ټرمپ ژمنتیا د امریکایي ولس لپاره روښانه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، « موږ به تر هغه ارام و نه کړو، څو ټول امریکایان چې په افغانستان کې نیول شوي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې یرغمل شوي دي، بېرته خپلو کورونو ته ستانه نه شي».
یوه امریکایۍ وګړې في هال، د شنبې په ورځ د کب پر نهمه د طالبانو له بنده په کابل کې خوشې شوه.
مېرمن هال، چې له ازادۍ وروسته یې یوه ویډیويي پیغام کې خبرې کولې، وویل چې د طالبانو په زندان کې ښځو ترې پوښتنې کولې، « ټرمپ به کله بېرته راشي؟».
نوموړې زیاته کړه چې د طالبانو په زندانونو کې ښځې ټرمپ ته د ژغورونکي (ناجي) په سترګه ګوري. هغې ټرمپ ته په خطاب کې وویل، « هغوی واقعاً تاسې ته د یوه ناجي په سترګه ګوري او ستاسې انتظار باسي چې راشئ او هغوی ازادې کړئ».
في هال شاوخوا دوه میاشتې مخکې په بامیان ولایت کې طالبانو نیولې وه. له هغې سره یوه زړه برېتانیايۍ جوړه او د هغوی افغان ژباړن هم و. طالبانو تر اوسه د دې دریو کسانو ازادولو ته غاړه نه ده ایښې.
دا څلورم امریکایی وګړی دی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له زندانه ازادېږي.
تر دې وړاندې رایان کوربت، ویلیام مککنتي او جورج ګلزمن هم د طالبانو له بنده خوشې شوي وو. رایان کوربت او ویلیام مککنتي د جو بایډن د ولسمشرۍ د وروستیو ورځو په جریان کې امریکا له یوه طالب زنداني سره تبادله کړي وو.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې د طالبانو په زندانونو کې څومره امریکایي وګړي بندي دي.
محمودشاه حبیبي، چې افغان الاصله امریکایي وګړی دی، د طالبانو لهخوا یو بل یرغمل دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دې وروستیو ورځو کې د محمودشاه حبیبي او نورو امریکایي یرغمل شویو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د روسیې لویې څارنوالۍ ددغه هېواد له سترې محکمې غوښتنه کړې چې پرطالبانو د بندیز لغو کولو موضوع وڅېړي. دا غوښتنه سترې محکمې ته وړاندې شوې او د انټرفاکس د رپوټ له مخې، محکمې دا عریضه د څېړنې لپاره منلې ده.
د روسیې ستره محکمه به د اپرېل پر۱۷مه د لویې څارنوالۍ دا غوښتنه تر بحث لاندې ونیسي. طالبان په ۲۰۰۳ کال کې د روسیې له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوي وو.
تېر کال د روسیې د دولت دوما یو قانون تصویب کړ چې د بندیزونو د لنډمهالي لرې کولو امکان برابروي.
د دغه سند له مخې، د هغو سازمانونو پر فعالیت بندیز، چې د ترهګرې ډلې په توګه ثبت شوي، د محکمې له پرېکړې سره سم موقتي ځنډېدلای شي. دا پرېکړه باید د روسیې د لوی څارنوال یا د هغه د مرستیال له خوا وړاندیز شي او باید شواهد وړاندې شي چې دا سازمان نور له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.
د۲۰۲۴ کال په مې کې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو رپوټ وړاندې کړ، چې له تور نوملړه د طالبانو د نوم لرې کولو اړتیا پکې توجیه شوې وه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وویل چې دا پرېکړه د عملي اړتیاوو له مخې شوې ده.
که څه هم روسیه لا هم طالبان په رسمیت نه پېژني، خو مسکو ورسره اړیکې ساتي، تجارت پراخوي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.
پوتین طالبان خپل « متحدین» بللي او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغوی «معقول خلک» یاد کړي دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکی عمران خان د امنیتي ګواښونو له امله د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو منع شوی دی. دا د عمران خان درېیم اختر دی چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې یې تېروي.
عمران خان، د دولتي رازونو له افشا کولو څخه نیولې تر د دولتي ډالۍ پلورلو پورې له تورونو سره مخ دی، په ۱۰۰ قضیو کې ښکیل دی او د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په بند کې دی.
د پاکستان جیو ټلوېزیون د ځايي پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې د اختر لمونځ د زندان په مرکزي جومات کې ادا شو خو عمران خان د امنیتي اندېښنو له امله ګډون ونه کړ.
د هغه ښځه، بشرا بي بي، چې هم په بند کې ده، د لمانځه پر مهال په خپله کوټه کې پاتې شوه.
د جیو نیوز سرچینې تاییدوي، چې د اډیاله زندان ته نږدې اته امنیتي پوستې جوړې شوې دي.
نږدې ۲۰۰ افسران د درې ورځني ځانګړي امنیتي پلان لپاره ګومارل شوي دي.
پولیس د تحریک انصاف د احتمالي لاریونونو د مخنیوي لپاره په بلوا ضد تجهیزاتو سمبال دي.
په ورته وخت کې، له کوچني اختر څخه مخکې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان اختریز توکي د راولپنډۍ د اډیاله زندان مسوولینو ته وسپارل شول.
په لېږل شويو توکو کې د اختر لپاره څلور نوې جامې، یو جوړ بوټان او یو واسکټ شامل دي.

د افغان کډوالو یوه ډله چې له متحده ایالاتو څخه کوسټاریکا ته لېږدول شوې، وايي، افغانستان ته له بېرته لېږلو ویره لري. مروه، چې د دغو کډوالو یوه غړې ده، وايي، که دوی افغانستان ته ولېږل شي، نو د طالبانو له لوري له خطر سره مخ دي ځکه چې د هغې خاوند له امریکا سره همکاري درلوده.
