• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د کوچني اختر له رخصتیو وروسته د دولتي کارکوونکو د حاضري کنټرول سختوي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کوچني اختر له رخصتیو وروسته به د دولتي ادارو د کارکوونکو د حاضري، نظم او انضباط جدي څارنه وکړي.

دغه وزارت د سې‌‌شنبې په ورځ (د وري ۱۲مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د دغې ډلې د کار تفتيش او لارښوونې ریاست به د خپلو مفتشینو په مرسته دولتي ادارې وڅاري څو ډاډ ترلاسه کړي، چې کارکوونکي پر وخت دندو ته راځي او خپلې چارې پر سمه توګه مخته وړي.

په بیان کې ټینګار شوی، چې دولتي ادارې مکلفې دي څو د خپلو کارکوونکو د حاضري راپورونه له مفتشینو سره شریک کړي او ورسره پوره همکاري وکړي.

که څه هم طالبانو تر دې مخکې د دولتي کارکوونکو د حاضري د کنټرول لپاره د هڅو ادعا کړې، خو دا ځل داسې ښکاري چې دغه نظارت به ډېر سخت وي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دولتي ادارو کې زرګونه ملکي کارکوونکي د کمکي اختر له رارسېدو سره له تنخواوو بې‌برخې شوي دي.

طالب چارواکي وایي، چې د ادارو نظم د حکومتولۍ لپاره مهم دی، خو منتقدین باور لري چې دا ډول اقدامات تر ډېره د ادارو د سخت کنټرول هڅه ده، چې د کارکوونکو پر روحي وضعیت او کاري شرایطو هم ناوړه اغېز کولای شي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دولتي ادارو کې د جمهوري نظام ګڼ شمېر ملکي مامورین د بېلابېلو پلمو له‌مخې د دغې ډلې له خوا ګوښه شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: د کونډو او یتیمانو د پالنې لپاره په کال کې ۱۲ میلیارده افغانۍ بودجه لګوو

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۲۴ GMT+۱

په داسې حال کې چې طالبان د خپلو کارکوونکو د تنخوا د ورکړې وس نه‌لري، د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کونډو او یتیمانو د پالنې لپاره په کال کې ۱۲ میلیارده بودجه مصرفوي.

مجاهد زیاتوي، ۱۲ مېلیارده افغانۍ چې د هغه په ​​وینا «د دوو یا درېیو وزارتونو له بودجې سره برابره ده»، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لارې د کونډو او یتیمانو د ملاتړ لپاره لګول کېږي.

نوموړي د دغې ډلې له دولتي ټلوېزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، چې دوی د خپلو وژل شویو ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د طالبانو ویاند وايي، د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده امر کړی چې د وژل شویو طالب جنګیالیو د کورنیو له وضعیت څخه دې خبر وي او نور طالب چارواکي دې هم دې موضوع ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

هغه ټینګار کړی: «دا هغه څه دي چې زمونږ له وسې پوره دي. که موږ ډېرې سرچینې ولرو، نو موږ به ډېره مرسته وکړو. دا کورنۍ د ډېرې پاملرنې او مینې مستحقې دي ځکه چې دوی د خپلې کورنۍ یو عزیز غړی د اسلام لپاره قرباني کړی دی.»

یاده دې وي، چې د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو کره شمېر نه دی معلوم، خو په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغې ډلې د بریدونو له امله زرګونه افغانان وژل شوي دي.

د طالبانو دغو ځواکونو د مخکېني جمهوري نظام پر وړاندې په جګړه کې حکومتي دفترونو ته په ننوتلو او د پوځي اډو د بریدونو له لارې مهم رول لوبولی دی.

طالبانو لا هم د خپلو ځانمرګو بریدګرو کنډکونه ساتلي دي.

طالبانو داسې مهال یادې پیسې د خپلو جنګیالیو پر کورنیو لګولي، چې دغه ډله د دولتي کارکوونکو تخواوې نه‌شي ورکولای.

دا بهیر داسې مهال دوام لري، چې افغانستان له یوه ناوړه بشري ناورین سره مخ دی او مېلیونونه خلک بشري مرستو ته اړمن دي.

پاکستان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي ۹۰ تنه افغانان پر تورخم واړول

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۱

پاکستاني چارواکي وايي، چې د حکومت له خوا افغان کډوالو ته په خوښه د بیرته ستنېدو نېټه پای ته رسېدلې او په لومړۍ ورځ يې ۹۰ تنه افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي. پاکستاني چارواکي وايي، افغانستان ته ستانه کړای شوي کډوال په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نيول شوي.

د پاکستان کډوالو ادارې د افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې په خپله خوښه د افغان کډوالو بېرته ستنېدو نېټه د مارچ مياشتې په ۳۱مه پای ته رسېدلې او دا مهال د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهير پيل شوی.

چارواکو ويلي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال شامل دي، چې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري.

پاکستاني چارواکي وايي، ایستل شوي کسان د پېژندنې او قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د تورخم د کډوالۍ مرکز له لارې افغانستان ته اوښتي.

د پاکستان کډوالو ادارې په خبره، په دې پروسه کې امنيتي ادارو ورسره همکاري کړې.

د پاکستان د همدې پاليسۍ له مخي، په ټول هېواد کې د غیر قانوني افغان کډوالو د نیولو عمليات پیل شوي.

له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې پاکستان د اختر له امله د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ د اپرېل تر لسمې پورې ځنډولې ده.

