
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې تر ۱۲ زره زيات افغان کډوال د ایران، پاکستان او ترکيې په زندانونو کې دي. دغه وزارت ويلي، چې په تېر يو کال کې يې څه باندې څلور زره افغان کډوال د پاکستان او یران له زندانونو را خوشي کړي.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني رسنيو ته ويلي، چې ډېر افغان کډوال د پاکستان او ایران په زندانونو کې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ۸ زره افغان کډوال په ایران، ۳ زره په پاکستان او شاوخوا زر کسان په ترکيه کې بندیان دي.
طالبانو د دغو زندانیانو د جرمونو په اړه څه نه دي ویلي خو وایي، دوی یې د خوشي کېدو هڅې کوي.
حقاني زياتوي، چې په تېر یوه کال کې یې له درې زرو زيات افغان کډوال د پاکستان او یو زر ۳۵۰ کسان د ایران له زندانونو را خوشي کړي او هېواد ته یې ستانه کړي دي.
د طالبانو دغه وزارت زياتوي، چې له یو شمېر هېوادونو سره یې د افغان زندانیانو د خوشي کېدو اړوند خبرې کړې او ګډې هوکړې ته رسېدلي دي.
ډېر افغان کډوال په ایران او پاکستان کې د غیر قانوني استوګنې په تور نیول شوي او یو شمېر د نشه یي توکو د استعمال له کبله هم زندانيان دي.
ایراني رسنيو د تېر کال په وروستۍ مياشت کې څه باندې ۵ سوه افغان زندانیان طالبانو ته وسپارل.
ایراني چارواکو ويلي و، چې د دغو زندانیانو جرمونه سیاسي نه وو.
د کډوالو د څار ادارې او فعالان د پاکستان او ایران په زندانو کې له افغان کډوال سره پر ناسم چلند هم نیوکې کوي.
د ایران د بشري حقونو سازمان چې دفتر یې په ناروې کې دی، ټینګار کړی چې ایران یوازې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۸۰ تنه افغانان اعدام کړي دي.
دغه سازمان ویلي، چې افغانان په ایران کې د اعدام شویو بهرنیانو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.

د بلغاریا د صوفیه ښار څارنوالۍ دفتر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پنځه کسان د یوې منظمې جنایي ډلې په غړیتوب، قاچاق او د ۱۸ افغان اتباعو د قتل په تور محکمې ته راجع شوي دي. لاهم د محاکمې نیټه نه ده ټاکل شوې.
د بلغاریایي رسنیو د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر۱۷مه، د ۱۸ غیرقانوني کډوالو مړي، چې ظاهراً د ساه بندۍ له امله مړه شوي وو، له لوکورسکو کلي (له صوفیه څخه ۱۶ کیلومتره شمال ته) سره نږدې په یوه لارۍ کې وموندل شول.
دې لارۍ له ۵۰ ډېر کسان د لرګیو تر بار لاندې په یوه پټ ځای کې لیږدول.
پر دې کسانو په لګېدلو تورونو کې راغلي، چې ۵۲ افغانان د بورګاس ولایت د زیداروو کلي له سیمې څخه په یوه لارۍ کې اچول شوي وو. په لارۍ کې دوه فلزي جوړښتونه وو، چې جلا خونو ته ورته وو. د رپوټ له مخې، یوې خونې۱،۹۶ متره عرض، ۲،۵۶ متره اوږدوالی او صفر عشاریه ۷۵ متره لوړوالی درلود او بلې خونې ۱،۹۵ متره عرض، ۲،۵۶ متره اوږدوالی او صفر اعشاریه اتیا متره لوړوالی درلود.
د څارنوالۍ له مخې، دوه تورن کسان پوهیدل چې افغانان سمه سا نه شي اخیستلی ځکه ټول سره تخته شوي وو، خو بیا یې هم د کانتینرونو دروازې ورپسې بندې کړې وې او موټر ته یې حرکت ورکړی و.
څارنوالۍ ویلي، چې یاد کسان د ساه بندۍ له امله په ډېرې سختۍ مړه شوي دي.
د بلغاریا د ملي تحقیقاتو خدماتو مشر بوریسلاو سرافوف هغه مهال وویل، چې تورنو کسانو موټر په کلي کې پرېیښی و او چلوونکی او د هغه ملګري د کډوالو په مرګ تورن دي.
د قاچاق شبکې د ترکیې له سرحده بلغاریا او بیا صربیا ته کډوال لېږدول او له هغه ځایه بریتانیا، جرمني او فرانسې ته تلل.
د سرافوف په وینا، کډوال د ترکیې له پولو غیر قانوني تېر شوي وو او دوه ورځې یې په ځنګلونو کې تېرې کړې وې، خو وروسته د سویلي بلغاریا په یامبول ښار کې ټرک ته خېژول شوي وو.
