یونېسف: له دوو اونیو راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۳۲۲ ماشومان وژل شوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق وايي، چې د اسراییل له‌خوا د غزې په تړانګه کې له دوو اونیو راهیسې په ترسره شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲۲ ماشومان وژل شوي. یونېسف وایي، په ورته وخت کې لږ تر لږه ۶۰۹ نور ماشومان ټپیان شوي هم دي.