• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کراچۍ کې د طالبانو کونسل وايي افغانان دې د اېستلو په نامه نه ځورول کیږي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۳۵ GMT+۱

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل سید عبدالجبار تخاري د سند ایالت والي او سر وزیر سره په اختریزه لیدنه کې د افغان کډوالو پر شته ستونزو غږېدلی دی. د طالبانو کونسل وايي چې افغانان دې د اېستلو په نامه نه ځورول کیږي.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ نن سې شنبه «د وري ۱۲مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغه ښار کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاري د سند والي محمد کامران خان تیسوري او سر وزیر سید مراد علي شاه سره لیدلي دي.

عبدالجبار تخاري په دې لیدونو کې د اپرېل له لسمې وروسته د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو اندېښنې شریکې کړې.

هغه ویلي چې په سند ایالت کې دې پولیس د قانوني اسناد لرونکو افغانانو له ځورولو ډډه وکړي.

په کراچۍ کې د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د پاکستان د سند ایالت سر وزیر مراد علي شاه په حواله لیکلي، چې نوموړي په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په پاکستان کې له تېرو څو میاشتو راپه دې خوا افغانانو د پولیسو تر څار او تعقیب لاندې دي.

د اسلام اباد او راولپنډۍ پولیس کور په کور د افغانانو لټه کوي او تر اوسه زرګونه هغه افغانان نیول شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل.

له دې ډلې زیات شمېر په جبري ډول له پاکستان څخه اېستل شوي او زیات شمېر لا هم د (حاجي کمپ) په نوم د پولیسو په یوه مرکز او د ستنولو په نورو کمپونو کې د شړلو په درشل کې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افغان سوداګرو په هرات کې د ایراني تراکتور تولید ته لېوالتيا ښودلې

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۱

په هرات کې طالب چارواکو او سوداګرو د ایراني ټراکټورونو د توليد پيلولو غوښتنه کړې او له ایراني چارواکو څخه یې د همدې غوښتني د منلو هيله ښودلې. طالبانو په هرات کې پر يوې څلور لارې ټراکټور د سمبول په ډول ايښی او دغه يې د دواړو هيوادونو د یووالي نښه بللې.

د ایران ايرنا خبري اژانس د سې شنبې په ورځ په هرات کې د طالبانو د ښاروالۍ له قوله لیکلي، چې دغې ډلې له ایراني چارواکو څخه د ټراکټور د توليد جوړولو غوښتنه کړې.

په خبر کې راغلي، چې د هرات د طالبانو د ښاروالۍ مرستيال جلال الدین حقدوست د هرات په مرکزي چوک کې د ټراکټور د سمبول د نومولو او پرانيستې په مراسمو کې وویل: «د ټراکټور سمبول نصبول د دوو ګاونډيو دوستو هېوادونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ نښه ده.»

حقدوست ټينګار کړی، چې دوی د دغه ډول اقداماتو هرکلی کوي او په دغه هېواد کې د ټراکټورونو د توليد جوړېدل به د افغانانو د خوښۍ لامل شي.

په مراسمو کې په هرات کې د ایران کونسلګرۍ مرستیال سید علي کامیاب د ایراني تولید ټراکټور په نوم د مرکزي څلور لارې نومول د ایراني صنعت د پياوړتيا په نوم یاد کړ او دا یې د د واړو هېوادونو د اړیکو لپاره یو نوی پړاو بللی دی.

هغه زياته کړې: «دغه اقدام به د دواړو هېوادونو په خاص ډول اقتصادي اړیکو کې یو نوی پيل وي.»

د ایرنا د معلوماتو له مخي، د دغه هېواد د ټراکټونو صنعتي ګروپ په تبريز کې ۹، په سنندج، ارومیه کې او په بهر کې د دوو - دوو څانګو په لرلو سره له تېرو ۵ لسیزو څخه فعالیت لري او تر دامهاله يې د زراعت او صنعت په برخه کې ۷۱ ډوله ماشينونه توليد کړي دي.

کندهار کې طالبان د هغو ځوانانو سرونه خرېیي چې موټرسایکل چټک ځغلوي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۱

په کندهار کې طالبان د ترافيکي پيښو د مخنيوي په خاطر د هغو ځوانانو سرونه ور کلوي، چې موټرسایکل تېز چلوي. بل خوا بیا د دې ډلې محتسبينو د کندهار په تفریح ځایونو کې د ځوانانو د لوبو توکي ټول کړي او هغوی یې له تفريح څخه منع کړي دي.

په سویلي ولایتونو کې په اخترونو، ځانګړو ورځو او رخصتيو کې ډېری ځوانان په بې پروایۍ په تېز سرعت موټرسایکلونه ځغلوي، چې اوس طالبان د سزا ورکولو ترڅنګ د هغوی سرونه هم خرېیي.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه خبرداری نه دی ورکړی، خو پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې یوې ویډیو کې ښکاري، چې یو طالب د یوه ځوان سر کلوي او وایي: « دغه ځوان په موټرسایکل د مخ ټېرونه پورته کول او ځغلوی یې اوس مو سخت قانون ورته ايښی.»

په افغانستان کې تنګ سړکونه، د ترافيکي اصولو، ترافيکي نښو او سخت څار نشتوالی د ډېرو ترافيکو پېښو لامل ګرځي.

ډېر وخت پر طالب مسوولينو او امنیتي کسانو هم نیوکې کيږي، چې د موټر چلولو پر مهال ترافيکي اصول په پام کې نه نیسي او زيات په زور او پر یو طرفه سړکونو او تيز سرعت موټر چلوي.

