پاکستاني رسنۍ: طالبانو له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو د اېستلو لړۍ پیل نه کړي

پاکستاني ورځپاڼې ډان راپور ورکړی، چې د کډوالو لپاره د ټاکلې مودې له ختمېدو سره سم د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ له اسلام اباده غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل نه کړي. په پام کې وه چې د اپریل په لومړۍ نېټه د پاکستان حکومت له دغه هیواده د افغان کډوالو ایستل پیل کړي.