په دې پېښه کې۳۴ ژوندي پاتې کډوال، چې پنځه پکې ماشومان هم شامل وو، د صوفیه روغتونونو ته انتقال شول.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست «په استخباراتو کې د محرمیت ساتنې د پالیسي طرزالعمل» کاپي ترلاسه کړې ده. په دغه طرزالعمل کې، چې د طالبانو د استخباراتو لوی رییس دفتر له خوا تایید شوی، د کارکوونکو د محرم ساتلو لارښوونې شوې دي.
د دغه طرزالعمل په درېیم فصل «د بشري پیاوړتیا په برخه کې محرمیت» تر عنوان لاندې په لومړۍ ماده کې لیکل شوي، چې د استخباراتو ریاست کې د منسوبینو جذبولو پروسه باید روښانه او اصولي وي.
په دویمه ماده کې راغلي، چې د استخباراتو منسوبین نشي کولی چې د دښمن تر نفوذ لاندې سیمو او یا له هېواده بهر کې د اوسېدلو ځایونه ولري.
په دې ماده کې زیاته شوې، چې بهر له هېواده یا د دښمن تر نفوذ لاندې سیمو کې د استخباراتو د کارکوونکو اوسیدل «موقت یا دایمي ډول» د استخباراتي اصولو خلاف ګڼل کېږي، خو فوق العاده حالات له دې امر څخه مستثنی دي.
د طرزالعمل په پنځمه ماده کې، چې دوه کاله وړاندې لیکل شوی، راغلي، چې د استخباراتو کارکوونکي نشي کولای چې د خپلو ستونزو د حل، پست د تعیین، بست لوړولو او تقدیر په موخه د طالبانو د رهبرۍ غړو او هغو مخورو ته مراجعه وکړي چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري.
په شپږمه ماده کې د هغو منسوبینو له جذبولو د بشپړې ډډې کولو سپارښتنه شوې، چې اصلي خپلوان یې په دښمن هېوادونو کې ژوند کوي.
د طالبانو د استخباراتو ترلاسه شوي طرزالعمل کې پنځم فصل «په اوپراتیفي برخه کې محرمیت» تر عنوان لاندې دی او وايي، چې د استخباراتو کارکوونکي له خپلو منابعو سره هلته لیدلای شي چې د ریاست او اړوندې ادارې په تفاهم په ګوته شوی وي.
ددغه فصل په درېیمه ماده کې لیکل شوي، چې د استخباراتو منسوبین نشي کولای چې له بهرنیو ډېپلوماټانو سره غیر رسمي اړیکې ټینګي کړي.
په څلورمه ماده کې د استخباراتو د هغو کارکوونکو پر پرلپسې او نامحسوسې څارنې ټینګار شوی، چې اشد محرم او استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی لري.
په شپږمه ماده کې لیکل شوي چې استخباراتي کارکوونکي دې ځانونو ته مستعار نومونه وټاکي او بهر ته لېږونکو سندونو کې مستعار نومونه ولیکل شي.

د همدې فصل په یوه ماده کې لیکل شوي چې د استخباراتو کاروونکي مستعار نومونه یاد کړي.
په اتمه ماده کې راغلي، چې د استخباراتو اوپراتیفي کارکوونکو ته د دندې د اجرا کولو په وخت کې غیر حقیقي کارتونه جوړ شي څو د دندې د اجرا کولو په وخت کې اوپراتیفي پوښښ ولري.
ددغه طرزالعمل په یوه بله برخه کې د «رسنیز محرمیت» تر عنوان لاندې لیکل شوي چې له رسنیو سره اړیکې یوازې د رواني عملیاتو ریاست له خوا نیول کېږي او د دوی له خوا د استخباراتو ریاست لاسته راوړنو په اړه معلومات شریکېږي.
په طرزالعمل کې ویل شوي چې له رسنیو سره یوازې د استخباراتو رییس او مرستیالان یې د خبرو کولو جازه لري خو استخباراتي مسایل او چارې به محرم ساتي او ورڅخه افشا نشي.
ددغه طرزالعمل په شپږم فصل کې «د تکنالوري ریاست په برخه کې محرمیت» تر عنوان لاندې په لومړۍ ماده کې ویل شوي چې د معلوماتي تکنالوژۍ د پروګرامونو د پلیتابه په برخه کې مسلکي او تحصیل لرونکي کسان باید وګومارل شي.
د طرزالعمل په یوه بله برخه کې راغلي چې د استخباراتو په روغتون کې یوازې د استخباراتو منسوبین او د هغوي اصلي کورنۍ «ښځه، اولادونه او والدین» معاینه او تداوي کېږي او د امنیتي ملحوظاتو له امله د طالبانو د مشرانو کورنۍ هم تداوي کېږي.