دغه ۲۷ کلنه افغانه مېرمن او د هغې خاوند د هغو ۲۰۰ پناه غوښتونکو په ډله کې دي، چې د افغانستان، ایران او روسیې په ګډون له مختلفو هېوادونو څخه راغلي او له متحده ایالاتو څخه کوسټاریکا ته لېږدول شوي دي.
د هغې خاوند، محمد اسدي د طالبانو له واک ته رسیدو دمخه له امریکایي شرکتونو سره کار کاوه.
دوی لومړی په ایران کې پناه واخیسته او دوه نیم کاله وروسته یې برازیل ته سفر وکړ او د کولمبیا او پاناما ترمنځ د خطرناک ځنګل له لارې متحده ایالاتو ته ورسیدل.
دا پناه غوښتونکي د پاناما پولې ته نږدې د کډوالو په یوه لنډمهاله مرکز کې ساتل کیږي، د وتلو اجازه نه ورکول کیږي او د دوی پاسپورټونه ضبط شوي دي.
تر اوسه پورې، هیڅ هېواد د دوی منلو ته چمتو نه دی.
کوسټاریکا، چې د کډوالو د منلو اوږد تاریخ لري، تر اوسه یې دغو خلکو ته پناه نه ده ورکړې.
مروه د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "که زه بېرته هلته لاړه شم، نو زه به مړه شم."
د فرانسې خبري اژانس یوې ډلې په پټه توګه د ودانۍ څخه بهر، په داسې ځای کې چې مروه د پولیسو له خوا څارل کیده، وتوانیدل چې له څو پناه غوښتونکو سره خبرې وکړي.
هغې زیاته کړه، « ما خپل پلار او تره له لاسه ورکړي دي. زه نه غواړم خپل خاوند یا ماشوم له لاسه ورکړم. په افغانستان کې، ټولې دروازې ښوونځي او پوهنتونونه د ښځو پر مخ تړلې دي».
مروه وویل: «زه یو انسان یم او زه د خپل ژوند د تیرولو څرنګوالی پخپله غوره کوم».
مروه په کمپ کې سختو شرایطو ته په اشارې سره وویل، « موږ بېرته افغانستان ته نشو تلای، خو موږ دلته هم نشو پاتې کېدای. موږ دلته کلتور نه پېژنو، موږ په هسپانوي نه پوهېږو، او موږ په نورو هېوادونو کې کورنۍ نه لرو».
د هغو کډوالو له ډلې څخه چې د مروه او د هغې د کورنۍ سره په ورته وخت کې اېستل شوي وو، ۷۴ یې خپلو هېوادونو ته ستانه شوي او شاوخوا ۱۰ نور به هم ډیر ژر بېرته ستانه شي.
اوس مهال، له سلو ډیر پناه غوښتونکي لاهم د کوسټاریکا د کډوالو په یو کمپ کې د خپل برخلیک په اړه پریکړې ته په تمه دي.

د سویس د پرمختګ او همکارۍ ادارې (SDC) په کابل کې خپل نوی دفتر پرانستی. دا اقدام د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د سویس د همکارۍ دفتر له تړل کېدو وروسته کابل ته د دغه هېواد بېرته ستنېدل دي.
د سویس د بهرنیو اړیکو فدرال دفتر د اعلان له مخې، د سویس د بشري مرستو واحد (SHA) یو ټیم اوس په کابل کې ځای پر ځای شوی چې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي. نوی دفتر د سویس د همکاريو په مخکینۍ ودانۍ کې پرانېستل شوی او چارواکي وايي، ژر به خپلې چارې پیل کړي.
یاد دفتر وايي، افغانستان اوس هم د نړۍ تر ټولو ستر ناورین سره مخ دی او تر نیمايي ډېر افغانان په بشري مرستو متکي دي.
سویسي چارواکي ټینګار کوي چې په سیمه کې د دوی حضور د «هدفمندې مرستې» د وړاندې کولو لپاره حیاتي دی، چې له ځايي شریکانو سره نږدې همغږي وساتي او اړتیا وړ خلکو ته مرستې ورسوي.
د سویس دغه بشري دفتر چې د مارچ په وروستیو کې پرانیستل شوی، څلور متخصصان او لس ځايي کارکوونکي لري.
سویسي چارواکي وايي، د دوی تمرکز په بیړنیو مرستو، په کلیوالو سیمو کې د خوړو امنیت او د افغان مدني ټولنې، په ځانګړي توګه ښځو او نجونو ملاتړ دی.
د چارواکو په باور، دغه دفتر به له نړیوالو او ځايي غیر دولتي سازمانونو، سره صلیب نړیوالې کمیټې، د ملګرو ملتونو ادارواو نړیوال بانک سره په همکارۍ فعالیت کوي.
د سویس ددغې بشري مرستندویه ادارې مشر ایریک مارکلي ویلي، چې ددوی حضور د افغانستان پر وضعیت د ښه پوهېدو لپاره لازمي دی.
د سویس د بهرنیو اړیکو فدرال دفتر وايي، چېله طالبانو سره همکاري یوازې تر بنسټیزو اړتیاوو پورې محدوده ده او د طالبانو له حکومت سره هیڅ پراختیایي پروګرامونه یا تمویل نه ترسره کیږي.
سویسي چارواکي وايي، طالبانو کوم ځانګړي شرایط نه دي ټاکلي او سویس ته یې اجازه ورکړې ده چې خپل فعالیتونه ترسره کړي.