لنډي کوتل کې د افغان کډوالو اېستلو لپاره جوړ شوی پنډغالی د دویمې ورځې لپاره هم غير فعال دی

په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره جوړ شوی پنډغالی د دویمې ورځې لپاره هم غير فعال دی. په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال جواد شینواری وایي، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر تر دې دمه نه دی پيل شوی او پنډغالی تش پروت دی.