د طرزالعمل په وروستیو برخو کې راغلي، چې استخباراتي کارکوونکي نشی کولی چې له اجازې پرته بهرنیو سفارتونو ته مراجعه وکړي.
د طالبانو د اسخباراتو اړوند په دغه طرزالعمل کې غوښتنه شوې، چې په شخصي او محفلي بحثونو کې د شفري کودونو، اوپراتیفي لاسته راوړونو، استخباراتي کړنو په اړه معلومات افشا نه کړي.

دا طرزالعمل د طالبانو د استخباراتو د پلان او پالیسۍ ادارې رییس مولوي نورالحق جریر، د هغه مرستیال مولوي عبدالصمد ترتیب کړی.
په شپاړسمه ماده کې لیکل شوي، چې د استخباراتو ټول منسوبان د طرزالعمل په تطبیق مکلف دي.
د طرزالعمل په اړه د طالبانو د استخباراتو یو بل مکتوب هم افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی دی، چې پکې ویل شوي دا طرزالعمل د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق له لوري منظور شوی او د اجرااتو لپاره یې د استخباراتو ۰۶۰ ریاست ته لېږلی دی.
دا مکتوب د طالبانو د استخباراتو د دفتر رییس مولوي عبدالله غزنوي له خوا لېږل شوی دی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، چې د افغانستان د جمهوري حکومت سقوط حتمي و او طالبان په دې توانېدلي چې په افغانستان کې ثبات راولي او «خپلې سرچینې بنسټیزو پروژو» او د تریاکو کمولو ته واړوي.
شوکت میرضیایف له یورو نیوز سره په مرکه کې وویل، چې تاشکند ډاډه و چې د پخواني افغان حکومت سقوط حتمي و، ځکه هغوی د ټول هیواد د کنټرول وړتیا نه درلوده او فساد یې د ادارې ټولې کچې نیولې وې.
شوکت میرضیایف وايي، د ازبکستان دریځ د افغانستان په اړه تل عملي او د اوږدمهاله ستراتیژۍ پر بنسټ ولاړ دی او هیڅکله یې هم خپل ګاونډی یوازې نه دی پرېیښی او نه یې ورڅخه مخ اړولی.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « موږ تل باور درلود چې د افغانستان پرمختګ د ګاونډیو هیوادونو له رغنده همکارۍ پرته ناشونی دی، چې ازبکستان پکې د افغانستان تر ټولو نږدې او مهم شریک دی».
د ازبکستان ولسمشر وايي، هغه کسان چې په پیل کې ددوی د افغانستان له تګلارې سره مخالف وو، اوس دې ته مجبوره شوي چې د هغې سموالی او اهمیت ومني.
هغه زیاته کړه، « موږ ډاډه وو چې د پخواني افغان حکومت سقوط حتمي و، ځکه هغوی د ټول هیواد د کنټرول وړتیا نهدرلوده، له مخالفانو سره یې د مذاکراتو لیوالتیا نهدرلوده، د یو ټولشموله حکومت جوړولو نیت یې نهدرلود او فساد یې د ادارې ټولې کچې نیولې وې».
میرضیایف ادعا وکړه، چې اوسنی حکومت [طالبان]توانېدلی چې په افغانستان کې ثبات راولي او خپلې سرچینې د بنسټیزو پروژو لکه هوایي ډګرونو، داخلي اورګاډي شبکو، د اوبو او برېښنا اسانتیاوو او د تریاکو کر کیلې کمولو ته واړوي.
نوموړی وايي، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په۲۰۲۳ کال کې د نشه يي توکو پر پلور د طالبانو له بندیز وروسته د افغانستان د تریاکو کر ۹۵سلنه کم شوی. میرضیایف زیاتوي، « هڅې روانې دي چې کلیوالي ټولنې تقویه شي او د بدیلو کرنیزو حل لارو په موندلو سره، افغانستان د نشهيي توکو له اقتصاد څخه خلاص شي».
د ازبکستان ولسمشر یورو نیوز ته وویل، چې په اوسني وضعیت کې باید افغانستان د نویو ستراتیژیکو فرصتونو له لیدلوري وکتل شي او دا ډېره مهمه ده چې افغانستان په نړیوال اقتصاد کې مدغم شي. هغه دا چاره د بنسټیزو پروژو د پلیتابه له لارې ممکنه بولي.
میرضیایف په دې برخه کې د خپل چمتووالي په اړه وویل، چې دوی له اروپايي ټولنې سره د افغانستان په تړاو همکاریو ته چمتو دي. نوموړي زیاته کړه، « په دې لړ کې موږ چمتو یو چې له اروپایي اتحادیې او نورو نړیوالو شریکانو سره کار وکړو، چې یو مثبت او رغنده دریځ رامنځته کړو او افغانستان نه یوازې له اوسنیو بحرانونو وباسي، بلکې د اوږدمهاله پرمختګ زمینه ورته برابره کړي».
