ایراني رسنۍ: د سمنان په مهديشهر کې ۴۵۰ افغان کډوال نیول شوي دي

د ایران مهر خبري اژانس د مهديشهر ولسوالۍ د پولیسو قوماندان مهدي شهاب الدین په حواله راپور ورکړی، چې د سمنان په مهديشهر کې ۴۵۰ تنه افغان کډوال نیول شوي. هغه د سې شنبې په ماښام له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې د بې اسناده بهرنیانو پر وړاندې عملیات لاهم روان دي.