ګلبدین حکمتیار: افغانان يوه نوي سياسي او اجتماعي نظام ته ضرورت لري

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په خپله تازه لیکنه کې ویلي چې افغانان يوه نوي سياسي او اجتماعي نظام ته ضرورت لري. حکمتیار وايي، په اوسني نظام کې تركيب، جوړښت، قوانين، لوایح او مقرارات همغه پخواني دي او تغييرات ډېر محدود او سطحي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د کوچني اختر په مناسبت د «افغانان څه وکړي چې هېواد له بحرانونو او ملت له لانجو او کړاوونو وژغورل شي؟» تر سرلیک لاندې یوه اوږده لیکنه د خپل ګوند رسمي خپرونه «شهادت» کې خپور کړی دی.

حکمتیار وایي، د طالبانو اوسنۍ واکمنۍ کې چې تغییرات راغلي مهم او د پام وړ یې یوازې د پارلمان انحلال او د اساسي قانون تعطيل دی، چي بديلونه یې هم نه دي وړاندې شوي او په عامو غونډو كې د كامرو پر وړاندې د مجرمينو مجازات دي.

حکمتیار په دې لیکنه کې ویلي چې پر دې بحث نه كوي چي دا حكومت څنگه جوړ شوى، تر كله به دوام كوي، د (سرپرستۍ) له حالت به كله وځي او بديل به یې څه وي؟ نوموړی وايي، «مهمه دا ده چي موږ بايد هغه سيئة سنت او زوړ دود بدل كړو چې دا څو پېړۍ مو حكومتونه په بهر كې جوړ شوي او واكمنان او اتلان مو بهرنيانو راته غوره كړي».

حکمتیار وايي، له دې وړاندې حکومتونه په لندن، ډیلي، پېښور، بن، واشنگټڼ او د مذاكراتو او د تصاميمو په نورو مراكزو كې جوړ شوي، له شرق، غرب، شمال او جنوب رالېږل شوي او د نورو په الوتکو او ټانكونو كې راوړل شوي او په ارگ كي ديسانت شوي.

حکمتیار په دې باور دی چې اوس بايد حكومتونه په كابل كې جوړ شي او واكمنان او اتلان د ولس له لوري غوره شي او د نظام څرنگوالى پخپله او د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په رڼا كي وټاكل شي.

د حزب اسلامي مشر وايي چې افغانستان يوه نوي اسلامي اساسي قانون ته ضرورت لري او دا قانون يوازې د ملت ممثله شورا جوړولى شي چې اساسي قانون په حقيقت كې د ملي ميثاق حيثيت لري.

حکمتیار لیکلي:« تسويد او تصويب یې له ټول ملت سره (مشوره) او د هغوى (موافقه او رضايت) ايجابوي، په دې اساسي قانون كي به د ټولو هغو قضاياوو په اړه څرگندې مادې راوړل كېږي چې په ټول ملت پورې اړه لري.»

نوموړي د نوي قانون له مخې د امیر د ټاکلو، صلاحیتونو، مسوولیتونو او د ټاکلو د مرجع او نورو ملي، سیاسي او اقتصادي مسایلو په اړه هم په دې لیکنه کې یادونې کړې دي.

حکمتیار وايي، هيڅوك نه شي كولى او دا حق نه لري چي په اړه یې له شورا او د اساسي قانون له مراعات پرته تصميم ونيسي.

حکمتیار لویې جرګې ته له اشارې پرته، د شورا په اړه وايي چې د ملت واقعي ممثله شورا واوسي او په دې شورا كې بايد د ټول ملت واقعي او منتخب استازي حضور ولري، هيڅ انتصابي او غير منتخب غړى بايد په دې شورا كي نه وي.

د حکمتیار دا لیکنه داسې مهال ده، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله هم په اختریزه وینا کې وویل ، چې د پخواني اساسي قانون یوه ماده هم نه مني او طالبان باید خپل نوی قانون جوړ کړي.

هبت الله اخوندزاده په خپله اختریزه وینا کې ویلي، چې د دغې ډلې عدلیې وزارت او سترې محکمې پخواني قوانین په لږ اصلاح ورته وړاندې کړي خو نوموړي رد کړي او ورته د منلو نه دي.

کابل کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۱

په کابل کې محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ۱۱مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې غږ اورېدل شوی.

د سرچینو په وینا، چاودنه د کابل پر وخت شاوخوا اووه بجې په خیرخانه مېنه کې یوې لېسې او وړکتون ته څېرمه شوې ده.

د چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو هم تراوسه د پېښې پخلی نه دی کړی.

کراچۍ کې د طالبانو کونسل وايي افغانان دې د اېستلو په نامه نه ځورول کیږي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل سید عبدالجبار تخاري د سند ایالت والي او سر وزیر سره په اختریزه لیدنه کې د افغان کډوالو پر شته ستونزو غږېدلی دی. د طالبانو کونسل وايي چې افغانان دې د اېستلو په نامه نه ځورول کیږي.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ نن سې شنبه «د وري ۱۲مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغه ښار کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري د سند والي محمد کامران خان تیسوري او سر وزیر سید مراد علي شاه سره لیدلي دي.

عبدالجبار تخاري په دې لیدونو کې د اپرېل له لسمې وروسته د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو اندېښنې شریکې کړې.

هغه ویلي چې په سند ایالت کې دې پولیس د قانوني اسناد لرونکو افغانانو له ځورولو ډډه وکړي.

په کراچۍ کې د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د پاکستان د سند ایالت سر وزیر مراد علي شاه په حواله لیکلي، چې نوموړي په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راپه دې خوا افغانانو د پولیسو تر څار او تعقیب لاندې دي.

د اسلام اباد او راولپنډۍ پولیس کور په کور د افغانانو لټه کوي او تر اوسه زرګونه هغه افغانان نیول شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل.

له دې ډلې زیات شمېر په جبري ډول له پاکستان څخه اېستل شوي او زیات شمېر لا هم د (حاجي کمپ) په نوم د پولیسو په یوه مرکز او د ستنولو په نورو کمپونو کې د شړلو په درشل کې دي.