د ضیایف په باور، د دغه پړاو اساسي دنده له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې مرستې ته دوام ورکول دي.
د ازبکستان ولسمشر وايي، چې دده په باور د افغانستان ثبات او بیارغونه د منځنۍ اسیا هیوادونو او اروپایي اتحادیې ګډې ګټې تشکیلوي.
ازبکستان په دې وروستیو کې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې نږدې کړې او دواړو خواوو کابل او تاشکند ته سفرونه کړي دي.
امریکايي سازمان «ډاکټران د بشري حقونو لپاره» د هغو کسانو ارزونه کړې، چې په دې وروستیو کې له امریکا څخه پاناما ته ایستل شوي دي. په دغه ارزونه کې راغلي، چې افغانان په خپل هېواد کې ځورول شوي او که بېرته افغانستان ته ستانه شي د مرګ له ګواښ سره به مخامخ شي.
د بشري حقونو لپاره ډاکټرانو د استانبول پروتوکول په کارولو سره د ۲۷ کسانو قانوني روغتیايي ارزونه ترسره کړې، چې د روان کال په فبروري کې له امریکا څخه پاناما ته شړل شوي.
دغه ارزونه چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، په کې ویل شوي چې شړل شوي کسان د دوی په اصلي هیوادونو کې د ناوړه چلند، شکنجې او جګړې له ادعاوو سره سم رواني نښې لري.
دغه ارزونه چې د دې موسسې د څلورو ډاکټرانو او د ارواپوهانو له خوا ترسره شوې، دا هم په ډاګه کوي چې ایستل شوي کسان هغه کسان دي چې له طالبانو څخه تښتېدلي او یا هم په ایران کې له اسلام څخه عیسویت ته اوښتيدي.
دغه ارزونه د افغانستان، کامرون، چین، اریتریا، ایران او روسیې څخه د بشري حقونو فعالانو، پخوانیو پوځي افسرانو، همجنس خوښواو پخوانیو سیاسي فعالانو باندې ترسره شوې.
د دغې سازمان روغتیایي مشر میشل هیسلر وایي: «ډیری هغه خلک چې موږ په پاناما کې ارزول ديد شدیداختلال یا د ناورین وروسته د فشار داختلال نښې نښانې درلودې، چې د دوی د شکنجې او بد چلند راپورونو سره مطابقت لري.»
همدا راز دغه سازمان ټینګار وکړ، چې له دغو کسانو څخه هیڅوک دا فرصت نه لري چې امریکايي یا د پاناما چارواکو ته وضاحت ورکړي چې ولې یې خپل هیواد پریښود او له کومو ګواښونوسره مخ دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس، پرون په یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې له افغانستان څخه امریکا ته د فای ډي هال راستنېدل په نورو هېوادونو کې د ټولو امریکايي وګړو د خوشې کولو په برخه کې د ټرمپ د ادارې د جدي ژمنې نښه ده.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې راغلي: «د امریکا د خلکو لپاره د ولسمشر ټرمپ ژمنتیا روښانه ده - موږ به تر هغه ارام نه شو، چې ټول هغه امریکایان د افغانستان په ګډونه په نوره نړۍ کې یرغمل شوي خپلو کورنو ته راستانه نه کړو.»
له جورج ګلیزمن وروسته، في ډي هال دویمه امریکایۍ بندۍ وه، چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوه.
في ډي هال شاوخوا دوه میاشتې مخکې په بامیان ولایت کې طالبانو نیولې وه. له هغې سره یوه زړه برېتانیايۍ جوړه او د هغوی افغان ژباړن هم و.
طالبانو تر اوسه پورې د دغو درېیو کسانو خوشې ته غاړه نه ده ایښې.
طالبانو د ۱۴۰۳ کال د کب په ۳۰مه کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفر وروسته جورج ګیلزمن له بنده خوشی کړ.
د ډونالډ ټرمپ ادارې د جورج ګیلزمن د خوشې کېدو په بدل کې کوم طالب بندیان نه دي خوشې کړی؛ خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دا لومړي ځل و چې یو امریکايي ډیپلوماتیک پلاوی کابل ته راغلی و.
خلیلزاد هغه مهال ویلي و، چې طالبانو جورج ګیلزمن، ټرمپ ته د خپل «ښه نیت» ښودلو لپاره خوشې کړی دی.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې د طالبانو په زندانونو کې څومره امریکایي وګړي بندي دي.
محمودشاه حبیبي، چې افغان الاصله امریکایي وګړی دی، د طالبانو لهخوا یو بل یرغمل دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څو ورځې وړاندې د محمودشاه حبیبي او نورو امریکایي یرغمل شویو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه وه.