همدا تېره ورځ د کندهار – هرات پر لویه لار په یوه ترافيکي پېښه کې د کندهار د یوه خصوصي پوهنتون درې استادان مړه شول.

بل خوا بیا د اختر د خوښۍ په مراسمو کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبين په تفریح ځایونو کې د ځوانانو د لوبو مخه نيسي او پر هغوی خپل نوي قوانين عملي کوي.

په کندهار کې د امربالمعروف محتسبين چې په تفریح ځایونو کې د ځوانانو د لوبو د توکو ټولولو پر مهال
100%
په کندهار کې د امربالمعروف محتسبين چې په تفریح ځایونو کې د ځوانانو د لوبو د توکو ټولولو پر مهال

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته له کندهار ه یو شمېر ځوانانو په پيغامونو کې ویلی، چې دې ډلې د دوی د تفريح پر مهال د لوبو توکي او «لډو» ټول کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د دوی بنديزونه عملي کړي.

د طالبانو امربالمعروف څو میاشتې وړاندې په کندهار کې پر لډو او قطعو بندیز ولګاوه او دا یې یو عبث کار وباله.

طالبانو او پاکستاني پوځیانو پر ډیورنډ کرښه خولې سره خوږې کړې

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۱

پاکستاني پوځیانو او د طالبانو پوله ساتو ځواکونو په غلام خان او انګور اډه کې یو بل ته د اختر مبارکي وویله او میټايي یې سره وخوړل. په دې لنډو مراسمو کې د طالبانو کمیسار مولوي بلال ګډون کړی و.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د پاکستان له خوا په انګور اډه کې محلي مسوول افسر طالبانو ته میټايي ( خواږه) ورکړل او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والی هیله وښوده.

دغه راز دداوړو خواوو پوله ساتو په غلام خان ترمینل کې هم میټايي سره تبادله کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جنګیالیو پر حضور او پوځي پوستې جوړولو شخړې شوې دي، چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

100%

پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ کوربه توب او ملاتړ کوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او د پاکستان پوځ دداعش په ملاتړ تورنوي.

دغه خواږه داسې مهال سره وېشل کیږي چې انګور اډه، خرلاچي لارې اکثره وخت د سوداګرۍ پرمخ تړلې وي.

طالبان وايي سبا د اختر له رخصتیو راګرځېدونکو کارکوونکو حاضري څارل کېږي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۲۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د کوچني اختر له رخصتيو وروسته د دولتي ادارو حاضرۍ کنټرولېږي. دغه وزارت وايي چې دا کار د نظم، انضباط او د کارکوونکو د حضور په موخه د خپلو مفتيشينو له لارې کوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن سې شنبه «د وري ۱۲مه» یوه خبرتیا خپره کړې ده.

په دې خبرتیا کې ویل شوي چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار تفتيش او لارښوونې رياست په پام کې لري، چې د کوچني اختر له رخصتيو وروسته په ادارو کې د نظم، انضباط او د کارکوونکو د شته والي د تثبیت په خاطر حاضرۍ کنترول شي.

دوی ټینکار کړی چې د طالبانو تر واک لاندې ادارې مکلفې دي چې له مفتشانو سره پوره همکاري وکړي او همدارنګه د خپلو حاضريو صورت له هغوی سره شريک کړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا په داسې حال کې دا خبرتیا خپریږي، چې په افغانستان کې د ډیرو دولتي ادارو کارکوونکي د رخصتیو په پای کې په ورځو ورځو ادارو ته نه حاضریږي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې ورځ، د وري ۹مه، په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اختر درې ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې وه، چې سبا پای ته رسېږي.

طالبان وايي شاوخوا ۱۲ زره افغانان په نورو هېوادونو کې بندیان دي

۱۲ وری ۱۴۰۴ - ۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې تر ۱۲ زره زيات افغان کډوال د ایران، پاکستان او ترکيې په زندانونو کې دي. دغه وزارت ويلي، چې په تېر يو کال کې يې څه باندې څلور زره افغان کډوال د پاکستان او یران له زندانونو را خوشي کړي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني رسنيو ته ويلي، چې ډېر افغان کډوال د پاکستان او ایران په زندانونو کې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ۸ زره افغان کډوال په ایران، ۳ زره په پاکستان او شاوخوا زر کسان په ترکيه کې بندیان دي.

طالبانو د دغو زندانیانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویلي خو وایي، دوی یې د خوشي کېدو هڅې کوي.

حقاني زياتوي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې زرو زيات افغان کډوال د پاکستان او یو زر ۳۵۰ کسان د ایران له زندانونو را خوشي کړي او هېواد ته یې ستانه کړي دي.

د طالبانو دغه وزارت زياتوي، چې له یو شمېر هېوادونو سره یې د افغان زندانیانو د خوشي کېدو اړوند خبرې کړې او ګډې هوکړې ته رسېدلي دي.

ډېر افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د غیر قانوني استوګنې په تور نیول شوي او یو شمېر د نشه یي توکو د استعمال له کبله هم زندانيان دي.

ایراني رسنيو د تېر کال په وروستۍ مياشت کې څه باندې ۵ سوه افغان زندانیان طالبانو ته وسپارل.

ایراني چارواکو ويلي و، چې د دغو زندانیانو جرمونه سیاسي نه وو.

د کډوالو د څار ادارې او فعالان د پاکستان او ایران په زندانو کې له افغان کډوال سره پر ناسم چلند هم نیوکې کوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې دفتر یې په ناروې کې دی، ټینګار کړی چې ایران یوازې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ تنه افغانان اعدام کړي دي.

دغه سازمان ویلي، چې افغانان په ایران کې د اعدام شویو بهرنیانو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.