ټي‌ټي‌پي: تېره میاشت مو په ۲۶۰ بریدونو کې ۳۸۷ امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تحریک طالبان پاکستان ډلې د روژې میاشتې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په ۲۶۰ بریدونو کې یې ۳۸۷ امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۷۵ پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي او ۲۱۲ نور بیا ټپیان شوي دي.